جمعه, مې 7, 2021
Homeادبلنډه کیسهدوې دقیقې/ لنډه کیسه، عابده سپوږمۍ

دوې دقیقې/ لنډه کیسه، عابده سپوږمۍ

سهار په منډه له کوره ووته، تر تمځايه پورې دوې دقيقې لاره وه. لسو نه اتلس تېرې وې او پر شل باندې لسو کې بس راته. منډه يې کړه، د سړک اشاره سره وه، بس راغى، ودرېده، لاړه خو دا لا سرک دې غاړې اشارې ته ماتله وه چې شنه شي.

له سړکه تېره شوه، پښه يې څو ځلې پر ځمکه ووهله راووهله، ګوتې يې د خولې په تفت تودې کړې، له ځان سره يې وويل:

نن بيا پاتې شوم، نن بيا هغه سکون نشم حسولى؛ کوم چې هغه لاره يې راکوي، ښايي بيا مې کيسه پکې لېکلې وه. څه کېده که دوې دقيقي مخکې له کوره راوتلې وای.

ژوند کې ښايي يوه دوې دقيقې مونږ ته عادي ښکاره شي يا ښايي د ټول ژوند په پرتله کې هېڅ راته وبرېښي خو همدا شېبې دي چې مونږ له څپل منزل نه وروسته پاتې کوي، همدا شېبې دي چې رانه تېرېږي.

لاسونه يې جېب ته کړل، د مني بادونه لګېدل، باران هم شروع کړې وه، بل بس ډېر‌وروسته راته، له ځان سره يې وويل:

همدا مې سزا ده چې وخته راووځم.

مخ يې واړوه، څو قدمه شاته د اوړګاډي  تمځاى و. ورغله اورګاډي ته وختله، سر يې ټيټ واچوه له ځان سره پسنېده.

کاش! لږه مخکې راوتلې وم، ښايي هغه مې بيا نن ليدلى و، ښايي بيا يې نن راکتلي و.

تېره ورځ يې خواه کې تېره شوم، د سترګو له کونجونو مې وروکتل؛ زېړ پيکى يې پر سپين مخ پروت و، اوبرنګې سترګې يې لکه په شين آسمان چې باران وريږي.

دا يوه اونۍ کېږي چې په همغه يوه وخت په همغه یوه تمځاى کې بس ته راخته. که نن وخته له کوره راوتلې وای؛ نن به مې هم ليدل په نصيب شوي و. خپل ساعت ته يې وکتل او ويې ويل:

– کاش ولاړ وې، هېڅ صبر نه شې کولى؟

ټک ټک ټک روان يې.

خواه کې يې ناستې زړې ښځې ته پام شو، د اويا شاوخوا کالونو مالومېده. زړه پورې یې لاس کلک نیولی وو.

بوډۍ داسې ځان جوړ کړى و لکه شل کلنه پېغله. وېښته يې تاو کړي و، تک سور کوټ/بالاپوښ يې پر ځان وه، تورې چرمي موزې يې په پښو وې، حتى دې لکړې لاستى يې هم له غميو ډک وو.

دې ځان سره يې وويل:

ژوند همدا اورګاډى دى چې روان دى؛ خلک بدلېږي، غوښتنې بدلېږي، لارې بدلېږي خو اورګاډى نه درېږي.

په نړۍ کې دوه ډوله خلک دي:

يوهغه چې په اويا کلنۍ کې د مرګ په انتظار وي او بل هغه چې اويا کلنۍ کې هم ژوند کوي.

په همدې چورت کې وه چې اورګاډى ودرېد.

خواه کې ناستې زړې ښځې لکړه پورته کړه تور او سور رنګه براق دستکول يې غاړې ته تېر کړ، د څوکۍ ژۍ يې ونيوله په لکړه يې زور کړ، له ټرېنه ښکته شوه.

دې د اورګاډي له باران وهلې ښيښې ښه پسې وروکتل، بوډۍ روانه وه، له بلې خوا موټر ډېر په سرعت راغى،  بوډۍ یې ونه وهله  بريک یې ونيوه خو له ډېرې وېرې د بوډۍ زړه ودرېده نفس يې ووت.

دې لا له باران وهلې ښيښې ورپسې کتل…

پاى

1 COMMENT

  1. د سپوږ مۍ کیسه مې ولوستله ډیره په زړه پورې کیسه ده .انځورونه یې ډیر ژوندي او ښکلې ده . تلوسه پکې تر اخیره پکې ساتل شوې که اغلې عابده همداسې کیسو ته دوام ورکړي نورې به هم ښکلې کیسې ولیکې .خو د کیسې پای یې ښکلې نه و .تریجېډي پایلې نن سبا د چا نه خوښیږي .هغه هم بیا د پښتو په ادبیاتو کې ځکه مونږ ډیر ځپل شوي یو .
    خو بیا هم کیسه کیسه وي .دا د لیکوال تر موډ پورې اړه لري د کیسې په وخت کې په کوم موډ کې وي .
    ښه ښکلې لنډه کیسه وه .لوستونکې ته خوند ورکوي .اغلې سپوږمۍ ته د لا بریا په هیله .
    تورغر لندن .
    [email protected]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب