جمعه, مې 7, 2021
Homeادبنا اشنا سندرغاړى | ګل رحمن رحماني

نا اشنا سندرغاړى | ګل رحمن رحماني

ښه مې په ياد دي په هغه شپه د اوږده دهلېز فضا دسندرو شور نيولې وه ، په محفل کې يوازې زه له نابللو او نا اشنا مېلمنو څخه نه وم په لسګونو نور داسې کسان هم زما شا وخوا په غوړېدلو توشکو ناست وو چې په څېرو کې يې زما غوندې لېوالتيا حس کېده خو ددغه نا اشنا سندرغاړي دسندرو او مستو نغمو په شور کې دا هر څه له مېلمنو هېر وو او يوازې يوه سندريز کيف په خپلو رنګينو مزو سره را نغاړلي وو.

   ما تر اوسه کله هم په ښار کې  دا ډول ځانګړى محفل او سندرغاړى نه و ليدلى ، که څه هم  د وزګارتيا په مهال به مې  شپه او ورځ تلويزيوني چيلنونه اړول را اړول خو کله مې هم دا سندرغاړى او ددې سندرې شعر چېرته و اورېدلى، سندرو دومره عجيبه کشش درلود چې زما سره  د نږدې ناستو ملګرو سره مې هم دويم ځلي پوښتنه ونه کړه ، ټولو واه واه کول او کله کله به چکچکو له شاعرانه چوپتيا نه ډکه فضا ماته کړه، هر څو به مې چې هڅه کوله څو له ملګرو ددې ځوان او وچ سندري غاړي په اړه پوښتنه وکړم خو په همدې شېبه کې به د سندرغاړي نوې سندرې ورسره واخيستم  او خبره به پاتې شوه .

     دڅو سندرو نه وروسته يوه کس دسندرغاړي مخې ته يو ګيلاس اوبه کېښودې ، سندرغاړي هم په تندي خپلې خولې وچې کړې او تر څنګ ناست سپين ږيري ربابي ته يې په مانا داره موسکا وکتل او په لېمو کې يې ترې مننه وکړه .

د وقفې همدا موقع مې مناسبه وګڼله او تر څنګ  ناست کس ته ورنږدې شوم

-وبښئ دا سندر غاړى څه نومېږي ؟

ځير ځير يې راته وکتل او مخ يې راڅخه بل پلو کړ

-څه يې کوې اشنا يوازې سندرې يې اوره ، پرېږده چې بله سندره شروع کوي ، وا څومره عجيبه او خوندوره نغمه يې پيل کړه ، مړ مه شې …

په مايوسانه او ماتې خوړلي انداز مې مخ ترې را وګرځاوه خو تر شا ناست ملګري په اوږه زور راکړ.

– وه اشنا دا سندرغاړى نه دى، د جنرال صيب سرګاريګردى ، هېچا هم نه دى راغوښتى هسې شوقي راغى چې زموږ دوړوکي  وراره دجنرال صيب زوى درته يادوم؛ په سنتۍ  کې د يارانو سات راتېر کي

بېرته سندره  پيل شوه، دسېتار او منګي نغمې اوچتې شوې  او تر سهاره هم په چا خوب زورور نه شو .

   موږ ټول چې يوازې دسېتار او منګي نغمي  دکوڅې دغه کور ته ورجلب کړي وو ، تر شپو شپو را سره ددې سندرې غږ په زړونو کې پاتې و او د وچ ډنګر سرکاريګر عبدالستار له نامه سره اشنا شوو خو بيا يې هېڅکله هم راته نه کومه سندره زمزمه کړه او نه يې دسېتار او منګي يا رباب  په نغمو نازولو ، هغه به هر ماښام په تياره کې له کاره ستړى ستومانه له لوړۍ ودانې راکوز شو او مخ په کور روان شو چې د ښار په کومه لرې څنډه کې  و، د کوڅې شوقي هلکانو به له شانه پسې کتل.

      څو مياشتې وروسته داسې ورځ هم راغله چې زموږ په کور کې همداسې دخوښۍ يو محفل تيارشو د ورځې له سره د دې په انتظار وم چې عبدالستار راشي او زه بېګا ته بلنه ورکړم ، ورغلم خو په دې ورځ هلته هېڅوک هم نه ښکارېدل ، ما ويل شايد رخصتي به يې کړې وي  او يا به يې کار خلاص وي ، کله مې چې دکوڅې د نيم کاره ودانۍ له ساتونکي پوښتنه وکړه نو پوه شوم چې دسړک دغاړې په بېګاني ټکر کې  له څلورو وژلو شوو کسانو يو دى هم و چې دټکر په ځاى به هر ماښام بس ته درېده، زه راستون شوم  خو  د هغه دسېتار او نغمې ارمان مې تر ننه په  زړه  دهغه دوجود په څېر  وچ کلک پاتې دى .

٢٠١٢ اپرېل ٢٨ _ کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب