دوشنبه, جولای 26, 2021
Home+نوښت | طنزیه کیسه

نوښت | طنزیه کیسه

لیکوال: ماکس ګونتر (سویس)

ژباړه: علم ګل سحر

 په کوټه کې مې یوه کونج ته چپرکټ او په بل کونج کې المارۍ ایښې وه البته د کوټې په منځ کې مې میز ایښی و. دغه حالت بالاخره زه زړه نیولی او خواشینی کړم، پریکړه مې وکړه نوښت وکړم، چپرکټ مې د المارۍ پرځای او المارۍ مې د چپرکټ پرځای کېښوده. څو ورځې د دغه بدلون بوی مست کړی وم.

په پای کې مې دې حالت هم زړه وواهه، له یو څه وخت وروسته مې حس کړه چې زړه مې تنګ شوی دی، اصلاٌ میز او د هغه ځای خواشینی کړی وم… ولې نو میز د کوټې په منځ کې وي؟ خپل چپرکټ مې د میز پر ځای د کوټې په منځ کې کېښود، دغه حالت مې په زړه او دماغ کې نوی والی راووست. سره له دې چې دغه بدلون ستونزې لرلې، مثلاٌ زه چې د کوټې په منځ کې ویده کېدم، دیوال ته له مخ اړولو بې برخې شوم هغه څه چې ډېره مینه مې ورسره لرله. خو په هر حال دا چې ما غوښتل نوښت وکړم دغه حالت مې ومانه. له یو څه وخت وروسته مې حس کړه چې دې حالت مې زړه وهلی دی. المارۍ مې د کوټې په منځ کې کېښوده او چپرکټ مې د المارۍ ځای ته یووړ. یو رادیکال حالت منځ ته راغی، یو څه وخت تیر شو.

آخ د وخت تېرېدل سړی څومره بدلوي. د کوټې په منځ کې المارۍ پرته له دې چې په کوټه کې زما د عادي تګ را تګ خنډ کېدله، زړه مې یې راوواهه، هر څومره چې دغه حالت نوی او ټپیک ښکارېده، خو بیا هم زړه تنګونکی و… بیا مې هم باید یو رادیکال بدلون راوستی وای. جدي پریکړه مې وکړه داسې انقلاب راولم چې خپله ما هک پک کړي. په دې توګه مې د ناراحتي احساس له منځه یووړ.

نیت مې وکړ له المارۍڅخه چې د کوټې په منځ کې وه د خوب د ځای کار واخلم، د المارۍ په منځ کې په خوب کولو مې پیل وکړ. پاتې دې نه وي چې په المارۍ کې د اړتیا وړشیان مې د چپرکټ پر سر کېښودل، هغه څوک چې تراوسه په المارۍ کې نه وي ویده شوی، نه شي کولای تصور کړي چې دا څومره ستونزمن کار دی. د ملا له درد او د عضلاتو له درد پرته په سلګونو نور رنځونه لري. د المارۍ په منځ کې خفه کوونکې هوا ته طاقت نه کېده.

په هغه حالت کې چې زه وم د وخت تېرېدل چې زړه مې ووهي لازم نه ول، له څو ورځو وروسته په یوه نیمه شپه کې په داسې حالت کې چې د بدن هر بند مې خوږېده له المارۍ څخه راووتم.

او په چپرکټ پریووتم، پوره دری شواروزه لکه مړی پروت او ویده وم.

څنګه چې راویښ شوم، بیا مې المارۍ یوې خوا او چپرکټ بلې خواته کېښودل، او میز مې د کوټې په منځ کې کېښود.

هر وخت چې ستړی شم او وغواړم نوښت وکړم، هغه ستونزې چې ومې لیدلې رایادوم، بېرته کرار کېنم.

2 COMMENTS

  1. سلامونه ،
    ته هم له زه؛ زه هم کله عجیبه نوښتونه کوم. یوه ورځ په ښارکې مې دشپې له ډوډۍ انکاروکړچې نه يې خورم.
    دشپې تراتواونهوبجوپورې چې هرډول وي ښه وم. کله چې شاوخوالس بجې شوې دمارکيټ دروازه هم بندشوه ،
    په ښارکې دوکانونه هم بندشول نوبیامې چې څه خوړلي له نوښت وراخواخوراک وو. نوښت یې په خیرکړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب