جمعه, جنوري 28, 2022
Home+شعر او تصوير | عبدالغفور لېوال

شعر او تصوير | عبدالغفور لېوال

تصويري كلام څه ته وايو؟ كله كله موږ په ورځنيو خبرو كې د داسې مطلب په هكله خبرې كوو، چې اورېدونكي يې، د خبرو اورېدو پر مهال، نه موږ او نه زموږ د خبرو كلماتو ته توجه كوي؛ بلكې مخامخ د هغې موضوع لړۍ تعقيبوي، چې موږ پرې خبرې كوو. دلته دوه څيزونه زموږ خبرې تصويري كوي، يو دا چې يوازې پر ټاكلې موضوع خبرې وكړو او له ډېرو حاشيو څخه ځان وساتو او بل دا چې د ټاكلې موضوع كيسه په داسې بڼه وكړو، چې پېښې، څېرې، اشياء او حركات د اورېدونكي لپاره تمثيل شي. د هرې كلمې شاته يو مفهوم پروت دى، د مفاهيمو منظمې او په ارادي بڼه جوړې شوې مجموعې ته ژبنى تصوير او د كلماتو مجموعې ته تصويري كلام ويلى شو. مثلاً اّس_ …

شنه_ ورشو_ سهار_ منډې وهل، ټول كلمات دي او په انتزاعي توګه د هرې يوې شاته يو مفهوم شته اوس كه ووايو: “سهار دى او په شنه ورشو كې يو اّس منډې وهي” دا جمله يو تصويري كلام دى؛ ځكه موږ ته يو تصوير تمثيلوي. هغه څه، چې موږ يې د يوې ذهني پروسې په لړ كې ددغه تصويري كلام له بركته ګورو (مجسم كوو يې) همدا ژبنى تصوير دى، ولې ژبنى تصوير ورته وايو؟ ځكه د كمرې، فلم يا رنګ په وسيله نه دى ترسيم شوى؛ بلكې د ژبې (كلماتو او مفاهيمو) په مرسته ترسيمېږي؛ ځكه يې ژپنى تصوير ګڼو.

اوس نو لاندې دواړه عبارتونه داسې تعريفولاى شو:

تصويري كلام: هغه دى، چې غرض ورڅخه د يو شي، فكر يا پېښې تصويرول، ترسيمول او ذهن ته رسول وي.

ژبنى تصوير: د مفاهيمو هغه مجموعه ده، چې د ژبې په وسيله شى، يو فكر يا پېښه تصوير كړي.

تصويري كلام نثر او نظم دواړه په بر كې نيسي، كېداى شي يوه كيسه، يو حكايت حتى يوه عادي خپره او شعر ټول تصويري وبولو؛ خو له شعر سره د تصوير د مناسبت په اړه د شعر لپاره داسې تعريف غوره كولاى شو، چې: شعر د ژبنيو تصويرونو مجموعه ده. يعنې اوس له يو عام تعريف څخه “چې تصويري كلام دى” يو څه خاص تعريف ته ورنژدې شوو.

تصيرونه د شعر خاصيت نه؛ بلكې رغوونكي توكي (اجزا) دي، يعنې شعر له معنوي پلوه له تصويرونو څخه جوړېږي. يو شمېر هغه شعري لوازم، چې كلاسيكو بلاغتپوهانو د شعر لپاره نومولي؛ لكه تشبېه، استعاره، مجاز او نور او همدا راز هغه لوازم، چې معاصرو لويديزوالو په شعر كې په ګوته كړي؛ لكه سمبولونه، اسطورې او تمثيلونه ټول هغه توكي دي، چې د شعري تصويرونو د روښانولو او په زړه پورې كولو لپاره استعمالېږي. له همدې امله په شعر كې ګڼ هنري فنون او د كلام صنعتونه د ښو تصويرونو د ايجاد لپاره كارېږي. كلاسيكو شاعرانو هم پخپلو شعرونو كې د ښو تصويرونو د ايجاد لپاره هڅه كوله، دا چې هغه مهال د تصوير مقوله په همدې معاصر مفهوم نه وه مطرح، بېله خبره ده؛ خو د لويو شاعرانو شعوري هڅه دا وه، چې پخپلو شعرونو كې راڼه تصاوير رامنځته كړي. دا څو بېلګې به تحليل كړو:

ګوره راته څه وايي دا ستا دواړه چشمان
نور عالم نور ښكار كا، مونږ د دين او د ايمان
مري، چې لينده ويني كارګه ستا د خال د ورځيو
ناست دى تور كارګه، په څو په موټي د كمان

خوشال خان خټك

خان په دغو دوو پرله پسې بيتونو كې لږ تر لږه پينځه بېل بېل شاعرانه تصويرونه پنځولي دي.

لومړى تصوير: راوي (شاعر) خپلې معشوقې ته مخامخ دى، ورسره خبرې كوي د “ګوره” كلمه _يوازې يوه كلمه_ د‏‏ حالت په بشپړه توګه تمثيلوي، يعنې راوي او د هغه مخاطب د خبرو په حال كې، راوي خپل مخاطب مخامخ كتلو يا متوجه كولو ته هڅوي.

دوهم تصوير: د مخاطب (معشوقې) دواړه سترګې خبرې كوي، دا رښتيا، چې يو ښكلى تصوير دى، تاسو كله د چا د وو سترګو خبرې ليدلې؟ د سترګو حركات كله كله بشپړ مفهوم افاده كوي، يا غوسه دي يا خوشحاله، يا مهربانه او يا هم بې تفاوته همدا خبرې دي او دا چې تاسو د خوشال بابا د مخاطب د سترګو ځانګړى حالت تصور كوئ حتماً مو په ذهن كې يو تصوير جوړوئ، د شاعر كلمات د كمپيوټر هغو اليكترونيكي جريانونو ته ورته دي، چې په سكرين (پرده) باندې د جوړ شوي تصوير يوه برخه ايجادوي، يعنې همدا كلمات د شاعر له مقصد څخه راځي او ستاسو په ذهن كې يو تصوير جوړوي، د معشوقې د سترګو د خبرو ذهني تصوير.

درېيم تصوير: چې د لوستونكيو ذهن سمدلاسه د راوي د مخاطب د سترګو له خبرو څخه لرې كوي دادى، چې نور عالم نور ښكار كا او دغه سترګې د دين او ايمان په ښكار پسې ګرځي، دا د عيني او ذهني انځور جوړونې يو ښكلى تلفيق دى، يعني برخه يې د “نور عالم نور ښكار” او ذهني يې د “دين او ايمان” ښكار دى.

څلورم تصوير: چې دوه حركتونه لري د لومړي حركت په نتيجه كې دوهم حركت ايجادېږي، يعنې كله چې كارګه (كارغه) د معشوقې د خال او وروځيو ليندۍ ويني؛ نو مري دلته د لينده ليدل يو تصوير او د كارګه مګ بل تصوير دى؛ خو خوشال بابا له منطقي پلوه دوهم انځور د شعري اړتيا له مخې اول راوړى دى، يعنې “كارګه مري” كله چې “لينده ويني”.

پينځم تصوير: خوشال خان يو ځل بيا متقدم تصوير متاخر كوي او هغه كارګه، چې مرګ يې په اول حركت كې تمثيل شوى تعريفوي.

دا كوم كارګه دى؟ هغه، چې د كمان په موټي باندې په څو ناست دى او له رنګه هم تور دى.

په كلاسيكه دوره كې _زما په نظر_ خوشال بابا لومړنى شاعر دى، چې په شعر كې د تصويرونو داسې تلوسه پنځوونكي بافت ته توجه كوي. دا ځانګړنه لږ و ډېره په رحمن بابا_ حميد موشګاف او كارم خان شيدا كې هم شته، چې حميد موشګاف د انځور هستونې ښه استازى دى، دا بېلګه وګورئ، چې د تصويرونو د بېلتون له مخې په تصويري اركانو وېشل شوې:

خط پر مخ د صنم راغى كه سپوږمۍ شوه په هاله كې
دا يې غاښ په خوله كې زېب كا كه ژاله شوه په لاله كې
دا زما له غمه شين زړه پكې خيال د يار د شونډو
هسې رنګ زېب و زينت كا لكه مى په شنه پياله كې

پاس هره بېله ليكل شوې كرښه د يوه ځانګړي راڼه تصوير څرګندويه ده.

د كلاسيكې دورې په شاعرۍ كې تصويرونه د وړو انځوريزو قطعاتو په څېر يو د بل تر څنګ كتارېږي ډېر ځله له موضوعي پلوه يوازې دي او كوم تړون نه لري په يو واحد شعر كې د كوچنيو تصويري برخو له مجموعې څخه يو عمومي تصوير اكثراً نه جوړېږي او دليل يې هم د كلاسيكې دورې د شاعرۍ په فورم كې دى، غزل، رباعي، قطعه او نور فورمونه اكثراً په هر بيت يا حتى هره مصرع كې بېله موضوع بيانوي؛ ځكه خو تصاوير هم سره بېل وي او لرغونې شاعري د همدغو فورمونو شاعري ده، په دې كې قصيده (بوللـه) او مثنوي هغه فورمونه دي، چې كله كله د خپلې موضوع د تنوع له مخې كامل او مجموعه يې تصاوير هم ارايه كوي په تېره بيا هغه بوللې او مثنوي ګانې، چې د يوې خاصې موضوع په اړه وي كه څه هم پكې د هرې تصويري ټولټې هڅه همدا وي، چې د لوى او مجموعي تصوير يوه برخه سازه كا؛ خو زموږ لرغوني شاعران د انځوريزو اركانو د تړون پر اهميت ډېر نه وو خبر_ په دې برخه كې بيا هم خوشال بابا سرلارى دى، د هغه ځينې قصايد او مثنوي ګانې او د حميد مومند ځنې تمثيلي اّثار دا ځانګړنه لري. په پټه خزانه كې راغلې درې بېلګې د مجموعي تصويرونو د ايجاد لپاره د كوچنيو تصويرونو د مرستې او تړون په برخه كې شهكار نمونې دي.

د غوري ښكارندوى نامتو قصيده:

د پسرلي ښكلوونكي بيا كړل سينګارونه

بيا يـــې ولونل په غرونو كې لالونه

تر پايه

دوهم د شېخ متي بابا مناجات:

پــــــه لويو غرو، هم په دښتو كې

په لوى سهار، په نيمو شپو كې

تر پايه

او درېيم قصه د سوى او د اوښ چې حافظ عبداللطيف اڅكزي ليكلې ده. سره له دې، چې د درېيمې بېلګې انځورونه له فني اړخه پوره دي؛ خو د لومړيو دوه بېلګو په څېر ښكلي نه دي.

په هر صورت! راځو اوسمهالې (معاصرې) شاعرۍ ته، دا چې په معاصره شاعرۍ كې ولې اّزادې شاعرۍ ته ميلان او پاملرنه ډېره شوه، دليل يې په شعر كې د لويو انځورونو كامل ايجاد او د هغو د عناصرو تر منځ د كلك هنري تړون موجوديت و، چې دا كار په غزل، مثنوي، رباعياتو، مخمساتو او نورو كلاسيكو فورمونو كې (له قصيدې پرته) ناممكن و.

اّزاد شعر د تصوير جوړونې د ټولو ظرافتونو د كارولو لپاره مناسب قالب دى، دلته د قافيې او رديف نشتوالى او د قراردادي وزني محدوديت د نه موجوديت له امله شاعر كولاى شي ډېره پاملرنه موضوعي انسجام ته وكړي او په اصطلاح جدي اثر رامنځته كړي. د تصوير جوړونې په اړه بهل ومړى يو مثال توضيح كړو، چې په اّزاد شعر كې څومره ځاى لري، بيا به د شعر لپاره د انځور هستونې اهميت وڅېړو او تر هغه وروسته به ځينې خاص اصطلاحات تعريف كړو.

بيديا

سپېره بيديا ده پكې پل د بنيادم نشته

يو څو پېريان دي له پرديو غرو راغلي

بربنډېږي، ناڅي، ناڅي

چې تياره شي بيا سينې پر خپلو مېندو سړوي

پر خواږه خوب پرېوځي

¯¯¯

د زهرو ونه ده ولاړه

پر بيزو ادې يې سيورى كړى

بيزو د زهرو پرګې خوري هره ګړۍ ورځنې حمل اخلي

د ورځې دېرش، څلوېښت بچيان زېږوي

د ورځې دېرش، څلوېښت ځوانان شي

بيا قتلېږي

خو بيزو ادې پرګې خوري

او لګيا ده هره ورځ نوي بچيان زېږوي

پېريان ګډېږي

د بيزو ادې په وير او پر خواريو خاندي

چې شپه تياره شي

بيا سينې پر خپلو مېندو سړوي

پر خواږه خوب پرېوځي

سپېره بيديا ده پكې پل د بنيادم نشته

اسحق ننګيال

دا شعر يو دوراني اصلي انځور لري، چې د درېو تصويرونو په پيوستېدو سره تكميلېږي. د شعر د تصويرونو د متحرك خصوصيت له مخې د انځورونو اجزا ډېر د لسم وړ دي او حتى هر جز پخپله يو كوچنى تصوير جوړوي د داسې فضا ايجاد په كلاسيكو قالبونو كې ستونزمن حتى ناممكن كار دى د همدې لپاره د اّزاد شعر قالب ورته انتخاب شوى، شعر له ناخود اّګاه څخه راوتلي تصورات په يو عيني زمينه كې تمثيلوي، يعنې د شعر زمينه عيني او د تصويرونو متحرك اجزا ذدهني دي، د نامتجانسو اجزاوو راغونډول په عيني فضا كې د شاعر (ارواښاد اسحق ننګيال) د شاعرۍ يوه ځانګړتيا ده،چې تر ډېره بريده رواني_ سمبوليك اړخ لري.

ولې په شاعرۍ كې انځور جوړونه مهمه ده؟

پل والري عقيده لري، چې: “شعر داسې دى؛ كله نڅا او نثر داسې دى؛ لكه پر لاره تګ، پر لاره عادي تلل د يو مقصد پر لور وي حال دا چې نڅا پخپله مقصد دى؛ ځكه د كوم مقصد لور ته په نڅا نڅا تلل به خندوونكى كار كوي”.

كه دې مثال ته وګورو نڅا تصويري ارزښت دى، يعنې كه تاسو د چا پر لاره تلل د څو شېپو لپاره وګورئ؛ نو درته جالبه به نه وي، چې لا هم دغه مزل تعقيب كړئ؛ بلكې ښايي پر دې فكر وكړئ، چې روان سړى چېرته غواړي ولاړ شي؟ مګر كه د نڅا ليدلو ته ناست ياست دا مو په فكر كې نه ګرځي، چې نڅا كوونكى چېرته ځي؛ بلكې تاسو غواړي پخپله له نڅا څخه خوند واخلئ. په شعر كې تصوير د څا كوونكي د حركاتو حيثيت لري شعر نڅا كوونكى دى او حركات يې تصويرونه دي.

بې تصويره شعر د ولاړ نڅا كوونكي په شان دى.

د هنر د ارواپوهنې يو اصل دادى، چې موږ له هر هغه هنري اثر څخه خوند اخلو، چې د پرمختګ بهير يې زموږ په ذهن كې د پېشبينۍ (وړاندوينې) وړ نه وي، يعنې موږ دې ته منتظر يو، چې څه به كېږي؟ كټ مټ په نڅا كې دا راز پروت دى، موږ د نڅا له نندارې څخه ځكه خوند اخلو، چې د نڅا كوونكي حركات نه شو پېشبيني كولاى، څوك ويلاى شي، چې اوس به د لاسونو، پښو، سر او سينې حركتونه څه ډول وي؟

په شعر كې تصويرونه همداسې دي، د اسحق ننګيال په پورته شعر كې وينو، چې په سپېره بيديا كې ناڅاپه پېريان بربنډېږي او ناڅي بيا د زهرو ونه پيدا كېږي او بيزو بچيان زېږوي او بيا پېريان په بيزو پورې خاندي، دا هر څه زموږ له ذهن سره تصادم كوي، يعنې نوښت لري موږ يې د وړاندوينې ځواك نه لرو.

په شعر كې تصويرونه زموږ خوبونو ته ورته دي، يعنې ارادي نه دي، هېڅوك نه شي كولاى تصميم ونيسي، چې نن شپه داسې يا هسې خوب وويني، مثلاً موږ پر خپلو خوبونو واكمن نه يو، په خوب كې كله يو ژوندى سړى مړ او يا مړ سړى ژوندى كېداى شي، په خوب كې يو پرهېزګاره سړى برپنډ ليدلى شو يو ځوان هلك سپين ږيرى كېداى شي او تاسو به دا هم ومنئ، چې څوك دې خپل نيكه په خوب وويني، چې سر يې د اّس، بدن يې د مرغه او لاسونه يې د انسان وي. په هماغه لحظه كې چې موږ خوب وينو فكر كوو، چې دا تصويرونه دي غير حقيقي (يعنې دروغ) وي.

شاعرانه تصويرونه د شاعر لپاره ارادي؛ خو د لوستونكي لپاره غير ارادي دي. په شاعرانه تصويرونو كې بيزو هره ورځ دېرش څلوېښت بچيان زېږولى شي او پېريان ورپورې خندلاى شي، دلته هر څه ممكن دي؛ خو په دې شرط، چې خپل هنري منطق ولري.

په پورته بحث كې مو يو شمېر خاص اصطلاحات ياد كړل؛ لكه اصلي تصوير، فرعي تصوير، تصويري توكي (اجزا) او تصويري حركت، چې دلته به يې بېل بېل تعريف كړو:

اصلي تصوير: دا د شعر عمومي تصوير دى، چې په مجموع كې د شعر پر ټولې موضوع حاوي وي، د اسحق ننګيال په پورتني شعر كې د سپېرې بيديا عمومي تصوير د شعر د اصلي انځور له مخې تر لاسه كېږي.

فرعي تصوير: دا هغه تصويرونه دي، چې د اصلي تصوير په دننه كې د كوچنيو موضوعاتو پر تمثيل تمركز كوي، له هر موضعي بدلون سره د تصوير اجزا بدلېږي او د يوې خاصې برخې اجزا په مجموع كې يو فرعي تصوير جوړوي؛ لكه په راوړل شوي شعر كې، چې د پېريانو پرخه د بيزو له پرخې سره توپير لري او شاعر د هرې برخې لپاره يو فرعي تصوير ايجاد كړى دى.

تصويري اجزا (توكي): هر هغه شى، مفكوره، حركت او حالت، چې د تصوير په جوړولو كې ونډه لري او وجود يې په شعر كې د لسم وړ وي تصويري توكى دى؛ لكه په پورتني شعر كې سپېره بيديا، پېريان، تياره، مېندې، د زغرو ونه، بيزو، بچيان او نور ټول تصويري اجزا دي.

تصويري حركت: هر هغه عمل، چې د تصويري توكيو له خوا ترسره كېږي د تصوير حركت يې بولي، د تصوير حركت د شعر پېښې پر مخ بيايي او تصوير ژوندى كوي.

په پورتني شعر كې له غرونو د پېريانو راتګ، نڅا، پر مېندو سينه سړول، ويده كېدل د بيزو بچي زېږول، قتل، د پېريانو خندل او نور هغه حركتونه دي، چې د شعر د كلماتو په مرسته زموږ په ذهن كې د موضوع تمثيل كوي او په مرسته يې شعري دوران بشپړېږي.

په شعر كې ساكن تصويرونه د نقاشۍ او متحرك هغه د سېنما د يوې صحنې په شان ګڼل كېږي، په معاصرو شعرونو كې متحرك تصويرونه تر ساكنو هغو ډېر پلويان لري د همدې لپاره شعر يو ځل بيا د ژوند د پېښو تمثيل ته مخه كړې او تمثيلي څه، چې ان قصصي شاعري دود شوې ده.

دا چې په شعر كې د فرعي او اصلي تصويرونو تناسب څنګه وي او د شعر حركت څه ډول د تصويرونو په حركت پورې اړه لري، يو څه تخنيكي او تشرېحي بحث ته اړتيا لري، چې ليكونكى يې د يوې بلې مفصلې مقالې په اوږدو كې د بحث هوډ لري، البته له يو شمېر نورو شاعرانه مقول؛ لكه سمبول، تشبېه، اساطيرو او تمثيلونو سره د تصوير اړيكې هم د جلا بحث غوښتنه كوي؛ ځكه خو ددغه بحث نورې برخې هم ښايي بشپړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب