شنبه, جنوري 22, 2022
Homeخبرونهد امریکا له لوري د افغانستان ملي دفاع وزارت سره د جنګي...

د امریکا له لوري د افغانستان ملي دفاع وزارت سره د جنګي وسایطو مرسته

تاند ( چهارشنبه، د کب ۶ ) د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان له دفاع وزارت سره د ۶۴۰ بېلابېلو پوځي وسایطو مرسته کړې.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په یادو جنګي وسایطو کې ۴۰۳ هاموې ټانکونه، ۴۳ رنجر موټر، ۲۳ امبولانسونه او ۱۷۰ موټرسایکلونه شامل دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پوځي وسایط نن د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت په لوجستیک قوماندانۍ کې دفاع وزارت ته تسلیم کړل.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل د امریکا متحده ایالاتو د دې کومک نه مننه کړې او ویلي یې دي: “د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په لومړیتوب کې د ملي اردو ځواکونو ظرفیت او وړتیا لوړونه ځای لری، تر څو د دې وزارت د برنامې او ستراتیژۍ پر بنسټ ملي اردو ځواکونه په نوو جنګي تجهیزاتو مجهز شي.”

د افغانستان د ټکنالوژۍ د تامیناتو او لوژستیک مرستیال عبدالله رقیبي هم ویلي چې له دغو وسایطو او تجهیزاتو څخه به د امنیت د ښه والي او تينګښت په برخه کې ګټه واخیستل شي.

ملي دفاع وزارت دغه راز زیاتوي چې تمه ده یاد پوځي وسایط ټولو سیمه ییزو قول اردوګانو ته واستول شي.

امریکا د افغانستان له ملي اردو سره دا مرستې داسې مهال کوي چې له اوږده ځنډ وروسته په دوحه کې یو ځل بیا د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې دویم پړا خبرې پیل شوې دي.

افغان چارواکو تر دې مخکې ویلي که چیري وسله وال طالبان د سولې پر ځای جګړه انتخاب کړي افغان ځواکونه هم د هیواد دفاع ته چمتو دي او وبه یې ځپي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، له افغان ځواکونو څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ژمنه تر ۲۰۲۴ کال پورې پر پر خپل ځای ده او په وینا یې د ملي اردو سرتیري د وسلې او نورو پوځي تهجزاتو له اړخه اوس په کافي اندازه اکمال شوي او په دې برخه هیڅ ستونزه نه لري.

3 COMMENTS

  1. افغان ملت د نړیوالې ټولنې له مرستو همېشه منندویه دي. هیله ده چې دا وسلې د افغانستان د با شهامت ملی پوځ د تقویت سبب شي او به ښهٔ توګه ترې ګټه واخیستل شي. ژوندی او سرفرازه د وي د افغانستان باتور پوځ او خلک.

  2. که دا فاسدین ئي خرڅ نکړی او یائي خپلو لنډغرو باندی د کورنی جګړی لپاره تقسیم نکړی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب