جمعه, مې 7, 2021
Home+له دېوال آخوا | شمس الحق حیران

له دېوال آخوا | شمس الحق حیران

څو شېبې مخکې مې یو لنډ خورا هېښوونکی فلم وکوت. د فلم کیسه د فلسطیني او اسرایلي ماشومانو تر منځ په مینه او لوبو راڅرخېده. عجب احساس یې راکړ، داسې احساس چې ښايي تر دې وړاندې مې هېڅکله هم نه وي تجربه کړی. موږ چې په ښه او بده پوهېدلي یو، د فلسطین د مظلومیت او اسرایلو د ظلمونو کیسې اورو او له زړه د فلسطین له مظلومو مسلمانانو سره مینه، عاطفي تړاو او خواخوږي لرو. ښايي لامل یې دا وي چې زموږ خوار افغانستان هم له لسیزو راهیسې د فلسطیني ځمکې په څېر په بېلابېلو نومونو د وژونکې جګړې په سره تبۍ اوښتی او د خونخوارو جګړه مارانو مرمۍ مو په زړونو کې سړېږي. 

د فلسطیني برمیال ملت د جهاد، مبارزې، ستر هوډ او فولادي عزم کیسې موږ ته اروا بښي؛ د هغوی صبر او متانت د نړۍ د ډېرو نامتو رسنیو د خبرونو په سرټکو اوښتي او د خپلواک هېواد جوړولو او اشغالي سیمو د بېرته ازادولو کیسې یې په لر او بر کې خپرې دي. زه چې ماشوم وم، کله کله به مې آن خوبونو کې لیدل چې د فلسطین د آزادۍ جګړې ته تللی وم او هلته اوږده مچنوغزه په اوږه د آزادۍ له سرښندویانو سره اوږه په اوږه د اسرایلي اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې جنګېږم. همدا احساس ښوونځي کې هم راسره و. پوهنتون ته له بریالي کېدو وروسته مې خپلې د خوښې پوهنځۍ حقوقو او سیاسي علومو ته لاره ومونده. زموږ د درسونو محتوا تر ډېره د فردي، کورنیو او نړیوالو شخړو د هواري او اړوندو میکانیزمونو په تحلیل ورټوله وه. د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان په تړاو مفصلو درسونو کې به مې هره یوه کرښه وروسته لوستل چې دا سازمان د نړیوالې سولې ساتنې او امنیت د ټینګښت په موخه جوړ شوی. له شپږګونو ارکانو یوه یې د بشر حقونو نړیواله ټولشموله شورا وه. په ملګرو ملتونو سازمان پورې تړلو لسګونو بشردوستانه سازمانونو او ادارو د تشکیل او فعالیت کیسه خو بیخي اوږده وه. خو د دغو ادارو د جوړښت او فعالیتونو د مطالعې پر مهال مې تل د فلسطین د کابو ۷۷ کاله اوږدې شخړې نه د هواري دلیل لکه د مچۍ په څېر ذهن کې په بنګېدو شو او پاذابولم به یې. هېڅ تسکین مې نه کېده او لا تر ننه د بشر حقونو د زرګونه نړیوالو جوړښتونو، پلاټفورمونو او فعالینو په ليدو د دې معما په ځوابولو نه یم توانېدلی چې اخر ولې فلسطیني ملت ته خپل حق نه ورکول کېږي او بچیان یې ولې دې ته نه پرېښودل کېږي چې په خپل هېواد کې د امن او عزت ژوند ولري. 

د فلسطیني ملت د سرښندونو او قربانیو کیسه لاهم زما او ښايي د میلیونونو نورو انسانانو په زړونو کې د یو ژور نارغېدلي ټپ په څېر پرته ده. کله ناکله مې د غزې په جګړه ځپلې تاړانګه، د اسرایلي الوتکو بمباري د دې ټپ څړيکې په کریغو راولي او په ټول وجود کې مې د قهرېدلو مېږیانو د کاروان په څېر وغزېږي. خدای دې زموږ په هېواد، فلسطین او د نړۍ په ټولو جګړه ځپلو سیمو کې د امن ټغر هوار کړي، چې هر وګړی د خپل هویت او خپلې خاورې څښتن وي او د بل د خولې پر مړۍ له حملې مخکې یې په خپله مړۍ ګېډه ډکه شي. 

د فلم د تأثراتو کیسې ته راګرځم، په دې فلم کې یو اسرایلي ماشوم د فلسطینۍ خاورې سره په سرحدي کرښه د غزیدلې لوړ دېوال تر څنګ ښوونځي ته روان وي، ناڅاپه یې شا ته د فوټبال یو توپ رالوېږي. دی لومړی وېرېږي، په ډار او وهم د توپ خوا ته ورځي، په ماشومانه پلټونکي احساس توپ ورو په لغته وهي او ځان بلې خوا ته ترې راغورځوي، چې که خدای مه کړه بم وي، په چاودنه کې یې زیان ورته ونه رسېږي. خو توپ په رښتیا هم د لوبو توپ وي، ماشوم شاوخوا ګوري، هېڅوک نه ویني، پوهېږي چې بم ‘له دېوال آخوا’ راګذار شو. بېرته توپ په لغته وهي، تر دېوال آخوا یې ورغورځوي، شېبه وروسته توپ بیا راغورځول کېږي. هلک د کتابونو بکسه له شا غورځوي، په تلوسه او لوبیزه تنده توپ بیا په لغته هاخوا ور اړوي، دا لوبه دوه درې ځله تکرارېږي. د هلک تلوسه راپارېږي، غواړي وپوهېږي چې له دېوال آخوا څوک دي چې له نوموړي سره په نالیدلې نړۍ کې په دومره مینه لوبې کوي. د ښوونځي وخت او تګ یې هېرېږي، هڅوونکی متجسس روح یې د اوږده غزېدلي دیوال تر څنګ روانوي؛ لږ ښکته په دېوال کې د انسان د ورغوي دوه برابره لوی سوري څخه د یو ماشوم غږ راځي، دی په منډه ځان ورسوي؛ خو سوری د ده تر قد لږ لوړ وي او نه ور رسېږي. له لږ اخوا نه په پوره زحمت یوه تيږه د سوري لاندې ځای ته رالغړوي؛ په تيږه له ودرېدو وروسته یې د یو متر پلن سمنټي دېوال په منځ کې غزېدلي تور سوري په بله خوا کې د یو ماشوم په معصومه ګردوهلې خو موسکۍ څېره سترګې لګېږي. دواړه په ماشومانه ژبو یو بل ته خپل نوم اخلي؛ پرته له دې چې یو بل ته یې لاس ورسېږي؛ لوبې سره کوي، یو بل ته د تیږو وړوکي ګاټي سره ورغوځاروي، خاندي او موسېږي. 

اسرایلي ماشوم «نتیو» ښوونځي ته ځي، خو د ازموینې پارچه په ډېرې بیړې ښوونکې ته ورکوي؛ ټوله اندېښنه یې دا وي چې ژر د سیمنټي سرحدي دېوال تر سوري ځان ورسوي او له فلسطیني معصوم ماشوم «خالد» سره لوبې وکړي. کیسه همداسې روانه وي، په سره غرمه کې دوی، یو بل ته په پلاستیکي تومانچو کې اوبه ورشیندي او په کړس کړس خاندي. 

نتیو چې په سبا ښوونځي ته راځي، د درس په منځ کې اسرایلي امنیتي ځواکونه د حماس غورځنګ د راورېدونکو توغندیو بیړنی اخطاریه خبر خپروي. ټول زده کوونکي؛ د ښونځي د ادارې په امر د ښوونځي خوندي تل خونو ته بېول کېږي؛ څو د حماس له راکېټې بریدونو په امن وي. بیدار نتیو ښوونکې ته وايي چې تشناب ته اړتیا لري او باید ژر له تل خونې یو ځل د باندې ووځي، ښوونکې یې چې هر څومره ټینګار کوي؛ د ده ټینګار شېبه په شېبه زیاتېږي. په همدې پلمه بېرون راوځي، له هر ډول ګواښ په بې پروایۍ سره ځان په یوه ساه د سرحدي دېوال تر تور سوري رسوي؛ په زحمت تیږه تر سوري لاندې برابروي، ورګوري؛ د خالد خالد چیغه وهي. خالد چې ښايي د نتیو له راتلو به ناهیلی و، په ستنېدو کې یو ځل د ده غږ اوري او په یوه منډه ځان له هغې خوا د سوري تر خولې را رسوي. نتیو په ساه نېولې توګه، لومړی د خپلو کتابونو له بکسې هغه رسم راباسي چې بېګا شپه یې د ځان، خالد، دېوال او لوبو په هکله کاږلی و. په دې رسم یې بېګا نیمه شپه ډېره خواري وکړه، هر څومره زیار یې چې ویوست، خو د ځان او خالد تر منځ ایستلي دېوال خوند نه ورکاوه او د دوی د خوږو لوبو مخه یې نیوله، دوی د همدې کلک او پنډ دېوال له کبله یو بل ته لاس نه شو رسولی او غېږې یې نشوای نېولای. نو، پنسل پاک یې راوویست او دېوال یې له منځه یووړ. ژر، ژر په نیمه ژبه خالد ته وايي چې امنیتي ځواکونو د برید خبر ورکړی، هله خالده! ته او کورنۍ دې ژر له سرحدي دېوال لرې شئ چې کوم راکېټ مو خوا کې راپرېنوځي یا د اسرایلي ځواکونو په بمبارۍ کې ونه وژل شئ. 

خالد په اوښلنو سترګو په ډېر زحمت د نتیو له خوا ورښوویول کېدونکې کاغذي انځور وراخلي، ژاړي او ورو ورو د دېوال له څنډه شا ته کېږي. د نوموړي په سترګو کې مې ولوستل چې زړه یې د نتیو له لوبو نه کېده، امنیتي ګواښونه یې بابېزه ګڼل او د خپل ژوند په بیه حاضر و چې له نتیو سره له دېوال آخوا لوبو ته دوام ورکړي. خو د نتیو بڼه الوتې او سترګې یې له اوښکو ډکې وې. ده هم د خالد بېلتون نشو زغملای؛ خو د خالد او کورنۍ امنیت یې ورته تر هر څه ارزښتناک و، یو مخ یې هغه ته چیغې وهلې چې ژر له دېوال آخوا ولاړ شي او ځان د برید له سیمې وباسي. 

خالد پناه شو، نتیو په داسې حال کې چې ښار کې د خطر زنګونه وهل کېدل، ټول په خوندي تل خونو ننوتلي وو په وېرېدلې بڼه ځان تر کوره ورساوه، هلته یې مور یو مخ د ښوونځي ادارې ته زنګونه وهل او هغوی ویل چې نتیو د تشناب په پلمه وتلی او اوس مهال له دوی سره نشته. مور او پلار یې د نوموړي مړینه حتمي ګڼله، هماغه شېبه چې لا نتیو د کور په انګړ پل نه و اېښی د حماس توغندي د اسرایلو په څو سیمو ولګېدل، کریغې، دوړې او غلبلې شوې. نتیو دروازه ټک ټک کړه، د مور يې باور نه کېده چې راغلی دې وي؛ خو د دروازې له پرانستلو وروسته یې د نتیو په الوتې بڼه او اوښلنو سترګو سترګې ولګېدې، په غېږ کې یې ټینګ ونیو او ځان سره یې کوټې ته بوت. پلار یې چې له خوندي تل خونې د نتیو په راتښتېدلو سخت خواشینی او غوسه و، په پوره غوسه پر نتیو د پوښتنو باران جوړ کړ؛ خو مور یې سترګې ورته برګې کړې چې خیر ماشوم دی، په څه پوهېږي. 

دوی لا په خبرو وو، چې له حوېلۍ لږ آخوا یې بل راکېټ ولګېد، په یوه منډه ټول تل خونې ته ولاړل، دوه ساعته وروسته په تلویزون بیړنی خبر ورکول کېده، چې د حماس په راکیټي حملو کې څو تنه اسرایليان وژل شوي او ټپيان دي. په ځوابي بریدونو کې د اسرایلو هوايي ځواک له سرحدي دېوال آخوا څو هدفونه په نښه کړي چې په ترڅ کې یې د حماس د وسله والو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي هم وژل شوي دي. د فلم تر ټولو حیرانوونکې صحنه همدا وه چې نتیو، پلار او مور یې درې واړو د تلویزون پر پرده سترګې ګنډلې وې؛ کله چې خبریال په فلسطیني سیمو د اسرایلي الوتکو د بمبار او تلفاتو خبره کوله، د نتیو پلار له خوښۍ چیغې وهلې او د فلسطینیانو په وژنه یې خوند اخیست؛ خو د وړوکي نتیو له سترګو مړې اوښکې روانې وې. ده فکر کاوه چې ښايي همدا وژل شوې کورنۍ د خالد وي او نور هېڅکله د هغه معصومه ګردوهلې څېره ونه شي لیدلای. 

شپه سبا شوه، نتیو وېرېدلی و، د دېوال تر څنګ په ټيټ سر ښوونځي ته روان و. له خالد سره د لیدو کتو تر سوري ورسېد، ویې لیدل چې سوری د اسرایلي سرحدي ځواکونو له خوا په سمینټو بېرته پوښل شوی او له سوري لاندې تیږه آخوا رغړول شوې وه. نتیو ژړل او بېرته وخوځېد، څو دقیقې وروسته د یو لوی پلورنځي مخ کې د تېرېدو پر مهال یې د تلویزون په راځړېدلي لوی سکرین بیړنی خبر ولوست چې د اسرایلي ځواکونو او حماس تر منځ د سرحد په اوږدو کې نښته پیل شوه، په داسې حال کې چې د مسلمانانو مبارکې میاشتې رمضان ته یوازې دوې ورځې پاتې دي؛ خو دا نښته به د قهرېدلو لورو تر منځ تر نامعلومې نېټې دوام ومومي او له جوپه، جوپه بې کوره کېدونکو فلسطینیانو سره سره، داسې نه ښکاري چې د دواړو غاړو تر منځ دې ژر اوربند وشي. 

دغه ۱۲ دقیقه یي فلم ډېر ودردولم؛ دا یې رازده کړل چې آن که موږ ۷۰ کاله هم له یو بل سره نښتې او وژنې راوژنې وکړو، ماشومان مو معصوم دي. دوی تر خپل منځ غزېدلي د نفرت او کرکې دېوالونه په رسمیت نه پېژني او په ماشومانه هڅو دا دېوالونه رانسکوروي. هېڅ ماشوم باید ونه وژل شي، هغوی ته باید کرکې، وژنې، جګړه او نښتې په میراث پرېنږدو؛ بلکې دوی ته انسان دوستي، مینه او سوله ورزده کړو. دا چې پر موږ جګړه راتپل شوې، دا زموږ د نسل بدبختي او زموږ د نیکونو بې غوري ده؛ خو موږ نباید په لوی لاس دا اور د خپلو معصومو ماشومانو تر لمنې هم وغزوو. پرېږدئ چې نوی نسل د یو بل د وژلو پر ځای، یو بل په غېږه کې ټینګ ونیسي او ټولې ناخوالې او اختلافات په سوله ییزه لاره او د خبرو اترو په وسیله هوار کړي. 

د نتیو او خالد کیسه یوازې د اسرایلو او فلسطین کیسه نه ده؛ دا کیسه د افغانستان په څېر ټولو جګړه ځپلو هېوادونو د نوي نسل کیسه ده. زموږ او زموږ د ماشومانو تر منځ د جګړې په اړه لرلید کې همدومره واټن دی، لکه د نتیو او د هغه د پلار تر منځ چې دی. د عیني خبر په اورېدو سره نتیو ژړل خو پلار یې له خوښۍ په جامو کې نه ځایېده. راځئ د خپلو ماشومانو د همدغه سوله پال لیدلوري قدر وکړو. دوی ته ورزده کړو چې ټوپک د وژلو وسیله ده، دا وژل که د دوست وي؛ که د دوښمن، په دواړو حالاتو کې بد دي. هېڅ وژنه په ستاینه نه ارزي؛ هره وژنه د یوې کورنۍ، یوې ټولنې او یو انسان د هیلو مراندې راغورځوي. خپلو ماشومانو ته باید د وژنې د فکر پر ځای د یو بل پاللو، مینې او بشرپالنې احساس ورکړو. دوی ته باید وښيو چې خدای مهربانه او د کرم خاوند ذات دی، په وژنو، ویشتلو او ورانولو خفه کېږي او د آبادۍ په چارو له خپلو بندګانو څخه خوشحاله کېږي. 

د داسې ورځې په هیله چې له ټولې نړۍ د جګړې خیرنه کمپله ټوله وي او انسانان یو د بل تر څنګ په مینه ژوند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب