جمعه, جنوري 28, 2022
Homeادبلنډه کیسهکه مورنه وي ... ؟ | خالق رشید

که مورنه وي … ؟ | خالق رشید

طرحه

دريمه شپه وه، چې زما له موره خوب دباد وزرشوى و، نه مځكې ځاى ورکاو او نه هم كټ، كله به يوې خواته شوه اوكله بلې خواته، سره وبه بونګيده وبه بونګیده ترڅو چې يې وروسته له خولې را په ډاګه شوه :

ـ  په تراكتور ورته  قبركينې، په تراكتور باندې يې قبرته ورټيټوي،په تراكتور خاورې پرې وراړوي … خداى خبرچې دغسل وركولو ته به هم اجازه وركوي اوكه نه .؟؟؟ اوخدايه … او، لويه خدايه دا په څه برخليك دې ورواړولم … ته داننۍ ميرمن وګوره …

دوه مياشتې كيږي چې زموږ ښار ته له مركزي آسيا يوه كورنۍ راغلې ، له رارسيدو سره سمه دكورميرمن چې داوږدې مودې ناسور(سرطان) ناروغي يې درلود له هوایی ډګره نیغه روغتون ته وليږدل شوه.نوره كورنۍ يې په ميلمستون كې اوسيده ،هغوى په دې نه پوهيدل چې ددغه ښار اوږده اولنډ كوم دي . روغتون چيرې دى؟ په څه شان بايد هلته ولاړشي ،په ژبه هم ګونکي ول ځکه نوي راغلي وو اوددغه ځای پرژبه نه پوهیدل …. يوازې د ورځي له خوابه يوه ميرمن ورته راتله چې هغې به دوى ته ددوى د ژوند او اړتياوو په اړه څه ناڅه ددوى په ژبه خبرې كولې اوكومې  ستونزې به يې چې لرلې  په هغه باره كې به يې مرسته ورسره كوله اوكه به يې له وسه نه وه پوره نو بيابه يې ترځان پورته كسانو ته د دوى ستونزې رسولې .

ترټولو ګرانه خوداوه چې دكوردميرمنې حالت ورځ په ورځ خرابيده اوډاكترانو به دغې اړیکنې میرمنې ته همداويل چې دا ميرمن دجوړيدو نه ده…

څلورپنځه ماشومان به دميلمستون په كوټه كې ټوله ورځ له كړكۍ څخه دلويواولوړو ماڼوپه ننداره وو.دومره چې په پاى كې به دهغو له كتوهم ستړي شول ….

زموږ په ښار كې دغه شپې چې دوی دلته را رسیدلي وو، دژمي شپې وې ، هو، دژمي درنې او اوږدې شپې،هغه چې ورځې به يې دسترګوپه رپ كې شپه كيدې او اوږدې شپې به يې دخداى په هيله سباكيدې… موږ چې ماشومان وو اوپه كلي كې وو،كله به چې دژمي شپې راتلې نو زما دانا په خوله كې به داخبره دژمي له پيله بيا ترپايه پورې وه چې : د ژمې شپې نه دي، كالونه دي ، خداى د څوك پردغو شپوکې ناروغه كوي نه ، په دې چې سباكول يې هم دسړي سترګې سپينوي…

په ښار كې واورې ډيرې شوې وې . دښار له يوې خوا بلې ته تګ هم څه اسانه خبره نه وه ، هغه هم دداسې چا له پاره چې وطن يې په اورلاهو شوى وي او هجرت یې په پردېوملكو لكه له ټوله ورکې زاڼي سرګردانه پرهرلوري ګرځوي راګرځوي…

ددغو ماشومانوهم دغه حال و… په ډير، ډیروكتوكتو به هم سره ستړي شول، او،دې ته به سترګې په لاره ووچې پلار يې له روغتونه راشي اودمورحال يې ورته ووايې…  ټوله ورځ به په همدې سوچ کې وو،چې پلاربه یې كله ميلمستون ته راځي اوله دوى سره به يوځاى كيږي؟

مازديګر،ماښام ناوخته به يې پلارستړې اوستومانه مات وزرونه دوی ته راورسید …  لابه راننوتى نه و، چې يوكاغذ به يې خپلې مشرې لورته په لاس كې وركړ:

ـ داد روغتون نمره ده ، له تليفون سره يې  نژدې كيږده …

بيا به ټول پرې راتويې شول ، اودې ته به يې تلوسه وه ، چې دمورله حاله يې خبرشي…

پلاربه هم په ستړي اواز ددرواغو ځواب وركړ:

– مور موښه ده، ډاكتران وايې يوڅوورځي نوره دې هم دلته وي … هلته هرڅه ورته شته…  په روغتون كې له دغه ځايه ارامه ده…  دهغې هم تاسو یادیږئ …

خودماشومې لور (ګلابو) به يې دزړه خبره زرله خولې راووته :

ـ  دلته خوهم يوه كوټه دې ته وركولاى شو، ولې دلته نه راځي ، داخو څه پاكستان او هندوستان نه دي،چې ټول به په يوه كوټه كې سره راټول وو…

پلار به يې زر ځان په خوله كې ورواچاوه :

ـ  دلته روغتونونه هم ډیرپاك دي ، هوډیر …  موردې هلته تردې ځای هم آرامه ده …

ـ ولې په ماپسې نه ده خپه شوې …هغې خوبه ويل چې كه په جنت كې هم وم ، چې ته راسره نه وې زه به خواشينې وم …

خوپلار به يې دخپل زړه درد،هغه چې يوازې ده زغملاى شو. ترخپلو شونډولاندې كړ:

– اوس هم درپسې خپه ده … کله چې هرسهار زه ورځم ، ترهرڅه دمخه  ستاپوښتنه كوي اوزه ورته وايم چې ګلابوښه ده، خوشاله ده …

دموریې يوه اوونۍ هم په روغتون كې پوره نه شوه چې له ژوند سره خداى پامانې وكړ،مساپره راغله اومساپره لاړه …  په سهار يې چې خاوند، روغتون ته ور ورسيد، ترده دمخه ، دده لارښوده میرمن ،هغه چې له ده سره په ژبه پوهيده،هلته را رسيدلې وه. دده په ليدو دهغې سترګې راډكې شوې … دى پوه شو اوهغې ته يې وويل :

ـ  پوه شوم ، څه کولای شو … دخداى رضا به وه …

زموږ په ښار په هغوکلوکې ډيرنورافغانان هم له یوې اوبلې خوا را رسیدلي ول، او دلته په دغه ښاركې دچاخبره له دغوټولوستونزو سره كوراوكهول شوي وو.دیوه اوبل له حاله خبریدل پرچا به چې داسې بده راغله، دوی به یوه اوبل ته رسیدل… په دغه ورځ هم دماما تررسيدو دمخه يوشمير لاوختي روغتون ته راغلي ووچې دجنازې په ښخولوكې مرسته ورسره وكړي …

هغوى يې دهرڅه تابياكړې وه، دغسل ، دهديرې ، اونورو…

مستان ګل ماما فكركاوه ، چې دلته به هم لكه دكلي اووطن غوندې دود وى ، دى به لومړى خپل اوخپلوان خبروي ، بيا به دغه باره كې داسې اوهعسې تصميم نيسې … خونه، دلته داخبره نه وه.. خلکوجنازه په ټاكلي موټر كې په هماغه شيبه كې دهديرې په لور روانه كړه، په دې چې دلته ژوند دومره بوخت و، چې چا دسباله پاره وخت نه درلود،همدانن يي بايد هرڅه سره خلاص كړي واى …

سلاکارې یې دبچیانوله پاره هم تیاری نیولی و، چې هغوباید پرهدیره باندې له خپلې مورسره وروستی خداپامانی وکړي… بچيان یې راوستل اوهغوی دخپلې مور جنازه دژوند تروروستي دمه ځای پورې په درنوکوکارو بدرګه كړه… اوپردې پوه شول چې هغوی نورپه دغه بې سروپایه وطن کې بی موره شول …

مشرې لورته يې دخپلې كوچنۍ خور پرونۍ خبره ورياده شوه :

-كه په دغه ښاركې له چاسره مورنه وې… پلارنه وي … دلته خو ژوند تياردوزخ دى …

چې دې یې په تسل کې ورته ويلي وو :

– مورهم شته ، پلارهم شته ، مور به خداى جوړه كړي … دلته هرڅه شته … کانادا ښکلي ملک دی، دلته ماشومان نه نیمه خوا کیږي … دلته جنګونه نشته … موږ به ټول ښوونځي ته ځې …

خو هغې خیرکې نجلۍ بیا ورغبرګه کړې وه :

– مور دې خداى جوړه كړي … كه مور نه وي …  که پلار نه وي … ؟؟؟؟

اومساپره راغله ، مساپره لاړه خورمو په هغه ورځ خاورو ته وسپارله ،

ما ښام تیاره و، چې مورمې دمستان ګل ماما کورنۍ ته ویروسی کړی و، هغوی دشپې ترناوخته زموږ سره پاتې شول، ترناوخته مو ورسره وژړل ، زما مورخوهسې هم په دې لوی وطن کې زړه تنګې شوې وه ، خو نن یې چې ددغې کورنۍ حال لیده نوریې هم غر پرسررا پریوت …. خوځان یې دماشومانوپه وړاندې داسې نیولی وچې ګواکي زه موهرڅه یم … کله به یې ماشومې لور د مور نوم واخست دې به په ډک زړه ورته وویل :

ـ مورته دې دعاوې کوه ، زه د موریم ، زه به درسره یم … موږ ټول یوه ورځ هغې ته ورځو… زموږ ټولومخه پرهغه خوا ده …. زه دې موریم … زه …زه …

خوموږته ښکاریده چې دهغې ماشومې په زړه اوذهن لاهم داخبره ورغبرګه وه :

ـ  په دې وطن کې که مور نه وي …  که پلارنه وي … ؟؟

ماما مستان ګل دوی ناوخته زموږ له کوره ولاړل ، خوموږ ټوله شپه د هغوی په یاد دسهارترلمانځه پورې وژړل ….

په دې وطن کې که مور نه وي … که پلارنه وی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ادمنتون   – کانادا

1 COMMENT

  1. د مسافرو د ژوند ناکړدو باندی تر پروفيسر ډاکټر خالق رشيد صيب زيات څوک خبر دی. د خواږه عمر ډير تارخه حقايق يی د سر په سترګو لیدلي او د مسافرئ ربړ او کړاؤ زور يي ليدلی. دا لنډه کيسه په سفر کی د مور دلاسه د ورکولو درديلي احوال بيانوي.
    استاد نو بيا استاذ دی. هم د ژبې هم د ببان او هم د فکري پرواز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب