جمعه, جنوري 28, 2022
Homeادبد لیکوالي لومړي کلونه / اسدالله غضنفر

د لیکوالي لومړي کلونه / اسدالله غضنفر

د هغه چا لپاره چې تازه تازه یې د نثر په لیکلو پیل کړی دی، تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې دی به په رښتیا لیکوالي ته جوړ وي؟ انسان ټول عمر د نورو د تایید تږی دی خو دغه تنده د لیکوالي په لومړیو کلونو کې لا زیاته وي.

 ډاډ او ستاینه ځينو زلمو ته د کار کولو انرژي وربخښي  او ځینې نور په بې ځایه غرور  مبتلا کوي. ښه ستاینه دا ده چې له شرطونو سره مله وي.

 زما په خیال زلمی دې له ځانه وپوښتي چې ایا  لیکوالي ورته تر بل کار مهمه ښکاري؟ که ځواب مثبت وي، دی د لیکوال شخصیت لري.

 د امریکا مشهور لیکوال ویلیم فاکنر ویلي وو چې د الهام درې سرچینې دي: یوه سرچینه یې کار دی، بله یې کار دی او دریم یې هم کار دی. هغه څوک چې د الهام په تمه لاس تر زنه کښېني، پرمختګ ورته سخته دی. له لیکوالي سره له مینې لرلو او د لیکوالي له مهم احساسولو وروسته عملي هڅه پکار ده. ګومان کوم  هره ورځ لږ تر لږه  څو دقیقې  یو څه لیکل او ځان په لیکلو عادتول ډېره ګټه لري.

 خو زلمی لیکوال ځان بې موضوع احساسوي. د موضوع د موندلو لپاره د لیکلو په ورځني پرکټس سربېره د ښو آثارو مطالعه او د ژوند مشاهده پکار ده.

 زه چې په مکتب کې وم او د لیکوالي شوق راسره و، د کندز ښار د شاوخوا کلیو په کروندو کې به په ساعتونو پلی ګرځېدم چې دنیا وګورم او تجربه زیاته کړم، حال دا چې موږ که هر چېرته یو او ځان او چاپیریال ته ځیر واوسو، د ژوند تجربه مو زیاتېږي. د تجربې د لرلو لپاره سفر ضرور نه دی؛ همدا ځای په ځای ناسته هم که له دقت سره مله وي، د بې انتها موضوعاتو او تجربو خزانه ده.

 په ښو آثارو کې دقت شاید په چاپیریال کې تر دقت هم د لیکوالي د کار لپاره ډېر څه رازده کړي. د ښو آثارو لوستل ذهن تخنوي او د ابتکار وړتیا مو زیاتوي. دغه راز د خپل سبک په بهترۍ کې راسره مرسته کوي.

 د لیکوالي شوقي زلمی چې د نورو له آثارو خوند واخلي، د هغو تر تاثیر لاندې راشي او په خپلو لیکنو کې یې پېښې پیل کړي. د مختلفو آثارو د سبکونو  له ګډولې څخه بالاخره خپل سبک جوړ شي. سبک د شخصیت غوندې ورو ورو جوړېږي.

 د لیکوالي د شوق په لومړیو کلونو کې له زلمي سره دا ارزو پیاوړې وي چې داسې څوک ولولي یا یې ومومي چې د لیکوالي رازونه ورمعلوم وي او کلیانې یې ورسره وي. له نورو شاید یو څه زده کړو مګر د لیکوال لپاره تر ټولو لوی معلم د ده خپلې تجربې، خپلې کامیابۍ او خپلې ناکامۍ دي. نه لامبو په وچه کې زده کېږي او نه مور کولای شي چې ماشوم ته تګ وروښیي.

  زلمي لیکونکي د مشرانو د مرستې په تمه وي خو کیدای شي چې مشران د خپل اهمیت د زیاتولو لپاره لیکوالي د خارق العاده استعداد او نبوغ پیداوار وبولي او کشران نهیلي کړي. چیرته مې لوستي وو چې په روسیه کې د اکتوبر له انقلابه وروسته یو روسی د ناچاپ شویو لیکنو له یو بکس سره نیویارک ته لاړ. په بکس کې د تولستوی ناچاپ شوې لیکنې هم وې. د نیویارک ناشران ورته ډېر خوشحاله شول خو چې لیکنې یې وکتلې، پوه شول چې په چاپ نه ارزي. خط د تولستوی و مګر د تولستوی کمزورې لیکنې وې. د دې پېښې له یادولو مې مطلب دا دی چې د ډېرو لویو لیکوالو لیکنې هم کله په چاپ ارزي اوکله نه ارزي. زلمي دې دا ګومان نه کوي چې:

غټان غټان، لویان لویان پیدا دي/ دوی خو له ځایه جنتیان پیدا دي

 هر څوک چې یو څه لیکي په ذهن کې ورته مخاطبان لري. د زلمي لیکونکي ممکن ډېره تلوسه وي چې لیکنه یې چاپ شي او مخاطبانو ته ورسېږي. لیکوال د لیکلو په وخت کې پارېدلی حالت لري. په  دغسې شېبو کې شاید  خپله لیکنه ډېره ښایسته ور ښکاره شي او د خپرولو نیت یې وکړي خو بهتره ده چې څو ورځې ورته وګوري او چې ځان په عاطفي لحاظ له لیکنې لرې شوی احساس کړي، په انتقادي نظر دې یې  ولولي، که بیا هم  ښه او بې عیبه  ورښکاره شوه، خپرولو ته دې  یې واستوي.

زلمي لیکونکي کله کله د خپل لومړي کتاب په چاپولو کې بیړه کوي چې وروسته بیا پښېمانه وي.

 ځینې زلمي چې ځان ورته تر نورو ځیرک ښکاري، د لیکلو  لپاره داسې موضوع انتخابوي چې عام پسنده وي. که ولس د تېرو ویاړونو په یادولو خوشحالېږي، دی زاړه ویاړونه یادوي، که ولس په خپلو دودونو کې کمال ویني، دی یې د دودونو کمالونه ستایي او  که ولس په تشدد کې غیرت ویني ، دی ورته  په شعرونو او نثرونو کې له ځانه د اور بڅرکی جوړ کړي. دغه زلمي به ژر مشهور او محبوب شي خو د لیکوالي په کار کې به واقعي پرمختګ ونه کړي. واقعي لیکوال له ټولنې سره په کشمکش کې وي. د ټولنې په عام پسندو فکرونو، ارزښتونو او دودونو کې عیبونه ورښکاري او له دغو عیبونو سره مبارزه یې لیکلو ته مجبوروي. واقعي لیکوال خپل ارزښتونه لري. دغه ارزښتونه ممکن معقول وي یا نامعقول خو دی ورباندې معاملې ته نه تیارېږي.

 او بالاخره زلمی لیکوال یا شاعر ممکن د قلم په دنیا کې دومره غرق شي چې د لېسې او پوهنتون زده کړې ورته بې اهمیته ښکاره شي. دا لویه تېروتنه ده. داسې ډېر لږ کېږي چې لیکوالي یو چا ته  ډوډۍ ورکړي.

په پېښور کې قلندر مومند مرحوم راته ویلي وو چې په ځوانۍ کې یې د انقلابیونو د نظریو تر اثر لاندې یو ځل ډوډۍ ونه خوړه او چې  ښه وږی شو، قلم یې راواخیست چې اوس به ګوندې اثرناکې لیکنې وکړي مګر ونه شوه.

 لکه څنګه چې د پیسو په خاطر د ضمیر خرڅول او درغل اوسېدل د لیکوال له قلمه برکت اخلي دغسې په لوږه کې ژوند کول او مناسب کار نه لرل د لیکوال د پرمختګ په لار کې خنډونه جوړوي

4 COMMENTS

  1. غضنفر صیب مننه

    ستاسو دغه خبره ماته ډیره په زړه پورې ده:

    لکه څنګه چې د پیسو په خاطر د ضمیر خرڅول او درغل اوسېدل د لیکوال له قلمه برکت اخلي دغسې په لوږه کې ژوند کول او مناسب کار نه لرل د لیکوال د پرمختګ په لار کې خنډونه جوړوي

    نه پوهیږم چې په نوره نړۍ کې لیکوالان خپله نفقه یا د خپل ژوند اړتیاوې له کومې لارې پوره کوي؟

  2. عجب ګل صیب،
    په دې لیکنه کې غضنفر صیب زموږ د خلکو مشکلاتو ته اشاره کړې ده. زموږ خلکو او په ځانګړي ډول ځوانو لیکوالانو ته یې مشوره هم ورکړې ده چې ستاسې لیکوالي تاسې ته ډوډۍ نشي درکولی.
    ستاسې د پوښتنې په ځواب کې به دومره ووایم چې په نوره نړۍ کې هغوی د (ادبي غلا) لپاره جدي قوانین لري او یو کس یا لیکوال نشي کولی چې د بل کار په خپل نوم کړي. بله دا چې که یو کس کوم کتاب وليکي او یا یې چاپ کړي نو ټول حقوق یې ور سره خوندي وي.
    متاسفانه، په افغانستان کې یو لیکوال خوارکی خبر نه وي د هغه کتابونه د هغه له اجازې پرته چاپېږي او چاپوونکي بیا دې کار ته ثواب هم وايي. نو چې د یوه لیکوال په لاس لیکل شوي کتابونو سره داسې بې مسؤلیته چلند کېږي او څوک نشته چې غږ پورته کړي او د دغه غیر قانوني کار مخه ونیسي نو څنګه به یو لیکوال په خپله لیکوالۍ ځانته ډوډۍ پیدا کړي؟ کله چې دغه جمله په کتابونو باندې چاپېږي چې (ټول حقوق یې محفوظ دي.) دا جمله حتی د ځینو لیکوالانو زړه ته هم نه ښکته کېږي، ځکه چې د هغوی حقوق تل پایمال شوي او لا پایمالېږي.
    که حکومتونه دې مسئلې ته جدي توجه و نه کړي نو موږ به تل د نورو افکارو ته ناست یو او ژباړو به یې او له خپله ځانه به د هیڅ کار د کولو وس نه لرو. زموږ سیمه به د تل لپاره د نورو د توکیو لپاره یو مناسب بازار وي.

  3. سلام
    موږ دمحدود او لامحدودو جالو کې نفس باسو ،زموږ حرف اوعمل سره توپیر لری زموږ فرهنګ او ژبې پسې جنجالونه کړکېچونه ،شنه او سره توفانونه راروان دی
    جالب بحث دی خو دلیکوالی خبره په کې مجهوله ښکاری،سفر دتجربی سره په علمی برخو کې دژوندانه په مختلفو ابزارو کی کلک تړاو لری .تا دنیا دکندز په څوکلیو کې رالنډه کړېده.
    د امریکا مشهور لیکوال ویلیم فاکنر ویلي وو چې د الهام درې سرچینې دي: یوه سرچینه یې کار دی، بله یې کار دی او دریم یې هم کار دی. هغه څوک چې د الهام په تمه لاس تر زنه کښېني، پرمختګ ورته سخته دی. له لیکوالي سره له مینې لرلو او د لیکوالي له مهم احساسولو وروسته عملي هڅه پکار ده. ګومان کوم هره ورځ لږ تر لږه څو دقیقې یو څه لیکل او ځان په لیکلو عادتول ډېره ګټه لري.
    استاد معذرت غواړم زه دریاضی په حساب دویلیم په خبر ه کې له تاسره دفرضیې به شاخ او پنجه کې موافق نه یم ځکه د دریو سرچینو لپاره کار یو فاکتور او سمپل دی چې دایمی یا د کانستانت بڼه لری.دویلیم الهام خپل چاپېریال څخه دللعجب! په رڼا کې لید لوری لری او ته خپل چاپېریال دوه مختلف قالبونه . تر زنې کښناستل او پرمختګ ورته سخت دی.
    ګومان نه دادولت مسولیت اودنډه ده چې دلیکوالی لپاره څه ډول زمینه برابره کړی خبره بیرته د پوهنې وزارت ته خی چې سترې علمی ،مسلکی، هنری اوعرفانی بنسټونه رامنځ ته کړی او نور………..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب