چهارشنبه, اپریل 14, 2021
Home+د پښتو څنګه والي، پېر یا حالت ته مشورې لپاره

د پښتو څنګه والي، پېر یا حالت ته مشورې لپاره

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

د الماني ژبلار په مټه یا مرسته دا څنګه والي (پېرونه، حالتونه) د پوښتنو په مرسته په لاندې توګه روښانوو:

۱ – نومیز څنګه والی:(څوک، چا)، (څه)

۲ –  د خاوندوالي څنګه والی: (د چا، د څه)

۳ – داتیو څنګه والی: ا – (له چا) ، ( له څه)،ب – (وچا)،(وڅه)  پ – ( په څه)، ت ـ ( پرڅه).

دلته دې پام او خبرې پرې وشي، چې دا څنګه ونوو، یا نومول شوي( که وي) . دې نور کې -ګومان مې دۍ- ستونځې نه شته.

۴ – اکوزاتیو څنګه والی: (چا، څوک، څه)

ګورو، چې ۱ – او ۴ – یو ډول دي، ځو ۱ – د کړوني په څنګه والي او ۴ – د پرېکړوني یا نه کړوني په څن؛ه والي کې دۍ.

پوښتنغونډاله جوړوو:

څوک له چا سره د چا له کور څخه د چا وکور ته لاړ او په څه کې پر څه باندې څه یې د څه پرسر کېښود؟ 

(سپین) «۱» (له تور)«۲» سره (د ټور) «۳» (له کور)«۴» څخه (د ځلمې)«۵» (وکور) «۶»ته لاړ او (په کوټه)«۷»  کې ( پرمېز ) «۸) باندې (کتاب)«۹» یې د چوکۍ ( پرسر)«۱۰» باندئ کېښود.

د الماني ژبلار له مخې به «۱» نومیز، «۲»، «۳»،«۴»،«۵»، «۷»،«۶»،«۸»او«۱۰» داتیو، «۳»،«۵» واکوالي او «۹» اکوزاتیو حالتویونه یا پېرونه  او که غواړۍ حالتنه دي.

که ټول سره مرسته وکړو او دا پورته سره همغږیز کړو، نو زما په اند به مو د پښتو ژبې یو څه ستونځې اوبی کړې وي.

یادونه: ما چې دا پورته د حالت لپاره څنګه والی لیکلی، باور وکړۍ، چې دا حالت هم راه پېچلی برېښي، چې له عربي به سم وي او که نه؟  

پرته له دې په دې پېر هم نه پوهېږم، چې دا به حالت ته وایې او که څنګه؟ که دې کې هم هر څنګه پرېکړه وي یا وه، نو یو کار به مو سرته رسولی وي. هیله ده چې اندونه سره ګډ کړو.

د ما برېښنا پته:

[email protected]

2 COMMENTS

  1. سلامونه د پښتو ژ بې خواخوږې داکتر شینوارې
    ستا یادونه پر ځای ده خو دالمانې ژبې قواعد ځانته لارې او بنسټونه لری او د پښتو ځان ته همدارنګه عربی ژبه خپل اصول لری. دواړو ژبو ته ډېر کار شوی آلمانانو ډیر کارکړی او خپله ژبه ورته ګرانه ده
    ?Speeches sir Deutch هر چیرته اورېدل کیږی او عربی ژبی سره کلام الله ډیره مرسته کړې ده.
    ژبه په یوه ټولنه کې ستر ساینس دی ، دپوهولو او را پوهولو وسیله ده چې وسایلو او ابزاروته اړه لری . ماهرو کسانو ، مخلصو دانشمندانو، پالونک او څېړونکو ته اړه لری
    ژبه ملی حاکمیت،دخاورې تمامیت، دسیمې او ولس د تاریخی فرهنګ سافت ویر دی . ژبه لافې او باټ نه منی او علمی بڼه لری.
    ژبه اخلاق ، سلیقه اوسوچه پښتونولۍ او عزت دی
    ولې پښتو سره حتی د پښتو اکاډمی په سویه سترې جفا شوی دکړکېچ او بحران خو اوس پرېږده چې تجارت شوه او ډیر تالی څټی په کې را پیدا شول
    راغلو د اکوزاتیف،داتیف،نومیناتیف، ګینېتیف او نور حالتونه ډیر مهم دی چې په ژبه کې الجبریکه بڼه غوره کوی خو دلته اصول باید دژبې د کچې په بر بنا باید څه وی؟
    ژبه لکه ریاضی په تدریج علمی کیدای شی نه تقلیدی او فسبو کی هیاهو باندې .
    پښتو پیاوړی پر مختګ ته اړه لری سمې وسلې ته چې بو هه ده او اوچته ملی شملې ته ضرورت لری برم او عزت د ژبې تاریخ ټاکی .

  2. ښاغلي شینواري صاحب ته خپله خوږه پښتو ژبه ډېره ګرانه ده ، تل یې د خپلې خوږې ژبې پرمختګ او ډېرو مغلقو برخو ته پام کړیدی، چې پدې هکله د دوی خدمت او هڅې د ستایلو دي . هیله ده پدې برخه کې د نورو ژبپوهانو په مرسته نورې لیکنې او څېړنې وشي .
    زما په نظر پښتو ژبه ختیزه آریایی ژبه ده ، کېدای شي د هندي ، اردو ، پارسي ، کردي او زمونږ په ګاونډ کې روسي ژبې ته د ګرامر له اړخه یو څه ورته والی ولري .
    که د دوی په اجازه دا مثال داسې ولیکل شي ، بهتره به وي :
    سپین له تور سره د توریالي له کوره د زلمي کور ته لاړ او کتاب یې په کوټه کې پرمېز باندې یا د چوکۍ پرسر باندې کېښود.

    زما په نظر په پښتو کې وکور سم ندی .فکر کوم ، دا د پاړسي به خانه په تقلید ځینې محلې لهجو کې استعمالیږي .
    شینواري صاحب اوع . شریف آزاد ورور ته د تاند له لارې سلامونه او درناوی وړاندې کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب