چهارشنبه, اپریل 14, 2021
Homeخبرونهملا انصاري دا ځل د نظام د رانسکورولو ګواښ وکړ

ملا انصاري دا ځل د نظام د رانسکورولو ګواښ وکړ

تاند (جمعه د حوت ۸) ملا مجيب الرحمان انصاري وايي باید د افغانستان د شته نظام پر ضد عمومي پاڅون وشي او دا نظام رانسکور شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن په هرات کې د جمعې د لمانځه په خطبه کې وکړې او لسګونه کسان یې ته یې د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان نظام د اصلاح وړ نه دی او بايد پر ضد يې قيام وشي.

هغه ګواښ وکړ، که چېرې نظام اصلاح نه شي، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې به د نورو علماوو سره په همغږۍ قیام وکړي.

ملا انصاري تور پورې کړ چې اوسنی نظام د يهودو او نصاراوو په مرستو پايي او د خير تمه ورڅخه بې ځايه ده.

باید وویل شي چې ملا انصاري تېره جمعه هم په خپلو خبرو کې د نظام او حکومت ملاتړ کبيره ګناه بللې وه.

که څه هم افغان لوړ پوړو چارواکو د ملا انصاري ددغه ډول څرګندونو په هکله د اقدام خبر ورکړی، خو تر اوسه له نوموړي دا نه دي پوښتل شوي چې ولې داسې څرګندونې کوي.

ارګ: د افغان ځواکونو په هکله د انصاري څرګندونې عظیمه ګناه ده

8 COMMENTS

  1. داځکه چې افغانستان بې سرپوښه دېګ دی ،هر نجس ، ټټو ، ټټار د میلیونونو افغانان په وینو او هڅو جوړ شوی نظام اود میلیونونو افغانانو ارادې پرخلاف افغاني ټولنې ته سپکې سپورې وایي.
    د پنجاب په لاس روزل شوی ټټار د لارو بندولو ګواښونه کوی او د صفویانو روزل شوی بیا د ټول نظام د سقوط او بدلولو اخطارونه ورکوي.
    له بلې خوا شرعي مسئله ده که کوم مضر حیوان او یا د انسان په لباس او څهره کې کوم دوه بولی حیوان ټولنې ته ضرر رسوي باید مخه یې ونیول شي . زندان ته ولېږل شي چې عقل یې سرته راشي .

  2. دیموکراتیک دیکتاتوری دخلکو په غوښتنه نه راځی. داشغال په زور کینول سوی اداره هم د خلکو غوښتنه نده. دبشر د حقوقو مبلغین ولی پټه خوله ناست دی او د ملا دفاع نکوی؟ دا څرکندونی دهغه اساسی حق دی.

  3. ملا ثابته،
    زه خپل په دې ټول ژوند کې له تا غونده بې سواده، او احمق انسان سره نه یم مخاطب شوی. له لیکونو دې ته سم دم ښکاري چې تر کونې لیونې یې. پوه انسان خو والله که دداسې يوه جاهل او خاين ملا خبرو ته غوږ ونیسي، پرېږده دا چې تائید یې کړي. ته یوازینې بې شرمه او بې دينه انسان یې چې ددې حرموني ملا خبرې تائیدوي. الله دې وشرموه چې ددې ملت بدبختي غواړي. لعنت دې پر تا او ستا په بادارانو وي.

  4. هیله ده څوک را نه خپه نه سی؛
    د ځینو وړونو معلومات او د تحلیل کچه محدوده ښکاری.

  5. که هدف مو زما تبصره وي، نو زه له تاسو ټولو لوستونکو د زړه له کومې بخښنه غواړم که زما په تبصرې خفه شوي یاست. پوهېږم چې دا د ټولو ژورنالیستیکي او ادبي اوصولو خلاف کار دی. خو په خدای باور وکړئ چې دبعضې کسانو مغرضانه لیکنې او نظریات مې لیونی کوي. دوی ته د خدای له درباره لومړی د اصلاح غوښتنه کوم. کنه خبره مې سپینه ده. هر څوک چې عمدا افغان مظلوم خلک وژني او یا ددوئ د بدبختۍ لپاره ګام پورته کوې، او یا زمینه ورته برابروي، الله(ج) دې خپل په غضب او اسماني او ځمکنیو افتونو ګرفتاره کړي.

  6. معلومه ندی چی ایا دا ملاګۍ هم د راکټیار ملاګی او نورو قاتلانو په شان په ډالرو حمایه کیږی او که نه ، په اغلب ګمان د حمائي امکان ئي موجود کیدای شی ، هر څوک چی دداسی مضرو مکروبونو ملاتړ کوی ( د فریبی بیان ازادی شعار لاندی ) هغوی د افغان غیرتی ملت ستر دوښمنان دی ، داسی کسانو ته باید د غلامو غلامانو په سترګه ولیدۍ شی !!!!!

  7. فهیم خانه وروره!
    خبره خو دا ده چی ما په یوټیوب کی د مجیب الرحمن انصاری کیسه تعقیب کړېده، انصاری همیشه د ” وصال حق ” د وهابی تلویزیون سره بانډارونه کړیدی او کوی ئې، د انصاری د خپلو څرګندونو ډېره برخه د ایرانی اخوندانو او تشیع ځپلو او غندلو ته وقف کړېده.
    دا یادونه می ځکه وکړه څو ګران لوستونکی پوه سی چی ملا انصاری له هغه ادرس څخه نه ږغیږی کوم چی ځینی لوستونکی ګومان کوی.
    انصاری او هغه ته ورته کسان د یوې بلی مرموزی شبکې مرموز غړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب