چهارشنبه, اپریل 14, 2021
Homeمقالېد امن چیغه یو ولسي غږ| شمله ستانکزۍ

د امن چیغه یو ولسي غږ| شمله ستانکزۍ

د امن چیغه یو ولسي غږ

د پښتون ژغورنې د غورځنګ په استازیتوب په کندهار کې د امن د چیغې په نوم یو لویه ولسي غونډه د ۲۰۲۱ کال د فیبروري په نولسمه ترسره شوه چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین په ګډون د لرو بر افغان وطن ځوانانو خپلې ویناوې پکې وکړې چې عمد ه موخه یې په لرو بر افغان وطن کې د امن غوښتنه او د جګړې درېدل وو چې مهم ټکي یې په لاندې ډول دي.

د امن د چیغې د غونډې موخه

د امن د چیغې د غونډې موخه د سولې او ښه ژوند غوښتنه وه چې ګډونوالو یې په لاندې ډول دغه موخې بیان کړې:

منظور احمد پښتین د امن د چیغې د غونډې په اړه وویل: د سولې په بهیر سره نن بیا په کندهار کې د سولې خبرې کیږي، دا ټول پښتون وطن ته د سولې پیغام دی.

همدارنګه حکمت الله کاکړ په کندهار کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر وویل: د امن د چیغې یواځنۍ موخه د دري څلویښت ۴۳ کلن ناورین په وړاندې غږ پورته کول دي چې ټولې نړۍ ته دا چیغه ور ورسوو چې نور زموږ د هیواد څخه دا جنګونه وباسئ. دا چیغه اول ده خو آخر نه ده. همدارنګه فزیکي، مالي او بدني تکیه مو هم په ولس ده، ځکه موږ د چا څخه تمه نه لرو او نه دې څوک موږ څخه تمه کوي، دا زموږ د نیکونو خاوره ده، موږ به یې خدمت کوو. موږ تر هرې ولسوالۍ او هر ځایه ځو، موږ هیڅوک نه پېژنو، چې دا طالب دی، که حکومت دی؛ موږ د هر چا د بچیانو ژغورنه غواړو او په دې چیغو به د احمدشاه بابا وخت راژوندی کوو.

د غونډې بل ګډونوال نقیب احمد قریشي د امن د چیغې د موخې په اړه وویل: زموږ د امن دا چیغه په لرو بر افغان وطن کې د افغان انسان د وژلو، ورکولو د پای لپاره د مزاحمت پیل دی او تر هغه به ادامه لري چې امن نه وي راغلی. موږ د پاچا ګردیشیو پاڅون یا انقلاب نه غواړو، بلکې د هر افغان د ژوند ساتنې لپاره غږ پورته کوو او د هغو د ژوند ساتنې حفاظت د ټولو څخه غواړو. موږ د سرښندنې یوه اوږده فلسفه لرو،  دري څلویښت ۴۳ کاله مسلسل په وطن کې جنګ دی، موږ نور ددې مرګونو څخه ستړي یو. په لرو بر وطن کې د مسلسلو مرګونو او ورکونې په غبرګون کې دلته هم غږ اوچتو او د پي ټي ایم سره هم غږ یو کوو او دا غږ نن ددې سټیج څخه پیلوو.

خلیل احمد کاکړ د امن د چیغې د موخې به اړه وویل: دا دري څلویښت کاله کومې ډبرې چې په موږ اوري، نن یې موږ په خلاف راوتلي یو او هر هغه څوک چې ظلم کوي، موږ به یې په وړاندې غږ اوچتوو.

د پښتون ژغورنې اړتیا او د جوړېدو فلسفه  

لکه څنګه چې د امن چیغه د پښتون ژغورنې د غورځنګ په استازیتوب جوړه شوې وه، نو یو شمیر ویناوالو د نوموړي غورځنګ په ماهیت هم خبرې وکړې چې ځینې یې دا دي:

د پښتون ژغورنې د غورځنګ د ماهیت په اړه منظور احمد پښتین وویل: پي ټي ایم د یتیمانو، کونډو بورو، د هغو پلارونو او وروڼو چې دردېدلي دي، یو مظبوط آواز دی.

همدارنګه اسد قرار د جنوبي پښتونخوا یو فعال ځوان د نوموړي غورځنګ په اړه وویل: پي ټي ایم له درې کلونو څخه چې کومه مبارزه او سیاست کوي، د څوکۍ، روپیو یا ‌ذاتي ګټو لپاره یې نه کوي، بلکې دا غورځنګ درې کاله مخکې د هغو ظلمونو او بلاوو په پایله کې جوړ شوی دی چې دري څلویښت کاله یې لرو بر وطن خوړلی دی او زموږ د مشرانو شملې یې ټیټې کړي دي. خو دلته یوه بله پروپاګنډا روانه ده چې دا سره خولیان کمونیستان دي، الحمدالله اوس هغه وخت نه دی چې د لاهور په خبره به کابل کې سړي وژل کیږي. الحمدالله موږ ټول مسلمانانو یو او د انسانیت خدمت کوو. حضرت محمد (ص) دا پیغام موږ ته پریښی دی چې باید د انسانیت خدمت وکړو. حضرت محمد (ص) کفارو په کاڼو ویستئ، خو ده به ویل چې خدای به یې پوه کړي او زموږ په لاره به روان شي. موږ هم د هیچا خلاف نه یو، خو که څوک د علما کرام خلاف وي، د هغو په وړاندې درېږو. علما زموږ د سترګو تور دي، خو موږ داسې علما هم لیدلي دي چې د لاهور جوړ شوی اسلام کابل کې پالي، اسلام اباد کې اسلام نه پېژني، خو کابل کې یې ږیرې پریښي وي او خلک په ناحقه وژني، نو ځکه دداسې کسانو خلاف یو، خو نور علما کرام زموږ ملګري دي.

حکمت کاکړ د پښتون ژغورنې د غورځنګ د ماهیت په اړه وویل: پي ټي ایم د دنیا له یوې ادارې سره هم ارتباط نه لري، موږ یواځې د خپلو ولسونو سره ارتباط لرو.

همدارنګه نقیب احمد قریشي د پي ټي ایم د یو غړي په توګه وویل: موږ د هیچا نه یو، خو د هر هغه چا یو چې د لرو بر افغانانو ژوند ورته مهم وي. موږ هیڅ طرف نه یو، خو هر طرف ځکه یو چې ولس مو ادرس وي او ادرس مو راته ارزښتمن دی.

ولي محمد بادیزي د پي ټي ایم په اړه وویل: پي ټي ایم د ولسونو یو قوي آدرس دی، نو زه په تاسو غږ کوم چې ددې غورځنګ لاسنیوی وکړئ، تر څنګ یې د خپلو حقه غوښتنو لپاره ودرېږئ. دا غورځنګ د هیڅ یو سیاسي ګوند یا ډلې پورې تړاو نه لري. 

د لرو بر وطن مشترکات

د امن چیغې ته یو شمیر ځوانان د محکومې پښتونخوا څخه هم راغلي وو چې په خپلو خبرو کې یې د لرو بر وطن ګډ ارزښتونه او دردونه سره شریک کړل چې په لاندې ډول دي:

د لروبر د ولسونو د مشترکاتو په اړه منظور احمد پښتین د غونډې ګډونوالو ته وویل: زموږ غم شریک دی چې کله هم د کرښې دې خوا یا هاغه خوا پښتانه وژل کیږي، یا ځورول کیږي، موږ ټول پرې خوږیږو. د یو افغان ځورول د ټول قام ځورول دي. نن موږ یو ځای هم آرام نه یو. خلک وایي چې زموږ منځ کې کرښه ده، په کرښه خو تقسیم شولو، خو په دې کرښې باندې زموږ حالات تقسیم نه شول، زموږ هیڅ هم تقسیم نه دي او کله هم چې یو خوا جنګ وي، بله خوا هم جنګ وي او یوه خوا چې کارو بار ښه شي، بله خوا هم کارو بار ښه شي، په همدې خاطر پښتون ژغورنه د لرو بر خبره کوي چې لرو بر یو بل سره تړلي دي. موږ په هر ځای او هره ستونزه کې ستاسو خبره نه ده پرېښې. موږ ستاسو د ښه ژوند خبره هر ځای کړې ده او دا زموږ یو پر بل احسان نه دی، بلکې دا مو فرض دی. دا خاوره او دا وطن په موږ حق لري چې د ښه ژوند خبره یې وکړو.

د غونډې بل ګډونوال نقیب احمد قریشي د لرو بر وطن د مشترکاتو په اړه وویل: د لوی افغانستان مغالطه باید نوره حل شي، افغانستان یو افغانستان دی، لوی او کوچنی نه لري. افغانستان څخه خپله یوه خوږه برخه په جبر او ظلم بېله شوې ده چې د عدم تشدد په لاره به ددغه محکوم وطن د آزادۍ لپاره د پي ټي ایم سره د تل او تل لپاره ولاړ یو، ترڅو د افغانستان د وجود دا ټوټه یا د افغانستان برخه کړو، یا یې د ولسواکۍ پر مټ هغه څه ته ورسوو چې د پولې ها خوا ولس یې غواړي.

خلیل احمد کاکړ د لرو بر وطن د مشترکاتو په اړه وویل: هره ورځ د ډیورنډ د جبر کرښې باندې زموږ ښځې، ماشومان او سپین ږیري ځورول کیږي، ددې په وړاندې مشران باید آوزا جګ کړي، ځکه موږ یو ولس یو او موږ له آمو څخه تر اباسینه تر نن پورې د لرو بر ناره ساتلې ده.

د غونډې بل ګډونوال ښاغلي میوند د لرو بر وطن د تاریخي همکاریو په اړه وویل: یو وخت مراټیانو په هند کې ډېر ظلم کاوه چې له دوی څخه احوال راغی چې په یوې ښځې یې ظلم کړی دی، نو دې وخت کې مسید، وزیر، داوړ او د وزیرستان ټول خلک د افغانستان د خلکو سره یو ځای هند ته ولاړل؛ مراټیان یې وټکول او د هغې ښځې حق یې واخیست.

د وطن ملي ارزښتونه او شتمنۍ 

په جلسه کې د ډېرو نورو موضوعاتو ترڅنګ د لرو بر وطن د ارزښتونو او شتمنیو په اړه هم یو شمیر ګډونوالو خپل نظر شریک کړ چې ځینې یې دا دي.

منظور احمد پښتین د کندهار د تاریخي ښار د ارزښتونو په اړه وویل: ((د کندهار ولسه ستاسو یو لوی او لوړ تاریخ دی، نن هم هیله لرو چې تاسو یو لوی کردار او عمل وکړئ  او د کندهار لوی تاریخ بیا روښانه کړئ.))

د طبیعي زیرمو ترڅنګ زموږ اتلانو هم په خپلو کارنامو سره وطن مو ارزښتمن کړی دی چې اسد قرار د افغان وطن د میړنیو په اړه وویل: زموږ او ستاسو اتلانود قام او وطن د ګټو لپاره سیاست کړی دی، ځانونه یې په دې وطن قربان کړي دي، خو خپله نظریه یې نه ده، خرڅه کړې، هغه هر یو لکه: خان شهید، باچا خان، احمدشاه بابا، داکتر نجیب او لکه دلته ددې ښار یو ساتونکی.

نقیب احمد قریشي د کندهار د عزمت په اړه وویل: کندهار د سیاستونو کور دی او یي به.

حکمت الله کاکړ د وطن د شتمنیو په اړه وویل: موږ هرڅه لرو، موږ سره زر، تیل او د دنیا ذخایر لرو، خو په دې ذخایرو باندې واک نه لرو. تاریخ ته وګورئ، زموږ مشران بې ننګه نه وو، د هندوستان څخه به یو کس احمدشاه بابا ته راغئ چې بې عدالتي به ورسره شوې وه، نو احمدشاه بابا به زرګونه کیلومتره ورسره ولاړ او د هغه مظلوم دفاع به یې کوله، احمدشاه بابا ددې وطن بچی وو، ننګ یې کړی وو، په ټولې آسیا یې پاچاهي کوله، خپل وطن یې خپل کړی وو، چا جرات نه شو کولی چې زما وطن ته دې په بده سترګه وګوري. نو راځئ چې د خپلو نیکونو تاریخ بیا راژوندی کړو او په وطن ننګ وکړو.

د وطن د شتمنیو په اړه ولي محمد بادیزي غونډې ته وویل: زموږ هیواد تر زرو کم نه دی، هره کاڼه یې، هره ډبره یې او هره درخته یې سره زر دي، خو موږ د خرڅ شوو دلالانو قرباني یو، نو موږ ته یووالی په کار دی.

د غونډې بل ګډوانوال توخي صاحب د افغانستان د موقیعت په اړه وویل: افغانستان د آسیا زړه دی، ستراتیژیک موقیعت لري او یو تجارتي هیواد دی.

سوله

د امن د چیغې د غونډې اصلي موخه سوله وه چې ګډونوالو یې خپله دغه حیاتي غوښتنه په لاندې ډول مطرح کړه:

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د امن په اړه وویل: افغانان پښتانه سوله او ژوند غواړي. ماشومان، ښځې، خویندې، میندې او سپین ږیري سوله غواړي او تاسو نن د دوی غږ جوړ شوي یئ. خدای مو د خپلو ولسونو، خلکو او امن لپاره تل همداسې یو ځای او په اتفاق لره. خدای مو اتفاق نور هم مظبوطه کړه. موږ خواست کوو چې نور دې په دې خاوره جنګ نه وي، ځکه که سوله ییز ژوند وي، هرڅوک به ښه ژوند ولري، هغه خلک چې نن جنګونه کوي، هغه به هم ارامه شي، هغه خلک چې وسله وال دي، هغه به هم په آرام شي. زموږ غوښتنه ددې خاورې د ښه ژوند غوښتنه ده. په لرو بر وطن کې چې څومره جنګونه روان دي، ددغو جنګونو د کرارولو او امن لپاره چې څوک هم خبره کوي، باید مرسته ورسره وشي، هر څوک مو چې لیدل، فکر یې سولییز کړئ او همدا فکر خپور کړئ.  د ظلم او جبر د ختمولو لپاره باید سره یو شو، یو بل ته لاسونه ورکړو او ددغې خاورې د ښه ژوند لپاره یو بل سره ودرېږو.

همدارنګه اسد قرار د امن د اهمیت په اړه وویل: ټول وطن باید همداسې د امن د چیغې په نوم جلسې وکړي. موږ باید له کندهاره تر واخانه، له جوزجانه تر کابله، له خوسته تر ننګرهاره د یووالي، استقامت، مینې او ورورولۍ پیغام نړۍ ته ورسوو چې موږ نه ترهګر او نه جنګیالي یو، په خپل وطن کې مو ژوند ته پرېږدئ چې د ۲۱ پېړۍ د انسانانو سره سیال ژوند وکړو. امن او سوله موږ ته څوک په سوال نه راکوي، ددې لپاره باید یو څه له لاسه ورکړو او یو څه لاسته راوړو. سوله زموږ د ژوند او وطن یو مهم اړخ دی، نو ځکه که څوک مو وژني هم، بیا به هم موږ د سولې داعي اوسو.

نقیب احمد قریشي په وطن کې د امن د راتللو د شرایطو په اړه وویل: موږ نور امن غواړو او له جنګ او تشدد څخه ستړي یو، خو امن څنګه غواړو؟ په کوم قیمت یې غواړو؟ امن به حتما غواړو، خو د کابل سوځېدنې په بدل کې یې نه غواړو، ځکه د کابل سوځېدنه پنجاب غواړي او د پي ټي ایم سوځېدنه پنجاب غواړي. موږ پي ټي ایم او افغانستان نور سوځېدلو ته، نه پرېږدو. زموږ ماضي باید زموږ راتلونکې نه وي.

یووالی 

یووالی د امن یو بنسټیز شرط دی، نو په دې اساس د جلسې ګډونوالو د ولسونو په اتفاق او اتحاد ټینګار وکړ چې ښاغلي اسد قرار د یووالي د ارزښت په اړه وویل: په خپل منځ کې باید ورورولي جوړه کړو، زموږ د وطن قوت زموږ په یووالي کې ده. زموږ او ستاسو دښمن ډېر زورور دی چې په زرهاوو کیلومتره لرې له دې وطن څخه مو په بټونو باندې وژني، نو موږ باید خپلې ذاتي شخړې، تربورولي، په پټي جنګونه، ټوپک او منځني اختلافات له نن څخه ختم کړو. یو د بل سره د ورور غوندې اوږه په اوږه روان شو. نه څوک کاکړ دی، نه څوک اڅکزی دی، نه څوک پوپلزی دی، نه څوک بارکزی دی، وروڼه یو، پښتانه یو، افغانان یو، دا مو نښان او پېژندګلوي ده. په نړۍ کې مو د افغان په نوم پېژني، نه د کوم خاص قوم په نوم، نو په دې اساس په کار ده چې خپل افغانیت، افغاني مینه او افغاني ننګ ښکاره کړو. په پای کې ښاغلي قرار د باچا خان لاندې وینا د یووالي په اړه ولوستله ((که چېرې موږ او تاسې خپل منځي زور د دښمن په مقابل کې وکارو، نو زموږ او ستاسو شملو ته به څوک پورته هم نه شي کتلی.))

همدارنګه حکمت الله کاکړ د یووالي په اړه وویل: په یووالي کې مو طاقت دی، که موږ سره یو شو، هیڅ زورور راباندې نه شي برلاسېدلی. لږ له بنګال او پاکستان څخه زده کړئ؛ څلویښت کاله مخکې یو کمزوری هیواد د پاکستان د ظلمونو له لاسه د یووالي له لارې د پنجاب څخه خپلواکي واخیسته چې نن یو پرامنه او خپلواک هیواد دی. د ژغورنې مو بل څوک نه شته، خپله به ځانونه ژغورو او ژغورنه مو په یووالي کې ده.

طارق اپریدی چې د خیبر پښتونخوا څخه راغلی وو، ولس ته یې په خطاب کې وویل: زموږ اصلي خبره اتفاق ده، کله چې موږ متفق اوسو، نو بیا دنیا ماتې نه شي راکولی، خو که چېرې موږ لرو بر چیغه وهو او متفقه و نه وسو، تر هغه پورې به یو کار هم نه شو کولی، ځکه لرو بر ترڅو چې یو بل ته لاس نه وي ورکړی، تر هغه پورې به د یتیمانو په شکل اوسي.

د نظام اړتیا په افغانستان کې

د هر ملک د ثبات او سولیز ژوند لپاره یو نظام ضرور دی، ترڅو هره ډله پرې راټوله او خپلې غوښتنې د قانون په اساس مطرح او خپلو انساني موخو ته ورسیږي، د همدې اړتیا په اساس د امن د چیغې په غونډه کې نقیب احمد قریشي د نظام د اړتیا په اړه وویل:  ((حضرت علي (رض) فرمایي چې تر نه نظامه فاسد نظام غوره دی.))

همدارنګه منظور احمد پښتین وویل: ((لرو بر وطن په اورونو کې سوځي، سدې تېرې شوې، خو دې خاوره کې چا جنګ له منځه یو نه ووړ، سدې تېرې شوې، خو په دغې خاورې لاهم یو مظبوط نظام منځته را نه غی، ددې کوششونو یو تسلسل په کار دی. د خلکو د غوښتنو او ستونزو د حل لپاره یو نظام، یو پاڅون، یو تنظیم په کار دی.))

په لرو بر وطن کې د جکړې ماهیت

په لرو بر وطن کې د روانې جګړې په اړه منظور احمد پښتین وویل: ((ددغه جنګ وسله د نړۍ زبر ځواکونه راوړي، خو د ختمولو لپاره به يې موږ خپله دغه لاریونونه او دغه عمل جاري ساتو.))

همدارنګه اسد قرار د افغان وطن د جګړې د ماهیت په اړه وویل: په موږ یرغل شوی دی، موږ یې وژلي یو، موږ دا لنګوټه د فخر لپاره په سر کوو، خو دنیا ته داسې ښودل شوې ده چې دا لنګوټه د چا په سر وي، هغه ترهګر دی.

د جګړې ناوړه اغیزه په افغان ولس باندې

په لرو بر افغان وطن کې د دري څلویښت کلونو څخه جنګ روان دی چې په خلکو یې ډېره ناوړه اغېزه کړې ده، په همدې اړه منظور احمد پښتین وویل: اوس هم په دې خاوره کې جنګونه دي او دا جنګ لا هم  پیاوړی کیږي، موږ پښتانه افغانان غوښتنه کوو چې خدای ته وګورئ، دا جنګ بس کړئ. دلته دا ولسونه نور زغم نه لري. ډېرې وینې تویې شولې، ډېرې اوښکې تویې شولې، ډېرې میندې بورې او سرتورې شولې، ډېر پلاران په ارمان کې ژوند کوي، ډېر ماشومان ددغه جنګ له ویرې له خپل راتلونکي او ژوند څخه ډاریږي. که د دردونو او غمونو خبر وکړو، نو بیا له کندهاره تر کوټې او له کابله تر پیښوره هر کور دردېدلی دی او ددغه جبر او ظلم یو لوی داستان دی.

اسد قرار د جنوبي پښتونخوا یو ځوان مبارز د جګړې د ناخوالو په اړه وویل: زموږ وطن کې ځوانان وژل کېدل، خو قاتل به معلوم نه وو، آخر داسې وخت راغی چې یو ځای به ۱۵۰ کسه ووژل شول، نو ټولو به شکر ویسته چې ښه ده ۲۰۰ خو نه دي، بیا به کله چې ۲۰۰ ووژل شول، ټولو به شکر ویسته چې ښه ده ۴۰۰ نه دي او دا پروسه همداسې روانه وه. زموږ ولس داسې جنګ ځپلی دی چې د چا به لاس نه وي، د چا به سترګه نه وي او څوک به دماغي خراب وي.

همدارنګه حکمت الله کاکړ د جنګ د ناوړه اغیزو په اړه وویل: زموږ په هیواد کې روغ انسان نه شته. زموږ په هیواد کې روغ انسانان ورځ په ورځ کمیږي، کورونه مو د کونډو او یتیمانو څخه ډک دي. نن مو د دنیا هر طاقت امریکا، پنجاب او داسې نور په سر ټکوي، نو ددې بدبختیو د وتلو په خاطر د قومیتونو، مذهبي او سمتي تفرقو څخه ووځئ، یو افغان جوړ شئ.

توخي صاحب د افغان جګړې د لاملونو په اړه وویل: دلته جنګ د دوو شیانو په سر دی، اقتصاد او سیاست او مذهبي جنګ یې ذریعه ده. افغانان چې له علم او سیاسي شعور څخه لري دي، نو ځکه دوی یې په یوې ذریعې (مذهبي جنګ) مصروفه کړي دي.

د جلسې د ویناوالو غوښتنې د افغان ولس څخه 

د غونډې ویناوالو افغان ولس څخه هم ځینې غوښتنې درلودې چې په لاندې ډول دي:

منظور احمد پښتین د غونډې ګډونوالو ته په خظاب کې وویل: تاسو راپاڅئ؛ ددې خاورې د مشکلاتو، اوښکو او وینو خبر وکړئ او د ښه ژوند غوښتنه وکړئ.

اسد قرار ولس ته وویل: دا وطن سیاست، قامي ګوند او قامي بیانیې ته اړتیا لري، نو ځکه باید سیاست وپېژنو، سیاست ته کار وکړو او یو داسې ګوند د تحریک په ملاتړ دلته جوړ کړو چې هغه د هر ظالم که امریکایي، چینایي، ایراني یا هر بل څوک وي چې زما او ستا ژوند اخلي، په وړاندې یې لکه ډال ودرېږي. همدارنګه قرار صاحب وویل چې ځینې وایي موږ د حق خبره له ډاره نه شو کولی، خو په قرآنکریم کې راغلي دي چې: د ظالم پاچا په وړاندې د حق خبره کول افضله جهاد دی، نو دلته چې موږ په پردي جنګ کې ګیر یو، نو باید چې دا حکم پرځای کړو او د امن لپاره موږ او تاسې باید یو بل سره د ملګرتیا ژمنه وکړو.

حکمت الله کاکړ ولس ته په خطاب کې وویل: که چېرې موږ په خپل حالت کې تغیر او زغم رانه ولو، زموږ حالت بدلېدونکی نه دی. زموږ د نفاق لامل د زغم نه شتون دی، راځئ چې په ځان کې زغم پیدا کړو. که موږ خپل حالت پخپله بدل نه کړو، هیڅوک مو حالت نه بدلوي. نو زموږ د کندهار د پي ټي ایم سره ودرېږئ.

خلیل احمد کاکړ په خلکو غږ وکړ چې: خپلو ماشومانو ته مو قلم په لاس کې ورکړئ، ځکه مینه او محبت په قلم راځي.

ولي محمد بادیزي د غونډې د ګډونوالو څخه وغوښتل چې: دا وطن د ټولو کور دی، ټول به، په ګډه د ځان بسیا لپاره کار ورته کوو.

توخي صاحب د ولس څخه وغوښتل چې خپل اولادونه مو په دیني او عصري علم سمبال کړئ او په ملي روحیه یې وروزئ چې خپل وطن وپېژني او بیا خرڅ نه شي.

د جلسې د ویناوالو غوښتنې د افغان حکومت او نړیوالو څخه

منظور احمد پښتین د افغانستان د حالاتو په اړه د نړیوالو د دریځ په اړه وویل: موږ وینو چې اوس هم د جنګ تودولو هڅې روانې دي، که څه هم نړۍ ژمنه کړې وه چې دوی به سوله راولي، خو د نړۍ د دغو ژمنو په خلاف په افغانستان کې جنګ لاهم تود شو، هغه ځکه چې نړۍ خپله ژمنه نه پوره کوي. دا لاریون چې نن کندهار کې ناست دی، په نړۍ غږ کوي چې تاسو خپله ژمنه د سولییز ژوند لپاره پوره کړئ. د وختونو تاریخ وګورئ، دلته د پېړیو، پېړیو څخه د دنیا د زبر ځواکونو جنګ پالل کیږي، نور دې دا زورور د سولې وعده چې یې کړې ده، هغه دې پوره کړي، دا غوښتنه د ټولو افغانانو ده. 

اسد قرار د غونډې د سټیج څخه په نړیوالو غږ وکړ چې: په موږ ډېر ظلمونه شوي دي، نو ځکه زه ستاسو څخه غواړم چې یو ځل راشئ، زموږ حال وګورئ. تاسو د انسانیت په نوم کار کوئ، موږ دا ستایو، خو دا چې په پښتونخوا وطن کې زما د بچي لاس او پښه نه شته، تاسو دې ته څه لرئ!؟ پښتانه ترهګر نه دي، دا هغه خلک دي چې خپل عزت، قام، میلمه او وطن د سر په بیه ساتي، خو ترهګري قطعا نه کوي، نه ترهګر یو او نه مو د ترهګري ملګرتیا کړې ده.

حکمت الله کاکړ هم په نړیوالو ادارو غږ وکړ او ویې ویل: په ملګرو ملتونو باندې غږ کوم چې تاسو د دروغو د حقوق بشر نارې وهئ، راشئ! تاسو کور په کور وګرځئ، دا معلوم کړئ چې څومره انسانان بې وزله دي؟ څومره کونډې دي؟ څومره یتیمان دي؟ څومره معلولین دي؟ څومره دماغي ناروغان دي؟ دا ټول د پینځه څلویښت کلنې جګړې اغېز دی چې زموږ ژوند یې زیانمن کړی دی، نو که رښتیا حقوق بشر ته احترام لرئ، راشئ او زموږ بدبختۍ وګورئ.

ولي محمد بادیزي د جنګ له ښکېلو غاړو څخه وغوښتل چې: موږ نور له جنګ څخه ستړي یو، تر خپلو شخصي او سیاسي ګټو تېر شئ. هره ورځ موږ وژل کېږو، زموږ د ژوند حق راکړئ، د بین الافغاني سولې لپاره کار وکړئ. ملي ګټې او ملي ارزښتونه په نظر کې ونیسئ، ځکه دا زموږ سرې کرښې دي.

لقمان حقمل د جنګ په ښکېلو غاړو غږ وکړ چې: د سولې او امن لپاره له طالبانو او افغان حکومت څخه غواړو چې نور وژل بس کړئ، موږ آزاد ژوند ته پرېږدئ چې بچي مو مکاتبو او مدارسو ته لاړشي او خپل بچي د دنیا سره سیال کړو.

د جلسې اعلامیه

د امن د چیغې د غونډې په پای کې ښاغلي نورایل کلیوال د غونډې اعلامیه په لاندې ډول بیان کړه:

د امن چیغه د ۲۰۲۱ کال د فیبروري په نولسمه د سلګونو خلکو په ګډون سره ترسره شوه چې په لرو بر وطن کې د روانې جګړې د ټغر ټولو جدي غوښتنه یې وکړه.

د جلسې اعلامیه په پینځو مادو کې رانغاړل شوې وه چې دا اعلامیه به د جګړې ښکیلو غاړو او نړیوالو سازمانانو ته لېږل کیږي چې په لاندې ډول ده:

  1. په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای د ټکي کېښودو په خاطر ددې جګړې د داخلي او بهرنیو ښکېلو اړخونو څخه د جنګ د درولو او د لوې خونړۍ پروژې د درولو غوښتنه کوو.
  2. د ډیورنډ د نامنل شوې کرښې ها غاړې څخه د افغانستان د جګړې د تودولو او ورځ په ورځ د نوو بڼو ورکولو او توطیعو مخه دې ونیول شي.
  3. د ډیورنډ هاغه غاړې په پښتنو دې ظلم ودرول شي او په جګړه کې دې د هغو د استعمال په خاطر د بلک مېل کېدو سلسله دې ودرول شي.
  4. د لومړۍ مادې په تاکید سره دلته دې د نړۍ زبر ځواکونه د خپلو وسلو ازمویل بند کړي او هم دې زموږ په هیواد کې د خپلو سیالانو سره غیره مستقیمه او سړه جګړه پای ته ورسوي.
  5. پي ټي ایم یو سولییز غورځنګ دی او ټولې غوښتنې یې د نړیوالو قوانینومطابق دي، د پاکستاني ریاست له خوا دې ددې غورځنګ غړو ته ستونزې نه جوړیږي او د یاد غورځنګ ټول نیول شوي غړي دې ژر تر ژره خوشي کړای شي.

لیکونکې: شمله ستانکزۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب