جمعه, اکتوبر 22, 2021
Home+ژبني انقلابونه| څېړونکې: اوږۍ امانزۍ     

ژبني انقلابونه| څېړونکې: اوږۍ امانزۍ     

 انقلاب یوازې د تباهۍ او نابودۍ په مانا نه ده، انقلاب د یو حالت څخه بل حالت ته د بدلون  په مانا هم کارول کېږي دا بدلون کېدلای شي مثبته یا منفي بڼه ولري که چېرې په لنډه توګه یې وپېژنو نو وایو چې انقلاب د هغه پېښو او واقعاتو ټولګې ته ویل کېږي چې په کمه موده کې د اساسي او بنستيزو بدلونونو لامل شي . 

د تاریخ په لړۍ کې ځیني داسې انقلابونه رامنځته شوي چې په ټولنه کې د مثبتو تغییراتو د رامنځته کېدلو لامل  شوي دي د بیلګې په توګه کله چې اسلامي انقلاب رامنځته شو او په میلیونونو میلیونونو کسان د اسلام په سپیڅلي دین مشرف شول نو ډېر خلک له ګمراهۍ څخه ووتل  جهالت یې له منځه یوړ او په ځان د بسیا کېدو او نورو پرمختګونو ته یې پام شو .

 د مثبتو پایلې لرونکي انقلابونه زیادتره علمي انقلابونه دي دا انقلابونه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په عمومي او خصوصي بڼه رامنځته کېږي دا چې نن سبا ټوله نړۍ زموږ په لاس کې ده او په ډېرې چټکۍ  او اسانۍ سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اړیکه ټینګولای شو دا په خپله د ټکنالوژیکي او ساینسي انقلابونو پایله ده. ژبني انقلابونه د مثبتو انقلابونو یوه بله بیلګه  ده چې د ژبنیو څېړنو بنسټ یې ګڼلای شو، دا انقلابونه عمومي او خصوصي بڼه  لري  یعنې د نړۍ په کچه هم رامنځته کېږي  او په یوه ځانګړې ژبه کې هم رامنځته کېدای شي لکه مونږ تراوسه پورې په انګلیسي ژبه کې د دوو انقلابونو شاهدان یو دا انقلابونه په پنځمه میلادي پېړۍ کې رامنځته شول یو هغه وخت کله  چې په منځنیو پېړیو کې لرغونې انګلیسي د ډېرو سیاسي او ټولنیزو تحولاتو له امله  خپل ځای منځني انګلیسي ته پرېښود په دې پړاو کې د انګلیسي ژبې په قواعدو کې د پخوا په پرتله ډېر تغییرات راغلي وو او تر ډېره بریده د لاتیني ژبې قواعدو پرې  اغېز کړی وو دا انقلاب د بي ولف له دورې څخه چیسر دورې ته انتقال شو، بي ولف د انګلیسي ژبې د لرغوني دورې  نامتو حماسي شاعر وو او داسې یوه حماسه یې ویلې وه چې سوچه لرغوني انګلیسي لغتونه یې لرل د نورو ژبو اغېز په کې نه لیدل کېدل د همدې له امله لرغونې دوره د بي ولف په نامه پېژندل کېږي او چیسر بیا هغه شاعر دی چې تر ننه هم د انګلیسي ژبې د شاعرانو د پلار په نامه شهرت لري په دې ژبه کې دوهم انقلاب په پنځلسمه میلادي پېړۍ کې رامنځته شو د چیسر دوره د شکسپیر په دورې  واوښته او د معاصري انګلیسي د رامنځته کېدلو له پاره یې لاره هواره کړه .

ژبني انقلابونه په اسانه بڼه نه رامنځته کېږي او کلونه کلونه وخت غواړي د ژبو د څېړنې په اړه د ژبپوهانو ځانګړې پاملرنه هغه وخت واوښته کله چې په ۲۰۰۰ کال په اروپا کې د ژبو د کال په نامه شهرت وموند او د یونسکو د سازمان له خوا د سپټامبر ۲۶ نیټه د ژبو د نړیوالې ورځې په نامه  ونومول شوه لومړی یواځې په اروپا کې لمانځل  کېده خو اوس د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې لمانځل کېږي کله چې په دې کال کې ژبني انقلابونه رامنځته شول نو ژبپوهان یې هم مثبتو پایلو ته حیران وو خو وروسته وروسته یې د خپلو لیکل شویو  اثارو په مرسته دا انقلاب لا هم ګړندی وساته حتی تر دې چې معاصرې څېړنې ښایي که چېرې د وروستیو کلونو ژبنۍ څېړنې وڅېړل شي او دا جوته شي چې له هغه مهاله تر ننه پورې د ژبې په اړه څومره  نوي معلومات موندل شوي نو دا به ښکاره شي چې موږ د معاصرې ژبپوهنې په یوه نوې دوره کې  قرار لرو او امکان لري چې  دا پړاو د څلورم انقلاب په نامه زمونږ په تاریخ کې د تل له پاره ژوندی پاتې شي. 

 سیاسي انقلابونه په ژبني انقلابونو مثبت و منفي تاثیر لري د بیلګې په توګه کله چې په فرانسه کې سیاسي انقلاب رامنځته شو نو په فرانسه  کې یې د فرانسوي ژبې ارزښت د دې ژبې ویونکو ته جوت کړ ځکه وګړو د همدې انقلاب له برکته د خپلې ژبې په ارزښت وپوهېدل او دې پایلې ته ورسېدل چې دوی هم باید د نورو هېوادونو په څير د خپلې ژبې په ساتلو کې هڅه وکړي او پرې نه ږدي چې خپل هویت له لاسه ورکړي. 

د ژبنیو انقلابونو د رامنځته کېدلو رغنده توکي یواځې په هغه ټولنه کې د سیاسي، ټولنیز او فرهنګي حالاتو بدلون نه دی بلکې د ژبې هر کوچنی  تغییر په کې بنسټیز رول لري لکه د  یوې ژبې بېلابېلې جمعي او اطلاعاتي رسنۍ، نوي لاسته راغلي معلومات، کیندنې، خطي نسخې، لیک، توري، د لیک ډولونه،چاپ او ناچاپ آثار او په معاصر وخت کې انټرنټ  کولای شي د علمي انقلاب په رامنځته کولو کې له مونږ سره مرسته وکړي همدارنګه په یوه ژبه  کې د یو نوي څیز یا یوه نوې مسلې ثابتیدل هم کولای شی د ډېرو ژبپوهانو پام ځانته واړوي.

‎ تر ننه موږ د ژبپوهنې په تاریخ کې  د دریو انقلابونو شاهدان یو چې درې واړو د  ژبنیو د نظریاتو په اساس رامنځته شوي دي چې عبارت دي له : 

۱:تاریخي انقلاب: چې د ویلیام جونز د نظریې په اساس په  ۱۷۸۶ م کې رامنځته شونوموړي د لومړي ځل له پاره ثابته کړه چې پښتو سانسکریت یوناني او لاتیني ژبې سره ژورې  اړیکې لري او داسې ښکاري چې د یوې مورنۍ ژبې څخه زېږېدلي وي. 

۲: د نحوي جوړښت یا جوړښتي انقلاب: چې د فردیناند دوسوسور له خوا په ۱۹۶۷م کې رامنځته شو نوموړي دا ادعا لرله چې ژبه د  نښو او سمبولونو یو جوړښتي نظام  دي. 

۳: ‌ذاتي انقلاب: چې بنسټ ایښودونکی یې نوام چامسکي په ۱۹۵۷ م کې دی دې ددې خبرې ادعا وکړه چې ژبه یوه ذاتي پدیده ده  نه کسبي. 

 په ژبه کې یوه نظریه هغه وخت د انقلابي نظریې  په نوم یادېږی چې  له هغه وروسته پرې ډېرې لیکنې وشي او په نړیواله کچه وڅېړل شي. دې درې واړو د ژبپوهانو پام داسې خپلو خبرو او نظریاتو ته واړوه چې د ڼړۍ په  ګوټ  ګوټ کې یې بېلابېل پوهان دې ته اړ کړل تر څو د نوموړو د نظریاتو د منلو او یا نه منلو له پاره سلګونه کتابونه او زرګونه مقالې پرې  ولیکي چې دا لړۍ تر ننه پورې هم دوام لري.

اخځلیکونه


۱: اسکندر آبادی، (۲۰۱۹) ، برفراز گنجینه زبان، تهران: دویچه وله.  

۲: مهری، باقری ،(۱۹۹۵) م،مقدمات زبانشناسی،چاپ سوم،تهران: دانشګاه تبریز.

۳:کریستیال، ډیویډ، (۱۳۸۵) م، انقلاب زباني، مترجم، شهرام نقض تبریزی، چاپ اول، تهران:انتشارات ققنوس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب