سه شنبه, دسمبر 7, 2021
Homeادبلنډه کیسهکیسې| لیکواله: صفیه وردک

کیسې| لیکواله: صفیه وردک

د سینما د دېوالونو رنګ نم اړولی و.د تهدابونو څنګ ته د سګریټو کوتي او پیچکارۍ پرتې وې .سوړ بوی ترې لټېده.مخې ته یې د فلمونو او فیتو  کراچۍ داسې ولاړې وې لکه پیره چې پرې کوې. له یوې بلې خوا د سندرو غږ راته. د سینما وره ته نژدې شوم له څټه غږ راباندې وشو:
–   اې !
–    چېرته ځې؟
–     سینما ته؟
بل وخندل تور غاښونه يې ښکاره شول.ده په بوتل کې ګوته دننه کړه وې څټله:
–   هغه بنده ده.
دېواله ته تکیه شو:
–     وګوره ماته .ده ته. تاته .هغه ته… موږ سینما یوو…ههههه

په مطلب يې پوه نه شوم.
ده په غوږونو کې ګوتې ورکړې:

–    ماته وګوره ..ده ته ګوره …تاته …. سینما یوو!

د ده تر څنګ ناست سړي  وخندل.ځان یې وګراوه.
پرېووت په مخ یې څادر واچاوه.له څادره راوتلي ویښتان یې داسې ښکارېدل لکه لمڅی.

******

هغه ورځ چې کور ته راغلم بابا مې پېتاوي ته ناست و د کتاب پاڼې يې اړولې.

–   د ځینو خلکو ژوند عجیب وي…لکه کیسه!
بابا مې کتاب کېښود:
–    هر څوک کیسه لري.
–   ډېر پرې غلي دي.
–   ځینې يې وايي له ځینو پاتېږي.
–   ځینې کیسې د ویلو نه دي…

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب