پنجشنبه, جون 24, 2021
Homeادبشعرد ومان نيازي څو شعرونه

د ومان نيازي څو شعرونه

عبادت

زه غواړم د تقدس زړې پولې ړنګې کړم

تقدس حدود نلري

تا غلط کړم

کاشکې داسې نه وای شوي

تا تېريستم

خدای به هم خپه شوی وي

هغه راروان دی

خپلې اوښکې بايد پاکې کړم

بايد ولاړ سم

څو اميلونه، د چندڼو عطر لږ پۍ، څو اناره او څو پاڼې شمشوبی راوړم

د ناستې ځای بايد سم کړم

ناوخته شوي دي غرمه شوه

——————-

هغه مې وليد

يوه صراحي يې هم راته راوړې وه

وې نه وېل چې چېرته جوړه شوې ده

د حجرالاسود ډبرې ته ورته وه

وېل يې ښه دې وکړل

چې په زړه لاره رانغلې

دوستان دې نه ښکاري چېرته دي ؟

دوستان که دې د نيمې لارې ملګري هم وي

خو ته بيا، بيا باور پرې کوه

اوس يو ځل ولاړ شه کوترې دې مړې کړه

بيا به رباب راته وغږوې

جيب ته يې لاس کړ

موټی ږدن يې راته ونيوه

هن، چې راغلې، بيا به هغې ونې ته وخېژې

دا به په ځاله کې وشيندې

نن به باران وشي

چې ورېځ راښکاره شوه

ځاله به خپلې کوټې ته يوسې

پښې او زړه دې پاک ساته

په ماښام کې چې چکر ته وځې

څوک له ځانه سره ملګری کوه

په موبايل عکسونه اخله

دشيبو عبادت مه هېروه

۱۳۹۲،۶،۱

ترنم

ژوند، نه او دیارلس سیلابه و

ما ھم

چا ته ترنم کړ

نارې

نن دې د حضور د عطرو کمی و

ځکه مې نارې کړي

پناه

تر باران مخکې شمال سو

وچې پانې يې له انګړه په هوا کړې

تر بام هسکې په نڅا شوې

لکه تورې توتکۍ چې شمال يوسي

تالنده، برښنا سوه

چې بيا دوی راټيټېدې

د کوټې کړکۍ باران وه لمده کړې

پانې يوه، يوه په ښيښه پورې را سريښ شوې

ما لومړی ځل په باران کې

بې روحه پناه وليده

اوس په خپل کمیس پورې

ناست ګرد له ځانه نه څنډم

          په همدې ورځ کابل مرستون ته ورغلی وم، د غره له ډډې سره يوه کلا وه ۴۷ ميرمنې پکې ساتلې کېدې ماته وويل شول، دا ښځې رواني ستونزې لري، دا شعر مې هغوی ته وليکل

—————————————————————————–

د زمري درويشتمه

نن يې وېل

ته به ولاړ سې مرستون ته

رپوټ راوړه

هم د روغو د ناروغو

چې ورځې نو سر کې باغ دی د انګورو

شنه کوړمه ده د غره ټوله لمنه

نرې لارې پکې تېرې، تېرې بېرې

لکه مار چې په مرغه کې لاره باسي

دغه لارې ګډې وډې دي وتلي

خو يوه يې د غره ډډې ته ختلې

ته به نيغه لاره سيخه پسې واخلې

لژکې بره به کلا په مخه درشي

په کلا کې بنديوانې ښاپيرۍ دي

خلک وايي چې له مخه ليونۍ دي

د کلا دېوال په سپینه خاوره رنګ دی

تر کلا دننه سوله نسته جنګ دی

د کلا غبرګې تورې دروازې دي

ته چې ځې نو هغې برې ته به ورشې

دې نژدې نه هغه لرې ته به ورشې

د کلا د دروازې چې سم شرنګی سي

راپيدا به روغه ښځه لوی سوټی سي

له هغې سره به ننوځې کلا ته

ګوره، ګوره سترګې وا نه اړوې چا ته

خپل باڼه به دې حجاب کړې حجاب نشته

ليونو سره د ستر اسبا ب نشته

————————–

له شرنګي سره راخلاصه دروازه شوه

يوه دنګه نڅېده د کلا منځ کې

له سندور يې وې غاړې نورې ناستې

بله راغله په کټ، کټ حندا له پاسه

خپل نوکان يې په لمنه کې اخيستي

ويل يې ته خو به چمبه شې غږولی

وينې ورا مې ده راغلې له آسمانه

ما ويل کښينه په چمبه کې خو بد نه يم

نوم دې وايه، نوم دې څه دی بختورې !

په خندا سوه، ويل يې نوم مې دی کتاب کې

خندا راغله، ويل يې خوښ دې سو چې خاندې ؟

ما ويل هو، وايه څو کاله دې وشو دې کلا کې؟

څو کلنه يې ته کښينه مجلس وکه

ـ لس کلنه يم زما د اکا زويه، خو یوولس کاله کېږي دلته اوسم

خامې غوښې ته مې زړه وشو ابکه! تا به نه وي لږ له ځان سره راوړي

ما ويل: نه

بیا يې راوړه، دا پيشو مې مشره لور ده

دا يې کولپ دی، هن دا خلاص کړه

دا له خدايه ناخبرو پيشو کړې

دا کوډګرو جادوګرو پيشو کړي

دا کولپ خلاص کړه چې دا کوډي شي ترې پورته

ستا سو دواړو به نکاح دروتړمه
زما موچڼې زړې شوي
د واده په پوښ کې درې جوړه بيا رواړه

زه ولاړ سوم خپل بکس مې راواخيست

ويل يې ځې څه ؟

ما ویل: هو

ښه چې ځې ورځه، په پلار مې سلام وايه

کاشکي راشي چې ما بوځي له دې ځايه

اوس جنګ نه کړم، هلته بره وي جنګونه

په سلا بلا خبره وي جنګونه

شکر، هيڅوک نه راځي زموږ له کوره

سپي ام مخ راښکاره نکړ په تېر کال کې

چې ما وويني چې څنګه رسامي کړم

          ټوپونه

زړہ میین ساته

خدای دا شی

لیونو ټوپونو ته ساز کړی

 

جلوه

په سړو، سړو خبرو رانه مات شو
زړه د يار و په ساتلو رانه مات شو
خپل قامت مې دراوه د چا حضور ته
خوار د شرم په کولو رانه مات شو
د يوه ګل سرخي ته ودريدم چېرته
څوک، د ساه په اخيستلو رانه مات شو
له يوه ټکي سره ناست وم تر سهاره
په وار وارې راسپړلو رانه مات شو
ستا جلوه پکې اېساره ده ملوکې!
خپل خاطر په نښتېزلو رانه مات شو

                              ليونی

ويالې ته يې پورې وهلم
بيا يې نارې کړې
هلئ ! لکه څوک چې اوبو راوړی وي
زما يې څه !
خدای مه کړه غرق به شي
هسې هم
کلي کې يو ليونی نسته
چې د ټټر روپۍ مې ګډې وډې کړيڼه

            لويه دښته به د ذهن درته پرېږدم
ته د خپلو اداګانو زړي وروړه

                 ګړۍ
نن مې يوه جنۍ وليده
دمکتبيانو په عمر وه
ګړۍ يې هم لره
ماته چې راورسېده
ورته ويې کتل
د ګړۍ بند يې ګلابي و
چې له ما تېره سوه
د چپ لاس لستوڼی يې ورغبرګ کړ

دومره دنګه مه شې چې مې لاس در رسيدای نشي
دومره دنګه ښه يې چې په قد مې برابره يې

لحظه
په تا پسې راووتم
وځنډېدې
يوه لحظه هم عمر دی

3 COMMENTS

  1. ګرانه ومان صیب، سلامونه. یاره زما سر خو ستا په دې آزادو شعرونو سر نه خلاصیږي، کیدای شي زما د پوهې کچه لا تر هغه هسکه نه یي رسیدلي په کوم کې چې ستا آزاد شعر راټوکیږي، خو له نورو شعرونو دې پوره خوند اخلم. تاند او هڅاند اوسې.

  2. سلامونه او نیکې هیلی د اولسی کلتور نومیالی شاعر دومان صیب ته ؛ ستا د شعر نمونی می و لوستی ډیری استثنایی حالت لری چه د ډیرو شاعرانو په شعرو کی دومره زیات ریالستکی حالت کم لیدل کیږی محلې او ولسی ژبه او فلکلوریک لغات پکشی په خپله اصلی حالت ذکر شوی ډیر زیات می خوش شول تاسو ته لا زیات بریالیتوبونو ارزو لرم . ی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب