جمعه, جنوري 28, 2022
Homeادبد یوه خادم یاد/ اسدالله غضنفر

د یوه خادم یاد/ اسدالله غضنفر

  اووه ویشت کاله پخوا مې په پيښور کې د مولانا محمد اکبر خادم یو چاپي اثر ولید چې د سر او پای پاڼې یې شلېدلې وې. ۷۸ مخونه یې پاتې وو. د نثر له محتویاتو یې معلومېدل چې لیکنې د هند او پاکستان تر خپلواکۍ  دمخه لیکل شوې دي. خوند یې راکړ. ټول مخونه مې ولوستل. د ژوندۍ ژبې چستي او بې ساختګي پکې وه. د تصویرونو خزانه وه. نثر یې د افغانستان د مولانا قیام الدین خادم د نثر په څېر ننګوونکی، هڅوونکی،موزیکال او واضح و.

 په زړه کې راتېر شول چې هسې نه یو وخت دا لیکنې بېخي ورکې شي نو د مختلفو پاڼو څو پاراګرافونه مې له ځان سره نوټ کړل.

 مولانا لیکلي وو: « په یورپ، امریکه، جاپان کې لویه ډګري، لوی سند، لوی ایجاد، لوی تصنیف، معیار د شرافت دی. ځکه خو اسمان ته وخاته. مونږ ټوله ورځ د نیکونو په تېلو برېت غوړوو. هغه تېل هم صرف دم چوف. نه به یې څه فتوحات کړي وي، نه به یې څه ایجاد کړی وي، نه به یې څه تصنیف کړی وي. دا وجه ده چې یورپ او امریکه او جاپان په اسمان ګرځي او مونږ په ځمکه هم د ګرزیدو اهل نه یو پاتې شوي. د زمکې مخ راباندې اوس بد ښکاري.»

 مولانا محمد اکبر خادم( ۱۸۷۹-۱۹۵۲) د چارسدې اوسېدونکی و. له باچا خان سره د خدایي خدمتګارو په ډله کې ملګری و. خدایي خدمتګارانو په هند او پښتونخوا باندې  د انګریزانو له حاکمیت سره مخالفت کاوه خو دا یې نه غوښتل چې ټولنه دې وروسته پاتې وي. د دوی په نظر انګریز ورباندې ځکه باداري کوي چې پښتني ټولنې د تمدن او ترقي لاره نه ده خپله کړې. البته کله چې باچا خان له کانګرس سره د یو ځای کېدو فیصله وکړه، خادم د باچا خان فیصله ونه منله او په مسلم لیګ کې شامل شو.

 د شلمې پیړۍ په لومړۍ نیمه کې چې د خادم صاحب د فعالیت زمانه وه، په هندي ټولنه کې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ اختلافونه زیات شول او د هغه وخت د ګڼو نورو کسانو غوندې د خادم صاحب زړه ته پرېوتل چې مسلمانان او هندوان په یوه وطن کې د اوسېدو نه دي.

انسان د خپل ماحول پیداوار وي. هند اوس د دنیا په مهمو ملکونو کې شمار دی مګر په هغه زمانه کې چې انګرېزانو ورباندې حکومت کاوه، د خادم صاحب په نظر د دې وړ نه و چې خپل حکومت دې  ولري. د خادم صاحب دا نظر اوس مونږ ته ډېر عجب ښکاري: « هندوستان یوه نیازبینه  په سیوري لویه شوې ښځه ده. دا بې د خاوند نه خپل ځان ، خپل عصمت نه شي ساتلی. که فیرنګی مړ شي، جرمن سره به نکاح وتړي ، روس لا امریکې لا جاپان سره به نکاح وتړي، ولې چې دا نیازبینه بې خاونده ګوزاره نه شي کولای. بله دا چې دا نیازبینه د خپل وطن تور مخی خاوند هم نه خوښوي ، دا سپین مخی خاوند خوښوي. بیا خو ورله همدا ړومبی سپین مخی خاوند ډېر ښه دی.»

 خادم صاحب په خپل دغه کتاب کې چې نوم یې نه راځي، د نازي جرمني او کمونیست شوروي په باره کې لیکي: « بعضی خلق وایي چې روس او جرمن په دنیا کې مساوات قایموي ، لیکن دا دروغ دي. دا یو تش اوازه وه، یوه چالاکي وه، یو سحر و چې لېنین د زار روس برخلاف استعمال کړی و. په دې اواز غریب خلق په کروړونو ورپسی شو..»

 خادم صاحب وایي: « یوه ورځ یوه قومي سړي راته ووې چې خادمه ستا تقریر ستا تحریر صاف کنځل وي. دا مناسب دي چې ته د دې قوم نمک هم خورې او کنځل هم ورته کوې؟ ما ورته ووې چې صاحبه! یو خو هغه اوده  وي چې ایله ښکالو وشي نو دی ویښ شي. یو هغه اوده وي چې اواز پرې باندې وکړې نو دی ویښ شي ، یو هغه اوده وي چې لاس پښې یې وخوځوې نو دی ویښ شي. یو هغه اوده وي چې سکونډاره پرې باندې ولګوې نو هله ویښ شي. یو هغه اوده دی چې پوزه باندې بنده کړې نو هله ویښ شي. یو لکه د پوستي ( تریاکي) هسې اوده دی چې لتې ورکړې هله ویښ شي. نن سبا ستا قوم ټول پوستي شوی دی. دا بې د لتو، بې د کوتکونه نه راویښېږي.»

 خادم صاحب په تقریر، په تحریر او په عملي سیاست کې احساساتي خو پاک زړی  او زړه ور ښکاري. ځینې کسان دومره احتیاط کوي چې هیڅ ونه کړي او د ژوند له ختمېدو سره هېر شي خو ځینې نور زړه ور وي او په تاریخ کې ځای ومومي. هغه کسان چې جرات یې له صداقت سره وي،  د خپل نظر په مخالفانو هم بد نه لګېږي. زما په ګومان خادم صاحب همداسې کس دی.

د مولانا محمد اکبر خادم دغه کتاب چې څو کرښې یې تاسې ولوستې، د هغه  له زوی ډاکتر طلا محمد خادم مرحوم سره و. ډاکتر طلا محمد خادم د پلار د پنځو، شپږو نورو کتابونو نومونه واخیستل چې چاپ شوي وو او دی پسې ګرځېده چې ویې مومي.

  طلامحمد خادم مې درې، څلور کاله پخوا، تر وفات څو میاشتې دمخه په وروستي ځل ولید او د پلار د ورکو کتابونو پوښتنه مې ورنه وکړه. ده  نه وو موندلي. د مولانا اکبر خادم کتابونه چې  د شلمې پیړۍ په لومړۍ نیمه کې چاپ شوي، اوس یا نه موندل کېږي یا ممکن په ډېر زحمت پیدا شي. د هغه وخت اکثره نور کتابونه هم ورک غوندې دي. پروفیسر نواز طایر مو په ( روهي ادب ) کې له هغو دوه سوه شل عنوانه پښتو کتابونو خبروي چې په نولسمه پیړۍ کې چاپ شوي وو. د کمیابو چاپ شویو کتابونو موندل، کمپوزول، خوندي کول او لوستل د ادبي خدمت یوه ډېره ګټوره ساحه ده. موږ د یوه نیم لیکوال او شاعر چې ډېر مشهور شي، اثار په دقت لولو خو د نورو په کتابونو کې هم ملغلرې پیدا کېږي او بلکې کله کله خو خزانه په وېرانه کې وي چې د مولانا محمد اکبر خادم نثر یې یو مثال دی.

  خادم صاحب شعرونه هم لیکلي دي. د ده ځینې بیتونه ډېر مشهور دي. دغه لاندې بیت یې چې په چارسده کې د ده په تیږو پوښلي قبر باندې لیکل شوی، د ډېرو خلکو په حافظو کې خوندي دی:

 چې ژوندی وم تاسو ویشتی وم په کاڼو

 اوس مې څله ښکلوئ د قبر کاڼي

د مولانا خادم دا بیت هم د ګڼو کسانو په یاد دی:

نه کلونه د غلام په غلامۍ کې

نه ساعت د ازادۍ که ځنکدن وي

یو بل بیت یې چې مشهور نه دی خو ما اورېدلی او ډېر خوند یې راکړی، دا دی:

دا تعلیم چې تعلیم بولئ  تعلیم نه دی

سم تعلیم چا ته ورکړی غلیم نه دی

خادم صاحب که څه هم د کانګرس خلاف و، ولې کله چې هند سره وېشل کېده، ویلي یې وو:

 سند، پنجاب دې خدای نصیب کړي د هندیانو

 په سرحد دې جنډه جګه د افغان شي

                                     د ۱۳۹۲ کال سرطان، کابل

1 COMMENT

  1. غضنفر صاحب كور دې ودان دغه بيتونه يې رښتيا هم ډير مشهوره دي، حتى په ډير ماشومتوب كې مې لوستي او له هغه وخته مې ياد و دا چې تاسو د خادم صاحب ياد تازه كړ مننه په دې هيله چې د كوزې پښتونخوا ويښ پښتانه به د خادم د كتابونو په موندلو كې هرو مرو هڅې وكړې، ترځو د ا ملغلرې يې خوندي شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب