سه شنبه, جنوري 25, 2022
Homeادبچنګيز توریکولوویچ ايتمايتوف/ دوکتور لطیف بهاند

چنګيز توریکولوویچ ايتمايتوف/ دوکتور لطیف بهاند

د ۲۰۱۳ کال د دسامبر پر ۱۲ به شوروي لیکوال چنګيز آيتمايتوف ۸۵ کلن شوی وای 

چنګيز آيتمايتوف د ۱۹۲۸ کال د دسامبر دمياشتې په ۱۲ د قرغزستان په يوه کليواله سيمه کې زېږدلی دی . 

د ۲۰۰۸ کال جون د مياشتې په لسمه د روسيې ټولو خپرونو ، آژانسونو اوتلويزوني خپرونو خپلې خپرونې په دې خبر پيل کړې:

پېژندل شوی ليکوال چنګيز آيتمايتوف ژوند تاسو ته در وباښه. هغه نهه اويا کاله عمر وکړ.

چنګيز د شوروی اتحاد  په لوی هېواد کې،د هغو په پنځلسو جمهوريتونو کې د خپل ځانګړي استعداد او هنري خلاقيت له برکته وکولای شول د ستر نوم او د بې ساري هنري فرهنګي وياړونو خاوند شي.

دغه نوميالي قرغزي ليکوال د سپينې بېډۍ ، د جميلې او لومړي ښوونکي د داستانونو په ليکلو سره نه يوازې په قرغزستان کې، د شوروي اتحاد په ټولو هېوادونو ، بلکې په ټوله نړۍ کې نه هېرېدونکی نوم وګاټه .

چنګيز آيتمايتوف د ۱۹۲۸ کال د دسامبر دمياشتې په ۱۲ د قرغزستان په يوه کليواله سيمه کې زېږدلی دی . 

که څه هم پلار يې ستر کمونست او د قرغزستان د کمونست ګوند د مشرتابه غړی و ، خو د ستالين له خوا په ۱۹۳۷ کال کې د کمونستانو په منځ کې د خپل او پردي د سياليو په شخړه کې خپل دريځ له لاسه ورکړ.

چنګیز لا د لسو کالو و چې پلار يې زندان ته لاړ او کال وروسته اعدام شو . د ماشوم ژوند سختيو ته مخه کړه.

مور يې به خټه تاتاره او نعيمه خزييفنا نوميده . هغه  د خپل وخت د تياتر لوبغاړې وه.

د هغه ټول ليکل شوي ژوند ليکونه په دې ټينګار کوي چې هغه لا په تاند زلميتوب کې ، په څورلس کلنۍ کې په کار پيل وکړ او خپله ډوډۍ يې خپله ګټله.

دغه ټولنيز شخصيت ، ليکوال ، ښه مېړه او غوره پلار د شوروي او وروسته د نوي خپلواک قرغزستان يو نوميالی چارواکی پاتې شوی او خپل ټول ژوند يې خپلو خلکو او هنري تخليقي ژوند ته ور وباښه.

د سيمه ييز ښوونځي تر پای ته رسولو وروسته یې به کرنيزه انستيتوت کې زدکړې پيل او پر ۱۹۵۳ کال کې يې پای ته ورسولې.

هغه د ژوند په پوهنتونو کې زدکړې وکړې . وروسته پر ۱۹۵۶ کال کې يې د شوروی د ليکوالو د ټولنی په ” ماکسيم ګورکي” نومي انستيتوت کې د ليکوالۍ ځانګړې زده کړې هم پای ته ورسولې . ( ما د داکترۍ تر اخیستو وروسته ، دوه کاله د ادبي کره کتنې په برخه کې زده کړې کړي او ځانګړی دیپلوم مې ترې اخیستی دی) هغه پر ۱۹۶۳ کال د ښه ليکوال په نامه د لينين جايزه ، او (۱۹۶۸, ۱۹۷۹, ۱۹۸۳ کالونو کې يې درې ځله نورې دولتي جايزې وګټلې.پر ۱۹۷۸ کې يې د سوسياليستی اتل وياړ وګاټه .

ښاغلی آيتمايتوف د قرغزستان د علومو اکادمی اکادميسين،دقرغزستان د کمونست ګوند د مرکزي کميټې غړی،له ۱۹۵۳-۱۹۵۶ پورې د قرغزستان د ادبياتو د مجلې مسوول مدير، په همدې موده کې هممهاله په قرغزستان کې د پراودا د ورځپاڼې ځانګړی خبريال و.

تر هغه وروسته، تر ۱۹۶۵ کال پورې هغه په قرغزستان کې ددغې ورځپاڼې مشر او تر ۱۹۸۶ کال پوری د خپل جمهوريت د ليکوال د ټولنې مشر پاتې شوی دی.

د هغه لومړنی داستان چې جميله نوميده ، هغه ته شهرت ور په برخه او بې سارې پيژندګلوي يې ور وبښله.

د هغه د آثارو يوه ځانګړې ځانګړتيا په دې کې وه،چې هغه د کوډګر رياليزم تر ټولو نه غوره بېلګې وې.

د افسانو روح او د نننی ژوند رښتيني زړی يو ځای کول او ښکلو توروکې د هغو اميل کول د هغه د لیکنو تر ټولو ستر راز دی .

د هغه مورنۍ ژبه قرغيزی او دویمه ژبه يې روسي وه . په دواړه ژبو يې لوستل او ليکل کول او دده په وينا دواړه هغه يې د تفکر ژبې وې.

چنګيز د ختيځ ټول د درناوی روح د لوديز هغه سره ونغښت او د هغو له خواږه معجون نه يې خپل، هغه نه هېريدونکي آثار وليکل چې د هغه وخت د شوروی او نړۍ په ميليونونو و ګړي يې د لوستلو لېواله وو او دي.

ارنست همينګوې ( ۱۸۹۹– ۱۹۶۱) چنګیز د خپلې خوښې د ليکوال په نامه ياداوه.

هغه د ليکوالۍ تر څنګ د شوروی د ملی شورا غړی او د شوروی او قرغزستان د هېوادونو ديپلومات و.

سره له هغه چې هغه له روسي او قرغزي ژبو پرته په بله ژبه نه پوهېده او نه غږيده ، په فرانسې،لوکزامبورګ،هالند او بلجيم کې دخپل هېواد د سفير په توګه دندې تر سره کړې وې.

ويل کېږی چې د ژوند تر پایه يې د موتر چلول او په کمپيوتر کار کول زده نه کړل.

دهغه آثار:

۱جميله ۱۹۵۸

۲لومړی ښوونکی،۱۹۶۲.

۳مخه ښه ګلسارا،۱۹۶۶.

۴سپينه بېډۍ،۱۹۷۰.

۵زخمی زاڼي،۱۹۷۵.

۶هغه ورځ چې تر پېړۍ نه اوږه ده،۱۹۸۰.

۷د جلاد تخته،۱۹۸۶.

۸کله چې غرونه نړېږی،۲۰۰۶.

۹د اوښ سترګې.

۱۰مورنی ډاګونه.

او نور نور.

دروسی نامتو ليکوال ميخايل والیر دهغه په اړه وايي:

(( هغه لا په ځوانۍ کې په کلاسيک بدل شو او د هغه د آثارو لوستل د شوروي روښان اندو لپاره تر ټولو د خوښې او هرو مرو لوستنې آثار وو . دغه ليکوال وړاندې لیکي دی :له چنګيز ايتمایتوف سره په مخه ښه کولو سره ،موږ يو ځل بيا له خپل پخوانی فرهنګ، د هغه ستر فرهنګ له میراث سره مخه ښه کوو چې د شوروی له سترو ښيګڼو نه موږ ته پاتی وو.))

۲۰۰۸کال په قرغزستان کې د ایتمایتوف د کال په نامه ولمانځل شو ،خو داسې بريښي چې پر هغه کال ، د هغه ناببرې مېړنې د قرغزستان دخلکو دغه فرهنګي کال،دهغو لپاره د چنګیز په نړیوال کال بدل کړ.

هغه د هند،ترکيې،امريکا،جرمنی،جاپان،روسيې خورا غوره هنري فرهنګي جايزې خپلې کړې وې.

دا نوميالی قرغزی ليکوال په دوو ژبو قرغزی او روسی ژبو ليکل کول. د هغه ليکنې څه کم په ټولو ژونديو (۱۵۰)بهرنيو او له هغه ډلې نه په پښتو ژبې هم ژباړل شوې دي.

که څه هم ده لا په پوهنتون کې زدکړې کولې چې د قرغزستان په مجلو او خپرونو کې يې ليکنې را پيدا شوې ،خو هغه ته نه يوازی سيمه ييز بلکې نړیوال شهرت د هغه لومړنی ناول چې جميله نوميده ورپيرزو کړ.

دده دغه اثر په ۱۹۵۸ کال خپور شوی و،په همدې نامه خورا ښکلی فلم هم ترې جوړ شوی دی.

ما دغه اثر د اتياووم کلنو په اوږدوکې په پښتو ژبه لوستی و.

د کره کتونکو د وينا له مخې چنګيز ايتمايتوف په خپلو ليکنو کې د ژورو انسانی روحی – ټولنيزو ستونزو شننې ته پام ور اړولی و .

د هغه اتلان د ورځنی ژوند خورا ساده خلک،ساده سپېڅلي ،په کار او زيار کې ډوب ، په زړه پاک او ټولو ته په در ناوي کتنې، وګړي دي.

دغه اتلان په احساساتو ،تلوار ،ګبڼۍ خو په ډاډ ولاړ دي. د هغه آثارو اتلان زياتره د لومړي سړي له خولې نکل کوي او کره کتونکي دا د هغه د نثر بله غوره ځانګړتيا ګڼي .دده د لیکنو جملې خورا لنډې خو تل له ژور خيال نه ډکې دي.

هغه په خپلو لمړيو دوو داستانونو جميلې او لومړی ښوونکی کې (ما دواړه په بښتو ژبه لوستې دي ، تاسو یې هم پیدا او وې لولﺉ ) وکولای شول د ژوند رښتينی خوند ونغاړی او په نورو هغو کې يې په بې ساره هنري بڼې،په کوډګرو تورو او کلماتو انځور کړي.

په دې ليکنو کې ، سره له هغه چې اتلان له خپلو روحي او په ګوګل کې پرتو زورونکو ستونزو سره لاس او ګريوان دي ، خو بيا هم د ښکلا او خوښې شبنم واوري ، هغه شبنم چې په لوستلو یې د لوستونکي د خيال په لمر وهلی بڼ، د تاندوالي وږمه راخوروي.

په دې ليکنو کې د اتلانو د زړه خبرې او له ځانسره راز او نياز د ليکوال په ويناوو بدلېږی.

په رښتيا هم د هغه دملت د نننی ژوند زړي ، د هغه جرړې،ټول او ټول د هغه په آثارو کې نغښتې دي.

د هغه په ليکنو کې د فکلور ستره اغيزه او ونډه خپل اغيز ښندلی او د هغه د ولس مينه ناکې سندرې او ولسي افسانې په کې په خاموشه ژبه سندرې غږوي.

هغه په خپلې يوې مرکې کې ويلي و:

مينه دده لپاره تر ټولو نه غوره او پياوړه ژوند بښونکی قوت دی او د هغه په ليکنو کې له انسان سره د ليکوال بې پايه مينه د هغه ددې خبرې څرګندونه کوي .  

د قرغزي او روسي ادبياتو دغه نه هېريدونکی کلاسيک چې ميليونونو وګړو په ټوله نړې کې د هغه له ليکنو خوند اخيست،په خورا سادګۍ کولای شول هر زړه ته لاره آواره کړي.

تاتار ليکوال راويل بخارايوف وايي:

د هغه پلارنۍ مېنه، دهغه دنياګۍ، هغه مېنه او دنياګۍ  چې دی په کې اوسيده. هغه  همدا د غرني قرغزستان افسانوي غرونه او اسطوروي فکلور او د هغه کيهان او طبيعت و…ځکه اسطورې په خپله په ورځنی ژوند کې پیدا کول ګران کار دی ، خو په لیکنو کې د اسطورې د نغښتلو او انځورولو هنر و ، چې دی یې په دې برخه کې بې جوړې استاد کړ.

د چنګيز به اړه د هغه ازبکی سيال لیکوال وايي:

چنګيز چې پلار يې يو لوړ پوړی چارواکی و ، له ملت سره د خيانت په نامه اعدام شو . لیکوال په دې وخت کې نهه کلن و . زموږ ليکوال خپل احساسات د سپينې پاڼې په توګه وساتل او وروسته يې بيا پر دغې سپينې پاڼې ځان انځور کړ.”

د هغه آثار ، د شوروي د ټولو اولسونو ، قامونو ، عقايدو ، عمر او جنس ، هنري ذوق او ټولنيز دريځ ته له پامه پرته، د هر ډول د توپير پرته د ټولو د خوښۍ او هنري تندې د ماتولو آثار وو او دي . ددغو آثارو تر ټولو غوره ځانګړتيا دهغو ژور او فريادي ليريزم و ، چې ټول يې لاندې كول ، د ټولو زړونو ته يې لاره موندله او له هنري بيلابېلو لارو يې ټول دده لارې ته ورسيخول.

چنګیز به ويل : هر ليکوال، دې برخليک سره مخامخ دی چې خپل يو اثر به نيمګړی پرېږدی.

يو بل ستر ليکوال يادونه کړې ده:

هر ښه هنرمند هېڅکله خپل تر ټولو ښه اثر ليکلی نه شي .

د روسي يوبل ستر ليکوال وايي:

دابه قسمت غوټه کړې وه چې د هغه وروستی رومان “غرونه نړيږي” سره سم ، په رښتيا هم غر و نړيده ( لیکوال مړ شو) . دا هغه ليکوال و چې ټولو پېژانده، يوازې اوس چې هغه له موږ نه لاړ ،هغه وخت چې د هغه د کلي غرونه ، د هغه د هنر له لارې زموږ لپاره ګران او خپل و ، هغه هېواد ونړيده ، له منځه لاړ ، هغه غرونو هم له موږه نه تللي او مرور شوي دي. هماغسې چې موږ دغه ليکوال نه لرو ، کېدای شي بيا به دغه شان ليکوال و نه لرو . موږ به نور ليکوال پيدا کړو او پيدا کړي مو دي،خو چنگيز به بيا پيدا نه شي.”

خو خبره په دې کې ده چې د تاريخ هغه پاڼه چې د قرغز ، روس او اروپايي ادبياتو سپړنه وکړي د تل لپاره وتړل شوه.

د هغه د”سپينې بېړۍ” رومان داسې پيل کېږي:

هغې دوې افسانې لرلې: يوه د هغه خپله افسانه چې هېڅوک ترې خبر نه و او بله هغه چې بابا به یې ورته ویله . او وروسته ، له دغو افسانو نه يوه هم پاتې نه شوه.

هوکې هغه لا خپله افسانه ، موږ ته ويلې نه وه . هغه خپله افسانه چې يوازې دی پرې پوهېده.

خو د سپينې بېړۍ ، د رومان په لوستلو سره ، د هغې نا ويل شوې افسانې ډېرې نښې نښانې موندای شو . (هغه ولولﺉ )

هيله لرم چې يوڅوک هغه له روسي متن نه وژباړي.

دا لیکنه ، د لیکوال د مېړنې پر ورځ ۲۰۰۸کال د جون په لسمه ورځ) شوې او پخوا هم خپره شوې ده .

3 COMMENTS

  1. له وطن سره مینه او زیار ګالل باید له دوی څخه زده شی، موږ خو د یوی خوا هم نشولو نه مو د اسلام له کلا (اسلام اباد) څخه انګریزی چلوټې زده کړی او نه مو له شوروی څخه وطن جوړل او وطن سره مینه زده کړه او دا چی د لویدیزوالو په میلیاردونو ډالرو مو هم وطن جوړ نه کړ پرته له غلا او وطن سره خیانت بل څه نه پیژنو هی هی
    شوروی ته م بد رد ویل جنګ مو ورسره وکړ بیا امریکی ته اوس د ټولو زندګینامی نشروو او لولو یی خو عقل سرته نه راځي څه فایده خدایه د وطن جوړلو چل را زده کړی او د ابادی توفیق راکړی

  2. سلام
    چنګيز آيتمايتوف د ۱۹۲۸ کال د دسامبر دمياشتې په ۱۲ د قرغزستان په يوه کليواله سيمه کې زېږدلی دی . دغه برخه تکراری ده.زموږلویه او ستره بدمرغی داده چې ملامت مو ملامتی نه منی ،جنایت کار مو جنایت اوفاسد مو په اختلاس اعتراف نه کوی .بیسواد مو خبله ناپوهی نه وینی په سیاست اوهنر کې دپوهې او سنجش معیار نه مراعات کیږی اوټول بیسواده عناصر من دی پاو او چارک نه لری . دغه بخیل اوتور عناصر دې په هیڅ صورت کې نه برېږدی خوله دراچوی.موږ له خپلو ناوړه اوږدو لانجو هیڅ زده نه کړل اونه مومقابل لوری په طرحه اود پر مختګ په ژبه پوه کړ .دکام ایر د میلمنو میلمه پال څه فکر کوی چې ملت ګونګ دی.ایا تراوسه داډول دوه سری مسولان دواشنګتن په تاریخ کې تکرارشوی اوکه دبلې پروژې پرانیتل او جوړول دی؟دولس عاقبت په تریلیون دالرو مرستوکې له افلاس سره مخامخ کیږی.سازش ،محافظه کاری او دجوال خوله نیولو تګلاری خوهم مخ اوڅټ لری .
    دکتور بهاند ستا لیکنه جالبه ده تعلیمی او اکادمیک بڼه لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب