دوشنبه, نوومبر 29, 2021
Homeټولنیزتاریخ خراسان او خراسانیان | عبدالباري جهاني

 خراسان او خراسانیان | عبدالباري جهاني

موږ افغانان یو او افغان د قوم په صفت ځانته خپل تعریف لري. موږ د افغانستان اتباع او اوسېدونکي یو او افغانستان، د یوه هیواد په حیث، مشخص جعرافیايی حدود، چي د یوه هیواد لومړنی معرف دی،  درلودلي او لري یې. خراسان یوه ډېره پخوانی جغرافیایی او تاریخي پدیده ده چي هیڅ وخت یې مشخص حدود نه وه معلوم. کله له سند څخه نیولې، تر ماوراءالنهر، د کسپین تر بحیرې، تر نیشاپور او مشهد پوري سیمي پکښي شاملي او کله غزني او کابل، حتی هرات هم پکښي شامل نه دی.

 کله چي د غزنوي سلطان مسعود د سلطنت په وروستیو کلونو کي، ترکمنانو نه یوازي د مالیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه بلکه د غزنویانو د سلطنت قلمرو یې تهدید کړ نو سلطان مسعود په واضح ډول وویل: اینک ما حرکت میکنیم، با پنجاه هزار سوار و پیاده و سه صد پیل و بهیچ حال نیز بغزنین بازنګردیم، تا آنګاه که خراسان صافي کرده آید. تاریخ بیهقي ص ص ۶۷۴-۷۵

په ورپسې مخ کي لیکي: … و امیر مدتي شراب نخورده بود و پس از نماز و قربان، امیر برخاست و برخوان نشست و ارکان دولت و اولیا و حشم را فرود آوردند و بخوانها بنشاندند و شاعران شعرخواندند… و شراب روان شد و مستان باز ګشتند… و پس ازین، بیک هفته، پیوسته شراب خورد و بیشتر با ندیمان و مطربان را پنجاه هزار درم فرمود و ګفت. « کار بسازید، که بخواهیم رفت و در خراسان بخواهد بود شراب خوردن، تا خصمان خواب نبینند. هغه کتاب ص ۴۷۶

و روز سه شنبه حاجب سباشی را خلعت دا دند سخت فاخر و چند تن از مقدمان که با وی از خراسان آمده بودند و دیګر روز امیر بنشست و… هغه مخ

سلطان مسعود دا ټولي مستی په غزني کي کوي او وروسته پر خراسان باندي د لښکرکښی او د ترکمنانو د پرلار کولو لپاره روانیږي. د دې معنا دا ده چي غزني په خراسان کي نه دی. د دې معنا دا ده چي کابل، قندهار او حتی هرات، چي هر وخت د خراسان مرکز بلل سوی دی، په خراسان کي شامل نه دی. ځکه چي دا ټول ښارونه امیر ته منظم مالیات ورکوي او د امیر حاکمان پکښي ناست دي. امیر د خراسان له پلوه په تکلیف دی او غواړي د خراسان د لاندي کولو لپاره پوځونوه روان کړي. له دې متن څخه، په څرګنده، ښکاري چي خراسان د اوسني افغانستان له حدودو څخه بهر کوم بل ځای دی. او که اوس هم څوک ځانونه خراسانیان بولي نو باید چي له افغانستان څخه بهر کوم بل ځای ته ولاړ سي. په دې باره کي ځکه زیات تفصیل نه ورکوم چي د همدغه افغان جرمن په سایټ کي مي په ۲۴۰ شماره نسبتا مفصل مضمون لیکلی او مستند مثالونه مي ورکړي دي. که لوستونکي علاقه لري، پهن آرشیف کي یې،  زما تر نامه لاندي کتلای سي. 

اوس به راسو د افغانستان مسلې ته: د افغانستان د نامه په برخه کي د مرحوم محمدصدیق فرهنګ او نورو مورخینو اظهارات د تاریخ له شاګردانو او د افغانستان د تاریخ له علاقه مندانو سره شکونه پیدا کوي. مرحوم فرهنګ د خپل تاریخ د لومړي ټوک په څلېرویشتم مخ کي د افغانستان او خراسان پر مسله باندي د بحث په ترڅ کي لیکي: دراینجا باید ګفت که هر چند کلمه افغانستان به عنوان نام رسمي کشور بار اول در سال ۱۸۰۱ در معاهده بین انګلستان و ایران درباره دولت درانی به کار رفته است، اما کلمه افغان به مثابه نام یک قوم و کتله نژادي و فرهنګي و افغانستان به عنوان محل سکونت آن در تاریخ خراسان سابقه دراز مدت دارد. 

دا چي د کوم هیواد نوم په رسمیاتو کي یاد سوی نه وي د دې معنا دا نه ده چي د هغه هیواد رسمي نوم وجود نه درلود؛ او د همدغي معاهدې سره یو ناڅاپه میدان ته را ووت. کنه نو د ایران او برټانوي هند د ۱۸۰۰ کال په معاهده کي څرنګه دا عبارت راتللای سي چي که د افغانستان پاچا پر هند باندي د حملې خیال درلود او یا د افغانستان پاچا پر ایران باندي د حملې خیال درلود. کوم افغانستان؟ د دې معنا پخپله دا ده چي د افغانستان په نوم یوه ټاکلي هیواد وجود درلود او ځانته یې پاچا درلود.

زه یقین لرم چي مرحوم فرهنګ به د جورج فورسټر George Forster  سفرنامه نه وه لوستې او یا به یې په لوی لاس سترګي ورباندي پټي کړي وي. جورج فورسټر ښايي لومړنی اروپايي وي چي افغانستان ته یې سفر کړی او په خپله سفرنامه کي یې څوڅو ځله د افغانستان نوم یاد کړی دی. 

جورج فورسټر یو جرمنی سیاح، لیکوال، طبیعت پېژندونکی، قوم پېژندونکی او یو انقلابي وو چي په ۱۷۹۴ کال کي، د ۳۹ کالو په عمر، په فرانسه کي وفات سو. جورج فورسټر په ۱۷۸۳ کال کي، یعني د تیمورشاه د پاچهی په لسم کال، په کابل ، کندهار او هرات کي ګرځېدلی او د ایران له لاري اروپا ته ستون سوی دی. خپل یاداشتونه یې بشپړ کړي او په اروپا کي یې خپاره کړي دي. A Journey from Bengal to England

Through the Northern Part of India, Kashmir, Afghanistan, and  Persia,  by the Caspian Sea  1782-1784

 د دوهم ټوک په ۸۲ او ۸۳ مخونو کي لیکي: « احمدشاه، د ډیري مودې لپاره، له کړاوه ډک پوځي ژوند تېر کړ او د یوه اعتدال خوښونکي او عادل واکمن شهرت یې تر لاسه کړ. په  ۱۷۷۳ کال کي د کندهار د نوي ښار، چي ده د افغانستان د پایتخت په حیث جوړ کړی وو، په ګاونډ کي وفات سو. له ده څخه وروسته یې زوی تیمور واکمن سو او خپل دربار یې کابل ته نقل کړ څو هغه سیمي وساتي چي د ده پلار له افغانستان څخه بهر لاندي کړي وې. …

« تیمور، له افغانستان او په هند کي تر لاس لاندي سیمو څخه پرته، د خراسان یوه لویه برخه هم په لاس کي لري، چي له هرات څخه نیولې په شمال کي تر نیشاپور او ترشیز او په جنوب کي تر کمکي عراق پوري رسیږي. دغه واکمن، چي ما لیدلی دی، د شپږڅلوېښتو کلونو په شاوخوا کي معلومیږي. میانه قده او نسبتا چاغ سړی دی او چي د افغانستان له ځايی اوسېدونکو سره مقایسه سي نو پوست یې یو څه تاریک دی. د تشریفاتو په وخت کي، د خپل امپراطوري جلال د ښکاره کولو لپاره، یوه جګه د تور بخمل خولۍ، چي لوړه برخه یې څلور کونجه ده، پر سر کوي. …

سپاره عسکر د افغانستان اصلي پوځي قوت دی. هم د خپلو سیمو او هم له ترکستان او ایران څخه، په مناسبو بیو، آسونه تر لاسه کوي.»  هغه کتاب ۸۵ مخ

  فورسټر په ډیرو لږو ورځو کي د افغانستان د تاریخ، د مالي وضع، د لویو او وړو ښارونو د خلکو او د غیر مسلمانانو سره د هغوی د سلوک په باره کي، په ډېر لنډ وخت کي، داسي دقیق اطلاعات راغونډ کړي دي چي سړی حیران ورته پاتیږي. دی د تیمورشاه او د هغه د وروڼو په باره کي لیکي چي د هغه ځینو وروڼو کله ناکله ناکراری منځته راوړي دي یو له هغوی څخه سکندر نومېدی چي ښورښ یې وکړ مګر په ډېره اساني یې کرار کړ. دی وايی چي په کابل کي چي څه ارمنیان اوسیږي له احمدشاه سره اغلي دي. هغوی په خپلو کي ودونه سره کوي او په آزاده توګه خپل د عیسوي مذهب مراسم ترسره کوي او یو مذهبي مشر لري. ص ۸۶

فورسټر د افغانانو د هیواد د وسعت په باره کي لیکي چي افغانان د دې سیمي اصلي اوسېدونکي دي او قلمرو یې د مرکزي اسیا له غرونو څخه تر ایرانه او له اباسین څخه تر ایران پوري رسیږي. د دغي پراخي سیمي اوسېدونکي د خپلي ژبي د لیکلو لپاره توري نه لري ( په دغه برخه کي د فورسټر اطلاعات نیمګړي دي. پښتو ژبي له ډېره وخته خپل رسم الخط درلودلی وو. جهاني ) او په خپله خاصه ژبه خبري کوي. … که څه هم چي د اسیا په باره کي زموږ په ځینو تاریخونو کي د افغانستان اوسېدونکي تاتار بلل سوی دی مګر زه په زغرده ویلای سم چي دوی نه له تاتارانو سره مشابه دي او نه یې عادتونه او ژبه هغوی ته ورته ده. ص ۷۴

فورسټر لیکي چي که د افغانستان حکومت د اسیا له نورو هیوادونو سره مقایسه کړو نو دلته چنداني بې عدالتي او ظلم نه لیده کیږي. د فرمانونو په عملي کولو کي ویني نه تویوي او له بهرنیانو سره دښمني نه لري. په کابل کي داخلي او خارجي سوداګر ټول خوندي دي او خپل حقوق په داسي روحیه ساتي چي په نورو اسلامي هیوادونو کي چنداني نه لیده کیږي. د اعدام سزا چنداني نه ورکوله کیږي. که څه هم چي د اوسني واکمن خپلوانو څو ځله هغه ته دسیسې کړي دي مګر ده د خپلي کورنۍ د غړو په وینو لاسونه نه دي سره کړي. دی وايي دا هغه څه دي چي ما په کابل کي د اوسېدلو په شپو ورځو کي له تیمورشاه څخه ولیدل. ص ۸۸

فورسټر د غزني او قلات له لاري کندهار ته رسېدلی دی. دی وايی ما غوښتل چي یو څو شپې نور هم پاته سم خو که پاته سوی وای نو بیا مجبور وم چي د بلي قافلې تر روانېدلو پوري ټول ژمی په هغه ښار کي پاته سم. فورسټر وايی په کندهار کي د هندوانو ډیري زیاتي کورنۍ ژوند کوي چي زیاتره یې د ملتان او راجپوت له علاقو څخه دي. دوی په تجارت او صنعت کي ښه پوهه لري او د دوی له برکته د ښار شته مني هم زیاته سوې ده. دې ښار ته له بخارا او سمرقند څخه هم ترکمن سوداګر راځي. دوی له دې ښار څخه ډېر زیات نیل وړي چي کندهار ته د هند له ښارونو څخه واردیږي. فورسټر وايي تر ټولو هغو ښارونوچي ما د اباسین پر لوېدیځه غاړه لیدلي دي، په دغه ښار کي مواد ارزانه دي. انګور او خټکي یې ډېر ډولونه لري او دونه مزه دار دي چي له اروپا سره مقایسه کېدلای سي. کله چي سړی د هندوانو دوکانونو ته ګوري چي د ښار ډېره زیاته برخه یې نیولې ده نو سړی قضاوت کولای سي چي دوی په کندهار کي ښه آزادي لري او ښه ساتل کیږي. ص ۱۰۳

فورسټر وروسته لیکي چي بازارونه یوازي د ایران او افغانستان په لویو ښارونو کي لیده کیږي او مسافر مجبور وي چي د اړتیا وړ مواد د کارونسرایونو له څښتنانو څخه ترلاسه کړي. … 

فورسټر د افغانستان د خلکو د زحمت کښی او سخت سرۍ صفت کوي او وايي کله چي زه د ایران او افغانستان خلک سره مقایسه کوم نو زه په دې فکر کي کېږم چي انسان، پرته له دې چي غوښي وخوري، ډېرو سختو کارونو ته اوږه ورکولای سي. د افغانانو خوراک وچه ډوډۍ، کُرت او اوبه دي. په داسي موسمي حالاتو کي ژوند کوي چي ګرمي یې هم تر اندازې وتلې او ساړه یې هم. دوی د لندن تر یوه پلنډي د کار او ستړتیا زیات قوت لري. په داسي حال کي چي د لندن پلنډي د ماهي په غوښو او غوړیو موړ وي او د یوه افغان په څېر د ژوند او موسم له سختو حالاتو سره مخامخ نه وي. ص ص ۱۴۲-۴۳

په دې توګه فورسټر څو څو ځله د افغانستان او خراسان نومونه یادوي؛ او د دې معنا دا ده چي هغه باید د افغانستان نوم، په هندوستان کي د اوسېدلو په وخت کي، اورېدلی او ورسره اشنا سوی وي. ضرور نه ده چي موږ د افغانستان نوم یوازي په رسمي مکتوبونو کي ووینو او بیا داسي نتیجه واخلو چي ګویا دا نوم تر دغه وخته پوري موجود نه وو. 

دا خبره هم باید په یاد ولرو چي هغه افغانستان چي سیفي هروي یې، څه باندي اته سوه کاله مخکي، په تاریخ نامه هرات کي یادوي؛ له هغه افغانستان سره چي فورسټر یې په خپله سفرنامه کي ذکروي ډېر زیات توپیر لري. د سیفي هروي افغانستان یو جغرافیاوي مفهوم دی چي یوازي د افغانانو د اوسېدلو سیمه یې مطلب ده. ضیاءالدین برني چي، څه باندي پنځه سوه کاله مخکي، په تاریخ فیروزر شاهي کي، د افغانستان نوم یادوي هم کوم خاص حدود او ثغور نه لري؛ او یوازي یې د افغانانو د اوسېدلو سیمه یې مطلب ده.  خو هغه افغانستان چي فورسټر یې یادوي هغه سیاسي قلمرو دی. خپل حدود، پاچا او قانون لري او د یوه هیواد حکم ورباندي کېدلای سي. افغانستان د هیواد په معنا، د سیاسي او تاریخي وجود او هستی په معنا د لوی احمدشاه بابا له وخته څخه موجود دی.

4 COMMENTS

  1. پۀ معتبرو آثارو کې د افغانستان د نوم، ملت او دولت یادونه

    لیکوال: داکتر نوراحمد خالدي
    ژباړن: سیلانی

    ۱- پۀ ۱۷۸۲ ز کال د تیمور شاه د واکمنۍ پر مهال جورج فورستر لۀ افغانستان څخه د تېرېدو پر مهال د افغانستان لۀ هېواد او ملت څخه یادونه کړې.( جورج فورستر، مسافرت از بنګال به انګلستان از طریق شمال هندوستان، افغانستان، فارس و روسیه، چاپ لندن، ۱۷۸۹ م).

    ۲ – پۀ ۱۷۸۹ ز کال د قاجاري دولت لوی وزیر حاجي ابراهیم، پۀ یو رسمي مکتوب کې د افغانستان لۀ نوم څخه یادونه کوي. ( صدیق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر)

    ۳- پۀ ۱۷۸۹ ز کال د شاه زمان لوی وزیر وفادار خان، پۀ یو رسمي مکتوب کې د قاجاري دولت د لوی وزیر پۀ ځواب کې د افغانستان لۀ هیواد څخه یادونه کړې ده ( صدیق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر).

    ۴ – پۀ ۱۸۸۰ ز کال د قاجاري او انګلیسي دولت پۀ تړون کې د افغانستان لۀ دولت څخه یادونه شوې ده.( محمود محمود، تاریخ روابط انګلیس با ایران در قرن نزدهم).

    ۵- پۀ ۱۸۰۹ ز کال الفونستون د افغانستان لۀ هېواد څخه یادونه کړې ده. ( مونتستوارت الفونستون، ګزارش سلطنت کابل و قلمرو های تابعۀ آن در فارس، کشمیر و تاتاری، چاپ لندن ۱۸۴۲ م).

    ۶- پۀ ۱۸۳۷ ز کال قاجاري شاه دهرات د کلابند لۀ ماتې او هزیمت وروسته، پۀ خپل منشور کې لۀ افغانستان څخه یادونه کړې.( محمود محمود، تاریخ روابط انګلیس با ایران در قرن نزدهم).

    ۷- پۀ ۱۸۳۷ ز کال د برطانوي هند وایسرای، د افغان او انګلیس لۀ لومړۍ جګړې وړاندې د افغانستان لۀ دولت او هېواد څخه یادونه کړې.(صدیق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر).

    پورته یاد شوي تاریخونه د هېواد هغو ملي خاينینو ته غاښ ماتونکی ځواب دی، څوک چې د افغانستان د نوم او دولت مروجېدل د الفونستون دکتاب ( ۱۸۴۲ ز کال) سره اړوند بولي.
    حقیقت دادئ چې د افغانستان د هېواد، ملت او دولت نوم پۀ ډېرو معتبرو تاریخونو کې یاد شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب