دوشنبه, نوومبر 29, 2021
Home+کترينه کېف وايي (روغتيا لومړيتوب لري) تازه ويډيو يې خپره کړې

کترينه کېف وايي (روغتيا لومړيتوب لري) تازه ويډيو يې خپره کړې

تاند(یکشنبه، د قوس ۲) کترینه کیف د عکسونو او ويډيوګانې خپرونکي مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې تازه يوه ويډيو خپره کړې ده، چې د هغې څخه د کورونا ټېسټ لپاره سمپل اخيستل کېږي.

نوموړې له دې ويډيو سره ليکلي دي، چې له ثبت څخه مخکې يې د کورونا ټېسټ وشو، ځکه چې روغتيا لومړيتوب لري.

هغې همدا راز زیاته کړې ده چې يو شمېر لارښوونې هم ورته ورکړل شوي.

د يادولو وړ ده چې کترينه کېف د ګرځبندېز پر مهال په خپل کور کې له خپلې خور سره وه او دواړو ډېر وخت يو ځاى تېر کړ.

نوموړې په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېره فعاله وه.

د کورونا له امله لګول شوي بندېز کې د يو څه نرمښت راتلو وروسته هغې د خپل نوي فلم (فون بهوت) اعلان هم وکړ.

نوموړې له هغې وروسته د چکر لپاره مالديپ ته لاړه او اوس به د خپل نوي فلم لپاره ثبت پيلوي.

له دې پرته د کترينه کېف يو بل فلم (سورياونشي) له اکشى کمار سره دی، دا فلم چې د ګرځبندېز څخه مخکې بشپړ شوى دى، د کورونا له امله تراوسه پورې نندارې ته نه دى وړاندې شوى.

د بالي ووډ فلمونو مشهوره اداکاره کترينه کېف، چې په دې وروستيو کې په مالديپ کې ورځې تېرې کړې، بېرته هند ته ستنه شوې ده او خپلو کارونو ته يې دوام ورکړى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب