جمعه, جنوري 28, 2022
Home+پوسټ ماډرنېزم

پوسټ ماډرنېزم

ویناوال: پوهنوال ډاکتر اجمل ښکلی

لیکنۍ بڼه: فیصل جلال

یادونه: د کب په ۱۵مه ډاکتر اجمل ښکلی په احمدشاه بابا ادبي بهیر کې پر پوسټ ماډرنېزم غږېدلی و. د دې لپاره، چې د استاد خبرې تر نورو ملګرو هم ورسېږي؛ نو د استاد خبرې مې ولیکلې. انشاءالله زه به د دې خبرو برخې برخې له تاسو سره شریکې کړم.

پیل:

بحثونه

بحثونه اصلا د فرهنګونو د غوړېدو او سوله اییزو ادبیاتو د رامنځ ته کېدو لپاره ډېر مهم دي. په کومو ټولنو کې چې بحث نه وي او هغه مسایل، چې پر بحث حل کېږي، هغه که ایډیالوژیک او یا نور مسایل وي، که په سوله اییز شکل او پر بحثونو حل نه شي؛ نو د حل لپاره یې جګړه کېږي. خو په جګړو باندې مشکلات نه حلېږي. موږ و تاسو په څلوېښت کلن جنګ کې ولیدل، چې کومه ایډیالوژي او فکري اختلافونه، چې موږ ختمول، هغه یوه هم نه ده ختمه، ټول موجود دي. فکري اختلافونه پر بحث هم نه ختمېږي؛ خو د دې لپاره، چې د بحث اړخونه دې ته متوجه شي، چې دغه مسایل اصلا پر اختلاف ارزي؛ خو پر دښمنۍ نه ارزي، په دې سره خلک د خپل مخالف لوري د فکر مثبتو اړخونه ته او د خپل فکر منفي اړخونو متوجه کېږي. په افغانستان کې باالخصوص په پښتنو کې بحثونه ډېر کم رنګه دي، پښتانه په قومي سطحه جرګې کوي؛ خو علمي بحثونو ته ډېره غاړه نه ږدي. ډېر علمي، فکري او ايډیالوژیک مسایل په جنګونو باندې حلوي؛ نو بحثونه کول ډېر مهم دي. په اروپا کې، چې کوم لوی انقلابونه راغلي، د بحثونو نتیجه ده. مثلا: په قهوه خانو کې به فیلسوفان، مفکران او نور خلک راټولېدل او بحثونه به یې کول او دا بحثونه به د نورو خلکو تر منځ خپرېدل او په دې سره یوه فکري تحول ته لار جوړېده. نو د بحثونو دایرول زموږ و تاسو غوندې د علمي خلکو مسولیت دی.

پوسټ ماډرنېزم

د پوسټ ماډرنېزم بحث د چونګښو تول دی، ځکه ډېر منتشر دی او انتشار د انسجام په مقابل کې د پوسټ ماډرنېزم یو خصوصیت دی؛ نو د پوسټ ماډرنېزم منتشر ماهیت په یوه لکچر کې نه ځایېږي. یعنې په کوزه کې سمندر نه ځایېږي او په کوزه کې د سمندر ځایول زموږ غوندې د نادروېشو خلکو کار نه دی.

د پوسټ ماډرنېزم اصطلاح له دوو ژبنیو عناصرو څخه جوړه شوې ده؛ (پوسټ) او (ماډرنېزم). پوسټ په غربي ژبو کې یو مختاړی دی او معنا یې (وروسته) ده او د ماډرنېزم معنا (نویتوب) دی. پوسټ ماډرنېرم، یعنې تر ماډرنېزم وروسته حالت. نو د دې لپاره، چې پر پوسټ ماډرنېزم باندې پوه شو، پکار ده، چې پر ماډرنېزم باندې پوه شو. له ماډرنېزم سره په خوا کې بله اصطلاح ماډرنېټي ده. ماډرنیټي فلسفي، اجتماعي، ساینسي او تر ډېره فیزیکي او عیني تحول ته وایي. ماډرنېزم ټول تیوریک اساس لري. په پوسټ ماډرنیټي او پوسټ ماډرنېزم کې هم همدا فرق دی.


پوسټ ماډرنېزم تر دویمې پېړۍ وروسته رامنځ ته شوی دی. پوسټ ماډرنېزم یوه ایډیالوژي نه ده بلکې د مختلفو افکارو یوه مجموعه او یو فرهنګي تحول دی. موږ چې فرهنګي تحول وایو، یعنې دا چې په فرهنګ کې ډېر شیان راځي. مثلاً: په فرهنګ کې علوم راځي چې د فرهنګي تحول اساس ږدي. یعنې د شلمې پېړۍ له دویمې نیمایۍ او د دویم نړیوال جنګ وروسته څو همرنګه تیورۍ سره یو ځای شوي دي او د خلکو په مادي او معنوي کلچر کې یې تحول راوستی دی. مثلاً: د خلکو په انتخاب، طرز تفکر او له نورو خلکو سره د هغوی په چلن کې یې تحول راوستی دی. دغه تحول د انسان بالخصوص د اروپایي انسان پر ذهن باندې تاثیر کړی دی او له ماډرنیټي او ماډرنېزم نه یې پوسټ ماډرنېزم ته را اړولی دی. پوسټ ماډرنېزم هم لکه ماډرنېزم تیوریک اساس لري او دې تیوریک اساس ته یې پسرغښتواله یا پوسټ سټرکچرلېزم وایي.

پوسټ سټرکچرلېزم هغو علمي تیوریو ته وایي، چې تر رغښتوالې یا سټرکچرلېزم وروسته په فلسفه او بالخصوص په ژبپوهنه کې رامنځ ته شوي دي او نور علوم یې متاثره کړي دي؛ نو د پوسټ ماډرنیزم تیوریک او نظریاتي اساس پر پوسټ سټرکچرلېزم باندې ولاړ دی.

1 COMMENT

  1. (پوسټ ماډرنېزم تر دویمې پېړۍ وروسته رامنځ ته شوی دی.)

    تر دویمې پیړۍ وروسته؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب