دوشنبه, نوومبر 29, 2021
Homeادبکره کتنهزموږ د کره کتنې ستونزې | اجمل ښکلى 

زموږ د کره کتنې ستونزې | اجمل ښکلى 

زموږ په کتابونو کې کره کتنه د ادب ارزونه بلل کېږي، چې د ادبي پنځونې ښېګڼې او بدګڼې بيانوي. د ښېګڼو او بدګڼو د اصطلاحاتو يوه نيمګړتيا دا ده، چې يوازې اخلاقي اړخ رانغاړي او هغه د محتوا اړوندېږي. محتوا هم د ادبي متن يوه برخه ده، چې ډېر کله له چوکاټه نه بېلېږي؛ خو په هنر کې تر ټولو مهمه ښکلا ده او د هنر لومړۍ مانا دا ده، چې د خلکو د ښکلا احساس ته مخاطب وي. د ښکلا قضاوت د ساينس تر سم ناسم او د اخلاقو تر ښه ناښه مختلف دى. په ځينو نقدونو کې ښکلاييز قضاوت لا مهم دى.

خو په ټوله کې د کره کتنې دايره يوازې تر ارزونې محدودول د کره کتنې او ادب له ودې سره مرسته نه ده. لوستونکي ته د يوه ادبي متن تفهيم هم کره کتنه ده. عملي لوستونکى ممکن په يوه پېچلي متن پوه نشي، دا کره کتونکى دى، چې پېچلى متن د تفهيم وړ کوي.

د کره کتنې يوه دنده د متن شننه او سپړنه هم ده. يو ادبي متن له ګڼو مجازي ماناوو ډک وي. پر يوه عادي متن ډېر لوستونکي پوهېداى شي، ځکه چې هغه يوازې ژبنۍ وړتيا غواړي؛ خو پر ادبي متن د پوهېدو لپاره ادبي وړتيا پکار ده، چې په مښود ترلاسه کېږي. ادبي متون هم بيا ټول يو ډول نه وي.

موږ چې په متن کې د ماتن په نيت او موخې پسې ګرځو، د ادبي متن او لوستونکي په نقش سترګې پټوو. په شلمه پېړۍ کې نوې کره کتنې پام له پنځګر نه متن او بيا لوستونکي ته واړاوه. په دې ډول متن خنثى نه وي او نه د متن په تفهيم کې د لوستونکي نقش منفعل وي. د لوستونکي پلوې کره کتنې پوهاند ولفګانګ ايزر په اند، ”د متن او لوستونکي اړيکه دوه اړخيزه او ډيالکټيکي ده. له يوه پلوه متن پر لوستونکي ځان تحميلوي او له بله پلوه لوستونکى هم خپل يو غرض او تمايل لري. څرنګه چې دواړه پر يو بل يو طرفه ځان نشي تپلاى؛ نو ترمنځ يې کشمکش پيدا کېږي.”

کره کتونکى هم يو لوستونکى دى؛ خو داسې لوستونکى چې د متن له رنګارنګيو او مانيزو نيرنګونو سره اشنايي لري. آيزر او په ټوله کې پسنوې(پوسټ ماډرن) کره کتنه د متن په مانا کې لوستونکي ته فعال نقش ورکوي. دا خبره به د ګشټالټې ارواپوهنې له اصولو سره پرتله کړو. ګشټالټ ارواپوهنه وايي، چې انسان نابشپړ شيان د ګشټالټي اصولو له مخې د بشپړ کل په توګه ويني. پرله پسې نېژدې ايښي ټکي د يوه مستقيم خط په بڼه ويني او په يوه ځاى پرې شوې نيمګړې دايره بشپړه ويني. لوستونکى هم په کيسه يا شعر کي راغلې تشې د لوست په پروسه کې ډکوي. په اوسنيو کيسو کې د ګشټالټ له دې اصل نه ډېره استفاده کېږي، مثلا راوي کيسه تر يوه ځايه ورسوي، نوره لوستونکي ته پرېږدي او هغه صحنه لوستونکى له خپله انده خو د کيسې له پلاټ سره سمه بشپړه کړي. د هميم شعر دى:

وخت پوره دى، يو ځل ما، بيا ديوالي ساعت ته ګوري

بېوسي يې ده جوته، نه څه وايي، نه څه وايم

لوستونکى په دې بيت کې په خپل فعال نقش هغه تشې ډکوي، چې شاعر لوستونکي ته پرېښي، چې لوستونکى په شعر کې فعال نقش ولوبوي. په لومړۍ مسره کې يوازې د متکلم راوي خبره اورو، خو لوستونکى پوهېږي، چې يو بل څوک هم شته، چې “ما” او ديوالي ساعت ته ګوري، په دويمه مسره کې دې شخص ته يوازې په “يې” اشاره شوې ده. که لوستونکى فعال نقش و نه لري، دا تشې نشي ډکولاى. په معاصرو سېمبوليکو شعرونو کې دا تشې په بېلابېلو بڼو وينو، د کلمو، جملو  او صحنو يا د شعر د داخلي زمان د پرېکولو او په داسې نورو بڼو. د دې مطلب دا دى، چې شاعر غواړي، چې د شعر مانا ته يې په رسېدو کې لوستونکى فعال نقش ولوبوي. دا ډول شعرونه ښايي هغو لوستونکو ته ګران پرېوځي، چې د شعر مانا په خوله کې غواړي او خوارۍ ته حاضر نه وي.

تر اوسه مو د خپلې کره کتنې دوه ستونزې وپېژندې، يوه دا چې موږ کره کتنه يوازې تر ښېګڼو او بدګڼو محدوده کړې؛ خو په اصل کې کره کتنه د يوه پېچلي متن سپړنه، شننه او د داسې ماناوو لټه ده، چې ممکن د شاعر او ليکوال په اروا کې هم نه وي. کله چې لوستونکي او کره کتونکي ته، چې د آيزر له ايډيال لوستونکى سره يو ډول دى، په متن کې فعال نقش ورکړو؛ نو دا امکان شته، چې له متن نه نوې؛ خو منطقي او متناسبي ماناوې راوباسي او د متن داسې کمالونه راپه ګوته کړي، چې د تخليق پر مهال د ليکوال او شاعر په ذهن کې نه وو.

دويمه ستونزو مو دا وښوده، چې زموږ په کره کتنو کې د کره کتونکي نقش زياتره منفعل وي، له کره کتونکي نه هيله لرو، چې د شاعر يا ليکوال موخنې مانا ته مو ورسوي. موږ ښه کره کتونکى هغه بولو، چې زموږ په دې هيلو پوره وخېژي او په دې ډول موږ کره کتونکى د ليکوال يا شاعر غلامۍ ته وربولو؛ خو دې ته مو پام نه وي، چې دا د يوه ادبي متن د فطرت نفي ده. په ادبي متن کې د ګڼو ماناوو ظرفيت موجود وي او دا لوستونکي او کره کتونکي ته هرکلى وايي، چې له خپل اجتهاد او وړتيا نه استفاده وکړي او له متن نه نوې ماناوې راوباسي.

زموږ د ادبي کره کتنو درېيمه ستونزه دا ده، چې تر ډېره مسلکي نه دي. زموږ نقدونه يا خو د يوه چا، زياتره د ليکوال يا شاعر غوښتنه وي او داسې موږ له زړه نقد ته نه يو تيار او يا ناڅاپي وي. په ناڅاپي کره کتنه کې د کره کتونکي دروني هڅونه شامله وي؛ خو کره کتنه سيستماتيکه نه وي، کره کتونکى هم ډېر کله نه پوهېږي، چې په متن کې په څه پسې ګرځي.

دا درېيمه ستونزه زموږ په زياترو کره کتنو کې شته. په نوره نړۍ کې کره کتنه يوه جدي دنده ده. کره کتونکى له يوه مېتود او تيورۍ سره متن ته ورننوځي او له پيله يې موخې معلومې وي.

څرنګه چې ادب د تيوريو له مخې تخليقېږي، کره کتنه هم له تيوريو نه استفاده کوي، مثلا کره کتونکى له فورماليستي، رغښتي تيورۍ استفاده کوي يا په کيسه کې د کرکټرونو د روانشننې پر بنسټ په ماناوو پسې ګرځي. ممکن يو کره کتونکى د نوې تاريخوالې، فيمينستي نظريې، نښپوهنې يا د ژونګ د آرکي ټايپ او يا د لکان د استعاري نظريې له مخې د متن تياره ګوټونه راڼه کړي. که د کره کتنې لپاره ټاکلې لار و نه لرو، په متن کې به سرګرانه ګرځو او نقد به مو له انسجامه بې برخې وي.

پر داستاني ادبياتو زموږ زياتره کره کتنې رغښتي دي؛ خو ستونزه دا ده، چې موږ د رغښتي کره کتنې له تاريخ، موخو او غوښتنو سره اشنا نه يو. له رغښتي کره کتنې نه زموږ استفاده يو ډول ناشعوري ده او موږ فکر کوو، چې دا د ادبي متونو د نقد طبيعي او يوازنۍ لار ده. دا فکر موږ د خپلې توصيفې ژبپوهنې په اړه هم لرو. تشريحي ژبپوهنه راته د ژبې پر نظام د پوهېدو طبيعي او يوازنۍ لار ښکاري. بېرته به کره کتنې ته راشو، لکه پاس مو چې وويل، چې متن يو خنثى څيز نه دى، چې له شاعر يا ليکوال او يا له لوستونکي سره د نسبت له امله مانا لري، بلکې پخپله متن هم فعال نقش لوبوي. دا درجه متن ته رغښتوالې ورکړه او متن يې د ماتن پر ځاى ودراوه، داسې چې ماتن يوه وسيله ده او متن يو ژوندى کل چې ډيناميک ځانګړنه لري او مانا يې په خپل سيستم کې دننه ده. کله چې متن يو ژوندى کل بولو، بيا به دا هم منو، چې متن هر ډول کره کتنې ته ځان نه سپاري. يعنې کره کتونکى اړ دى، چې د يوه ادبي متن زړه ته وګوري، چې کوم ډول کره کتنه يې د زړه غوټې راسپړلاى شي. موږ فکر کوو، چې د کيسې د راسپړلو لپاره يوازنۍ لار د هغې پر رغښت(د پلاټ، کيسې، کرکټرايزېشن، غوټې او …. پر خپلمنځي اړيکو) پوهاوى دى؛ خو ممکن په يوه کره کتنه کې رواني اړخ پياوړى وي يا پکې د جنسيت موضوع پياوړې وي او فيمينستي کره کتنه يې په شننه کې ګټوره وي. د دې مطلب دا نه دى، چې ادبي متون يو اړخيز وي. دا هم شونې ده، چې په يوه ادبي متن کې څو اړخه هممهاله موجود وي، مثلا رغښت د کيسې له تيورۍ سره عيار وي، د کرکټرونو رواني اړخونه پکې متبارز وي او فيمينستي توکي هم پکې وي. په دې صورت کې غالب اړخ ته کتل پکار دي، که رواني اړخ ته يې د کيسې تر رغښت توجه ډېره وه، مطلب دا چې پر متن باندې د روانشننې يا لکاني نظريې له پلوه خبرې پکار دي.

دا هم ممکنه ده، چې د يوه مختلط متن د نقد لپاره د کره کتنې له څو نظريو هممهاله استفاده وکړو.

وروستۍ خبره دا شوه، چې که اماتور نقد غواړو، چې د ادب په وده کې مو برخه واخلي؛ نو تر نقد مخکې پکار ده، چې متن ته وګورو او متن ته د کره کتنې له يوې نظريې سره ورننوځو، چې له هوايي ډزو بچ شو او د متن په اړه منظمې او منسجمې خبرې وکړاى شو.

دا چې کره کتنه مو موثره نه ده، ممکن يو لامل به يې دا وي، چې علمي نه ده او تيوريک اساس نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب