شنبه, جنوري 22, 2022
Home+دا بغاوت گنې فرض شوی ندی؟"| آصف بهاند"

دا بغاوت گنې فرض شوی ندی؟”| آصف بهاند”

د یو چا مقدس بغاوت

«… بده لا دا ده چې:

که ورور ګناه وګړي یا قتل وکړي،

خور به دښمن کره په بدو کې ځي

او که یې ورور د چا په خور او لور مئن شي چېرته

بیا یې هم خور، ورته په زوره په بدلو کې ځي

اوس نو پر ما

دا بغاوت ګنې فرض شوی ندی؟»

(ضیأ کاکړ ډیوه)

زه پر فیسبوک باندې ډېر حساب نه کوم او کوم مواد چې په کې خپرېـږي، زما له پاره ډېر د اعتبار وړ نه دي؛ خو کله ـ کله یو نیم داسې مطلب یا شعر پکې خپور شي چې تر ښو ښه وي او لکه د چا خبره د هر درد دوا وي. څو ورځې وړاندې مې د فیسبوک په بڼ کې سرگردانه چکر واهه چې د بغاوت یو څه مې ترسترگو شول، داسې یو شعر چې د بغاوت چغې ورنه جگېدې. ما هم راکاپي کړ، په خپل کمپـیـوتر کې مې کېښود، څو ځلې مې ولوست او له ځان سره مې وویل:

زه هم د افغانستان په څېـر په یوه داسې دودیزه ټولنه کې داسې زړه نه شم کولای لکه د دې شعر شاعرې غوندې. دې شاعرې خو د داسې قوانینو پر ضد د بغاوت بیرغ اوچت کړی دی. زه د همدې کرښو د لیکلو په وسیله، له دې غږ او له دې بغاوت سره همغږی یم او ملتیا یې کوم.

لومړی په لنډ ډول د دې بغاوت د باغي آغلې ضیأ کاکړ ډېوې په باب:

ما عمداً وغوښتل چې په دې مقاله کې، د دې مقاله کې د شاعرې بیوگرافي هم ولرم. گوگل ته مې سر ورښکاره کړ، څه مې ونه موندل؛ نو د کار د اسانتیا له پاره مې له ښاغلي ولي والله صاحبزاده څخه ــ چې دا شعر مې د ده په پاڼه کې لیدلای وــ مرسته وِغوښته، د مسنجر پر مټ مو خپلې خبرې سره وکړې، خلاصه یې داسې:

ــ آصف بهاند:

صاحبزاده صاحب سلامونه!

هیله ده هرڅه ښه وي.

زما نوم آصف بهاند دی او پخوا د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې استاد وم.

زه مو ډېر منندوی یم چې پرون مو د «دود» ترسرلیک لاندې په خپله فیسبوکپاڼه کې یو شعر خپور کړی دی.

زه غواړم پر دې شعر باندې یوه مقاله ولیکم، که ممکنه وي د همدې شعر د شاعر په باب معلومات راسره شریک کړئ منندوی به مو یم.

له مرستې نه مو همدا اوس مننه!

ــ ولي والله صاحبزاده:

«دروند او محترم استاد، الله مو تل درانده او اباد ولره، زه به همدا اوس د نوموړې لیکوالې په اړه معلومات راپیدا او له تاسې سره به یې شریک کړم.»

ــ آصف بهاند:

ستاسو دې کور ودان وي!

… زما اصلي موخه دا ده چې د دې د غږ او بغاوت ملتیا وکړم، تر څو به پر افغانانو او پښتنو باندې دا ناوړه دودونه د خپسې بلا غوندې پراته وي او تر څو به پښتني پېغلې او مېرمنې دا دروند پيټی پر اوږو باندې چلوي.

که یې له تاسو سره اړیکه ونیوه او کورنۍ یې اجازه ورکوله، یوه لنډه غوندې بیوگرافي یې که په مقاله کې له شعر سره راوړل شي هم به یې د یوې زړورې شاعرې په ډول حق ادا شي او هم به د ځوانانو د تشویق له پاره یوه بېلگه شي.

ــ ولي والله صاحبزاده:

دروند استاد محترم سلام، خدای دې وکړي،چې ناوخته کړی مې نه وي، دنوموړې سره مې بیګاه ناوخته خبرې وکړې، او دغه لنډه بیوګرافي یې راله راکړه، تل بریمن اوسې.

او ولي والله صاحبزاده د «دود» نومي شعر د شاعرې د بیوگرافۍ دا متن ما ته راته راولېـږه چې زه یې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:

«ضیأ کاکړ ډیوه د خدای بښلي مرزا عبدالمجید خان لورده، په ۱۳۳۰ ام کال د لغمان ولایت د ډیوې په کلي کې زېږېدلې ده.  

لومړنۍ زدکړې یې د لغمان د عمرزایو په لومړني ښونځي، منځنۍ زده کړې د کابل د سوریا او رابعهٔ بلخي عالي ليسو کې تر سره کړي دي.   

مسلکي زده کړې یې د ماستر ۍ په کچه د کابل پولیتخنیک په انستیتوت کې سرته رسولي دي.

دندې :

ــ د مزارشریف په کود او برق فابریکه، د معادن او صنایعو وزارت د سروې معادن او جیولوجی په لوی ریاست کی د انجینرې په توګه، 

ــ د ښځو د سازمان د پنځمې ناحیې مسئوله، 

ــ د اوبو او د اوبو د زېرمو وزارت د پلان په ریاست کې، د پلان د پلي کیدو د ارزونې په برخه کې، 

ــ د افغانستان د ښځو د شورا د کابل ښار د مسئولې په توګه،

ــ د مېرمنو ټولنې د بهرنیو اړیکو د آمرې په توګه، 

ــ د ښځو چارو په وزارت کې د مېرمن د مجلې د ادیتورې په توګه، 

دا فغانستان د دولت په چوکاټ کې یې تر ۲۰۰۵ ام عیسوي کاله پورې دندې تر سره کړي دي.

په دواړو لویو جرګو (بېړنۍ لویه جرگه او د اساسي قانون لویه جرگه) کې یې د لغمان د ویاړلو خلکو په استازیتوب گډون کړی دی او د لویې جرګې مډال یې د درنو لغمانیو په استازیتوب په ویاړ په غاړه کړی دی.

په خواشینۍ سره چې د ملي دریځ د خپلولو په جرم، د مرګ له ګواښ سره د مخامخ کیدو په وجه یې، جبري هجرت ته غاړه ايښې او د ۲۰۰۶ ام کال د فبرورۍ نه وروسته د کانادا په هیواد کې د پردېسۍ شپې سبا کوي.

د همدې هجر وجه وه چې د ۲۰۱۶ ام عیسوي کال د می پر شپاړمه، سهار نه بجې چې د دوستم او عطا نور د جنګ خبر پر تلویزیون خپور شو، ما ته له درد سره مل، دا کرښې په ژبه راغلې :

خدایه دا موږ دې بنده ګان یو که نه؟

تا خو زموږ له خدایي نه لاس اخیستی ندی؟

او…

اوس چې یو څوک هم یم، د وطن د درد له برکته یم. 

بریا!»

په شعر کې مې چې د شاعرې بغاوت ولید، له دې سره سم د پوهاند دوکتور بهاالدین مجروح هغه بغاوت رایاد شو چې په ځانځاني ښامار کې یې کړی و او استاد عبدالرؤف بېنوا ورته د «مقدس بغاوت» نوم ایښی و.

استاد بېنوا د مجروح د ځانځاني ښامار د لومړي چاپ له پاره یو لنډ یادداښت لیکلی دی. په دې یادداښت کې بېنوا مجروح ته ویلي چې تا په دې اثر کې بغاوت کړی دی او دا بغاوت د داسې یو مقتدر شي په مقابل کې شوی چې هغه د ټولنې او خلکو پر روح او روان باندې لکه خپسه پروت دی او هغه د ځانځانۍ بلا ده. بېنوا د خپل یادداښت په یوه برخه کې داسې لیکلي دي:

«… مقدس بغاوت ځکه ورته وایم چې مجروح د ځانځاني ښامار د هغه فاسد، غلط، کاذب او په عین حال کې غضبناک، بېباک. ډارونکي او پر ځان میـین  اقـتـدار پر ضد بغاوت کړی دی چې ځینې ناپوه او خود خواه انسانان یې د ورېښمو د چنجیـو په شان په خپل واک کې له خپلو ځانو څخه زېـږوي او بیا داسې ځانونه پکښې نغاړي چې بې له خپلو ځانو څخه بل څه نه ویني او له هریوه څخه د «زه» بُت جوړ سي… نو په داسې وخت کې همداسې یو «مقدس بغاوت» په کار دی…»

(پوهاند دکتور مجروح، ځانځاني ښامار، خپرونکی: د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی. ۱۳۵۶ اک کال، د مقدمې دویم مخ)

اوس زموږ په تر بحث لاندې شعر (دود) کې هم شاعر بغاوت کړی دی، د داسې یو دود، دستور او پر ټولنه او خلکو باندې د یو حاکم نرخ په مقابل کې یې بغاوت کړی دی چې له شاعر نه نیولې، بیا د ټولنې تر نه نوي سلنه خلکو ته یې زیان رسولی او رسوي یې؛ دا دود ټول خلک ویني او عملاً یې لمسوي:

ــ خپلې خور او لور باندې ولور اخلي، 

ــ واده په ولور کوي، 

ــ جلۍ په بدو کې ورکوي، 

ــ که نارینه مین شو خپله خور هم په بدل کې ورکوي، 

ــ د ورور تر مرگ وروسته، خپله وریندار ځانته په نکاح کوي، 

ــ هر نارینه ښکلې ښځه غواړي، خو د ده کره که لور وزېـږېده، شرم یې گڼي او ملامته هم ښځه گڼي 

ــ او…

خو ټول ورته غلي دي. په پېړیو ـ پېړیو روانې دغې ناروا ته د شاعر زړه تنگ شوی، د خپل غږ یې جگ کړې دی او د بغاوت په ترڅ کې یې ټولو ته دا پوښتنه په مخ کې ایښې ده:

«… بده لا دا ده چې:

که ورور ګناه وګړي یا قتل وکړي،

خور به دښمن کره په بدو کې ځي

او که یې ورور د چا په خور او لور مئن شي چېرته

بیا یې هم خور، ورته په زوره په بدلو کې ځي

اوس نو پر ما

دا بغاوت ګنې فرض شوی ندی؟»

دا پر ټولنه باندې د حاکم قانون په دایره کې داسې چیغه او بغاوت دی چې کېدای شي د سر په بیه تمام شي، خو د سر د بـیې په قیمت سره چا دا تاوان منلی دی او د دغو ناانساني قوانینو پرضد یې خپله چیغه جگه کړې ده. په داسې یوه ټولنه او چاپېریال کې یې دا غږ جگ کړی دی چې هلته له سلگونو کلونو راپه دېخوا دا قوانین وضعه شوي، چلېـږي او د ښځو پر سرباندې تر مېچنو هم سخت او دراندې تاوېـږي، لکه تيـږه د ښځو پر سر پراته دي او لکه ډبره د سلگونو کلونو په ټېرېدو سره بدل شوي هم نه دي.

دا هم د شعر بشپړ متن

دود

زه کلیواله یمه،

په کلیوالو ویاړم،

د کلیوالو درناوی کومه

خو:

ما مې د کلی دود دستور نه بغاوت کړی دی

ښه په جرئت کړی دی

دلته د نجونو درناوی نه کېږی

دلته کی نجونو ته په سپکه ګوري

دلته د نجونو میندې نه درنېـږي

دلته بی زویه مور، بی وروره خور ته

خلک میراته وایي

په پیغورو یې وژني

دلته هیڅوک پدی هم نپوهېـږي

چې:

که د لور، زېږون ګناه ده نو بیا

مور خو ګناه ګاره نده

پرې ولی بنه، راشي

که هغه هم لور راوړي

بله راشي، بله راشي

زموږ د کلي دا متل ما وژني:

«د خره به څټه څه وي، د ښځې ګټه څه وي»

دلته د انسان ارزښت په ګټه تلي

بده لا دا ده چې:

که ورور ګناه وګړي یا قتل وکړي،

خور به دښمن کره په بدو کې ځي

او که یې ورور د چا په خور او لور مئن شي چېرته

بیا یې هم خور، ورته په زوره په بدلو کې ځي

اوس نو پر ما

دا بغاوت ګنې فرض شوی ندی؟

ضیأ کاکړ ډیوه

1 COMMENT

  1. درانې ډیوې ته دلوی رب اوږداوباعزته ژوندنصیب کړي.
    داسې زرینې کرښې کاږل اولیکل یولوی مسوولیت اداکول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب