چهارشنبه, اپریل 14, 2021
Home+لومړی امريکايی په افغانستان کې | ډاکټر فضل هادي وردګ

لومړی امريکايی په افغانستان کې | ډاکټر فضل هادي وردګ

جوسيا هرلان (Josiah Harlan) ښايي لومړنی امريکايی وي چې په بېلابېلو بڼو يې شاو خوا شل کاله په افغانستان کې تېر کړي او د شاه شجاع سربېره يې د امير دوست محمد خان په دربارکې د سلاکار او جنرال په توګه کارکړی دی.

وايي چې ده ښايسته غټه جوثه درلوده او دنګ سړی و، د سيمې او نړۍ په هکله د پراخې مطالعې خاوند و، په ځايي سیاست کې ښکېل او د هغه مهال د مخالفو ځواکونو ملاتړ ته اوښتی – رااوښتی دی. 

دی د کابل په ښايست دومره مين شوی و چې دا يې د لسو زرو باغونو ښار ګڼلی چې د روانو لښتيو او ويالو، رنګارنګ مېوو او ګلونو وږم او خوشبويي يې په کوڅو کې د انساني او حيواني ډېرانونو بوی له منځه وړي.

 دی په کال ۱۷۹۹ د امريکا په پېنسلوانيا کې زېږېدلی، په ۱۸۲۴ کال له رسمي زده کړو پرته په کلکته کې د انګرېزانو د شرق الهند کمپنۍ په پوځ کې د سرجن يا جراح په توګه مقرر شوی، دوه کاله وروسته اول په لوديانه کې د پرځول شوي پادشاه شاه شجاع ملګری شوی، له هغه ځايه کابل ته تللی او د امير دوست محمد خان دربار ته يې لار موندلې، بيا بېرته پنجاب ته تللی او رنجيت سنګ د ګجرات حاکم ټاکلی. څه موده پس بېرته امېر دوست محمد خان ته ورغلی او هغه د خپل پوځ د روزلو کار ورسپارلی او دهېواد په شمال کې يې د ازبک ياغي مراد بېګ د اېل کولو په موخه هم لېږلی.

ده خپل يادښتونه په ۱۸۴۲ کال په کتابي بڼه چاپ کړي چې په هغه کې يې له خپلو درباريانوسره د شاه شجاع د بدې رويې، سربدالۍ او بد خويۍ يادونه کړې. هرلان په پښتو نه پوهېده او شاه شجاع په انګريزۍ نو له يو بل سره به يې په ګډه وډه هندي او پارسي خبرې کولې. دی د شاه شجاع له لښکر سره د افغانستان ژمنی پايتخت پېښور ته ننوتلی خو وروسته يې عسکر تښتېدلي او دی چې ايله يو څو عربي ټکي يې زده وو د پښتنو له سيمو د يوه مسلمان دروېش په بڼه چې ګواکي د مکې له حج نه راستون شوی کابل ته تللی دی.

د کابل په بالاحصار کې يې د اميردوست محمد خان سره ليدلي، که ځه هم دی يې د پرځولو په نيت له هندوستانه را روان شوی و خو د امير دوست محمد خان د هوښيارۍ، ځيرکتيا، نرم خوی او مېړانې تر اغېز لاندې راغۍ. د پښتونولۍ دود له هرلان سره مرسته وکړه چې امير دوست محمد خان يې وبښي او د مېلمه په توګه يې درناوی وکړي. ده چې اوس په پارسي ښه عبور حاصل کړی و نو له امير دوست محمد خان سره به په پارسي غږېده.

هرلان په دې اټکل راغلی و چې ګني لوېديځ تر ختيځ برلاسی يا لوړ دي خو له امير دوست محمد خان سره ملاقات يې دغه اټکل وننګاوه او ويې منله چې ختيزوال هم د لوېديزوالو هومره هوښيار دي.

هرلان د امير دوست محمد خان د خوی، خصلت، لباس او کاليو، ورځنی مهال وېش، وروڼو، مېرمنو او اولادونو په اړه هم ډېر څه ليکلي دی. دی ليکي چې امير د يوه لوستي آسيايي غوندې خوی لري او مهمه دا چې دا درسته کورنۍ ډېر شرمِ حضور لري. امير چې اوس يو کم پنځوس کلن دی، غټه تنه او مټې لري او د ښې روغيتا نه برخمن دی او چې کله ودريږي نو شپږ فوټه دنګ دی. دی په ځوانۍ کې د دوست محمد خان د ځينو بې لاريو يادونه هم کوي.

امير چې کله هرلان د امريکايي نظام په هکله وپوښت نو ده ورته د دری ګونو قواوو جمهور رييس يا اجرايه، کانګرس يا مقننه او سترې محکمې يادونه وکړه خو امير ورته وويل چې دا خو امريکايي سېسټم له افغان سېسټم سره چندان توپير نه لري او دلته هم واک د دری ګونو قواوو لکه امير، قومي مشرانو او علماوو تر منځ معلوم دی.

يوه ورځ د حاجي خان په نامه د امير دوست محمد خان نږدې کس له هرلان سره يو پلان شريک کړ چې امير مړ کړي او پر تخت شاه شجاع کېنوي. هرلان نه پوهېده چې دی به امير رالېږلی وي چې وفاداري يې وازمويي او که رښتيا يې دغه پلان جوړ کړې دی، ځکه که ورسره منلې يې وای نو امير به واژه او که نه يې منله نو د حاجي خان له لاسه د مرک وېره وه. نو ده ورته کړه چې راځه دواړه يو ځای په سند حمله وکړو خو چې حاجي خان ټينګار وکړ نو ده ورته وويل چې دی هېڅکله هم د پښتونولۍ له قانونه سرغړونه نه شي کولی چې د خپل کوربه د مرګ په توطيه کې شريک شي. دغه وخت حاجي خان ورته وويل چې امير پښتونولۍ ته د درنښت په پار له ده مننه کوي.

هرلان په ۱۸۲۹ کال د رنجيت سنګ د پوځ لوړ پوړي فرانسوي مشر الارډ چې ناپېليون تر ټولو اوچت مېډال ورکړي و او ځان يې د رنجيت سنګ غلام باله په لاهور کې هغه ته وروپېژانده. دی د مها راجه رنجيت سنګ په هکله ليکي چې هغه ډېر مندری، په يوه سترګه ړوند او چيچک مخی و چې سپين کالي او پټکی به يې تړلی و او په ډېر غرور به يې د کوه نور هغه الماس ټومبلی و چې له شاه شجاع نه يې اخيستی و او په دې ډول يې د خپل ځواک ننداره وړاندې کوله. هرلان چې په پنجابي نه پوهېده نو له رنجيت سنګ سره يې په هندي خبرې کولې.

په ۱۸۳۴ کال چې د رنجيت سنګ جنرال هريسنګ نلوا بالآخره د افغانستان لوی ښار پېښور ونيو نو امير دوست محمد خان يو سخت اخطار ليک ورولېږه چې پېښور ورته پرېږدي او که نه نو جنګ ته دې تيار شي. رنجيت سنګ په همغسې سختو ټکيو ځوابيه ليک ورواستاوه او چېلېنج يې ورکړ چې پېښور نه ورته پرېږدي. 

د ۱۸۳۵ په پسرلي کې امير دوست محمد خان د پېښور د بېرته نيولو په نيت د ګڼ شمېر قبايلي سرتېريو په ملتيا د سکانو پر خلاف جنګ ته راووت او شهادت ته تيار پنځوس زره رضاکارو سره يې د پېښور په څنډو کې پړاو واچاوه. 

که څه هم د فرانسويانو له خوا روزل شوی د سکانو دال خالصه پوځ هم ښه تکړه و خو سنګ د تېر په څېر غوښتل چې که وکولی شي خپل هدف د جنګ پر ځای د ډېپلوماسۍ له لارې تر لاسه کړي.

رنجيت سنګ چې د بارکزيو وروڼو له خپلمنځي اختلافاتو خبر و او هرلان هم دوی ښه پېژندل نو دی يې د جنګ لومړۍ کرښې ته راوغوښت چې که دی افغان مشران تقسيم او پخپلو کې سره واچوي.

په داسې حال کې چې د افغان او سک  پوځونو تر منځ د خرپ او ترپ جنګ شروع شوی و او د دواړو خواوو ګڼ مړي شوي وو، هرلان، سلطان محمد خان ته چې د امير دوست محمد خان ميرنی ورور او د پېښور حاکم و د رنجيت سنګ له خوا د سترو بډو یعنې رشوت ورکولو په بدل کې د امير پر ضد ولمساوه او دې ته يې رضا کړ چې تر خپلې قوماندې لاندې افغانانو سره له جنګه لاس په سر شي. هرلان د سلطان محمد خان په ملتيا د امير دوست محمد خان کمپ ته ورغې او د پرله پسې ناستو وروسته د دواړو وروڼو تر منځ د شته رقابت نه په ګټه اخيستو يې بالاخره امير دوست محمد خان هم اړ کړ چې بېرته کابل ته ستون شي.

د ۱۹۳۵ په اګست کې رنجيت سنګ ګوزڼ وواهه او د هرلان نه يې چې د نورو علومو د ماهر تر څنګ يې ځان ډاکټر هم باله غوښتنه وکړه چې علاج يې وکړي. هغه مهال داسې يو نظر و چې د فلج یا ګوزڼ ناروغ ته برقي شاکس ورکول يې په رغېدو کې مرسته کوي نو د هرلان په وينا يې لاهور ته يو برقي ماشين راووړ چې رنجيت سنګ ته برقي شاکس ورکړي، خو دې تجربې هم هغه روغ او په خبرو را نه ووست. د رنجيت سنګ سره د ده اړيکي هغه وخت نور هم خراب شول چې په دربار کې د ده مخالفانو رنجيت سنګ ته وويل چې هغه افغان ملا چې له هرلان سره اوسيږي او دعوه يې کوله چې ساده فلز یا وسپنه په قېمتي هغو بدلولی شي او دا چې هرلان د ده په مرسته د جعلي سکو جوړولو ته مخه کړې ده. د دې جرم سزا مرګ وه، ځکه خو هرلان د ۱۸۳۶ کال په لومړيو کې بېرته د رنجيت سنګ دښمن افغان پادشاه امير دوست محمد خان دربار ته مخه کړه.

که څه هم هرلان د شاه شجاع او رنجيت سنګ سره د خدمت پر مهال د امير دوست محمد خان پر ضد جنګېدلی و خو امير د ده له قابليت نه دومره اغېزمن شوی و چې خپل پخوانی دښمن يې پخپل خدمت کې ومانه.

د ۱۸۳۶ په مارچ کې امير دوست محمد خان د هند وايسرای لارډ آکلېنډ ته يو ليک ولېږه چې د منځپانګې نه يې داسې ښکارېده چې هرلان به ورته ليکلی وي او په هغه کې يې پرنګيانو ته د دوستۍ لاس اوږد کړی و او غوښتنه يې ترې کړې وه چې رنجيت سنګ مجبور کړي پېښور چې په طبيعي ډول د افغانستان  برخه ده ورته پرېږدي. خو آکلېنډ يې په ځواب کې وليکل چې: ملګريه، تاسو خبر ياست چې دا د برتانوي حکومت پاليسي نه ده چې د آزادو دولتونو په چارو کې مداخله وکړي.

امير دوست محمد خان غوښتل چې هرلان يې پوځ په عصري او غربي سټايل وروزي. فرانسوي افسرانو د سکانو پوځ دال خالصه په تېره بيا د هغوی توپچي داسې روزلي وو چې افغان قبايلي جنګياليو ته يې په څو جنګونو کې سخت زيانونه وراړولي وو. 

د ۱۸۳۷ په اپرېل کې لس زره افغانانو د اميردوست محمد خان د زوی سردار محمد اکبر خان په مشرۍ پر سکانو حمله وکړه او د جمرود په جنګ کې يې د رنجيت سنګ د تر ټولو خوښ جنرال هري سنګ نلوا په ګډون شاوخوا دوه زره سکان مړه کړل، چې د افغانانو د مړيو شمېر هم د زرو تنو په شاو خوا کې و. که څه هم د سکانو توپچي ډېر زورور و خو د لاس په لاس جنګ کې افغانانو سک پوځ ته ماتې ورکړه. رنجيت سنګ د پېښور د دفاع لپاره خپل تر ټولو تکړه فرانسوی جنرال الارډ ورواستاوه او چې پر پېښور يې ولکه سستېده نو اېټالوي جنرال پالواويتبيله  يې د پېښور حاکم وټاکه چې د پېښوريانو د اېلولو لپاره يې په ښار کې هغسې ترور او وحشت پيل کړ چې هرلان بربرېزم بللی دی.

په ۱۸۳۸ کال امير دوست محمد خان د خپل کشر زوی او منشي په ملتيا هرلان د ازبک جنګسالار مرادبېک د اېلولو لپاره د هېواد شمال ته واستاوه چې په لاره کې هزاره ګان هم ورسره ملګري شول. مراد بېک به هزاره ګان نېول او د مريانو يا غلامانو په توګه به يې په بازارونو کې پلورل. هزاره مشرانو امير ته وويل چې که د مراد بېک له شره يې خلاص کړي نو دوی به حکومت ته د ماليې ورکول ومني. هرلان د هزاره ګانو ستاينه کوي چې په دوی کې د غلامۍ رواج نه و او جنسي مساوات ته يې درناوی کاوه، داسې چې ښځو يې مخونه نه پټول، سړيو به يې په هر کار کې مشوره ورسره کوله او له يو بل سره به يې ګډ کار کاوه.

هرلان او لښکر يې کندز ته له رسېدو مخکې په سيغان کې د مريانو له تاجک سوداګرمحمد علي بېګ او په دره صوف کې د ازبک جنګسالار له ولکې په سلګونو هزاره مريان آزاد کړل. کله يې چې په کندز کې د مرابېک کلا کلابند کړه نو هغه وډار شو او د جنګ پر ځای يې د سولې يو تړون وکړ چې دی به په افغانستان کې د امیر دوست محمد خان پادشاهي مني، د مريانو سوداګري به پرېږدي خو د کندز واک به هم له ده سره وي.

کله چې هرلان کابل ته راستون شو نو انګرېزانو دا ښار نيولی و، افغانستان د لومړي انګلو-افغان جنګ په درشل کې و او شاه شجاع يې په بالاحصار کې پرتخت کېنولی و. هرلان زياتوي چې د شاه شجاع ظالمانه خوی نه و بدل شوی او لکه څنګه چې په ۱۸۰۹ کال له واکه د ليرې کېدو پر مهال پخپل ولس کې منفور و همغسې اوس هم د خلکو بد اېشېده.

څه موده پس هرلان د روسيې له لارې بېرته امريکا ته ولاړ او په ۱۸۷۱ کال په سانفرانسېسکو کې ومړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب