پنجشنبه, اکتوبر 28, 2021
Home+یو عشق یو ویر/ اجمل پسرلی

یو عشق یو ویر/ اجمل پسرلی

۱۹۶۲ کال و د عراق په پلازمینه بغداد کې مشاعره وه. سوریایی شاعر نزار قباني( ۱۹۲۳م-۱۹۹۸ م) ورغلی و. دی لا څلویښت کلن نه و، خو د شعر د ګڼو مینه والو زړونه یې وړي وو. د مشاعرې پر مهال یې یوې نجلۍ ته پام شو، ښه ورته وایسیده، ډيره ښه، دومره ښه چې بیا بیا یې سترګې ورواوښتې. له مشاعرې وروسته یې د دې نجلۍ پوښتنه وکړه، ورته ویې ویل چې بلقیس الراوي د بغداد په اعظمیه سیمه کې د دجلې د سیند پر غاړه په یوه ښکلي کور کې ژوند کوي.

شاعر د دوی کور ته ورغی له پلاره یې بلقیس وغوښته هغه ځواب کړ. نزار هڅه وکړه چې د بلقیس پلار راضي کړي خو هغه خبره نه منله. ځیني وایي چې د بلقیس پلار خبر شوی و چې خبره د کوم پټ تار ده نو عربي غیرت یې توریدلی و، خپله لور یې نزار قباني ته نه ورکوله. د بلقیس او نزار د عمر هم ډير توپير و، بلقیس ۲۳ کلنه وه او نزار زاتي په څلویښتو کې ګام ایښودو. قباني وروسته له بیا بیا هڅو ناهیلی اسپانیا ته ستون شو، هلته یې د سوریې په سفارت کې دیپلومات و.  بلقیس ته یې د هغې له پلاره پټ پټ لیکونه لیږل.

کلونه اوښتل، پټه رابطه او پټ عشق روان و، اووه کاله وروسته بیا مشاعره وه، بیا بغداد و، بیا نزار و. ده په مشاعره کې دا شعر ولوست:

سلام عراقه، درته راغلم چې سندرې درته وایم

د سندرو یوه برخه مې ژړا ده

د سندرو یوه برخه مې دي ساندې

زما د مات زړه غم راوخوره…

تر دې شعر وروسته چې څه باندې سل بیته دی د نزار د عشق کیسه په بغداد کې خوله په خوله شوه خبره تر ولسمشر احمد حسن البکر پورې ورسیده، هغه شفیق الکمالي ته چې وزیر و او په خپله هم شاعر و دنده ورکړه چې د نزار قباني لپاره بلقیس وغواړي، وزیر د بلقیس کور ته ورغی، پلار یې د چارواکو غوښتنې ته سر ټیټ کړ او په ۱۹۶۹ کې نزار قباني له بلقیس الراوي سره واده وکړ.

د نزار له عشقه مالامال ژوند  روان و، بلقیس د لبنان په پلازمینه بیروت کې د عراق دیپلوماته وه، نزار هم په بیروت کې د سوریې په سفارت کې کار کاوه.

نزار وایي چې بیروت له بلقیس سره عشق کاوه، خو په همدې ښار کې په ۱۹۸۱ کې د عراق په سفارت کې چاودنه وشوه دې چاودنې له نزاره بلقیس واخیسته هغه معشوقه چې ده به ترلاسه کړې تصادفي زیرمه بلله.

د بلقیس مړینې پر نزار د عربي ژبي تر ټولو اوږده مرثیه ولیکله، دا مرثیه ۱۸۵۵ کلمې ده چې د بلقیس تر مرګ کال وروسته چاپ شوه.

منندوی یم

منندوی یم زه له تاسو

معشوقه مې وژل شوې..او دا وس مو پیدا کړی

چې اوس ورشئ

د شهیدې پر مزار

د شرابو جام کړئ پورته

زما شعر په دار شوی

له موږ پرته پر دې مځکه

داسې ولس شته

چې شعر وژني؟

بلقیس…*

د بابل* د تاریخ ښکلې شهزادګۍ وه

بلقیس

د عراق د وطن دنګه خرما

چې به یې ګام اخیست

طاووسان به ورسره وو

هوسۍ به ورپسې وې

بلقیس.. زما درده..

د شعر خوږه چې ګوتې پرې تیریږي او حس کیږي

رښتیا..

ستا له زلفو وروسته به وږي سر کړي پورته؟

اې زرغونې « نینوا»*

زما طلایي رنګې غجرۍ

ای د دجلې څپې

چې پسرلي کې یې

ښایسته پایزیب ستا تر شنګري ګرځول

وې وژلې، اې بلقیس..

دا کوم عرب دی

چې غږ د بلبلانو وژني؟

چیرته دی

« سموال»*

او« مهلهل»؟*

چیرته دي، هاغه لومړني ځوانمردان چیرته دي؟

قبایلو قبایل خوړلي دي

ګیدړانو ګیدړان داړلي دي

عنکبوتو، عنکبوت وژلي دي

ستا پر لیمو قسم

چې پناهځای دی د بې شمیره ستوریو

زه یې وایم، اې کوترې، د عربو عجایب

اتلواله، د عربو جعلي ده؟

دا تاریخ مو له درواغو دی جوړ کړی؟

بلقیس

له ما مه غایبه کیږه

تر تا وروسته

لمر پر ساحل نه غوړیږي

په تحقیق کې به دا وایم:

غله د سرتیرو په جامو کې راغلل

او دغه وایم:

تکړه اتل څخه دلال جوړ شوی

دا هم وایم:

چې اصلي کیسې

تر ګردو مزخرف حکایتونه دي

موږ یوو قبیله د قبایلو

دغه مو تاریخ دی.. اې بلقیس

انسان څنګه فرق کوي…

د ګلانو او ډيران..

بلقیس..

ته شهیده یې ته شعر یې

اې سپیڅلې

« سبا»* په ملکې پسې راوتې

د خلکو ښه راغلاست ته ځواب ورکړه

اې بیسارې ملکې..

په تا کې د سومر* د دور ټول افتخارات دي

بلقیس..

زما ګلالۍ مرغکۍ

زما بې جوړې نخښې

د « مجدلیې»* پرمخ روانې اوښکې

دا و ظلم چې مې راوستلې دلته

د ساحل له اعظمیې* نه؟

بیروته…هره ورځ یو رانه اخلي

هره ورځ قرباني غواړې

مرګ رارسیدلی د کافي تر دې پيالو

د کورونو تر کلیو

د بالکون تر ګلدانونو

د ورځپاڼو تر دې پاڼو

او راغلی الفبا ته

اې بلقیس..اوس یوو بیرته ننوتي زمانې د جاهلي ته

وحشت ته

تخلف ته، بدرنګي ته، حقارت ته

زمانې د بربریت ته

چې لیکل هم یو سفر و

ټوټه دلته…..ټوټه هلته

هغه ځای ته چې پتنګ په خپل پټي کې وژل کیږي

تاسو زما میینه، زما بلقیس وه پيژندلې؟

دا د عشق د کتابونو ها نایابه مضمون

له مرمرو او وریښمو اوبدل شوې

بنفشې یې و په سترګو کې کور کړی

خوبولی او بې خوبه

بلقیس

زما په حافظه کې خوشبویي یې

ګور دې وریځو کې روان دی

ته یې قتل کړې بیروت کې، لکه نورې غزالې

بیا یې وواژه کلام..

بلقیس

دغه نه ده، مرثیه نه ده

خو عربو ته سلام

بلقیس…

په زړه اورې، په زړه اورې، په زړه اورې

او دا کوچینی کور..

د خپلې معطرې شهزادګۍ پوښته کاندې

اورو خبرونه.. ګونګ دې خبرونه

هغه راته نه وایي چې زړه غواړي

بلقیس!

د غم تیغ دې تر هډوکي رسیدلی

بچیان مې نه پوهیږي چې دا څه په ما تیریږي

په خپله نه پوهیږم.. نو دوی ته به څه وایم

څو شیبو کې به را ودروبوې ور؟

ها د ژمي کوټ به باسې؟

ته به خاندې، ګلورینه لکه ګل؟

بلقیس!

ستا دا شنه پیچک ګلان

لاهم ژاړي پر دیوال

او څيره دې پر ایینو او پردو ریږدي

ها سګریټ دې لګولی

غلی نه دی

دود یې نه غواړي چې لاړ شي

بلقیس

غم دې تل ته دی کوز شوی

خوب له سترګو تښتیدلی

څنګه تا، ورځې،  خوبونه رانه یووړل

فصلونه او ګلونه دې ګډ وډ کړل؟

زما میرمنې

زما میینې.. زما شعره.. زما د سترګو رڼايي

ته مې ښکلې مرغکۍ وې

څنګه لاړلې په تیښته؟..

بلقیس

وخت د عراقي خوشبویه چای دی..

پيالې به څوک را ویشي…تا ته وایم ظرافې؟

څوک به  فرات* زموږ تر کوره راوړي

څوک به ګلاب د رصافې* او د دجلې* راوړي

بلقیس..

غم مې زبیښي..

او بیروت چې یې وژلې… لا خبر نه دی له جرمه

بیروت پر تا میین و..

دی ناګاره دی پر مرګ د معشوقې ..

او مړه کړې یې سپوږمۍ ده..

بلقیس

اې بلقیس

اې بلقیس

ټولې وریځې پر تا ژاړي

ماته به څوک وڅڅوي اوښکه؟

بلقیس.. څنګه غلې لیږدیدلې

لاس دې لا زما په لاس کې کینښود؟

بلقیس..

څرنګه دې پرې ښودم بادونو ته

ریږدم لکه پاڼه؟

پرې دې ښودو درې سره ضایع شولو

لکه بڼې په باران کې

سوچ دې  کړی و دې ورځو ته؟

کله پوهیدې چې لا محتاجه یم ستا مینې ته؟

لکه « زینب»*

لکه « عمر»*

بلقیس

د اساطیرو زیرمې

اې هسکې عراقۍ نیزې

اې د نیو کروندې

تا خو ستوري

له دې هسکه رابلل

راته ووایه چې دغه خوشالۍ دې

له کومه وې راوړې؟

بلقیس

اې ملګرې

انډیوالې

نازکې لکه ګل د چارګلي

بیروت راپورې اور شو

سمندر راپورې اور شو

هر یو لوری راته اور شو

ته به کله تکرار نه شې

بله نه شته بلقیس نه شته

بلقیس..

ځوروي مې ستا واړه واړه یادونه

دقیقه ده که ثانیه ده په شلاقه مې وهي

هر سیخک.. یوه کیسه ده

هر یو ول دې د ویښتو غبرګې کیسې

ستا د طلایي ویښتو هاغه بیګودي

لکه تل

د مینې په باران ما غرقوي

ستا ښایسته عراقي غږ

د پردې له منځ راووځي

له چوکیو سر کړي پورته

له لوښو نه راپاڅي

له هندارو رابهر شې..

له ګوتو شې راهسکه..

له شعره سر کړې پورته..

له شمو

له جامونو

او له منځه د شراب ارغواني..

بلقیس.. اې بلقیس..

کاشکي پوهیدلې، درد دې حس کولی د مکان..

د دې کور هر ګوټ کې ته وزر وهې لکه مرغۍ

غوړیدلې لکه ګل د ( بیلسان)*

هلته دې سګریټ څکاوه..

هلته دې بهر کتل..

هلته دې ویښتو ته ږمنځ نیولې..

او هلته میلمنو ته وروتلې

لکه توره ( یماني)*

بلقیس

څه شوه خوشبویي د ( ګیریلان*)؟

لایټر دې چرته، هاغه شین رنګه؟

هاغه د ( کنټ*) سګریټ

چې بیلیده نه ستا له شونډو څخه

څه شو سندرغاړی( هاشمي*)؟

چې به دریځ ته راغی

دردونه خپله تیره زمانه په زړه کوي او اوښکي څڅوي

اه، دردونه هم له شوقه اوس کړیږي؟

بلقیس

سخته ده کډوال له خپلې وینې شم

زه د اورونو

او لوګیو منځ کې ګیر یم

بلقیس، زما شهزادګۍ

د عربي قبیلو غچ انتقام

د اور لمبه کړې

رحلت ته دې څه لیکم؟

کلام مې خپله رسوایي ده..

په قربانیو کې

لټون د یوه ستوري کوو چې غورځیدلی..

د یوه جسد

لکه هنداره

دانه دانه ټوکر ټوکر

ګرانې پوښتنه کوو:

دغه ستا ګور دی

که دغه ګور د عربیت دی

بلقیس

اې د بید ونې

زلفې دې ما باندې خورې دي

اې دنګې زرافې

بلقیس

دا د عربو برخلیک

چې وژل شوي د عرب په لاس یوو

غوښه مو خوري عربان..

نس مو څيري عربان..

ګور راسپړي عربان..

څنګه له دې بخته موږ تیښته وکړو؟

دا د عربو خنجر

غاړه د ښځې، نارینه نه ویني

بلقیس

که یې اور پر تا کړ بل

پروا نه کړي

ځکه جنازې له کربلا دې شروع شوې

او هلته ختمې شوې….

وروسته له ننه تاریخ نه ګورمه

زما ګوتې سوځیدلې..

زما جامې په وینو سرې دي..

دا دی موږ یو ځلې بیا

د حجر عصر ته تللي..

ورځ کې زر کاله په شا سفر کوو..

د بیروت سمندر..

ستا د سترګو له تګ وروسته دی وچ شوی..

او شعر وایي، غزل څه شو؟

ها غزل چې کلمات یې تکمیل نه دي

د ځواب هم هیڅوک نه شته

زما وجود دغسې زبیښې

لکه څوک چې د مالتې اوبه راباسي

اوس

د الفاظو په کمبود باندې پوهیږم

زه د ژبې په جمود باندې پوهیږم

زه هغه وم، پنځوونکی د لیکونو

نه پوهیږم چې اوس

څنګه لیکل وکړم!

ځکه چې عرب خنجر خښ شوی دی په ما کې

او خښ شوی عبارت کې..

بلقیس، ته یې تمدن، ته یې ټوله تمدن

او ښځه تمدن ده..

بلقیس، ته مې وې ستر زیری

زیری مې چا لوټ کړ؟

ته لیکنه تر لیک مخکې

ته ټاپو یې، مناره یې

بلقیس

زما سپوږمۍ یې غورځولې ده د کاڼو ترمنځ

اوس به هسکه شي پرده..

اوس به هسکه شي پرده..

په تحقیق کې به زه وایم..

نومونه، نښې، بندیان، شهیدان..

خواران بې وزلان پیژنم…

دا به وایم ستا قاتل راته معلوم دی

څیرې د جاسوسانو مې په یاد دي..

دا به وایم

عفت مو دی چټل

تقوا مو ګندګي

دا به وایم

هلې ځلې مو درواغ

سیاست او فحاشي مو سره ورته

په تحقیق کې به دا وایم:

قاتلان مې پيژندلي

او دا وایم:

زمانه مو عربي ده

ده ځانګړې چې به وژني یاسمین

وژني انبیا

وژني رسولان

ان شنې سترګې..

عرب خوري

ګوته او ګوتې

عرب خوري بنګړي، هندارې، ګردې لوبې

زما هیواد نه دغه ستوري لا ویریږي

په علت یې نه پوهیږم

دا مرغان هم دي په تیښته له وطنه

په سبب یې نه پوهیږم..

حتی ستوري…ان بیړۍ.. او دا وریځې..

کتابونه، کتابچې

د جمال دا ټول شیان..

دی ضد شوي د عرب..

لکه جسم چې شړي له ځانه نور

بلقیس

ای بې سارې مرغلرې

سوچ مې وکړ: د دې ښځو دا وژل د عرب خوی دی؟

که له خټې لنډغر یوو؟  بل څه نه یوو؟

بلقیس..

اې اسپې ښایسته

سر مې ټیټ دی د عربو له تاریخه

دلته خو اسونه خلک وژني

دلته خو اسونه خلک وژني

له هغې ورځې وروسته

چې یې ستا غاړه کړه پرې..

اې بلقیس

اې خوږه وطنه..

انسان خو نه پوهیږي

څرنګه، ژوند وکړي دې وطن کې

او څرنګه په دې خاوره ساه ورکړي..

لاهم وینه ورکومه..

لویه بییه پرې کومه

چې خوشاله شي دنیا…

دا غوښتنه د اسمان وه

چې تنها شمه تنها

لکه د ژمي پاڼې

زیږي شاعران له بده بخته؟

لاهم شعر د زړګي زخم چې رغیږي نه؟

که مې برخه رسیدلې د ژړا تاریخ؟

په تحقیق کې به دا وایم:

څنګه زما غرڅه د (بولهب) توري غوڅ کړی؟*

دا به وایم

څرنګه ټول غله

له خلیج تر اقیانوسه

چور کوي، رشوت اخلي، ورانی کوي

پر ښځو دوی تیری کوي

هغسې چې غواړي بولهب..

ټوله سپي مقرر شوي..

هم خوراک او هم یې څښاک دی په حساب د بولهب

بې له امر د بولهبه

وږی سر له خاورې نه پورته کوي

که یې مور د ورځ یو ځل

د بولهب تر کټ ورنه شي

دلته نه زیږي ماشوم

زندان نه بیرته کیږي

سر له تنه نه بیلیږي

ټوله واک د بولهب دی…

په تحقیق کې به دا وایم:

ملکه یې برمته کړه

د سترګو فیروزه یې

د کوژدنې ها چله یې

هاغه طلایي ویښته چې لکه رود و

څرنګه پاش پاش شول

په تحقیق کې به دا وایم:

غاړګۍ یې د قران څرنګه چور کړه

بیا یې اور ته واچوله

دا به وایم

څرنګه یې وینه کړه روانه

څرنګه یې خوله کړله ورټوله

بیا یې هلته

نه سورګل، نه د انګورو ورشکی کیښود

مړینه د بلقیس د ټول عرب ده تاریخي بریا؟

یوه بریا؟؟..

بلقیس، سرترپایه عشق مې..

درواغځن پيغمبران..

درواغځن دي، حیله ګر دي

پر اوږو مو د ملت راسپاره شوي

که یې چیرته

بس یوازې ایکي ستوری یا مالته

وه راوړې له غمجنه فلسطینه

یا صدف او یوه ډبره

د غزې له سواحله

یا د اسارت اوږدو کلو کې

دوی لیمو او یا زیتون وای

ازاد کړی

لکه د بې ننګي یې له تاریخه لرې کړی

پرته له کوم شکه به اغلې

بیا هم ما و کړی هرکلی ستا د قاتل

خو

اې بې سارې معبودې، سر تر پایه عشقه

دوی پرې ایښی فلسطین دی

د غرڅه په قتل وتي

څه وایي دا شعر، اې بلقیس

په دې زمان کې؟

څه وایي دا شعر؟

د ویرې، تعصب او ناداني په زمانه کې

او نړۍ د عربانو

شړیدلې تر فشار لاندې راغلې

دغه  ژبه یې پرې شوې

او موږ د جنایت په هاغه اوج کې

( العقد الفرید) څه دی؟*

څه دی ( الاغاني)؟*

زما له لاسه یې میینې ته تروړلې

شعر یې زما له خولې څخه ایستلی

وړي یې لیکل دي، اخیستي یې لوستل دي

ماشومواله یې شړلې او هم هیلې

بلقیس، اې بلقیس

هغه وینه یې چې څاڅي له وایلونه

ستا قاتل ته ما ښوولی د عشق راز دی

دوی د درس د یوې دورې تر انجام مخکې

زما  اسپه راوژلې

بلقس

بخښنه راته وکړه

ښایي ستا ژوندن به

فدیه زما د ژوند وي

ښه پوهیږم

ستا د قاتلانو هدف

زما الفاظ و

زما ښایستې

اوس د خدای پاک په پناه کې ته هوسا شه

تر تا وروسته

شعر پوچ شوی

ښځیتوب له مینځه تللی

او سبا به

 نسلونه د بچیانو

ستا د اوږدو ویښتو پوښتنه کوي

او عاشقان به  ستا په اړه لولي

اې اصیلې معلمې..

او عرب به یوه ورځ پوه شي

چې رسوله یې وژلې

چې رسوله یې وژلې

و..ژ..ل..ې…ا…ې

ر..س..و..ل..ه

*بلقیس بنت ذي شرح د سبا ملکه وه. دا د خپل پلار تر مړینې وروسته ملکه شوه. بلقس د خپلې واکمنۍ پرمهال ټول یمن ونیو. د قران شریف په نمل سوره کې راغلې دي چې بلقیس سلیمان ع ته ورغله او بیا یې ایمان راووړ وروسته د دې تر واک لاندې خلکو پر یوه خدای ایمان راووړ. ځیني روایتونه وایي چې بلقیس له حضرت سلیمان سره واده وکړ.

*بابل: د عراق ښار دی چې د حمورابي د پاچاهي په وخت د بابلیانو پلازمینه وه. حمورابي تر میلاد مخکې له (۱۷۹۲-۱۷۵۰) پورې پاچا و.

*نینوا: د دجلې سیند غاړې ته د اشوریانو پلازمینه وه. د نینوا ښار ۶۱۲ کال مخکې تر میلاد د ماد او بابل قبایلو وران کړ. نینوا تر میلادي ۱۲۴۸کلونه مخکې د اشوریانو پلازمینه وه.

*سموال بن غریض بن عادیاء بن رفاعة بن الحارث الازدي د جاهلي زمانې یهودی شاعر دی چې په بیان او بلاغت مشهور و. ۵۶۰م کال کې مړ شوی دی. سموال په وفا او امانتدارۍ کې مشهور و. له ده دا وینا خوله په خوله ګرځي، که څوک ژمنه وکړي نه به ترې اوړي. په پخوانیو عربانو کې به سموال د وفاداری مثال و.

*مهلهل: عدي بن ربیعة بن الحارث التغلبي ( ۵۳۱ م مړ). د جاهلي زمانې یو اتل شاعر و. په جګړو کې ډير توریالی و» دی په فصاحت او غیرت مشهور و.

*د سبا مملکت په یمن کې و. د تاریخي روایتونو له مخې دا پاچاهي تر میلاد مخکې د اتمې پيړۍ په وروستیو او د نهمې په لومړیو کې پيل شوې ده.

*سومر: د عراق د بین النهرین په جنوب کې سومر لومړی ښاري تمدن و او دې تمدن ته د نړۍ د لومړي تمدن خطاب کیږي.

*مجدله: په فلسطین کې یو ځای دی چې مریم جدلیه د عیسی ع له مهمو لارویانو څخه د دې ځای وه.  د میلاد په ۶۷ کال کې رومیانو پر مجدله برید وکړ او  د دې ښار ټول استوګن یې ووژل.

*اعظمیه په بغداد کې هغه سیمه ده چې بلقیس الرواي پکې اوسیده.

*بیروت د لبنان پلازمینه، هغه ځای چې بلقیس الراوي پکې په چاودنه کې ووژل شوه.

*فرات په عراق کې سیند

*دجله د عراق سیند

*رصافه: د دجلې غاړې ته په بغداد کې یوه مېنه ده

*زینب: د نزار قباني لور

*عمر: د نزار قباني زوی

*بیلسان: د ګلاب په څير یو ډول ګل دی چې په سوریه کې یوځای غوړیږي او عطر ترې جوړوي

* یماني: په تاریخ کې د یمن توره مشهوره ده او د میلمنو د ښه راغلاست لپاره به یې پورته پورته غورځوله.

 *ګیریلان: یو ډول عطر دي

*کنټ: یو ډول امریکایي سګریټ دي

*الهاشمي: عرب سندرغاړی

*ابولهب: عبد اعزي بن عبد المطلب چې کنیه یې ابولهب وه دی د اسلام د پغیمر تره و. ۶۲۴ م مړ. دی لومړی کس و چې په ښکاره یې له رسول الله سره دښمني اعلان کړه. ابولهب په دې بسنه ونه کړه، ده په بیلابیلو ډولونو مسلمانان وځورول. د قران کریم دا ایت د ده په برخه کې نازل شوی دی چې خدای پاک فرمایي: « تبت یدا ابي لهب وتب».

* العقد الفرید: د عربي ژبي خورا مهم پځوانی کتاب دی. دا کتاب ابن عبدربه الاندلسي ۳۲۸ ه مړ تالیف کړی دی. په دې کتاب کې د عربانو شعرونه، نثري ټوټې، د دوی متلونه، پيښې، کیسې او داسې نور شیان راغونډ شوې دي. هر فصل یې د یوې ګرانبیه ډبرې په نوم نومولی، لکه یاقوت، مرغلره….

*الاغاني: د ابولفرج الاصفهاني تالیف دی. په دې کتاب کې د جاهلي، اموي او د عباسي زماني د لومړۍ برخې شعرونه، کیسې، اساطیر او د عربي موسیقي په اړه لیکنې دي. دا کتاب په څو ویشت جلدونو کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب