چهارشنبه, اپریل 14, 2021
Homeخبرونهسرچینې: د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر د امیرخان متقي په اړه...

سرچینې: د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر د امیرخان متقي په اړه د پلټنو غوښتنه کړې

تاند(یکشنبه، د قوس ۲) په کوټه کې طالب سرچینې وايي چې ملاصدرا ابراهیم د امیرخان متقي له بیا مقررېدو سره مخالفت کړی او د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخوندزاده څخه یې د متقي په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

سرچینو، چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غوښتل نومونه یې څرګند شي، تاند وویل، د طالبانو د نظامي شورا مشر ملاصدر ابراهیم تور پورې کړی چې امیرخان متقي په پاکستان کې د طالبانو په پیسو جایدادونه رانیولي او ځینې محرم اسناد یې له پاکستاني استخباراتي چارواکو سره شریک کړي دي.

ده په دې اړه ملا هبت الله اخوندزاده ته شکایت کړی او ورڅخه غوښتي دي چې په دې برخه کې پلټنه وکړي.

د دغو طالب سرچینو ادعا په خپلواک ډول تایید یا رد کېدای نه شي او متقي یا د طالبانو تحریک رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي. طالبانو تر دې پخوا هم هیڅکله د خپل منځي اختلافي مسایلو په اړه څه نه دي ویلي.

امیرخان متقي، د طالبانو د واکمنۍ په مهال یوه موده د اطلاعاتو او کلتور او بیا د پوهنې وزیر و. د نوموړي په اړه ویل کېږي چې د طالبانو په منځ کې نرمدریځی و او د وزارت په موده کې یې له خلکو سره ښه چلند کاوه.

متقي په وروستیو کلونو کې د طالبانو د مطبوعاتي کمیسیون مشري په غاړه لرله.

په کوټه کې طالب سرچینې همداراز ادعا کوي چې دوې میاشتې وړاندې نوموړی په خپل سر له ملابرادر سره قطر ته تللی و خو لږ وروسته د ملاهبت الله له لوري په عاجل ډول بېرته وغوښتل شو او له هماغه وخته په کور ناست و تر دې چې اوس بیا دنده ورسپارل شوې ده.

طالب سرچینې ادعا کوي چې متقي د طالبانو د مطبوعاتي کمیسیون د رييس په توګه پر یو شمېر خبریالانو او رسنیو د حملو مستقیم امرونه ورکړي دي.

5 COMMENTS

  1. دا ټول درواغ دی شاید بر عکس هغه به د افغانستان دولت سره روبت ټینګ کړي وی هغه ځکه چی طالبان د ای ایس ای بغیر لمانځه ته هم نشی تلای دوی په دی خبرو غواړي چ افغانانو ته و خاې چی دوی د ای ایس ای لاس لندی ندی بلکی خپل سری لنډغر دی

  2. ملا متقی کویټه شهار کي یوه کالوني شروع کړي .. ټولو طالبان د متقی د منافقت نه خبر دي .
    د پاکستان د استخبارتو یو مامور دي
    کراچي کی زمونږ د کور سره نژدي يې بنګلی او کورونه دي .. دومره افغانان یی ترور کړي چي اوس شپه او ورځ خوب نه لری ..
    شیخ هبت الله اخندزاده باید دغه فاسد له تحریکه لری وشړی ..

  3. دا ټول بی شعوره خره دی دوی کښی ښه نشته او ټول د ای اس ای د پاره افغان وژنه وطن ورانول
    پر مخ وړی۰ له لوی خدایه دا ِ منافقین د پردی مزدوران تباه غواړم
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب