جمعه, مې 7, 2021
Home+آیا له محمدنادرخان سره د انګرېزانو اړیکې یقیني ګڼلی شو؟ 

آیا له محمدنادرخان سره د انګرېزانو اړیکې یقیني ګڼلی شو؟ 

افغانستان په یوه پېړۍ کې

(۱۳۰۰—۱۴۰۰ل)

درېیم څپرکی

۲برخه

 استاد شهسوارسنګروال

جنرال یارمحمدخان په خپل کتاب کې (دافغانستان د خپلواکۍ او نجات تاریخ) د خپل سترګو ليدلی حال داسې بیال کړیدی.:

سپه سالار محمد نادرخان دخپلو دوه وروڼو (شامحمودخان او شاولی خان) سره چې د جنوبي په وړو وړو جنګونوکې د حبیب الله د ملګرو څخه پرلپسې ماتې خوړلې وې د ځاځیو په علي خېلوکې بې هیلې او نا اميده اوسېدل.1 سره ددې نهيلۍ وو بيا هم نادر خان شاه ولي خان او شاه محمود خان په ځاځيو، په  منګلو او  وزيرستان کې خپلې  هڅې کولې چې خلک د جرګو او غونډو له لارې په ځان را ټول کړي بيا هم د سپه سالار د پرله پسې ماتې اونهیلو غورچاڼ په څو ټکو کې په لنډیز سره څېړو:

۱ـ لوډویک اډمک د `148-1, 1929, 47 F.NAI ګڼې دوه او ۴۸نمبرونو له مخې په خپل کتاب کې کښلې دي:

د حبیب الله ځواکونو دنادرخان ځواکونو ته د اپريل په ۲۸ مې نېتې د لوګر په وادي کې « شمه زر» ته نږدې ماتې ورکړه  او دجنوب قبایلو د جګړې شوق له لاسه ورکړ.

۲ـ یو شمېر ملایان او روحانیون د حبیب الله په ملاتړ راپوړرته شول او فتوایې ورکړه چې دنادر او دهغه د وروڼو وژل روادي  ان داچې که چا ژوندی حکومت ته وسپارل څلوېښت زره او که مړي یې وسپارل دېرش زره روپۍ او یوټوپک دانعام په توګه ورکول کېږي.

حبیب الاسلام خپرونې هم د خوارجو په تړاو او همدارنګه د پیغمبر(ص) او دقرانکریم د ښودنو او لار ښودنو له مخې وویل:

د پاچا درناوی او اطاعت وکړی مهمه دنده که هغه هر څه وي، ان که یو حبشي مریې هم وي. 2

۳ـ دنادرخان ځواکونو د اپريل په ۲۵ مې نېټې ۱۹۲۹کال د جنرال (پنین بېګ خان) د جنکیالیو پروړاندې ماته وخوړه ان داچې احمدزیوهم له نادرخانه مخ واړاوه نږدې ووچې نادرخان وژل شوى وى.

۴ـ شامحمودخان داپريل په ۲۸ په ۱۹۲۹ پرزرغون شاه برید وکړ خو بري یې تر لاسه نکړ که څه هم ګردېز د شاولي خان په لاس کې وه.

۵ـ نادرخان کوښښ کاوه چې د جرګو له لارې ټول قومونه سره یو موټى شي ان تردې چې دنورالمشایخ نه یې هم و غوښتل چې پدې تړاو ورسره مرسته وکړي.ځکه خو نادر خان د ځاځيو علي خيلو په لويه جرګه کې په ډېرې نهيلۍ وويل: يا مو سقاو زوې ته تسليم کړئ، يا مو ملاوتړۍ او يا خو مو له ځاځيو وشړئ… له يوې خوا ددې جرګې اغيز وو او له بلې خوا د سقاو د زوي کمزوري دريځ وو. هغه د محي الدين انيس خبره: د ورځې ١٢ بجې وي، د باغ مهمانخانه دکوهستان او کابل  خلکو ډکه وه، ټول سترګې په لار وو چې حبيب الله به دوےته څه ووايي؟ هغه دماڼۍ له کړکۍ نه  سر راوويست وې ويل: تاسو چې مې له کفر اولاتې ګرۍ نه وژغورلى… زه ستاسو پاچا يم…(وګوري بحران او نجات ٩٦-٩٧مخ)

۶ـ که څه هم د سقاو زوی حبیب االه هم څو واري په پرله پسې توګه سردار علیشا اومولوی عبدالطیف د روغې جوړې لپاره نادر خان ته ولېږل ولې نادر خان ونه منله، چې له حبيب الله سره روغه جوړه وکړي.

۷ـ جنرال محمد صدیق خان د غوث الدین لخوا خوشی شو یا له بنده وتښتېد له اوه ۷ زره منظمو اونوو ځواکونو سره له کابله بېرته مخ په ګردېز راوخوځيدل.

بیا یې دنور المشایخ په لاس نادرخان ته ګواښ وکړ چې تسلیم شه، ولې بیا هم عبدالغني خان له خپلو دریو وروڼو سره د سپه سالار په ملاتړ د هغه پر وړاندې ودرېدل.

د جون په ۲۳ مې نېتې (۱۹۲۹) کال دواړو غاړو ترمنځ توده جګړه و نښته چې په پای کې محمد صدیق ټپي شو او دعصمت الله خان کلا ته یې و لېږدوه، ولې د سلېمانخېلو په ګډون جنګیالي بیا هم پرشا نشول اوپه څلورمه ورځ يې ګردېز ونیو.

شاولي خان سجنک ته لاړ او هلته له خپلو وروڼو سره یوځای شو.

ددې ټولو ستونزو مانا دانه وه چې سپه سالا ر ددې ټولوپېښو په وړاندې بېخي نهیلی وه له همدې تاوتریخوالوډکو شېبو کې لمړی یې داصلاح پنوم يوه خپرونه را وېسته او بیا یې له همدي لاري نه پخپلو ملاتړو او بېلا بېلو قومونو د یوالې غږ وکړ.

ددې په څنګ کې کوم څه چې نادرخان ته ډېره مهمه وه هغه دا وه چې غوښتل يې د ډېورنډ پورې غاړي قومونه مرستې ته راوبولي چې دده په ملاتړ ډګر ته راودانګې سردار شاولي خان چې هم دمخه سپه سالار ته کوم ډاډ ورکړي وو:

زه له زلمي خان، سنک خان او د خوست له ولسوال محمد سرور خان سره ګردېز ته لاړم او د سید محمدخان او محمد شاه خان له تاوده هرکلی سره مخ شوم.

خان محمد خان، شېر محمد خان، عبد الغني خان دغو درې واړو وروڼو په ټولو عملیاتو کې ونډه درلوده.۳

بېا هم کومه پایله تر لاسه نکړه چې دسقاو پرزوی برلاسي شي.  دستيوارت په اند:

د حبیب الله جنګیاليو چې د غلام صدیق خان او سورجرنیل پرمټ د محمدنادر خان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله اړولې وه نوموړې د مرستې په موخه انګرېزانو ته مخ واړه وه چې هغوی قبايلو ته اجازه ورکړي چې د ډېورنډله کرښې پورې غاړې ته استوګن دي. ۴

دهند په ملي ارشیف کې هم داسې لاسوندونه شته چې د پاړه چنار سياسي څارګر د سپتمبر په دریمه ١٩٢٩ کال د برتانوي هند چارواکوته کښلي دي:

چې محمد نادرخان دحاجي محمد اکبر خان پلاس یولیک ور استولى دى چې په هغه کې د پیسو او وسلو غوښتنه شوې ده له دې سره بيره پدې هم تينګار کړى دى چي دمسيدو او وزيرو قومونو ته اجازه ورکړي کوم چې غواړي له ده سره مرسته وکړي.

محمد نادرخان برېتانوي چارواکي هم په مخامخ خبرو کې او هم يې د ليکونو له مخې پدې وېرول که چېرې دی بريالی نشي، د امان الله خان بېرته واکمن کېدل شوني دي.

د سقاو زوی حبيب الله هم د دې جوګه ندی چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د پرمختګ مخه ونيسي.

نو پدې بنسټ د افغانستان بې ثباتي د برېتانوي هند له بې ثباتۍ سره نېغ په نېغ تړاو لري.

د برېتانوي هند له بهرنيو چارواکو سره او پدې لړکې «دينيس بارون» سره د ده د يوه ليک په اړيکه کې په ډاګه کېږي چې د انګرېزانو له مرستې پرته د ده بری ناشونی دی. نو د دې لپاره چې د افغانستان او برېتانې اړيکې دوستانه وي، په افغانستان کې د روسانو د پرمختګ مخه نيول شوې وي، له چمن نه تر هراته پورې د وسپنې پټلۍ ليکه وغوځېږي. نو د افغانستان د خپلواکۍ په رڼاکې د تېر په څېر ستاسو هر اړخيزو مرستو ته اړتيا لري.

نه يوازې سپه سالار له انګرېزانو سره دا ډول اړيکې پاللې بلکې د ډيورنډ پورې غاړې قومونو په سر کې له وزيرو او مسيدو سره هم د ليکونو په وسيله اړيکې نيولې وې.

«هغه ليک چې سپه سالار محمد نادر خان  د حاجي نواب خان کاکا او مولوي صاحب الله نواز خان په لاس موږ لره رالېږلی وه. څو ټکي يې داسې وو:

عزيزانو! د وزيرو او مسودو قومونو، غيورو مشرانو. ستاسې مېړانه د خپلواکۍ په جګړه کې را ته څرګنده شوې ده. بيا همغه د غيرت ګنټه ده. اعليحضرت غازي امان الله خان د يوه سارق او کوتا طريق له لاسه خارج ته فرار کړی دی…

دا تقاضا موږ ټولو څخه کوو چې په اتفاق او اتحاد سره وطن ته د روانې فتنې نه نجات ورکړو.»(۵ (محمد نادر)

سپه سالار د خپلې سياسي اوښيارۍ له مخې له ټولو غاړو د مرستې داسې غوښتنه کوله چې د افغانستان ځواک او واک خپل کړي.

په همدې تړاو عبدالحميد مبارز د يوه امريکايي تاريخپوه «دوپري» له انده ليکلي دي:

«نادر خان لس زره ټوپک، پنځه ميليونه کارتوس او يو لک و اويا زره پونډه (۱۷۰۰۰۰) له برېتانيانه مرسته ترلاسه کړې وه. چي سرحدات د تېرو اميرانو په څېر وساتي.»(۶

که چېرې داسې نه وی شوي، سپه سالار محمد نادر خان ته به ګرانه وه چې په خالي لاسو او خالي جېبونو، پرته له وسلو او پيسو واک ته رسېدلی وی.

که څه هم محمد نادر خان چې کله ولسي شورا (۱۳۱۰ هـ) پرانستله په ډاګه و ويل:

«ماچې کومې وسلې او پيسې له برېتانيې نه (۱۷۰۰۰۰ پونډه – ۱۰ زره ټوپک ۵۰ کارتوس) تر لاسه کړي دي پرته له کوم شرط او پرته له سود نه دغه مرسته اخېستې ده.»(۷

په کابل کې د هغه مهال د برېتانيا سفير فريزر تتلر هم د دې مرستې يادونه کړې ده «چې يادې پيسې او وسلې يې د تحفې په بڼه محمد نادر خان ته ډالۍ کړې وې.»(۸

همدارنګه برېتانوي چارواکو د وزيرو او مسيدو جنګياليو مخه ونه نيوله چې د ډيورنډ له کرښې پورېوځي او له نادر خان سره مرسته وکړي.

يو شمېر دا خبره نه مني چې ګني د وزيرستان جنګيالي د برېتانوي هند چارواکو په خوښه له سپه سالار سره يو ځای شول.

جرنيل يارمحمد خان د سترګو لیدلي پخپل کتاب کې داسې را غبرګ کړي دي:

«په ماما زيارت کې د وزيرستان څلور زره پنځه سوه (۴۵۰۰) وسلوال جنګيالي له خپلو انګرېزيو ټوپکو او کارتوسو سره را ټول شوي وو او پر کابل د جګړې لپاره يې ځانونه چمتو کړي ول. په کورمه، واڼه، او توچي کې د پرنګيانو پوليټيکل او تحصيل دارانو دا هڅه او هاند کړی وو چې د وزيرو او مسيدو جنګيالي د کابل له تګ نه منې کړي.»(۹

سراولف کارو پخپل نامتو کتاب پټانز کې ليکلي:

«همدارنګه زيات شمېر وزير د افغانستان په برمل او نورو سیمو کې مېشته دی، هغه وزير چې ډيورنډ کرښې ختيځ او جنوب ته په برېتانوي هند پورې تړلی او سره له دې چې د هند حکومت د دوی د تګ ممانعت کاوه خو دوی په ګڼ شمېر ننوتل او د نادر خان د لښکر پيشقراول يې تشکيلاوه.»(۱۰

د وزيرو او مسيدو ګڼ شمېر جنګيالي د مولوي الله نواز او فيض محمد ګرديزي په ملتيا هغې چوڼۍ ته ورسېدل چېرته چې سپه سالار محمد نادر خان استوګن وو.

دلته نوموړي له جنګياليو سره اوږدې خبرې وکړې چې څو مهم ټکي يې داسې دي:

«عزيز نوا د څښتن تعالی شکرونه ادا کوم چې تاسې د قوم ننګيالي مشران د مرياڼي يار محمد خان په زيار وزيرستان څخه چې د انګرېزانو تر لاس لاندې ده، د خپل افغان وروڼو او خويندو د عزت پرځای کولو او وطن د نجات لپاره تر علي خېلو پورې را رسېدلي ياست.»(۱۱

د لېږدي سپوږميز کال (۱۳۴۸ هـ ق) د ربيع الثاني يوويشتمه (۲۱) نېټه د سهار لس (۱۰) بجې وې چې د علي خېلو په چوڼۍ کې د سپه سالار محمد نادر خان په مشرۍ يوه جرګه جوړه شوه چې د غونډې ګډون وال دغه کسان ول:

سردار شاه محمود خان، الله نواز خان، حاجي نواب خان، زلمی خان منګل، زمرک خان ځدران، سنګ خان منګل، عبدالغني خان ګردېزی، د جنرال يار محمد خان په مشرۍ د وزيرو او مسيدو ګڼ شمېر مشران، دامان الله خان ورور امين جان، فقير محمد خان مومند، صاحب جان سربلند، سيد خان او ليپ خان، شېرجان تڼی، سدو خان، شادين خان دوړ او نور يادولی شو.

جرګه وال له اوږدو خبرو اترو وروسته په دغه پرېکړه يوه خوله شول:

١-ټول قومي مشران دې د هېواد د نجات او خلاصون لپاره جنګيالي دېته وهڅوي چې بری تر لاسه کړي.

٢-د ځدرانيو، منګلو، ځاځيو او ګردېزيانو لښکر دې بېل وي او د وزيرو، مسيدو، دوړو او تڼيو جنګياليان دې بېل وي.

٣-د حبيب الله خان په وړاندې جګړه به د مشرانو له خوا پر مخ ځي.

٤-د کابل تر نيولو پورې دې سپه سالار محمد نادرخان په علي خېلو کې وي او د ده په وکالت د شاه ولي خان له لښکر سره مل وي.

٥-له بري وروسته دې غازي امان الله خان را وغوښتل شي او يا د ده د کورنۍ کوم کس ته سلطنت وسپارل شي.

٦-د پا چا امان الله تر راتګه دې سلطنت وکالت د سپه سالار محمد نادر خان په غاړه وي.

٧-د دين عالمانو او شيخانو ته د درناوی وشي.

٨-د سرتېرو روزنه دې دکورنيو د غړو په څېر وشي.

٩-د بډو اخستل او د ولس د لوټولو مخنيوی.

١٠-د وطن مېړني دې په تاريخ کې ياد شي.

١١-د پوځ بيا رغول.

١٢-د وطن د نجات د لارې شهيدانو او معلولينو وارثاتوته معاشونه.

١٣-د وزيرو او مسيدو جنګياليو ته دې د يوې رښتنې محاسبې له مخې له ۱۳۰۸ نه د وطن تر نجات پورې چې کوم لګښت دوی کړی دی د هېواد له خزانې نه دې ورکړ شي. (چې ور نکړی شو)

١٤-د حبيب الله پلويانو ته د عفوې اعلان.

١٥-د جګړې بنديان دې دهېواد له نجات نه وروسته په عزت او درناوي خوشې شي.

له دغه پرېکړه ليک نه وروسته ټول پوځونه او جنګيالي د يوه منظم ځواک په څېر مخ پر کابل رهي شول.

د کابل نيول

مارشال شاه ولي خان پخپل کتاب کې کښلي دي چې اته (۸) مياشتې تېرې شوې چې موږ له فرانسې نه و وتو او په ځاځيو کې مو واړول. يوه ورځ سپه سالار، زه، سردار شاه محمود خان او الله نواز خان (۸۷ مخ) وغوښتو او وې ويل:

«موږ مخکې له دې چې د واورې د اورېدو موسم شي بايد پر کابل بريد وکړو. ځکه هر څومره چې وخت اوځي ستونزې ډېرېږي او د افغانستان په زيان پايته رسېږي»(۱۲

دوی د همدې ناستې له مخې وپتېله چې د احمدزيو، ځاځيو، ځدرانو او منګلو جنګيالي له يوې خوا د کابل نيولو ته وهڅوي. او له بلې خوا الله نواز خان او حاجي نواب خان د وزيرستان وګړي د مسيدو او وزيرو مشرانو په لارښونه هم يو موټی کړي او په ګډه په کابل بريد وکړي.

سپه سالار د يوې نوې نخشې له مخې سردار شاه محمود خان ته دنده وسپارله چې له «ميرزکې» په ګردېز بريد وکړي او سردار شاه ولي خان د يوه پياوړي لښکر سره مخ په کابل وخوځېږي. په ګردېز کې د سقاو د زوی ځواکونه د سردار شاه محمود خان له جنګياليو سره بوخت شول او مارشال شاولي خان د سپتامبر پر ۳۰ دېرشمې نېټې (۱۹۲۹) چې د تلې ميزان له لسمې (۱۰) (۱۳۰۸ هـ کال) نېټې سره برابره وه په ډېرې چټکۍ «تنګې واغجان» ته ورسېد.

کوم ځواکونه چې حبيب الله د کابل نه د مرستې لپاره لېږلي ول په «وغجان تنګي» او محمد اغې کې ماته وخوړه.

د دغو سرتېرو ګڼشمېر يې ونيول شول او بيا د يرغمل او اسيرانو په بڼه د بري د نښې په توګه چې د پکتيا ولس يې وګوري سپه سالار ته ولېږل شول.

کله چې سردار شاولي خان «زرغون ښار ته ورسېد دلته د محمد ګلخان مومند په مشرۍ د هېواد د ختيځو سيمو جنګيالي هم ورسره يو ځای شول.

د انيس د خپرونې پر بنسټ «د شاه ولي خان د بري يو لامل په لوګر کې د سور جرنيل محمد عمر خان د پوځونو مرسته وه چې له حبيب الله نه د سردار محمد نادر خان په ملاتړ تېر شو.»(۱۳

سردار شاه ولي خان وايي چې جنګيالي مې په درې برخو ووېشل:

ښي لورته د وزيرو جنګيالي، کيڼ پلو ته د احمدزيو لښکر او په مينځنۍ برخه کې مو د ځاځيو، منګلو او ځدرانو جنګيالي ځای پر ځای کړل. له درې خوا وو مو پر دښمن بريد وکړ او د ميزان په ديارلسمه (۱۳) نېټه (۱۳۰۸ هـ) چاراسياب ته ورسېدو.»(۱۴

پدغه وخت کې الله نواز خان او وزير محمد ګل خان مومند له خپل لښکر سره د «سنګ نوشته» له لارې د حشمت خان په کلا ور وختل شاه ولي خان د چهل ستون له خوا د کابل د ښار سوېلي پلو ته پرمختګ وکړاو ارګ يې کلابند کړ.

حبيب الله يوازې له يوسلو شلو کسانو سره په ارګ کې پاتې شو. نور پلويان يې د کوهدامن او کوهستان په لور وتښتېدل.

که څه هم داسې اوازې او انګازې ګډې وې چې له کندهار، مشرقي، شمالي او جنوب نه د حبيب الله پلويان را روان دي ډېر زر به د نادر خان په پلو يانو بريدونه وکړي.

نو ځکه خو حبيب الله په اتيا تنو جنګياليو مقاومت کاوه ولې کله چې له پغمان نه کابل ته په لاره سپه سالار پردل خان د خپلو کسانو لخوا ووژل شو، د دوی وېره لا ډېره شوه د سقاو د زوی پلويان، له هرچا ړومبی ملک محسن له کابل نه وتښتېد، حبيب الله يې يوازې پرېښود او ورور يې حميدالله هم ټپي شو.

کله چې د وسلو او باروتو زېرمو اور واخست په ټول کابل کې وېره خوره شوه. پدې لړ کې حبيب الله هم خپلو نږدې دوستانو سره ارګ پرېښود او چاريکارو ته وتښتېد.

د ارګ له نيولو درې ورځې وروسته محمد نادر خان کابل ته ورسېد او بيا د اکتوبر په ۱۵مه نېټه (۱۹۲۹ ز کال) د سلام خانې ماڼۍ ته ننوت.

دا چې د سقاو زوی حبيب الله خان څرنګه واک ته ورسېد او څنګه و پرځول شو؟ لومړی پخپله د حبيب الله هغې کيسې ته تم کېږو چې د مير غلام محمد غبار له انده کښل شوې ده:

«زه د امان الله له ډاره د سکندر او سمندر په ملتيا چې زما د ماما زامن ول پېښور ته لاړم. هلته مې چای خرڅاوه. بيا توتکي ته لاړم سماوات مې کوه. وروسته وطن ته را روان شوم. په لاره کې بريکوټ ته ستون شوم، جومات ته لاړم. ملا په ممبر باندې د جهاد خبرې کولې. له وعظ نه وروسته مې له ملا نه دعا واخسته چې ترې تلم نو را ته وې ويل: په لاره کې دې يوه ونه په مخه راځي. د هغې بېخ وسپېړه څه چې دې ترلاسه کړل له ځان سره يې يوسه.

د ونې بېخ مې وسپېړه، که ګورم څلور ټوپکه، کارتوس او زر روپۍ مې تر سترګو شوې. دا مې تر لاسه کړل د لغمان له لارې مخ په کوهدامن را رهي شوم.

په لاره کې مې ملا وليد او د امان الله په وړاندې يې راته د جهاد سپارښتنه وکړه.

يوه بل ملا د امان الله د وژلو فتوی راکړه، د پغمان په تياتر کې مې غوښته هغه ووژنم. خو بيا مې د مسلمانانو جشن خراب نکړ.

بيا کوهدامن ته لاړم. هلته يوه بل ملا د پغمان د ملا په څېر راته هماغه خبره غبرګه کړه.

تګاو ته لاړم هلته مې له فرقه مشر غلام محمد خان او د تګاو اخون زاده صاحب ملا حميدالله سره وليدل. دوی را ته د پاچا د وژلو لارې چارې په ګوته کړې.

د پروان خانان يې را وپېژندل چې له ما سره مرسته وکړي. بيا مې پرېکړه وکړه چې امان الله را نسکور کړم. هغه وه چې په کابل مې بريد وکړ…»

لکه څنګه چې د سقاو زوی حبيب الله په توره شپه کې واک ته ورسېد. همدغسې په توره شپه کې له مينځه لاړ او محمد نادر خان د افغانستان پاچا شو۰

ارګ همغسې تر اور لاندې وو او د مرنجان له غونډۍ نه په سپکو او درنو وسلو ويشتل کېده.

حبيب الله پوه شو چې نور د واک د چلولو جوګه نه دی نو بيا يې له کاکا سره سلا وکړه چې ارګ پرېږدي، هماغه وه چې يوشمېر کسان يې سردار شاه ولي خان ته واستول چې ډزبندي وکړي.

سردار شاه ولي خان د هغه غوښتنه ومنله او دی هم له خپلې کورنۍ سره له ارګ نه ووت. حبيب الله له وتلو د مخه پخپله «ګلخانې» ته لاړ چېرته چې دولتي خزانه او قيمتي جواهر وو. ويل کېږي دوه خلتې (کيسه) طلاوې چې تقريباً دوه زره طلا وې به وې له ځان سره واخستې بيا يې پخپلې پګړۍ کې تاو کړې، ملا يې پرې ټينګه وتړله او د ارګ له شمالي دروازې نه ووت.

«سپه سالار محمد نادر خان د تلې (ميزان) په دوه ويشتمې (۲۲) نېټې له پکتيا نه د چهلستون ماڼۍ ته ورسېد او د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو.

سبا د سلام خانې ماڼۍ ته راغی. د جنګي اسيرانو په شمول (چې له تنګي واغجان نه اسير شوي ول) ګڼ شمېر نور ښاريان، د جنوب جنګياليان ورسره ول ارګ ته ننووت.»(۱۵

جرنيل يار محمد خان وزيري د سترګو ليدلي پخپل کتاب کې داسې ليکلي دي:

«د ميزان په درويشتمه نېټه چې موږ قومي مشرانو د کابل فاتح لښکرو او سپه سالار صاحب د ښار په طرف حرکت وکړ. زموږ جنګياليو ډولونه وهل، ملي سندرې او غاړې ويلې… او هم د زنده باد غازي امان الله خان نارې په ټوله لاره کې پورته وې…»(۱۶

د سلامخانې ماڼۍ کې محمد نادر خان د يوې وينا په ترڅ کې وويل:

زه د دې لپاره هېواد ته بېرته راستون شوم چې هېواد ته نجات ورکړم او له غلو يې وژغورم. پاچايي نه غواړم، بلکې غواړم يوه لويه جرګه را وبولم چې د ملت استازي خپل مشر وټاکي. د جنوب قومي مشرانو په ځغرده وويل چې د جرګې رابللو ته کومه اړتيا نشته تاسو پخپله زموږ پاچا يی. په دغه وخت کې د ښوونې او روزنې پخوانی وزير فيض محمد خان پاڅېد او وې ويل چې د اماني د جرګې غړي دلته شتون لري او د پاچا په ټاکلو ټينګار کوي…

محمد نادر خان د جنوبي خلکو دغه وړانديز ته غاړه کېښوده او د سلطنت درون بار يې پخپلو اوږو واخست. د ترکيې سفير حکمت بايور چې کابل نه وتلی نه وو هم له نادر خان نه ورته غوښتنه کړې وه.

کله چې په پکتيا کې د يوې جرګې په ترڅ کې په يوڅو فقريزه پرېکړه ليک ژمنه شوې وه چې امان الله او يا د هغه د کورنۍ کوم کس به پاچا کېږي او اړدوړ کوونکوته به بښنه کېږي. نو په همدې بنسټ يوشمېر قومي مشرانو د حضرت صاحب نورالمشايخ په ټينګار له محمد نادر خان نه د سقاو د زوی او د هغه د ملګرو د بښنې غوښتنه وکړه او هغه هم په قرآن کريم لوړه وکړه چې هغه به بښي.

حبيب الله د همدې باور له مخې او هم د خپلو نږدې ملګرو په سر کې د سيد حسين په ټينګار دې ته اړ شو چې له خپلو لوړپوړو چارواکو سره ځان تسليم کړي لکه حبيب الله، حميد الله، سيد حسين، شيرجان، محمد صديق خان، محفوظ خان، سيد محمد قلعه بېګي، ملک محسن، عطاوالحق، اسلم سرپوچ، غياث الدين «مارکي» او نور چې شمېر يې اولس (۱۷) تنو ته رسېده.

«مردې در حريق تاريخ» کې د مير محمد صديق فرهنګ له قوله کښلي شوي دي چې:

«نادر خان د دې لپاره چې د شمال اوسېدونکو ته سزا ورکړې وي (کوهدامن او کوهستان) د وزيرو او جنوب جنګياليو ته وويل چې شمالي چور کړئ. همدا ډول د نايب سالار عبدالوکيل خان په قومانده يې هم يو غونډ پوځيان په کوهدامن کې ځای پرځای کړل.»(۱۷

يوشمېر کسان او په ځانګړي ډول عيني شاهدان بيا پدې اند دي چې د وزيرستان وګړو د شمال په چور کې هېڅ ونډه نه درلوده، دا يو تور دی:

«د محمد نادر خان له عهد شکنۍ نه وروسته موږ د وزيرو او مسودو جنګيالي له ارګ څخه را ووتو.

د ځنګلونو ريس فقير محمد خان مومند راته وويل: يار محمد خانه! نادر خان دې ونه غولوي…

زموږ د شکايتونو له کبله، بله ورځ محمد نادر خان موږ د سردار فتح خان په کور کې مېلمانه کړو… د خبرو په ترڅ کې ما ورته د علي خېلو د ژمنې يادونه وکړه… د ماسخوتن له ډوډۍ نه وروسته نادر خان زه او انګور خان له لاسه ونيولو راته وې ويل: يار محمد خانه! زه د علي خېلو په پيمان ولاړ يم، موږ به له عليحضرت امان الله سره په تماس کې شو…

د خلکو مال او ځان زموږ د ګزمو په اثر خوندي وو. د ارګ شتمني مو په همغه اوله شپه نادر خانه ته وسپارله او زما جنګيالي يوازې هغه ټوپک سره وزيرستان ته لاړل چې پرنګيانو نه يې ولجه کړي ول.»(۱۹

 د ظفر کاکا خېل له قوله هم کښل شوي دي چې نادر خان د حضرت شېر اغا مجددي په کور کې له حبيب الله او سيد حسين سره وليدل او بيا د سقاو زوی نادر خان ته وويل:

خدای (ج) ماته څو ورځې د حکومت کولو وس راکړ، اوس د سلطنت تاج تا پورې اړه لري، ته پخپل شوق پاچايي وکوه، تا وطن د تورې په زور ونيوه، حق لرې چې پاچا وې…

بيا حبيب الله او سيد حسين خپل مهرونه نادر خان ته وسپارل…» دا هم ليکلی شوي چې وروسته دوی د نوامبر په اول د وزيرستان او جنوبي جنګياليو ته وسپارل شول او هغوی په ډېرې بدرنګۍ ووژل.»(۲۰

د علي خېلو په جرګه کې کوم پرېکړه ليک چې د وزيرو او مسيدو او پکتيا مشرانو لاسلیک کړی وه په «۱۴» مه ماده کې راغلي ول چې د حبيب الله د مهال ټولو جنګياليو ته به عفو کېږي. نو بيا دغه د تامل وړدی چې ذکر شوی کار دې د وزير لخوا شوی وي. د ارګ د چورولو په تړاو نه يوازې يو شمېر کورنيو ليکوالو ليکنې کړې دي بلکې بهرنيو څېړونکو په سرکې د برېتانيا څارګرې ادارې هم دغه ټکي ته اشاره کړې ده چې:

«ارګ ځکه د سردار شاه ولي په امر چور شو چې له دغې لارې نه د کابل د خلکو د کورونو د چورولو مخه ونيول شي.»(۴۱

په هر حال محمد نادر خان ته يو شمېر درباريانو د بيعت لاسونه اوږده کړل. د مارشار شاولي خان په اند چې پدغو کسانو کې د امان الله وروڼه هم ول لکه سردار محمد عمر خان او سردار امين الله خان (۱۰۵مخ).

که څه هم مارشال شاولي خان د خپل کتاب په ۹۰ مخ کې د امان الله خان د هغه ورور يادونه کړې ده چې په «هزاره جات» کې وو.» دولس (۱۲) بجې وې د «شتر ګردن» له کوتل نه واوښتو سترګې مو د سراج الملة الدين په زوی محمد امين جان چې څو تنه ملګري هم ورسره وو. ولګېدې… نوموړي ته مې وويل چې په ځاځيو کې له سپه سالار سره وګوري. کله چې له هغه سره وليدل، سپه سالار ورته وويل:

پدغه پاڅون کې له موږ سره برخه واخله، ولې ويې نه منله او هندوستان ته لاړ.»(۴۲

د دې خبرو سره سره بيا هم نورالمشايخ پاڅېد او د پاچا پګړۍ يې د محمد نادر خان په سره وتاړله. خو کله چې محمد نادر خان په تخت کېناست لومړی کار يې دا وو چې د خپل ورور محمد هاشم خان تر صدارت لاندې يو شمېر کسان د حکومت چارو ته وګمارل:

–   د محمد نادر خان مشر ورور سردار محمد عزيز خان د مسکو سفير وټاکل شو.

–   سردار شاه ولي خان وکيل السلطنه د لندن او پاريس سفير.

–   سردار محمد هاشم خان صدراعظم.

–   سردار شاه محمود خان د حربيه وزير.

–   سردار فيض محمد خان (د پاچا د تره زوی بهرنيو چارو وزير.

–   محمد ګل خان مومند د کورنيو چارو وزير.

–   حضرت فضل عمر مجددي (نورالمشايخ) د عدليه وزير چې وروسته يې خپل زوم حضرت فضل احمد پدغه دنده وګماره.

–   محمد ايوب خان ماليه وزير.

–   محمد اکبرخان د سوداګريزو چارو وزير (وروسته ميرزا محمد يفتلي)

–   علي محمد خان د پوهنې وزير.

–   سردار احمد شاه خان (د پاچا تره زوی) د دربار وزير.

–   الله نواز خان ياور (د رب نواز هندوستاني زوی) د فوايد عامې وزير.

–   ميرزا محمد نوروز خان د پاچا سرمنشي.

–   عبدالاحد خان مايار د شورا ريس.

–   مير عطا محمد خان حسيني د مشرانو د جرګې ريس.

–   محمد اکبر خان د طب مستقل مدير.

–   رحيم الله خان د پست او تلګراف مستقل مدير.

د پاچا محمد نادر خان له مهمو کارونو څخه يو بل مهم کار د يوه نوي قانون بنسټ وو چې د نوموړي لخوا رامينځته شو.

دغه قانون چې په ۱۳۰۹ هـ کال د لوی جرګې لخوا تصويب شو. دا د هېواد په تاريخ کې د باچا امان الله خان له اساسي قانون نه وروسته دويم اساسي قانون وه چې لنډيز يې داسې دی:

د کليه اصولو تر سرليک لاندې لومړی ماده کې راغلي دي چې د افغانستان دين اسلام او رسمي مذهب حنفي(رح)دی. د دې څپرکي په نورو مادو کې د افغانستان استقلال، د هېواد پلازمېنه (کابل) او د هېواد بيرغ ياد شوی دی. دغه قانون چې د ۱۱۰ يوسلو لسو مادو درلودونکو دی، له دغو سرليکونو او څپرکو نه جوړ دی:

د پاچا حقوق، د افغانستان د اتباعو عمومي حقوق، د ملي شورا تشکيل او دندې، داعيانو مجلس، د وزيرانو حقوق او وظايف، د مامورينو حقوق، عالي دېوان، د مالياتو چارې، د ولاياتو اداري چارې، متفرقه اصول او په پای کې د هېواد د اساسي اصولو په تړاو يوه ضميمه هم کښل شوې ده.۰(نوربیا)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب