یکشنبه, سپتمبر 19, 2021
Homeادبشعرد مرسل احمدزۍ څلور نوي شعرونه

د مرسل احمدزۍ څلور نوي شعرونه

د آيينې حافظه

 

آيینې ته درېدای نه شمه خدایه!

خپل تصویر ته هیڅ کتای نه شمه خدایه!

وایي دوی چي آیينې بې حافظې وي

بیا نو ولې مخامخ چي ورته ګورم

بلا ډېر کلونه مخکې تصویرونه راته سپړي

هغه زه چي وم ماشومه

مور به دوې چوټۍ را وکړې

آیينې ته به یې زه کړم مخامخه

وېل به یې وګوره چي لور مي ښه ښکارېږي

قناعت به مي د مور په سینګار وشو

آیينې ته به موسکۍ شوم، ترې به لاړم

آیينې سره په دغه پټپټوني کې را لو شوم

هم شوم ناوې په همدغه آیينه کې

په همدغه آیينه کې مي سینګار کړی هغه ته

تورې زلفې مي همدغې آیينې ته شولې سپینې

آیينه مي د ژوند لویه حافظه شوه

خو اوس دغه آیينه راته بلا ده

اوس چي زه ور مخامخ شم

راته و خاندي موسکۍ شي

لکه ما پورې چي دا وهي ملنډې

لکه وایي چي انسان هم عجیبه دی

څومره ژر ژر بدلوي بڼې مخونه.

 

***

 

پردېسي

 

نجونې وایي پردېسي کولای نه شې

راشه و پوښته زما په دې وطن کې

څومره ښځې په خپل کور کې دي پردېسې؟

پردۍ لور په نوم په خپل کور کې یادیږي

خو یوې هیلې ته ټول عمر پاییږي

خدای پردېس هم بېنوا پرېیښی نه دی

که خدای خیر کړ دغه ورځې به تېرېږي

پردېسان به هم یو وخت پر وطن کیږي.

 

***

 

ځان پېژندنه

 

زما د غیږې ارمانجنه

دې پښتون پښتون ماحول کې

رانه څنګه کړې غوښتنه

د یوې وړې شوخکې

پستکۍ سپینې مچکې

دلته مینه ګواښل کيږي

عقیده مو په دار کیږي

ورشه داسې ورځ کې راشه

چي هم غېږ درکړم هم مچه

کومه ورځ دي چي خپل ځان په غېږ کې ونیو

کومه ورځ دي چي له ځانه مچه واخيسته پخپله.

 

***

 

د عمر پرواز

 

ښه راته یاد دي يو څه وخت له مخه

زموږ د کلي ها خانخېلې ویل

چي کال بدل شو نوی کال راغی

نن یې بیا غاړه پر بلۍ هسکه وه

ویل یې کال دی پوره شوی سبا نوی کال دی

څه مي ونه ویل، ويل به مي څه

تش مي په زړه کې په کړس کړس وخندل

لکه چي دا هم زموږ د کور په حال خبره شوله

کور کې مي غټ واړه ور بولي

د سرزورې لېونۍ او سربدالې په نوم

لکه چي نوم مي لاړ پر کلي خپور شو

اوس مي خانخېله لېونتوب ازمېیي

خو داسې نه وه کال ریښتیا وو پوره

زه چي د سرای له نیمایي نه تر دالانه پورې و رسېدم

بیا د دالان له دربچې نه مي

ها پورې خړه پړه کوټه ولیدله

نو راته یاد شول

ما پر دې لنډکۍ لاره باندې

خدایزده څو کاله مزلونه کړي

ولې به کال ماته یو ټوپ نه ښکاري

ما له دالانه تر کوټې په ټوپو تیر کړ عمر.

***

2 COMMENTS

  1. ډیر ښکلی شعرونه دي تر ټولو یی هغه دآینې به موضوع چې لیکل شوی رښتا هم ډیر وخت آینه تیریادونه انسان ته په مخ کې دروی او داسی فکر کوی چي آینی په یاد ساتلی دی خو کاش دا یاداښتونه داسې څه وی چې انسان یې په بیا تکراریدلو پښیمانه نه وی او انسان ته ویاړ وربخښی او د ژوند داسی ستړې نه وی چې انسان یی د تکرار له اوریدلو تیښته ولري چې بدبختانه پدی شعر کې د همداسې ستړېا او بی وسی انځور کښل شویده د مرسل احمدزۍ شاعری د ستایلو وړده چې داسی موضوعګانې پکې سپړي قلم دې تل تاند او روان اوسي
    بریال نایاب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب