دوشنبه, جولای 26, 2021
Home+د پروین ملال څو شعرونه

د پروین ملال څو شعرونه

د لمر د وړانګو د اوبو په غوړپ روژې نیسم

روح ته مې غسل ورکوم د رڼا پښې نیسم

د سپوږمۍ خدایه، په چېنو کې اوس تیارې بهیږي

سپوږمۍ راویښه کړه ځلا ته یې کاسې نیسم

د چا ښکالو د وخت تر شا په یوه لار لیکلي

زه ورستنیږمه هغه ورکې شیبې نیسم

دا لورینه د هغه ده، چیري زه؟ چیری ښکلا د تضاد

لکه بدرنګه شپه سهار لرم سپیدې نیسم

ټوله کیسه مې د بڼو ستن په ګریوان ګنډلې

هره شیبه یې تلاوت کوم تسبې نیسم

زه د لفظونو سو داګره یم کچکول را،اخلم 

په مرغلرو پسي ځم د سیند څپې نیسم

زړه مې مئین دی د ښکلا په آیتونو پایې

انتها چیري ده؟ ورځم هغه کوڅې نیسم

۲۰۲۰/۱۲/۲۳

*****

ځان په خپل ځان کي پلټمه آیینو ته ګورم

په روغ قامت کي د ټوټه وجود ټوټو ته ګورم

خزان بادونه شیندي بیا شنې ارواګانې اخلي

پاڼې زګیروي کوي اوس پام کومه پښوته ګورم

د چمن ټولې خنداګانې یې غنیمت یووړلی

موسم ظالم دی، د ګلونو حوصلو ته ګورم

یوځل راږغ کړه چې په زړه کي مې رڼا ویښه شي

بیلتون دې اوږد شو، تنهایې ده، اوږدو شپو ته ګورم

د جمال حس مي زخمی شوی الوتل نه کوي

ذهن مي ستړی د جمود اوږدو کوڅو ته ګورم

لاس د ې راوړاندي کړ، ورغوی کي مې ژوند راویښ شو

د بیګاه خوب دی اوس یې وایمه اوبو ته ګورم

۲۰۲۰/۱۰/۱۲

*****

یوه شیبه د سیند

د سیند  ټټر کې کاڼي وه په غیږ کې وړل لالونه

په غاړو یې ګلونه وه په سریې نګهتونه

لمرکښته کتل سیند ته طلایې د سیند څپې

وږمو، ووغسل کړی وي نمجنې مرحلې

د غرب لوڼې بربنډې په ساحل یې کتارونه

ښایست ورته سجدې کولي جوړ یې وه صفونه

بي باکه بي پروا زلمي چابک تله تراسونو

هوایې غیږکي اخیستل په سپکو قدمونو

ګلمخي، یو سف مخي ماشومان په منډو، منډو

د میندو یې پام، پام نارې ولاړې وي په څنډو

جوړې د سرو او سپینو ارواګانو لکه خوب

ورو، ورو یې قدمونه، او خندا د لیونتوب

په ملاوو یې زرین، زرین موجونه لکه خیال

په شونډو یې لفظونه د وایلون د سراوتال

شیبې، شیبې د ناز او د نیاز په نعمتونه

په ریګو انځورشوی د مئینو، پلونه، پلونه

په کاڼو به راتاو شوه لکه دوه د یار لاسونه

اوبه، اوبه څپې، څپې شورونه پریادونه

وهرلوري ته مینه اوریدله له اسمانه

 لفظونه جادوګر د هر جانان تربل جانانه

تشیال و ډک د ږوږ او د هاها په موسیقۍ

ځوانان وځوانې ټوله په پایکوب اوپه مستۍ

د ګلو، پاڼو، لپو کې په لار شیندل رنګونه

رنګونو شیندل لارو کې عطرونه نګهتونه

څوک ستړې د مستي وه په نګاه کي وړل لفظونه

د چاپه سرکوشونډوکې محشر، محشر خواستونه

د چا په ارواګانو کې لیکلي ښکلي شپې

وشپي ته تلوسې د بسترونو د کیسې

وچاته وي پردۍ دا واړه ښکلي نندارې

د چا په غم کي ډوب د چا ځوانۍ د چانشې

څوک لیري، لیري ناست وه هیروله یې غمونه

ژورو اندېښنو یې لرزول دزړه تارونه

څپې، څپې د سیند شیبې، شیبې وړلې هر، وار

ژوندچاته لکه شات و چاته تریخ ترزهرمار

۲۰۲۰/۱۱/۱

******

مرثیه

 ځنګل بربنډ شو

 ونې باد سره کوکارې وهې

شینلي ناروغه 

 یو د بل په اوږو سر ایږدي

پاڼې زګیروي کوي

د چا په پښوکې ساه ورکوي

دلمرلاسونه دې کنګل نیولي

د لطافت اومیني،

 ګرمي یې تورو وریځو یوه یرغل کي وړی 

د ځنګلي ګلانو، نري رګونو ته

ژوند نه ورکوي

ځنګل نارغ دي

د توپان په غیږکي ریږدي

داسي ښکاري چې اوس ساه ورکوي

ستوري پري ژاړي

څاڅکي، څاڅکي شول د هسک په لمن

لیري د سیند دغیږي

د څپو ږغ کي د ځنګل مرثیه

د آسمان غوږ ته رسي

 ژوند هم هغسي بی پروا روان

ورځې وشپو ته

شپې و، ورځو ته سجدې کوي

۲۰۲۰ /۱۱/ ۱۵

1 COMMENT

  1. سلامونه ، په بخښنې سره دلومړۍ غزل دڅلورم بیت فرد داسی دې
    دا لورینه د هغه ده چیري زه ،اوتضاد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب