جمعه, مې 7, 2021
Home+د وینو رنګ | حیات الله ستانکزی

د وینو رنګ | حیات الله ستانکزی

وارخطا وو ، سړه ډوډۍ یې په تلوار له تریخ چای سره خوړله ، ماشومان یې لا ویده ول ، میرمنه یې څنګ ته ناسته وه ، په آرامه یې ورته وویل ، سړیه ! غوړي خلاص دي ، اوړه هم ایله د یو دوه ورځو شي ، د مزدوري پیسې د څه وخت درکوي ؟ چې کورته سودا راوړې؟ په آرامۍ یې ورته وویل ، راکوي یې، راکوي یې، اوو ښځې لږ صبر کوه، هرڅه به سم شي ټول عمر به دا غریبی نه وي، پورته شو خیرنه او شکیدلې کورتۍ یې واغوستله، خپل کوچني زوی ته یې وکتل له یخنۍ نه یې کمپله کې ځان را غونډ کړی وو څو شیبې ورته ځیر شو ، خدای خبر په زړه کې یې څه تیریدل، له کوره ووت …..

نیم ساعت وروسته شمس د مجیدخان کور ته ورسید، دروازه یې ټک ټک کړه، کوم څوک راغی، لنډې خبرې وکړې او دواړه کور ته لاړل، مجیدخان په خپل میلمستون کې ناست وو مخې ته یې په دسترخوان ډول ‌ډول خواړه ایښې وو ، شمس ته یې هم د چای څښلو ست وکه ، خو هغه نه وویل او زیاته کړه چې ما چای څښلې …….. خان د شیدو ګیلاس خولې ته کړ، او بیایې زیاته کړه، ګوره که ما سره کار وکړې نو ژوند به د جوړ شي ، د خلکو له مذدوریو به خلاص شې، نوم او نښان به لرې ، او په ډیر عزت به ژوند کوې … شمس یواځې ورته رډ رډ کتل، خان جیب ته لاس کړ، هه واخله دا لس زره دي، کله چې خپلې موخې ته ورسیدې بیا راشه چې نورې پیسې د هم درکم، هو رښتیا د توفانچې په کارولو خو پوهیږې ، دا هم واخله… هو په توفانچه پوهیږم یو دوه ځلې مې ورباندې ډزې هم کړي آفرین زمریه دغسې غیرت پیدا که آخر نر یې ………

څو شیبې وروسته شمس پوز تړلی د کلي د پله سره په ځنګله کې پټ وو ، او یواځې لارې ته یې کتل ، خلک تلل او راتلل، چې سترګې یې د حاجي بادام په زوی ولګیدې ، ځان یې  تیار کړه ، ګوته په ماشه کرار کرار د لارې خواته روان شو، د زړه درزا یې ډیره شوه آن خپله یې هم آوریده ، لومړی ځل یې وو چې په یوه انسان ډزې کوي ، شاوخوا یې وکتل څوک ورته ښکاره نشول، لارې ته نږدې شو، د حاجي بادام ځوان زوی له هرڅه بیخبره د مرمۍ له ډز سره لکه د ونې ماته شوې څانګه په ځمکه را پریوت، شمس ورمنډه ، د هغه مخ ته یې وکتل سترګې خلاصې وې، توفانچه یې د هغه سر ته ونیوله، لاس یې لړزیده ، سترګې پټې کړې او د ځوان په  مخ او سر یې شپږ مرمۍ نورې هم ورخوشې کړې ، او په منډه له دغې سیمې لاړ ……..

قضا مازدیګر شمس له څو خلتو سودا سره کورته راغی ، له ډیرې مودې وروسته یې کورته غوښه راوړې وه ، ماشومان او میرمنه یې خوشحاله شول، خو شمس تر نورو ورځو هم غمجن ښکاریده ، ښځې یې ورته وویل سړیه ! ښه شو چې د مذدوري پیسې درکړې ، سبا لخیره یوه بوجۍ اوړه هم راوړه ، خو ولې داسې چرتي ښکارې ؟ شمس په وارخطایی ځواب ورکه نه داسې کومه خبره نشته ، هسې لږ سر مې خوږیږي ……..

د شپې دسترخوان هوار شو، د شمس مخې د غوښو غورۍ کیښودل شو ، په بسم الله سره یې د غوښې یو ټوټه را وچته کړه، کله چې ورته وکتل ، نو لړزې ونیوه ، غوښه ورته د هماغه ځوان سترګه ښکاریده چې وژلی یې وو ، غوري ته وکتل، ټول غوری له سرو وینو ډک وو، ژر یې را پورته کړې غوښه بیرته غوري ته واچوله ، او په ژړه غوني غږ یې وویل تاسو ډوډۍ وخورئ ، زه یې نشم خوړلی ، زړه ته مې نه کیږي ، اودس تازه کووم او بیرته راځم … توبه خدایه توبه ، په دغو جملو ویلو که کوټې ووت ……….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب