جمعه, جنوري 28, 2022
Home+زما (دما، یما) پوښتنه | ډاکتر ماخان میږی شینواری

زما (دما، یما) پوښتنه | ډاکتر ماخان میږی شینواری

دا پوښتنه مې د ملګرو څخه کړې وه.

لرو: یما، یموږ، یتا، یتاسو، زما، زموږ، ستا، ستاسو، دما، د موږ، د تا، دتاسو.

د ژبلار له لارې کوم سم دي او ولې؟

 په هکله یا ځواب کې د ګرانو ملګرو اندونو داسې لنډیز:

یو: ځنې په دې اند دي،چې ګوندې لیکنې ستونځمنوم او داسې دي د …. دي

یو: ځنو ته د داسې پوښتنو او لیکنو منځ ته رااچول نا اړین او ناسم برېښېده، ځکه چې دا لهجې یا ځای اړونده ویېنډولونه دي او درېواړه سم دي.

دوه: نورو هم دا ویل، چې دا لهجې دي او په ټولو ژبو کې شته.

درې: داسې اند هم شته وو، چې په دې پرېکړه شوې، چې زما، ستا، زموږ، ستاسو غوره شوي او بس.

یوه یادونه: زه له خپله ځان څخه څه نه جوړوم او نه لیکم، چې نورو ژبو یا لږترلږه الماني کې یې انډول نه وي. پیداېښتي ژبې پوره دي او په ژبلار سنبال. پیداېښتي ځانګړنې یې هم ځانګړې لارې لري.

دما د م ک ملګرو! دما هغې پوښتنې ته او د تاسو اندونو ته په درناوي داسې لیکم:

په ډېره خواشینۍ باید دا هم ووایم، چې زه یو لور او تاسو ټول بل لور یاستۍ او دا هم د ما د ملامتۍ لامل باید وي، خو زه چې هر څه راوړم، پوهنیز لامل به ورسره وي، دا سرسختي نه ده او که وي وبه ګورو، چې زما لیکنه بیا څنګه ناسمه په پوهنیزو ویناو یا لیکنو اباده ښولکیږي.

یادونه: زه پوهېږم، چې کوم منل شوی دۍ، خو په هغه پوهنیز او منلو لامل یې نه پوهېږم، چې کوم دۍ او ولې؟ 

ایا په دې ګوته پورته کیږي او که پوهنیز دلایل راوړل کیږي؟

 که چا داراته ولیکل چې زما اند ناسم دۍ او که نه نو څنګه؟ 

د پوهنې وزارت نصاب غونډه کې بله د منلشوي وي بېلګه، چې د عربي مایع لپاره یې انډول پیدا کاوه: زه په دې غونډه کې پخپله ناست وم او په دې پرېکړه کیده، چې د عربي مایع انډول پښتو باید ،،اوبلن،، ولیکو، چې دا ډېر ناسم دۍ او دا یواځې او یواځې د واورو- چې اوبه شوې نه وي- خوي دۍ او نه د نورو مایعاتو. که ما هرڅومره هڅې وکړې او دلایل مې راوړه، نه منل کېده، چې ګوندې زما یې له ژبې سره څه.

له دې داسې برېښي، چې ګوندې ژبه دمصلحت خبره ده او دا سمه خبره نه ده. ژبه له پیداېښته شته او پیداېښت مصلحت نه مني. په دې هکله مې لیکنه شته. 

دموږ ژبې ته ډېر څه ناسم راننوتلي، چې یواځې دما ورته فکر شوی او په هکله مې یو کتاب لیکلی، چې د کتابتون.کوم درنې خپرونې کې خور دۍ.

دژبې په هکله هلته زما د پښتو په هکله دا لاندې دوه کتابونه د کتلو دي او که څه په دلایلو ناسم وو، نو ماته چې هره جريمه ټاکۍ منم یې، چې وړاندیز مې دۍ د ناسمون په حالت کې ډاکتري راڅخه واخلی، د ناسمو کړنو له امله او که نه، نو بیايې راسره ومنۍ او د ستونځو ګاللو لپاره راته د پښتو ډاکتري راکړۍ. د ما دا ټول کار لږ ترلږه د پنځلسو کالو کار دۍ. 

په هکله یې کتابونه:  

لومړی: د پښتو ژبلار (ګرامر)

دویم: په پښتو کې ناسم ورځني شوي ویونه.

تاسوچې همدا شمېروني ته ورکړۍ، داکتابونه درته درکوي او یایې کتابتون.کوم کې کتلی شۍ.

 اوس دا لاندې:

۱ – زه به هيڅکله هم داسې څه ونه لیکم، چې یوه پوهنیزه موخه مې په کې نه وي او زما په اند یو سم ځواب ورته ونه لرو، ستاسو وخت بېځایه نه نیسم.

داسې نه وایم، چې ۹۵٪ کې، ځکه چې پوهنیزو خبرو کې یواځې سم او ناسم شته. 

هغه بله غوره خبره چې په یاد یې راړم داده، چې ماهيڅکله داسې وی نه دۍ کارولی، چې ما جوړ کړی وي او موږ ورسره بلد نه یو، خو زما د لیکنو سره دا نابلدتیا شته، چې دباندني ویونه په کې یانه شته او یا ډېر کم دي، خو ناپوهوړ څه مې نه دي لیکلي.

۲ –  ایا دا لهجه یا بلډول ویېنه ده؟ 

نه! دا لهجه نه ده، چې په ۳ –م  کې ګوته ورته نیولشوې.

لهجه یا بلډول ویل نو څنګه وي؟

لهجه د یوه وي ځای اړوند بېلابېلو ویلو ته وایې، لکه: یما، یمو، یتا، یتو، یموږ، یمیږ. دلته دا ،، ږ ،، هم په درې ډوله ویل کیږي، چې دا هم بیا درې لهجې یا بېلابېلې ویېنې دي او یا دا: موږ کور ته ځو. یو ډول  ویېنه او بله ډول ویېنه یا لهجه ېې: میږ کېر ته څي ( که دا مې سمه نه وي لیکلي، راته سمه یې کړۍ او ماته به بخښنه کوۍ).

۳ –  دا ما چې یې په هکله پوښتلي، دا د یوه څه لپاره درې بېلابېل ژبتوکي دي او دا  د ملکیت یا خاوندوالي لپاره  نومځاینیوي دي. 

د خاوندوالي لپاره په الماني کې د لومړي کس لپاره mein د خاوندوالي پرونوم یانومځاینیوی دۍ او انګرېزي کې یې my دۍ. 

د دې لپاره موږ په پښتو کې درې بېلابېل انډول کاروو، چې زما له انده یو یې باید سم وي، که څه هم پیداېښت ناسم څه موږ ته نه راکوي، خو دا د وخت په تېرېدو سره بدلېدلی شي یا بدلیږي.

موږ وایو: لومړی کس: یما، زما، دما،

دویم کس: یتا، ستا، دتا

دریم کس: د هغه (د هغې)

دا درې ډوله ڼومځای نیوي دلومړي او دویم کس لپاره دي او د دریم کس لپاره ځانله،، د هغه (د هغې)،، دۍ. زموږ د پښتو د پوهنتون استادانو هم په دې هکله لیکنې کړي، چې ما یې لیکنو ته په خپل ګرامر او بل کتاب کې د سمون په هکله لیکنې خورې کړي. 

په پورته کې د دریم کس لپاره ،، د هغه (د هغې)،، کې ،، د،، د ،، هغه(هغې)،، سره د یوه وی په څېر نه او بېل لیکلکېدی شي یا کیږي، نو دلته به ووایو، چې دا ،، د ،، د خاوندوالي مورفیم دۍ او هغه پرونوم سره مل راځي.

د ،، د ،، ټولیز کېدنه: که داسې ترې پوه شو، خو په دې لومړي او دویم کې به هم دا ،، د ،، د خاوندوالي مورفېم وي او له دې امله به دا ،، د ،، له ،، ما او تا،، سره  دما، دتا د ژبلار له لارې سم وي. 

نو: له دې دریو څخه د ژبلار له لارې دما، دموږ، دتا د تاسو، د هغه (هغې)، هغوی سم دي او بس.

یادونه یا زماټینګار: تر هغې، چې تاسو ګرانو لوستونکو دانه وي رد کړی یا د دې بل سموالی راته  په دلایلو نه وي راښولی، نو دا به سم وي.

ماته به بخښنه کوۍ، که ستړي کوم مو.

4 COMMENTS

  1. سلامونه
    د ګران او ښاغلی او مَیَن او خوارکی کښ ” میږی صاحب ” توپیر له میږی سره دا دی چی
    میږی د خپل ځان او خپلی ګېډی د تأمین پخاطر زحمت ګالی او وچ مړ مَلَخ ئې تر اُربوز نیولی او خپلی هستوګنځۍ ته ئې وړی
    خو
    ” ګران میږی صاحب ” خپلو ګرانو وطنوالو ته د ژبنی خدمت په انګېزه خپلی ګوتی او قلم د خوَلو له لاسه لانده خیشته کړی دی ، خواری او خوَلې او زحمت او لېونۍ مینه ئې د ستائنی وړ ده
    خو
    کوم دئ هغه نر چی ” میږی صاحب ” ته ور ږغ کی:
    ورور جانه! موږ په ژبنی هستوګنځۍ کی غزېدلی پښتانه اوسمهال ډېره اشتها نلرو او نه هم د لوږی احساس کوو ، د وړمی ورځی او پرون ورځی او نن ورځی جوړه سوې پالوده مو دا ګړی بس ده ( هسی د ګېډی ډکېده مو موخه ده پدې ناډاډمنو حالاتو کی ).
    ښاغلی میږی صاحب د المانی ژبی د اسمونو د ارټیکل په انډول غواړی دا نسخه د پښتو سترخوان ته هم ډالۍ کړی، حال دا چی د المانی ژبی نسب او ژِن له پښتو سره ډېر توپیر لری
    په المانی ژبه کی اسمونه د ارټیکل تابع دی یعنی دا د die او der او das دیکتاتورانه حاکمیت دی چی زه باید ووایم meine یا mein
    امّا
    په پښتو ژبه کی هیڅ بندیز او محدودیت او الزام او قاعده شتون نلری او په خپلواکه توګه ویلای سم مثلاً
    زما سدرۍ
    زما لستوڼئ
    زما کَرَک
    زما شلومبې
    زما بوټونه
    بله خبره دا ده:
    د ډول ډول لهجو شتون یو طبیعی څیز دی
    خو
    لیک او لیک دود د یو لړ قواعدو تابع دی چی یو لدې قواعدو څخه د ” یووالی یا یو رنګی ” مسئله ده
    بناً
    که
    احمد ولیکی مثلاً: دِما یا دَما قلم
    محمود ولیکی زما قلم
    حامد ولیکی ایما قلم
    نو
    دا به یو ډول ښورښ او انارشی را منځته کړی.
    بل عرض می دا دی:
    دا به ومنل سی چی د بشری ټولنی په لمنه کی ځینی ژور بدلونونه د یو کس پلاس په یوازی سر را منځته سوی دی خو هغه بدلونونه په نورو ډګرونو کی را منځته سوی دی نه د ژبی په لمنه کی.
    د ژبی په لمنه کی انقلابونه او بدلونونه کوم مشخص او ځانګړی لارښود او رهبر نه لری بلکه دا یوه دسته جمعی او د ګډ کار پروسه او پروژه ده.
    سره لدې
    د بخیل او حسود کس دی کور وران سی
    که ښاغلی میږی صاحب د خپل نه ستړی کیدونکی تلاښ په ښو پایلو ډاډمن وی نو ور ته همیشه د بریالیتوب هیله لرو.
    وګورو چی مثلاً ۴۹ یا ۵۰ کلونه وروسته به ” دِمونګه ” پښتو کومه بڼه ولری؟
    په هره توګه
    که مو ” پښتو ” د سمون په غېږه کی خاندی یا نه خاندی او وخاندی یا نه وخاندی
    خو
    کلکه هیله لرو چی ” پښتونولی ” مو د سمون د غیږی سره پُخلا سی.

  2. ګرانه غلام حضرته ډېره مننه چې لیکنې مې ګورې، د ګوتڅنډنې سره او په دې خوښېږم.
    دما لیکنې راڅخه ډېرې غزیږي، زه خو کم وخت لرم، خو وخت لرم، ځکه بل کار مې نه شته پرته له لیکنو او په دې لیکنو ځان هم روغ ساتم.
    ستاسو د مینې ډکې لیکنې څخه په ډېره مینه مننه.
    ستا لیکنوته یو څو یادونې:
    لومړی: پورته مې ولیکل، چې لیکنې د خپلې روغتیا لپاره کوم او د بل چا لپاره یې نه کوم، خو که د چا په کار راتلې او ګټه یې ترې اخستلی شوه، ورته خوښېږم او که د چا په زیان وې، نو ډېر به خوابدی شم او بخښنه به وغواړم، خو چې دا بدې یې راته څوک په ګوته کړي.
    زه د خپلې ژبې لپاره د الماني ژبلار څخه ګټه اخلم، موږ خو یې داسې لیکو، چې کله ناکله یې زه هم په هکله دې لیکنو ته اړ کېږم.
    تاسو چې کومې اندېښنې لرۍ، دلته خبرې نه په کوم، هغه دماپه ګومان دما په لیکنه کې ټولې ځواب دي. تاسو لیکۍ:
    ۱ – ،، د ژبی په لمنه کی انقلابونه…. ،،
    زه ګوره نور انقلابي نه یم، هغه څه چې په ژبه کې دپیداېښتې لارو سم، زموږ ژبې ته څوک ناسم راننباسي، د هغې په هکله لیکنې کوم او دلایل مې تل راوړي، چې هر څوک یې ردکولی شي. داکار نه کیږي، چې ګوندې زه به لیونی یم یا زورور. زورور خو نه یم او په دې بل یې نه پوهيږم.
    تاسو لیکۍ:
    ۲ – ،، کوم دئ هغه نر چی ” میږی صاحب ” ته ور ږغ کی: ،،.
    دا کار خو هرڅوک کولی شي، ته خو لا د هر بل څخه ښه، چې ما ته دما ناسمونونه په ګوته کړي، په پوهنیزه دلایلو ودان، نوبیا خو دومره بد هم نه یم، چې دوام به ورکړم.
    تاسو لیکۍ:
    ۳ – ،، په پښتو ژبه کی هیڅ بندیز او محدودیت او الزام او قاعده شتون نلری او په خپلواکه توګه ویلای سم مثلاً ،،.
    ټولې ژبې پیداېښتي دي او پیداېښت د پیداېښت د لارې سره سم ژبلارې هم پیداکي، چې دا هم د انارشي مخه نیسي، د په دې ترېپوهېدنه چې څوک هر څه هرڅنګه باید ونه لیکي.
    تاسو لیکۍ:
    ۴ – ،، که ښاغلی میږی صاحب د خپل نه ستړی کیدونکی تلاښ په ښو پایلو ډاډمن وی نو ور ته همیشه د بریالیتوب هیله لرو ،،.
    که څوک ډاډمن نه وي، نوبیا دې ما ډاډمن کړي،
    ۵ – د ګډ کار پروژه: داخو ښه خبره ده، خو که د ګډکار کېدا شوني نه وي، نو بیاورته لاس د ځنې لاندې هم نه شو کښېناستلی.
    هیله ده، چې ستړی دې نه کوم. زه خو ورتهخوښېږم، چې په پیدا خبرو سره خبرې وکړو.
    ستا ماخان
    یوه اخرنۍ خبره دې دا وي، چې له پښتونولۍ خو راتښتېدلی یم. د دومره تکړه فکر مه راته کوه.

  3. محترم میږی صاحب! زه اخر هم پوه نه شوم چې (وی) او ( ویونه) څه معنی لري؟ که وی لغت ته وایې نو د کومې سیمې پښتانه ورته وی وایي؟ او که دا مصنوعي لغت وي نو دا صنعت ښه صنعت نه دی!

  4. محترم ببرک صیب ډېره مننه، چې دا ادیبانو او ژبپوهانو خبرې مو ماته راواچولې او زه ورته خوښېږم.
    زما دا لاندې یادونې:
    زه نه غواړم، چې په لیکنو کې څوک راڅخه زړه بدی شي، خو که څه داسې نا انډوله خبرې په کې راتللې ډېره بخښنه دې وي.
    لومړی: زه هیڅ وخت ویونه( لغات؟) نه جوړوم. ما دا ،، وی،، هم د پښتو لیکنو څخه رانیولي، چې دا سې ترې پوهېږم، ګوندې د ویل یا وینا څخه به دا وی رانیول شوی وي. لږ تر لږه دومره پرې پوهېږم، نو له دې امله یې زه هم لیکم.
    چا چې ویونه جوړ کړي یا تخریب کړي، ټول ناسم دي، چې په هکله یې ما کتاب،، پهپښتو کې ناسم ږرځني شوي ویوه،، هم لیکلی. بېلګه یې اوبل دۍ، چې بهېدونکي په ځای یې کاروي او همداسې سلم ته ناسم سلن وایې یا تر ډېره برېده، چې هېڅ ترېپوهېدنه نه لري او همداسې نور.
    دویم: رښتیا به درته ووایم، چې زه په لغات دومره يوهېږم، چې،، سپین، ختل، ونه، خوږ دا موږ لغاتونو ته وایو، خو چې ترې پوهېدنه یې څه ده، هیڅ نه پرې پوهېېږم.
    دا به په الماني د ویونو کتاب کې وګورم. په عربي نه پوهېږم، له دې امله په لغات هم نه پوهېږم، چې څه ترېپوهېدنه به لري.
    دا باید ووایم، چې موږ ډېر عربي ویونه ناسم کاروو دا ځکه چې نه پرېپوهېږو. بېلګه یې واحد دۍ، چې پښتو انډول یې یو دۍ، خو چې موږ باید ترې پوهېږو، هغه په پښتو انډول یې یووالی دۍ.
    پوښتنه دلته چې نو: له پورته دوه … څخه نو کوم وټاکم، چې داسې لږ پرېپوهېږم او که دا چې نه پرېپوهېږم.
    دریم: په ژبه کې ښه یا بد صنعت یا جوړښت نه شته یو څه – وی یا لغات – سم دۍ او یا ناسم.
    څلورم: زه پوهېږم، چې د الماني die Wort څه ته وایي او د دې به داسې لنډ پيژند په ګډه سره پیداکړو.
    د وی، لغات یا das Wort پېژند: یو وی یو خپلواک ژبنی یووالی دۍ. په پیداېښتي ژبه کې – د یوه غږ یا یوې سیلبې(سیلاب) په مخامخ- یوه خپلواکه ترېپوهېدنه ( دلته به هم ورته په فکر کې شي، چې دا نو څه؟) لري. وی زیات وخت له فونیم، مورفېم، سینتګما همداسې له یوې غونډالې رابند دۍ، دا پهدې ترېپوهېدنه، چې د دوي سره پولې لري، سره له دې وی یوه یووالیزه ترېپوهېدنه نه لري.
    د الماني das Wort لپاره په عربي ډېرې ترېپوهېدنې شته، خو یوه یې د ،،لغة،، په پرې پوهېدنه نه لري.
    یادونه: که ،،لغة،، په الملني وژباړل شي، نو د پښتو اڼدول یې له الماني ،،ژبې،، په ترېپوهېدنه دۍ.
    که ژوند وو، نو یوه خپلواکه لیکنه به په وکړم.
    یوه یادونه: زه ګوره ژبپوه نه یم، خو ګومان مې دي په ژبه پوه یم. دا څه چې زه لیکم، هغه دالماني ژبې کتابونو کې ګورم. په پوهنه کې ابتکار نه کوم.
    ډېره مننه، چې هڅاند ساتلو کې راسره مرسته کوۍ.
    وخت مې کم دۍ، خو وخت لرم. زاړه ممداسې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب