دوشنبه, جولای 26, 2021
Home+د خدای کور| عبدالوکیل سوله مل

د خدای کور| عبدالوکیل سوله مل

حجره ښه لویه او په ښکلوقالینو فرش ده. له یوه سره تربله قطار توشکې هوارې دي. په هردیوال یوه،یوه رنګه مصله راځوړنده ده. د حجرې په منځ کې کوچنۍ لرګینه المارۍ ولاړه ده. له قران سره یو ځای په کې ګڼې سیپارې او څوجوړه تسپې هم ښکاري. د المارۍ په لاندینۍ خانه کې د چیلمچي څنګ ته د نصواروتوفدانۍ هم ایښې ده.

دخونې منځ کې یوه سپین ږیري لوی بالښت ته تکیه وهلې ده. مخې ته ېې د چایوډک چاینک، څوپیالې او له وچو میو ډک قاب ایښې دي. د قران په قرات بوخت دی. ناببره د کور دروازه ووهل شي. سپین ږیري قران وتړي. ښکل ېې کړي، د المارۍ په پورتنۍ پوړکې ېې پخپل ځای کیږدي .دروازه پرانیزي، په ونه لوړسړي چې په لوی پټوکې ېې ځان تاوکړي دی، راننوځي، ده ته غیږ ورکړي او سده لوېې حجرې ته دواړه راننوځي. میلمه کښیني، بالښت ته ډډه ولګوي، کوربه سمدواره له چاینکې شین چای پیالې کې واچوي، د میلمه مخې ته ېې کیږدي، میلمه پیالې ته وګوري، خوزرمخ بیرته واړوي، لکه له چایی ېې چې خوا ګرځي، سر ټيټ ونیسي، د کوربه ورپام شي، د چایو پیالې ته لاس ونیسي:

ـ چا ی دی وڅکه، چې یخ نه شي.

میلمه پیاله راواخلي، لاس ېې ورپږدي، پیاله بیرته پخپل ځای کیږدي، کوربه ته رڼې سترګې ونیسي، په ورو ووایی:

ـ خیریوسې، زړه مې داسې موړ دی چې هرشی راباندې لکه زهرتریخ لګیږي.

کوربه ټکان وخوري، اوګې ېې اوخوري ، خوله خبرې ته جوړه کړي چې کوچنی پینځه کلن لمسی ېې راننوځی، کوربه ورغږ کړي:

ـ کاکا ته سلام واچاوه!

کوچنی پښه نیولی اوترورشي. میلمه ته مخ ورواړوي، لاس وراوږدکړي:

ـ سلام کاکا

میلمه ته وا ساه ېې ختلې ده، مړه وروګوري ، په سرېې لاس کیږدي، خو نورهیڅ ونه وایی. کوچنی دنیکه له خواسره پلتۍ ووهي . میلمه کوربه ته مړې سترګې ونیسي، خوله خبرې ته جوړه کړي، خولکه زړه ېې چې خولې ته راشي ، اویا ېې ټټرپه دردشي، بیرته سرټيټ ونیسي. کوربه چې لوې تسبې ېې لاس کې نیولې او ټکها ېې خیزي ، ورغږکړي:

ـ جانمحمد خانه! خیریت خو به وی، ولې دومره پریشانه او خواشینی ښکارې؟

جانمحمد سرراپورته کړي، بیا هم څه ونه وایی لکه په خوله ېې چې دسکوت مهرلګیدلی وي .

دسپین ږیری پام په دم ګړۍ کې دده وچو، سپیروشونډو اوپړسیدلو سترغلیو ته ورواوړي، اندیښنه ېې نوره هم زیاته شي ،بیا ورغږکړي؟

ـ ولې څه شوي ، خیریت خو به وي، څنګه دې اروا تښتیدلې ده؟

   دده خوله خبرو ته نه جوړیده په خواشینې بڼه ېې د ورپیښ مصیبت غوټه داسې پرانیستله:

ـ لکه چې له خوره دې خلاص او کونډ شم.

عمر جان ددې خبر په اورید ټکان وخوړ، سرېې رامخکې کړ.

ـ ولې خدای دې نه کړي؟

ده اوږده سا ه وویسته، سترګې ېې له اوښکوډکې شوې، په خواره خوله ېې وویل:

ـ د زړه رګونه ېې بند دي. په شمار څلور

څلورګوتې ېې پورته ونیوې ،په شمار څلورعدد یی څو ځلې تکرار کړ،لکه نورېې چې خبروته خوله نه جوړیده. سرېې بې واکه ځوړندشو، فکرکې لاړ، کوربه هم غلی شو، خونه چوپتیا ونیوه. عمرجان سرراپورته کړچې ځان په پوره کیسې خبرکړي خو د میلمه سپیروشونډو،اومړاوې څیرې دپوښتنې زړه نه ورکاوه، میلمه سرراپورته کړ، کوربه ته ېې له اوښکو ډکې سترګې ونیوې، په ژړه غونې اندازېې وویل:

ـ عمر جانه موږ خو له تا سواو خدایه پرته بل څوک نه لرو .که داد ته مې ونه رسیږی ته دی له خور او زه له ښځې خلاصیږم.

خبرې ودرولې ،لاړې ېې تیرې کړې ،کوربه ته ېې رڼې سترګې ونیوې چې غبرګون ېې واوري، کوربه لکه وچې شرمیږي او یا نا ځوابه وي، سترګې ېې پټې او سرېې ځوړند ونیو، په فکرکې لاړ، بیا په حجره کې کراره کراري شوه، میلمه چې ځواب ته سترګې په لارو، کوربه فکرکولوته پرینښود،

ـ ویریږه مه څنګه چې ددې اپریشن وشو په راسبا وطن ته ځم او پټی درته ګروم .او …

لا ېې خبره بشپړه شوې نه وه چې عمر جان یی په خبرو کې ورننوت، سرېې وخوزازاوه:

ـ پو هیږم جانمحمد خانه چې هم مې دتنکۍ ځوانۍ یار یی او هم مې اوښی ېې… په خپل وخت کې دې په ډیرو تنګسو کې لاس راکړی ــ خو ته خبر یی چې ما حج ته داخله کړې ده.

جا نمحمد چې دا واوریدل په زړه ېې د نهیلۍ یخې اوبه توی شوې ،سر ېې ښکته واچاوه ، نور ېې هیڅ ونه ویل . عمر جان د انکار پخلی نور هم پو ښ کړ:

ـ  په خدای چې څو ورځې وړاندې مې خپل سږنی ورور بینوا ولیږه . د هغه خوار هم پښتورګی خراب دی. .

جانمحمد لکه په ډوب څاه کې چې ولیدلي وي ، خوهیڅوک ېې غږنه اوري ،نورهم نهیلی شي . شونډه په غاښونوکې ونیسي . سرېې بې واکه ځوړندشي ، شیبه غلي وي . کوربه هم لکه پړچې وي او یا دانکارپه بل دلیل او توجیه فکرکوي ، خوله وګنډي . هیڅ نه وایی ، میلمه بیا سر راپورته کړي . کوربه ته رڼې سترګې ونیسي ، شونډې ېې وښوري، لاړې تیرې کړي، په خواره خوله بیا ووايي:

ـ نه کیږي چې له بل چا ېې راواخلئ ؟  په ما ددومره پیسو اعتبارڅوک نه کوي ،کنه نه مې درته ویل.

کوربه لکه له خوبه چې راکښیني ، ټکان وخوري :

ـ څه شی ؟ له بل چا ؟ دا څه وایی ؟ خلک به څه وایی چې دوس اوس د پورپه پیسو حج ته ځي .

میلمه غلی بیواکه له ځانه سره وویل :

ـ او که خلک د خور د مرګ پیغوردرکړي چې له غریبۍ ېې علاج ونشو ؟

کوربه لکه دتورې ګوزارچې پرې وشي ،

ـ څه شي ؟

میلمه په کړې خبره پښیمانه شو:

ـ هسې ما ویل چې پورخو ځانته نه اخلئ خو ما ته ېې …

ده زرپه خبره کې ورودانګل :

ـ سمه ده چې تا ته خو که راته ووایی چې ولې ېې پخپله نه ورکوې ،نوبیا ؟

ده ورلنډه کړه :

ـ داسې چې دی ما ته وویل خو ده ته به هم ووایی چې حج ته ځئ .

ده جدی څیره ونیوه :

ـ تا ته بې دینه نه دی معلوم که راته ووایی چې سږ مه ځه حج ته نو بیا ؟

جانمحمد چې  نورپوه شو هیڅ ډول عذر ، زاري او دلیل ېې ځای نه نیسي ژر له ځا یه را ولاړشو . څادر ېې په اوږو راواچاوه  اوغلی شان له کوره ووت.  عمرجان اندیښنوکې ډوب شو.لکه سودايي په خونه کې لاړ اوراغی ، له ځانه سره ګډشو:

ـ ددې وطن غریبان ولاکه په عمرماړه شي ، دا افغا نستان دی نه انګلستا ن .

دخونې منځ کې المارۍ ته ودرید. له المارۍ ېې بیرته قران شریف راواخیست ، ښکل ېې کړ. کښیناست ، مخکې له دې چې قران وغوړوي او په تلاوت پیل وکړي . له ځانه سره ېې وویل:

ـ څنګه ځان د خلکو خولې ته واچوم ، ټوله دنیا خبره ده چې سږ حج ته روان یم!؟

مخامخ دقبلې لورته راغوړیدلې مصلې ته ېې سترګې ونیوې ، لاسونه ېې لپه ونیول :

ـ خدایه معافی راته وکړه ، ته بخښونکی او مهربان ېې ، څوک پوهیږي چې دبل کال پورې به ژوندی یم که مړ؟

د عمر جا ن کوچني لمسي چې د میلمه او نیکه مرکه یی په غور څا رلې وه ، نا ببره نیکه ته مخ ورواړاوه ،په حیرانونکو پو ښتنو ګډ شو:

ـ با با چیرته ځئ ؟

عمر جا ن چې د خوښۍ احسا س ېې په وجود خپور وو ،په نرۍ موسکا ځواب ورکړ:

ـ حج ته که خدای ته منظوره وه.

لمسی د حج د کلمې په آوریدو په ګڼو خیالونوکې ډوب شو، بې واکه ېې له خولې  راووتل:

حج!!

نیکه سروخوځاوه:

ـ هو حج

په کوچنی ذهن کې ېې رنګارنګ تصویرونه راوټوکیدل : لویه شاهي ما ڼۍ ،برجوره کلا، کلی، ښار…. نیکه ته ېې په ځیروکتل ،بیا ېې وپو ښت:

ـ حج څه شی دئ با با؟

عمر جان ېې په سر د مهربانۍ او ناز لاس راتیر کړ:

ـ حج د خدای کور ته وایی زویه.

لمسی یی نور هم په ژور فکر کې لاړ:

ـ د خدای کور ـ  ته د خدای کور ته ځې؟

عمر جا ن د تا ید په بڼه سر وښوراوه:

ـ هو بچو که خدای ته منظوره وه .

کوچنی د خدای له کلمې سره بلد وخو هیڅکله ېې د خالق داوسیدو او کور فکرپه سرکې نه وګرځیدلی .  ګڼې پوښتنې په واړه ذهن کې راوټوکیدې:

ـ با با خدای چیرې دئ؟

نیکه په ځیروروکتل، لکه دینیات ښونکې په بیړه ېې ځواب کړ:

ـ  خدای هر چیرې دئ.

کوچني بیا فکر یوړ:

ـ نو بیا ولې موږ هغه نه ګورو؟

عمر جان په مینه او مهربانۍ ځواب ورکړ:

ـ موږ بندګان هغه نه وینو موږ یوازې هغه په خپلو قدرتونو پیژنو .

کوچنې فکرکې ډوب لاړ، په لومړی ځل ېې دا کلمه اوریده، غلی شو، نیکه ته ېې حیران وروکتل، اوږې ېې وښوریدې،

ـ قدرتونه !!!

نیکه ېې دقدرت او عظمت بیلګې لکه لوی تبلیغي  یا هغه ملاچې په ممبرولاړوي ، یوپه بل پسې قطارکړل :

ـ هو قدرتونه لکه آسمان ، ځمکه ، غرونه ، دښتې ، باران ، ږلۍ ، سیندونه ، طوفانونه ، زلزلې، انسانان ، ځناور،شپه .ورځ ،لمر،سپوږمۍ ……………….

لمسی لکه دم چې واخلی ، غلی شو خوزرله څه فکر ه وروسته بیا نیکه ته ګډ شو:

ـ خدای موږ ګوري؟

ـ هو بچو

ـ  د خدای کور چیرته دئ با با؟

ـ دبیت الله شریف په ګډون هر جوما ت د خدای کور دئ.

کوچنی بیا حیران شو.لکه بې باوره چې وي ، غوښتل ېې د نیکه خبره ځانته کره او پخه کړي :

ـ هر جوما ت!؟

عمر جان هم ور غبرګه کړه:

ـ هو هر جومات

کوچني بیا وپو ښتل :

با با بیت الله چیرې دئ؟

دعمر جان تندی تریوشو، سترګې ېې ټیغې راووتې ،و غورید :

ـ بیت الله شریف وایه ؟

کوچني لکه لویه تیروتنه چې ترې سر ووهي ، ځا ن ګرم وبا له:

ښه با با بیت الله شریف .

د لیری والي او موقیعت سوال یی په ذهن کې راوټوکید:

هغه لیرې دئ ؟

ـ هو بچو

ـ ډیر لیرې ؟

ـ هو

ـ ته په پښو ورځې با با ؟

ـ نه

ـ په موټر کې ؟

ـ نه

ـ په الوتکه کې ؟

هو کنه بچو ـ

ـ ولې ؟

ـ ځکه چې ډیر لیرې دی .

په الوتکه کې تګ په کوچنی ښه ولګید ،  الوتکه ېې خورا خوښیده، ځکه خو پلار دلوبو ګڼې الوتکې ورته رانیولې هم وې، له هغوې ډیری الوځولې هم وې، دهغه نه یوازې په اولوتکه کې سفر خوښیده، د الوتکې د چلولو خوبونه ېې هم لرل ،نیکه ته رانیغ او په زاریو شو:

ـ با با زه درسره تلای شم ؟

عمرجان ته خندا ورغله :

ـ بچو په هغه خو ډیره خرچه راځي .

کوچنی بیا چرتونو واخیست :

خرچه !!!

نیکه  جیب ته لاس ننویست، څو بانګنوټونه ېې راوویستل، د ده سترګوته ېې ونیول :

ـ هو کنه خرچه  : پیسې

ـ نوبابا ته ولې دومره لیرې ځې ؟

ـ ځکه چې زه پیسې لرم او حج فرض دی بچو.

ـ خوپیسې بل چاته ورکړه ، دواړه به د خدای نږدې کورته لاړشو .

نیکه وخندل :

کوم نیږدې کورته ؟

کوچنی له کورسره نږدې جوما ته ته لاس ونیو:

ـ هغه جومات ته

دنیکه خوله نوره هم لاړه او راغله :

ـ او پیسې چا ته ؟

ـ هغه ما ما ته.

ـ کوم ما ما ته ؟

ـ هغه چې اوس راغلی و.

دعمرجان سترګې ټبغې راووتې،خوله ېې وازه پاتې شوه، لکه په وچه غاړه ېې چې اوبه لاړې شي ، وټوخید، لمسی ېې له څنګلې ونیو، نیغ ېې راپورته کړه ، په خوله ېې لاس ورکیښود،

ـ بس نورمه غږیږه ، په دې نا پړیتومې له خدای سره په جنګ مه اچوه ،

په وروېې پورې واهه ، لکه یو مجرم چې د څارنوال پرله پسې پوښتنې ګنګس کړي او دتیښتې لارلټوي :

ـ بس ځه مورته دې ورشه چې زه تلاوت وکړم .

د شپې لس بجې او دیرش دقیقې

تیتفورد ، انګلستا ن

د ۲۰۱۳ میلادی کال د می ۲۵ نیټه

1 COMMENT

  1. د غې لاندي جملې ته چې را ورسیدم، اوږې (اوګې) مې وښوریدې(اوخوریدې) نور مې نو لیکنه پرېښودله (پریخودله) ځکه کیسه لیکوال خپله جدې نه ښکاري(نه خکاري) زه ولي باید وخت باندي ضایع کړم؟

    کوربه ټکان وخوري، اوګې ېې اوخوري ،……..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب