جمعه, اکتوبر 22, 2021
Homeادببا ادب هوشيار/اجمل ښکلى

با ادب هوشيار/اجمل ښکلى

۸۲ يم و، که ۸۳يم کال منى و، چې کابل کې زموږ کره راغى. نوم يې لا ما پخوا د پښتو رسنيو په سرخيو کې ليدلى و. پته وه راته چې نوميالى ليکوال دى؛ نو له قاري صاحب نه مې يې د ليدو هيله پخوا هم کړې وه؛ خو “د هغه وعده، زما توبه دواړو دلبره/ لکه نقش پر آب نه لاره وثوق”. هسې خو زه هم پېښور ته تلم، راتلم، خو نوموړى راته پکې د کالعدم تنظيمونو غوندې روپوش ښکارېده، په پېښور کې يې راته کور نه و معلوم او قاري صاحب پر ما دا احسان له لکۍ کلک نيولى و، بل چا ته يې پرېښوده نه. د کابل هوا څه نا څه يخه شوې وه. په کور کې يواځې استاد شفيق او زه وو، چې سکڼى مازيګر راکره استاذ او قاري صاحب راننوتل. چې څنګه مو پرې سترګې ولګېدې، په سترګو سترګو کې شفيق استاد او ما يو بل ته وکتل، چې پر آسمان مو غوښت، خداى پر ځمکه راکړ.

دواړه ښه وارخطا وو، چې دومره دروند مېلمه راکره راغلى او موږ ورته هيڅ تيارى نه دى نيولى؛ خو چې وروسته وروسته مو کتل، استاد لکه بېخي له بلې سيارې چې راغلى وي، نه د خوراک، نه د څښاک پروا، بس د مېلمه اخلاص ته ګوره. ما ته چي موقعه په لاس راغله، له واره مې پرې د پوښتنو باران جوړ کړ، ځکه چې موږ خو ايله سړى موندلى و. لومړۍ پوښتنه مې دا وه، چې (ادب د ادب لپاره او ادب د ژوند لپاره) څه مانا؟ د استاذ ځواب مې اوس هم په حافظه کې خوندي دى. ” ادب د ادب لپاره، هغه دى، چې پېغام پکې نه وي او ادب د ژوند لپاره هغه دى،چې لوستونکي ته پېغام ولري”. داسې ډېرې پوښتنې وې، چې زه يې د مطالعې په وخت کې پرېشانولم. تراوسه چې راته کومه پوښتنه پيدا شي، ډاډه يم چې استاذ يې ځوابولى شي.

دنګه پوزه، مۍ وريجې ږيره، چې نه ډېره اوږده ده، نه لنډه. بس د حمزه بابا د منحنۍ آسيا د عالم استاذ پر دې خبرې برابره ده، چې “حمزه ږيره د لباس غوندې ده، چې که لنډه دې خوښوي، که اوږده” ويښته يې اوس هم نام خدا ښه ببر دي او زما غوندې د کمو ويښتو والا ورته اوس هم رخه کېږي، چې استاذ په دې دومره ډېرو وېښتو کوي څه، څه فايده هم ترې نه اخلي، په پکول يې هيڅ بې هيڅه تباه و برباد کړل. ونه يې ډېره لوړه نه ده؛ خو چې درسره روان وي، په مشکله به دې يې ونې ته پام شي، ځکه چې نور جوړښت يې ورسره برابر دى. دومره پلى ګرځي، چې ستا به په پښو کې غوټې وشي او د ده به پروا نه وي، سپک سپک قدم به اخلي.

ښه دروند پکول پر سروي، چې ک……..له ناکله يې په سپينه څلور کونجه کلکه بنګالۍ خولۍ اړوي. د پکول له پاسه په ژمې کې دروند پټو او په اوړي کې سپک څادر کلک ليچک کړى تاووي نه، اغوندي. خداى شته، ما ترې کله د پوښتنې جرات نه دى کړى، خو چې د خلکو له خولې مې اورېدلي، وايي، چې استاذ ځکه څادر بلا ناغه دومره کلک اغوندي، چې يوه شپه يې مطالعه کوله او خوب ورغلى و. همداسې پر شمه ورغورځېدلى و او غوږ يې سوى و؛ خو دا راته دروغ ښکاري، ځکه چې ځه دا به ومنو چې استاذ برېښنا، لالټين، څراغ ته نه، شمې ته مطالعه کوله؛ خو دا به څنګه منو چې سړى دې دومره ژور ويده وي، چې په شمه دې وسوځي او خبر دې نه شي. زما د پلار د تره يو زوى خو يې لا په اړه دا شتۍ هم راته ويشته چې استاذ د خلقيانو په وخت کې پر مجاهدينو د راکټ ډز کاوه، چې راکټ يې شنګ غوږ ورسوځاوه؛ خو دې خبره کې د منلو هيڅ استعداد نشته، ځکه چې استاذ راته معلوم و، چې د ترکي، که امين په وخت کې يې څو مياشتې زندان تېر کړى و او بيا له استاذه سړى د بدې خبرې تمه نه شي کولى، راکټ خو دې جېب ته واچوه. دا دواړه دلايل راته ها بل ورځ نور هم رسوا شول، چې د غويي تر کودتا مې يې مخکې له حمزه بابا سره يو عکس وليد، چې کلک ليچک کړى ورسره ناست دى.

د ظاهري شخصيت دا تعادل يې په نور ژوند کې هم محسوس دى، دروند خوراک نه کوي، دومره لږه ډوډۍ خوري، چې ورته حيران به شې، چې استاذ څنګه ژوندى دى؛ خو چې کارونه يې وګورې؛ نو ځان به له واره د اکبر باچا په لټانو کې وشمېرې.

د تهذيب و اخلاقو غونډۍ ده.زه وايم، که څوک اخلاق او له بل سره د چلند چم زده کوي، له استاد سره دې ناسته پاسته شروع کړي. بېخي په پېغمبري اخلاقو ملبوس. رخه پکې نشته، له خلوص ومينې پرومعموره ګرځي. تر اوسه يې ما په دې دومره عالم او دومره کرکجن چاپېريال کې يو بدخواه نه دى ليدلى. خلقيان او اخوانيان خپلو کې ښه وران دي؛ خو چې د ده خبره راشي؛ نو د خلقيانو هم ورته له خولو د تروو تروو اوبو چينې بهاندې شي. زه وايم، استاذ هغه سړى دى، چې پر سياسي، مذهبي او قومي ډلو د افغانانو وېش ورته د اوبو د سر بړبوکۍ ښکاري. که له چا سره مخالفت هم کوي؛ نو له شخصې کرکې بهر، علمي مخالفت کوي او ښکاره ورته وايي، چې وروره دا خبره مې دې خوښه نه شوه. دا مخالفت يې هم موقتي وي.

 دومره ورو غږېږي، چې پر ځان به دې د کوڼ ګومان وشي. پښتانه په لوړ غږېدو مشهور دي. يو ملګرى مې په لاهور کې اوسېده، هره ورځ به پرې ګاونډيانو شکايت کړى و، تاڼه کې به پروت و. ارواپوهان لوړ او تېز ګړيدل د ذهني ګډوډۍ يو لامل ګڼي. ورو خبرې کول د مهذبو قومونو نښه ده او دا نښه په استاد کې شته. کله ناکله خو دومره مشکل جوړ شي، چې مخاطب ته چېرته (نه) پکار وي، (هو) وکړي، چېرته معلومات ورکوي، هلته په (نه) ځان منکر کړي، چېرته د ځان پرځاى د بل چا خبرې پيل کړي، بس يوه ګډوډي جوړه شي. بيا ډېر خلک له استاذه د خبرې د تکرار غوښتنه هم نه شي کولى. زه وايم، چې په داسې حالت کې به زموږ د کامې کاڼه ډېره خوشحاله وي، چې شونډو ته دې ګوري او په خبرو دې پوهېږي، چې ښه لګيا يې که ناښه. دا کاڼه دومره ماهره دي، چې پلار يې د پټي په يوه سره کې صرف شونډې وخوځوي، په بل کې يې زوى پرې پوه شي، چي شونډې يې يو ځل ګردې کړي، بيا يې وښکي راښکل، مطلب” غوا راوله!”. د دې کڼو يوه کيسه مشهوره ده، چې له چا سره يې سوله کوله؛ نو مشر يې په خبرو لګيا و او دوى ته يې ويلي وو، چې که خبره سمه وه خو سمه به وي؛ خو که ورانه شوه، زه به لاس وخوځوم، تاسې به له ډانګو سره راهى کړئ. خبره ښه سمه روانه وه، روغې ته سره نژدې شوي وو، چې له کوم لوري ميرات مړى مچ راغلى او د دې جرګاوو په مخ ناست دى. ده چې په ناپامۍ کې له مخه مچ شاړه، له هغه لوري کاڼه د مچانو غوندې پر جرګه راتوى شول، څه يې مړه کړل، څه يې له هر څه پرې ايستل، خبره دومره سخته شوه، چې بيا يې ترمنځ چا د جرګې جرات نه کاوه.

استاذ په لباس، اسبابو نظم او نظافت کې هم يکتا دى. شى يې بې ځايه نه خوښېږي، له چټلۍ سره يې نالګي ده او د نفاست ثاني يې که نور چېرته وي که نه؛ خو په پښتنو کې به ډېره کمه وي. خو دومره افراط نه کوي، چې د کرکجن شک دې پرې وشي يا د عطاء الحق قاسمي کالم درياد شي، چې خپل يو ملګرى يې ښوده، چې افريقا ته د ملګرو ملتونو په يوه مشن کې تللى و او دومره کرکجن و، چې کوم افريقايي به ورسره ستړي مشي وکړه، له واره به تشناب ته لاړ، لاسونه به يې په سابون پرېمنځل. افريقايان ډير وو؛ نو له ده نه به اصلي کار پاتې و، بس ستړي مشي کوه او تشناب ته ځه لاسونه مينځه. په تګ راته به خوله خوله شو، بيا به چې لا کوم افريقايي غېږ ورکړه؛ نو بيا خو به يې بېخي لمبل، نورې جامې به يې اغوستې. استاذ دې په اشارو اشارو کې په نظافت پوه کړي؛ خو ځان درته مخې مخې ته کوي نه.

استاذ له عربي څانګې فارغ دى، چې په دين هم ښه پوهېږي. ورسره په ادب او تاريخ هم ښه پوهېږي. د دين په اړه يې مطالعه دومره ده، چې دا عام ملايان به يې درته په وړاندې د لمر مخ ته ډېوې ښکاره شي. د اسلام په اړه بېخي نوى، ژور او جلا فکر لري. ما ترې ډېر داسې حديثونه او د آيتونو تفسيرونه اورېدلي، چې د بل چا خولې پرې زما په مخکې نه دي خوځېدلې. ويل يې چې د پېغمبر حديث دى، چې جمع ولاړه وي، منډې مه وروهئ، ځکه چې د انسان حيثيت ته پرې زيان رسي. بل حديث يې وايه، چې پېغمبر وايي، چې په دې دنيا مسلمان تر درو شيانو زيات حق نه لري، يو چې لوښي ولري، چې ډوډۍ پکې وخوري، بل چې جامي ولري، بل چې کور ولري، چې پکې واوسي. دا د مارکس همغه د (کور، کالي، ډوډۍ) فکر شو. پوهان وايي، چې مارکس دا خبره له پېغمبره پټه کړې وه. والله اعلم بالصواب؛ خو مطلب يې همدا راووځي، چې دا دنيا د مسلمانانو لپاره دومره بې ارزښته هم نه ده، لکه څومره چې ملايانو بې ارزښته کړې.

د استاذ د شخصيت لويه ځانګړنه ظرافت دى، دومره ظريف سړى دى، چې په ناسته به يې ستړى نه شې، بلکې يو سرور، يوه مدهوشي به احساس کړې او ظرافت يې د شخصيت د نورو ځانګړنو په لباس کې پيوند هم نه ښکاري، د خټې، ګټې غوندې لګېدلي، ځکه استاذ د ظرافت او خندنيو په توپير پوهېږي. ما احساس کړې، د تحقير او ريشخند سخت مخالف دى، څه به درته ونه وايي، خو پر څېره به يې د خپګان اغېزې لکه د ستړيا دوړه، بېلې معلومېږي. د ظرافت يو دوه مثاله به يې ووايم. د پښتو څانګې استاذ محمدا جان حقپال د استاد سياف په مالي مرسته يو وخت ډيوه مجله چاپوله، چې بيا بنده شوه؛ نو استاذ، محمدا جان حقپال ته يوه ورځ وويل، چي “ډېوه ولې مړه شوه؟” هغه ورته کړه، چې “تېل پکې ختم شول”. استاذ ورته ويل، چې “نو ته خو په خليج کې اوسې، څنګه پکې تېل ختم شول!” د ملګرو روايت دى، چې په پېښور کې په افغان ادبي بهير کې ناست و، چې وياند غږ کړ: “اوس محمد اسماعيل اړم ته بلنه ورکوو، چې خپل شعر درواوروي” اسماعيل اړم د استاذ له شا ورپاڅېد. استاذ د غونډې ګډونوالو ته ورمخ کړ:” دا خو مو ماته اړم کړى و”. په “مالګين يادونه” کې لکه چې دا کيسې راټولوي.

حافظې ته يې حېرانېده دي. علمي پېښې او خبرې خو پرېږده، ډېرې ټوکې يې تراوسه يادې دي. زموږ خو بېګانۍ ډوډۍ هېره وي؛ خو استاذ چې د څلوېښت کالو مخکې خبره يا ټوکه هم کوي؛ نو همغسې په شدومد ورته ياده وي. علمي خبرې درته په ټوکو ټوکو کې وکړي. د حمزه بابا په اړه يې ويل، چې د (خيبر ټايمز) ورځپاڼه وه لکه چې، يو مخ پښتو يي ورسپارلې وه او لومړۍ ورځ يې وه؛ نو يو سرليک پکې د (کورني خبرونه) و. ورځپاڼه، چې له چاپه راووته، په (کورني خبرونه) کې له (کورني) نه (ر) پرېوتې وه. حمزه بابا ويل، چې بس نور خدمت نه کوم، د پښتو همدومره خدمت بس دى.

استاذ له دې دومره علميت، شخصيت او کمالونو سره يو دوه عيبه يا کمزورۍ به نه وايم، مجبورۍ هم لري، چې که نه واى، څه به ښه واى.

يو دا چې ډېر ژر احساساتي کېږي. په ملي مسايلو احساساتي کېدل طبيعي دي؛ خو احساسات کله د وينو غوندې شي، چې رغنده فکر رانه وخوري. زموږ ولس له موږه د ژغور او د نسلونو د فکري رڼون هيله لري، چې دا په احساساتو نه کېږي.

دومره عاطفي دى، چې جاج استاذ شاته پرېږدي؛ خو پر عاطفه يې خپه نه يم، ځکه چې رسمي استاذ دى نه، چې انصاف به ونه کړى شي، يا به يې شاګردان له عواطفو ناواړه ګټه واخلي، درس به نه وايي او د کاميابۍ هيله به کوي او نه قاضي دى، چې د قاتل د قتل پر پريکړه به يې لاس ورېږدي. استاذ دى، بې عاطفې ښه نه ښکاري.

بل دا چې په مړي ژوندي کې ډېر تکړه دى، د قاري صاحب خبره چې له تاشقرغانه(تاشقرغان قاري صاحب ته د دنيا ها بل سر ښکاري) ورته تليفون وکړې، چې زموږ ختم دى، استاذه! تاسې مو رابللي ياست، استاذ بيا وختي د سفر موزې په پښو کړې وي. ملګري ورته په ويلو ويلو ستړي شول، چې استاذه ستا د څېړنو صحت ته دا سفرونه بېخي ښه نه دي؛ خو چا ته وايې. وايي، چې يو څوک راسره دومره مينه وښيي؛ نو زه ورته څرنګه انکار وکړم. مړى ژوندى پکار دى؛ خو تر دې زيات پښتو او پښتانه د استاذ څېړنو ته محتاج دي. هغه به کومه ورځ وي، چې استاذ له دومره ډېر مړي ژوندي نه لاس واخلي، د دې له لاسه خپله خپور وور کار راټول کړي او ټول وخت ليکلو ته ورکړي، په همدې دعا خپله ليکنه راټولو.

اوهو، د استاذ پوره نوم خو مې درته وانخيست؛ نو اوس يې هم نه پېژنئ! خير ځه! استاذ آصف صميم يادوم.

2 COMMENTS

  1. Dear Khekelai,
    I read your current article and some of your previous writings. However, I find some information too idle in your long writings. If you want to express what you really want say, it can be expressed within a single page than prolonging it through idle sentences, which habitual in our communication but NOT needed… My advice to you is as a writer, you have to make sure that you are upbeat about your topics…

    It reminds me of a lady by the name Rishtin who wrote about Pashto Grammar in a book, and then she defined a sentence like this; sentence, which is called jumla in Arabic, Pashto, Dari and Farsi, sentence in English, prolozhinya in Russian, and something else in Spanish and German… next she added the definition that defines a sentence…The first question that I had in my mind, why does she have to translate it in other languages?

    Your paragraph here sounds in the same way;
    ښه دروند پکول پر سروي، چې ک……..له ناکله يې په سپينه څلور کونجه کلکه بنګالۍ خولۍ اړوي. د پکول له پاسه په ژمې کې دروند پټو او په اوړي کې سپک څادر کلک ليچک کړى تاووي نه، اغوندي. خداى شته، ما ترې کله د پوښتنې جرات نه دى کړى، خو چې د خلکو له خولې مې اورېدلي، وايي، چې استاذ ځکه څادر بلا ناغه دومره کلک اغوندي، چې يوه شپه يې مطالعه کوله او خوب ورغلى و. همداسې پر شمه ورغورځېدلى و او غوږ يې سوى و؛ خو دا راته دروغ ښکاري، ځکه چې ځه دا به ومنو چې استاذ برېښنا، لالټين، څراغ ته نه، شمې ته مطالعه کوله؛ خو دا به څنګه منو چې سړى دې دومره ژور ويده وي، چې په شمه دې وسوځي او خبر دې نه شي. زما د پلار د تره يو زوى خو يې لا په اړه دا شتۍ هم راته ويشته چې استاذ د خلقيانو په وخت کې پر مجاهدينو د راکټ ډز کاوه، چې راکټ يې شنګ غوږ ورسوځاوه؛ خو دې خبره کې د منلو هيڅ استعداد نشته، ځکه چې استاذ راته معلوم و، چې د ترکي، که امين په وخت کې يې څو مياشتې زندان تېر کړى و او بيا له استاذه سړى د بدې خبرې تمه نه شي کولى، راکټ خو دې جېب ته واچوه. دا دواړه دلايل راته ها بل ورځ نور هم رسوا شول، چې د غويي تر کودتا مې يې مخکې له حمزه بابا سره يو عکس وليد، چې کلک ليچک کړى ورسره ناست دى.

    د ظاهري شخصيت دا تعادل يې په نور ژوند کې هم محسوس دى، دروند خوراک نه کوي، دومره لږه ډوډۍ خوري، چې ورته حيران به شې، چې استاذ څنګه ژوندى دى؛ خو چې کارونه يې وګورې؛ نو ځان به له واره د اکبر باچا په لټانو کې وشمېرې.

    د تهذيب و اخلاقو غونډۍ ده.زه وايم، که څوک اخلاق او له بل سره د چلند چم زده کوي، له استاد سره دې ناسته پاسته شروع کړي. بېخي په پېغمبري اخلاقو ملبوس. رخه پکې نشته، له خلوص ومينې پرومعموره ګرځي. تر اوسه يې ما په دې دومره عالم او دومره کرکجن چاپېريال کې يو بدخواه نه دى ليدلى. خلقيان او اخوانيان خپلو کې ښه وران دي؛ خو چې د ده خبره راشي؛ نو د خلقيانو هم ورته له خولو د تروو تروو اوبو چينې بهاندې شي. زه وايم، استاذ هغه سړى دى، چې پر سياسي، مذهبي او قومي ډلو د افغانانو وېش ورته د اوبو د سر بړبوکۍ ښکاري. که له چا سره مخالفت هم کوي؛ نو له شخصې کرکې بهر، علمي مخالفت کوي او ښکاره ورته وايي، چې وروره دا خبره مې دې خوښه نه شوه. دا مخالفت يې هم موقتي وي.
    Wa-Salam,

    Habibullah

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب