سه شنبه, دسمبر 7, 2021
Homeادبشعرمړی/ صدیق الله بدر

مړی/ صدیق الله بدر

هيڅ نه پوهېږم په دې

چې دا نو شپه ده که ورځ

خو رڼايي ده، هر څه سپین ښکاري

زه د کوټې په منځ کې پروت

وجود مې یخ و پخ دی

غواړم راپاڅم

خو خوځېدای نه شمه

مخ مې قبلې خوا ته دی

خو شاوخوا ته

هر څه لیدای شمه

هر څوک ښکاري

د پښو مې غټې ګوتې

سره تړلې

 سپینې ريتاړې سره

سپینه ټوټه مې په بدن خوره ده

زنه مې هم تړلې

کوټه کې ویر او واویلا ګډه ده

مور مې ده سر ته ناسته، چيغې وهي

سر يې لوڅ کړی دی په زوره سر په ځمکه وهي

ما ته راوګوري، سلګۍ سلګۍ شي:

ته مې بې موره وې پرېښودې

چې دې لمسي راته بې پلاره پرېښول

«««

مېرمن مې پښو ته ده بې سده پرته

يو دم په سد شي او ناره کړي چې، وای:

((زما د ګل په شان جانانه

ته رانه لاړې زه دې چا ته پرېښودمه))

«««

خپلوان مې ډله ناست دي

یو نیم سوړ اسویلی وکړي او بیا

پر ديواله راځوړند

زما تصویر ته په حيرت وګوري

«««

د ورور مې چيغو نه دی غږ تت شوی

یو څو مشرانو ټينګ نیولی چې ځان ونه وهي

یو ورته صبر غواړي

بل يې شي غوږ ته نږدې

ورور مې غوسه شي ورته

د یوه بل مشر خبرې سره

ورور مې کوټې نه وځي

یو څو مشران هم ورپسې لاړ شي

د ورور مې تت غږ له دالېز نه اورم:

ما ته مړ نه ښکاري ژوندی دی هغه

ګورئ هماغسې تازه دی

لکه په عکس کې چې خندانه ښکاري

ما ته دا مه وایئ چې مړ دی ورور مې

د ګور کفن خبره ولې کوئ

«««

زړه کې مې تېر شي يو څه

زه د یو درد قوي احساس وکړمه

راته بچي رایاد شي

«««

مشره لورکۍ مې ګورم

چې په څپېړو يې خپل مخ شین کړی

خپلو همزولو ټینګه کړې

خو دا وايي ورته

پرېږدئ چې وژاړمه

پرېږدئ چې سر له دیوال ووهمه

پرېږدئ چې مړ کړمه ځان

زما خو پلار مړ دی

دا درد زغملای نه شم

پلار چې مې نه وي دا به څوک ووايي

مشره لورکۍ ده راته ډېره ګرانه

«««

هغه تر ټولو نه وړه، هغه وړه لورکۍ مې

څو ماشومانو سره

کوټې ته ننوځي

ووځي بیا

چې بس راځي هر ځلې

سر ته مې ودرېږي

خپلو همزولو ته ما وښيي او دا ووايي

دغه مې پلار دی

چا راته وويلې مړ دی هغه

دې سره منډه کړي، په منډه حویلۍ ته وځي

هلته همزولو سره

لکه چې لوبې کوي

یو نیم وړه خندا يې اورمه، خوشاله شمه

«««

بیا یو ټکان خورم، سودايي غوندې شم

له ځانه وپوښتمه:

زما زامن چېرته دي؟

«««

تر ټولو مشر زوی مې

چې په ټول ژوند کې يې د هرې سختۍ

زما د قهر او د مور د غوسې

ځواب په (اوف) ورکاوه

اوس د قبلې په طرف

دی مخامخ راته ناست

دا ځل نه زه په قهر

نه یې ده مور په غوسه

دا به نو څوک ورته غوسه وي چې نن

له هرې ساه سره یو (اوف) وايي

کله ګریوان وشلوي، چیغه وکړي

کله په زړه باندې خپل لاس ټینګ کړي

کله بیا ما ته شي ځير

زه يې په سترګو کې دا ولولمه:

تا مګر نه ویل چې

یوازې نه مو پرېږدم

اوس به دا پاتې لاره څنګه وهم

ورونه او خویندې به په څه ډاډه کړم

لا خو زه هم دومره ستر شوی نه یم

لا خو د لوبو په ميدان کې پلاره

د ماشومانو يم کتار کې ولاړ

د دې غمونو بار به څنګه یوسم

«««

درې هغه نور زامن مې

چې کله مور، کله يې خور او کله نیا ته کتل

 یو دم به وژړېدل

بیا به ارام کیناستل

کله به خپلو کې خبرو کې شول

داسې به بوخت شول سره

چې ته وا هیڅ خبره نه ده شوې

یو څه ډاډه شم، د درد احساس مې کم شي

وایمه ښه ده

د دې څلورو بچو

د يوې لور او د دې درې زامنو

ډېر درد مې ونه لیده

د خدای مې شکر وکړ

چې يې د مرګ په ورځ مې

دا د څلورو بچو

ډېر درد را ونه ښوده

دغه څلور خو به نو ډېر کلونه

زما د مرګ احساس ونه ځوروي

 د بچو غم والله چې ډېر سخت دی.

۱۳۹۲.۵.۱

4 COMMENTS

  1. په پښتو نوې شاعري کې تکراري موضوعات ډير ترسترګو کیږي. نوی شعر نوې موضوع غواړي، نوې موضوع هغه ده چې شاعر یې په خپله احساسوي او له خپل چاپیریاله یې رااخلي. بدرصاحب د مړي په شعر کې همدا کار کړی دی.
    اجمل پسرلی

  2. انسان (په واقعي معنا انسان) د مړګ په وخت کې هم د نورو په فکر کې وي، د خپلو اولادونو غم ورسره وي، د مور او پلار احساساتو ته ګوري، د خپلې مېرمنې سوو ساندو ته فکر کوي او د خپلو قریبانو درد احساسوي؛ خو هغوی چې یوازې بڼې یې د انسان دي او نور نو زړه یې تور کاڼی، له عواطفو محرومه او له احساساتو تش وي، د ځانمرګو بریدګرو په شان نه خپلو عزیزانو ته فکر کوي چې د ده په مرګ به څومره غمجن شي، نه د هغو انسانانو پر کورنیو رحم کوي چې د ده په لاسونو به وژل کېږي. هیله ده چې دا ډول کسان هم د دې ښکلي شعر په لوستلو لږه عاطفه پیدا کړي.

  3. هيڅ نه پوهيږم چي په کومه طريقه دي د زړه له تله وستايم او هغه حق چي د ستايلو دى در پر ځاي يي کړم منم ډير کارنده شخص يي نور بيا خو اوس داسى څه په لاس کي نلرم چي پري ودي نازوم کنه حق خو دي دى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب