چهارشنبه, اپریل 14, 2021
Homeادبشعربېځایه اعتماد / عبدالباري جهاني

بېځایه اعتماد / عبدالباري جهاني

یوه ورځ زمری په غره کي را روان وو

له څو ورځو وږی تږی سرګردان وو

ځغلولي تر ځنګلونو یې غوایان وه

بیرولي یې ګیدړي چغالان وه

غر خالي وو د څارویو حیوانانو

درک نه وو د هوسیانو د سویانو

هم پسونه هم هوسیاني تښتیدلي

له ناکامه یې مخ ونیوی پر کلي

چي تر څنډي د نیژدې کلي ته ورسي

ګوندي هلته یو څه ښکار وربرابرسي

چي د کلي منځ وي ډک له انسانانو

له توپکو له مرمیو له ښکاریانو

سهار مخکي د ملا تر آذانونو

غلی ورغی د کلي تر باغونو

لا د کلي سر ته نه وو رسیدلی

لا یې ښکار په نظر نه وو ورغلی

چي یې غوږ د کلنګي چرګ پر آذان سو

په آواز یې د زمري خاطر پریشان سو

کلنګي چرګ وزرونه سرپوله

په غړانګه پسي بله یې راتلله

زمري داسي آواز نه وو اوریدلی

تر غوږونو یې هیڅ نه وو رسیدلی

له هیبته یې پر سترګو توره شپه سوه

وارخطا سو پر وجود یې زلزله سوه

دلته کلی دی وطن د انسانانو

ډلي ګرځي د تازیانو او د سپیانو

ګوره دا به يې لا څه ډول حیوان وي

چي له ږغه یې د غره زمری پریشان وي

کلنګي چرګ بل آواز کړ پسي پورته

زمري مخ کړ په ځغستا د ځنګله لورته

د کلا له دروازې سره یو خر وو

په ځان غټ له یابوګانو برابر وو

چي زمری یې په ځغستا کي وو لیدلی

ډیر کمزوری تر نظر وو ورغلی

خر زړه ور سو چي زمری ورنه ډاریږي

چي یې ولیدی ځنګله ته ځي پټیږي

د ځنګله د زمري تیښتي ته حیران سو

په زمري پسي په تاخته ور روان سو

چي له کلي څخه دوه ګامه بهر سو

د زمري تیرو غاښو ته برابر سو

په یوه حمله یې وویشتی له مځکي

د شمزی یې ورته مات کړله هډوکي

په کرنکه یې ور ښخي کړلې داړي

په کوګل کي یې ور وچي کړې رمباړي

نیم یې وخوړ نیم خوراک د ټپوسانو

میله جوړه سوه د سپیو چغالانو

چي بیځایه څوک په ځان باندي باور کړي

یوه ورځ به ځان بلا ته برابر کړي

خره د چرګ د آذان زور نه وو لیدلی

په زمري کي یې ډار نه وو آزمییلی

دی د بل په توره ځانته سو مغروره

عاقبت یې سو اجل په هغه توره

چي له خپلي کمزوریه بیخبر وي

یوه ورځ به دړي وړي لکه خر وي.

د جون دوولسمه ۲۰۰۳ ویرجینیا

7 COMMENTS

  1. ډیر په زړه پورې شعر دی زما ډیر خوښ شو او ددې پاڼې ټول مطالب په لوستلو ارزي ټولو کارکوونکو ته د لا حوصلې په هيله

  2. لوی جهاني صاحب، اوږد عمر او روغ ځان درته غواړم، زموږ دې تنده ماته کړه په دغه رسا بیان چې ټول جهان دې پکې ځای کړی و. د رنګریز په خم کې غوټه کړای شوي زموږ د کلي شنه شغال ته هم ځان کله په ریښتیا سلطان ښکاره شي. مګر ضرور باید ستا شعر یو ځل ولولي.

  3. که ښاغلي جهاني ته لوی وایو نو بیا رشاد ته څه ووایو؟ حبیبي ته څه ووایو؟ بهاءالدین مجروح ته څه ووایو؟ الفت ته څه ووایو؟ راځئ چې کلیمې یو څه په انصاف وکاروو.

  4. تردیره وخته دی راته ژوندی وی جهانی صاحب اګر که زه له شعر سره دومره علاقه نه لرم خوستا منظوم حکایتونه می له اندازی زیاد خوښیږی اوډیر خوشحاله یم چی دتاند له لاری یی اوس یوڅه ډیر ګورم
    وسلام تولو لوستونکو اوجهانی صاحب ته

  5. سلام جهانی صاحب
    شعر دی په ویلو ارزي او دا شعر خو د نن ورځی له روان سیاست سره تړلي شعر دی زه خو داسی فکر کوم چي په دي شعر کي یوه لویه معما پټه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب