چهارشنبه, اپریل 14, 2021
Homeسنګرافغانان له پارسه تر هندوستانه

افغانان له پارسه تر هندوستانه

دویمه برخه
استاد شهسوارسنګروال
د پښتنو دخپل مینځي نا یو والې او بې اتفاقۍ له امله د لوديانو او سوريانو واکمني پای ته ورسېده. نو يو شمېر خانانو او پښتنو سردارانو غوره وګڼله چې خپلې سيمه ييزې واکمنۍ له مغلي سردارانو او چارواکو سره په سلا او مشوره خوندي کړي.
همدا ډول مغلي سردارانوهم دا غوره ګڼله چې پښتانه مشران ځان پسې روان کړي .لومړی يې بايد په خپلو کې وجنګوي او بيا د حکومت د نورو ياغيانو او باغيانو د ځپلو لپاره د دوی له ځواکمنتیا ګټه واخلي. هغسې خو دوی نور پدې پوهېدل، چې پښتانه د دوی د واکمنۍ لپاره کوم ګواښ ندی.
 که د کوم پښتون مشر په سر کې د واک او ځواک نېشه هم وه، هغه پدې نه پوهېده چې له مغلو سره په يوازې سر دښمني نه کېږي ،تر هغې چې پښتانه مشران په ځان راټول نکړي.
د ساري پډول د کرلاڼي سليمان له مرګه وروسته د هغه زوی بایزيد د بهار او بنګال د چارو واګې په خپل لاس کې ونيولې او خطبه يې پخپل نوم کړه.
د ده پلار تل کوښښ کاوه چې د بېلابېلو قومي مشرانو تر مينځ د ورورولۍ ،افغانولۍاو پښتون ولۍ اړيکې ټينګې وساتي. ولې زوی يې بايزيد د ټولو پښتنو مشرانو سره دښمني را واخسته.
پښتنو مشرانو د ده د دغې بې عزتۍ زغم نور په ځان کې نه درلود. نو هغه وه چې ټولو په ګډه لاس يو کړ او مخکې له دې چې د پاچاهۍ په تخت کېني ووژل شو.
په داودي تاريخ کې هم په دې اړه داسې راغلي دي:
«ټول پښتانه مشران د «قتلو» لواڼي په مشرۍ پدې بريالي شول چې بايزيد د تخت کېناستو نه د مخه ووژني.»([1])
پدې کار سره لوديا نو غوښتل چې د بايزيد ځای ناستی بايد څوک وي؟ لواڼيو غوښتل چې د سليمان وراره پاچا کړي. خو پخپله کرلاڼيو بيا د کرلاڼي سليمان کشر زوی داود يې د دې وړ ګاڼه، چې د پاچاهۍ په تخت کېني.
ددوې خپل مينځي جګړو دومره زور واخېست چې جلال الدين اکبر، خان منعم خان ورولېږه چې د هند د نورو سيمو په څېر دوی هم اېل کړي. يو قومي مشر ګوجر کرلاڼي، چې وليدل د ده سيال لوری د يوه پياوړي ځواک څښتن دی .
نو منعم خان ته ورغۍ او د خبرو اترو په ترڅ کې ورته وويل، چې دی به بهار ده ته پرېږدي، دی به د اکبر د ټولواکمنۍ برخه شي. بل کال به بيا د بنګال جاګیر هم ده ته ورکړي. لودي مشرچې له دې خبر شو، نو له داود سره په سلا او مشوره يې ګوجر بېرته پخلا کړ. په ګډه د بابريانو په وړاندې ودرېدل.
ډاکتر محمد عبدالرحيم د ابو فضل له قوله کښلي دي، چې ابو فضل په ډېرې خواشينۍ ويلي دي چې منعم خان يو طلايي چانس له لاسه ورکړ:
«ده کولی شول چې د افغانانو تر مينځه د نفاق او شقاق، د اور خوګلن ته پکې وهلې وای او هم د ګوجر وړانديز پرته له کوم خنډ منلی وی. پدې کار سره ده د ختيځ هندوستان افغانانو ته ښه سخت ګوزار ورکولی شو.»([2])
مغلي واکمن جلال الدين اکبر منعم خان ته ځواب واستوو چې دا ځل فرصت له لاسه ورنکړې. ډېر زر به وګورې چې پښتانه بيا په خپلو کې سره خوري. نو بيا يې ورته د افغانانو تېرې کيسې ورغبرګې کړې.
ښايې د ده د تېرو نه موخه د تاج خان کرلاڼي او د بهادر شاه سور تر مينځ اخ و ډب او نورې بېلګې وي چې تاج خان د يوه مغلي چارواکي خان زمان (د اکبر نايب السلطنة) پر مټ کله چې د سوري او کرلاڼي افغانانو تر مينځ شخړې روانې وې نو کرلاڼي تاج خان په پای کې بريالی شو.
تاج خان تر پايه له مغلي چارواکي خان زمان سره خوږې اړيکې لرلې او که چېرې خان زمان غوښتي وی په اسانۍ يې بنګال نيولی شو .خو د يو شمېر لاملونو له مخې نه غوښته.
تاج خان چې کله په ۱۵۶۵ز کې مړ شو، ورور يې سليمان کرلاڼي هم د خپل ورور په څېر د بنګال او بهار خپلواکي وساتله. ولې بيا هم له جلال الدين اکبر سره يې خپلې اړيکې ساتلې وې. دی دومره اوښيار او ځيرک انسان وه، چې نه يوازې د ده په دربار کې د دينې عالمانو ډېر قدر او درناوی کېده بلکې هندوانو ته يې هم ډېر لوی لوی منصبونه او مقامونه ورکړي وه.
ده له يوې خوا له مغلي اکبر سره داسې اړيکې ساتلې چې ګنې وګوره ما خو ځان پاچا ندی اعلان کړی، يوازې خپل ځان د کړو وړو له مخې حضرت علي(رض) ته نږدې ګڼم. اکبر هم په دې تېر وتی وو چې رښتيا هم هغه د ده ټولواکمني منلې ده، چې سليمان له خپل نوم سره د پاچا او يا سلطان لقب غوره نکړ.
رښتيا هم چې نوموړی تر پايه (۷۲ – ۱۵۶۵ز) پورې نه په خپل نوم سکه ووهله او نه يې داسې کوم لقب د ځان لپاره غوره کړ چې مغلي اکبر د ده په وړاندې وپاروي.
تاريخپوهان وايي چې د حضرت علي(رض) لقب خو شېرشاه هم غوره کړی وه ولې هغه خو يو ټولواک وه.
سليمان کرلاڼي د خان زمان مړينه د ځان لپاره ښه ونه ګڼله دا ځکه چې د ده او د اکبر اړيکې د همدې جنرال په وسيله نېکې وې. ولې بيا هم اوښيار سليمان له منعم خان سره هم ډېر ژر ورته اړيکې ټينګې کړې، ان تر دې چې د ده د مېلمستيا بلنه يې هم ومنله او بيا يې د اکبر پاچا په نوم ځنې سوغاتونه هم ورته ډالۍ کړل.
يو شمېر افغان سردارانو سليمان کرلاڼي ته سلا او مشوره ورکړه چې منعم خان ونيسي.
«سليمان کرلاڼي او لودي د دوی دا مشوره ونه منله. لايې د ده د ساتنې لپاره غوره او ځانګړي ترتيبات ونيول، نه چې د کوم افغان له لاسه ورته زيان ورسېږي.»([3])
ابو فضل به وېلې چې اکبر پاچا د سليمان کرلاڼي په کړو وړو نه پوهېږي او دی تېر باسي. ځکه چې سليمان دومره اوښيار او ځيرک انسان دی چې پاچا يې نشي پېژندلی.
«تر هغه ځايه چې دی يو منافق انسان دی او يو ريا کاره سياست مدار.»([4])
د جلال الدين اکبر دا خبره چې افغانان که کوم اوښيار مشر و نه لري ډېر زر به په خپلو کې اخته شي.
د ده وړاندوينه سمه وخته، ځکه لودي خان ډېر زر د داود په وړاندې ودرېد.
داود د دې لپاره چې افغانان د ځان پلوي کړي، نو د پلار خزانه يې د افغانانو تر مينځه ووېشله، لودي چې وليدل افغاني مشرانو، د ده له ملاتړ نه لاس واخست .نو بيا د «روهتاس» کلا ته په شا شو.
داود د لودي ښېګڼې له پامه وغورځولې، چې ان د پلار له مهاله يې د دوی دربار ته درناوی درلود او په ډېرې وفا دارۍ د ده د پلار په چوپړ کې وو. نو بيا يې حاجي پور نه يو لښکر د لودي د ځپلو لپاره روهتاس ته واستوو.
کله چې نوموړي ځان په خطر کې وليد نو بيا يې د جلال الدين اکبر له نامتو جنرال منعم خان سره اړيکه ټينګه کړه او هغه هم د مرستې لپاره پوځ ورولېږه او پخپله هم د بهار او بنګال د نيولو په نيت وخوځېد.
داودد ګوجر او قتلو په سلا لودي سره اړيکه ونيوله او بيا يې د ده د خدمتونو يادونه او ستاينه يې وکړه.
لودي هم د ده په دغو خبرو تېرووت او بيا يې د خپل ټوپک خوله د منعم خان لور ته واړوله:
«هيواد پلوي لودي ته چې د خپلو افغانانو ګټې ورته له ځانه هم ګرانې وې د داود ټول بد يې هېر کړل او بيا د بابريانو د پوځي مشر منعم خان مخه يې ونيوله.»([5])
د سلطان داود اوخان لودي اړيکې :
لودي نه يوازې له داود سره د ده د ټولواکمنۍ د تينګښت په لاره کې هر اړخيزه مرسته وکړه، بلکې د دې کورنۍ له تېرو واکمنو سره هم د ده اړيکې دومره خوږې وې، چې د هغو په دربار کې د ځانګړي درناوي څښتن وه.
ولې داود د دغه وفادار خدمتګار هر څه هېر کړل، او د خپلې ناپوهۍ او ځان ستاينې له مخې ده ته توطيه جوړه کړه.
لودي د خپلې پوهې په بنسټ يو ځل بيا د هغه خطر مخه ونيوله چې د منعم خان پوځ وغوښتل چې د داود د ځپلو لپاره د بنګال او نورې کومې سيمې چې د ده پلاس کې وې ونيسي.
خو ناپوهه داود د ده په قدر او ارزښت پوه نشو نو بيا يې په دې پلمه، چې غواړي د ملک د چارو په باب له ده سره سلا او مشوره وکړي، خپل حضور ته وغوښت.
لودي د ښه نيت له مخې د داود دربار ته ورغی، هغه هم پرته له ځنډه خپلو پوځيانو ته امر وکړ او بندي يې کړ.
کله چې نوموړی پدې پوه شو، چې اوس وژل کېږي نو د «تاريخ داودي» په قول مخ يې داود ته کړ چې ماخو وژنې ولې دغه نصيحت مې واوره ،
«په ياد ولره چې د بابريانو په روغه جوړه به باور نکوې، هغه هېڅکله د بهار او بنګال نه لاس نه اخلي .کله چې وس ومومي هرومرو به په تا بريد کوي.»([6])
داود بيا هم د خپلو درباريانو او قتلو او نورو په سلا لودي په ډېرې بې رحمۍ وواژه.
ډاکتر محمد عبدالرحيم هم د «بدايوني» له قوله پخپل ګټور اثر کې کښلي دي:
«کله چې داود خپل يو خواخوږی خان لودي وواژه، نو خپله پښه يې خپله په تېشه ووهله.»([7])
ابو فضل چې له افغانانو سره يې کومه خواخوږي نه لرله، هم د لودي مړينه د داود مړينه ګڼي، هغه ستايي چې نوموړی د يوه ښه فکر څښتن وه او په خپلو سرښندنو يې افغان ټبر ته ډېر خدمتونه کړي وه.
دی يو پياوړی جنګيالی وه چې ختيځ هندوستان يې د بابريانو له بريد نه وژغوره. نو ځکه خو د ده مرګ مغولو ته د بنګال او بهار دروازه پرانسته.
«د ټولواک جلال الدين اکبر نيکمرغي په دې کې وه، د ده دښمنانو په خپله هغه څه وکړل چې د ده خواخوږو سردارانو له ډېرو هاندو هڅو سره سره ونشو کړی، د کوم پام وړ بری يې هم ترلاسه نکړ. د لودي مرګ په افغانانو کې ډېرې ستونزې پيدا کړې او د مغلي ځواکونو جنرال منعم خان ته د دې وس پيدا شو، چې په بهار او بنګال بريد وکړي.»([8])
د سلطان داود برخليک
د افغانانو او مغلو د واکمنيو په مهال به، خلکو بنګال د خزانو هيواد باله. نو سلطان داود بيا بنګال، بهار، د چتاکانګ او يو شمېر نورو سيمو واکمن وه.
نو ده کله هم ځان له اکبر پاچا نه کم نه ګاڼه. نوموړي د خپل مقام د درنښت لپاره پخپل نوم سکه ووهله او خطبه يې هم پخپل نوم کړه.
يو شمېر افغانان که څه هم د لودي په مړينه له سلطان داود څخه خوابدي شوي وه. خو ده د دې لپاره چې د درباريانو باور ترلاسه کړی وي، نو بيا يې يو شمېر جنرالانو اوسلاکارانو ته داسې وياړلي لقبونه ورکړل، چې د هغه وخت يو مهم اصل وه. ګوجر کرلاڼي ته يې د رکن الدوله، محمود اسماعيل ته يې د خان خانان او يو شمېر نورو ته نور لقبونه ورکړل شول.
جلال الدين اکبر چې د سلطان داود دغه چلندونه وليدل، چې د سليمان کرلاڼي له کړو وړ نه يې بشپړ توپير درلود، نو پرېکړه يې وکړه چې د کرلاڼيو واکمنۍ پايته ورسوي.
«هندوستاني سياسي نظام کا تدريجي ارتقا» په کتاب کې د جلال الدين اکبر د پالېسۍ په اړه راغلي دي:
د مغلو د واکمنۍ په مهال د دوی دوه ستر سيالان يو هم افغانان او بل راجپوتان وه، ولې د اکبر پالېسي يو شمېر راجپوتانو ته د منلو وړ وګرځېده. خو افغانانو لا بيا هم د هندوستان په يو شمېر سيمو کې د جلال الدين اکبر واکمنۍ ته ستر ګواښ پېښ کړی وه.
سره د دې هم له اکبر پاچا او جهانګير نه وروسته د افغانانو د دغه ډول ګواښ چې مرکزي حکومت ته د ماتې لامل شي بېخي له مينخه لاړ.»([9])
ابو فضل د داود د ځپلو لپاره او همدا راز د بهار او بنګال د نيولو په هکله د اکبر پالېسۍ ته داسې ګوته نيولې ده:
«اکبر پاچا غوښته چې ټول هندوستان ونيسي. د بنګال او بهار په اړه دی په دې تکل کې وه، چې خپل سيالان افغان واکمن له مينځه يوسي. ولې د پياوړي او هوښيار سليمان کرلاڼي په مهال دی له يو شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان وه. ولې دا يې تلپاتې هڅه وه چې يوه ورځ به دا نخشه عملي کوي.»([10])
دا چې د کرلاڼي سليمان په مهال دی پدې بريالی نشو، دلته دوه لاملونه د پام وړ دي: لومړی داچې سليمان ټول افغاني مشران په ځان را ټول کړي وو. دويم دا چې نوموړي له مغلي چارواکو سره دوستانه اړيکې لرلې .د اکبر سردارانو او جنرالانو خپل پاچا ته دا سلا او مشوره نه ورکوله چې په بهار او بنګال بريد وکړي ‎.
دريمه خبره دا وه چې لودي يو پياوړی جنرال وه، هغه وخت چې د منعم خان او د لودي پوځونه په «غازي پور» کې سره مخامخ شول د مغلي جنرال منعم خان وضعه دومره خرابه وه چې نه مخکې تلی شو او نه شا ته .نو په ډېرې نهيلۍ يې د سولې وړانديز وکړ. خو کله چې دغه نامتو سپهسالار د کرلاڼي داود لخوا ووژل شو، نو بيا منعم خان ته ډېره ښه موقع په لاس ورغله او د يو ستر پوځ په مټ يې «پتني» کلابند کړ. ولې بيا هم افغانان د ګنګا د رود پورې غاړې ته د دښمن په وړاندې ټينګ ولاړ وه، او مغلي منعم خان کوم د پام وړ بری ترلاسه نکړ، خو افغانان په پوره مېړانه تر ۱۵۷۴ کال د اګست تر مياشتې پورې د مغلو د بريدونو په وړاندې ټينګ ودرېدل. تر هغې چې جلال الدين اکبر پخپله له نورو ځواکونو سره سيمې ته راغی.
شمس العلماء مولانا محمد حسين ازاد د هند نامتو عالم او تاريخپوه په دې اړه په دربار اکبري کې کښلي دي:
«هغه مهال چې مغلي اکبر د کرلاڼي داود له پاچاهۍ خبر شو، په ده يې داسې ناوړه اغېزه وکړه چې د نوموړي دغه کار ورته د ځان د سپکاوي په مانا وه. که څه هم د داود تېروتنې هر چا ته څرګندې وې، چې د ده کړو، په ځانګړي ډول د لودي په وژنه يې د ډېرو افغانانو زړونه يې مات کړي وه.
لودي د کرلاڼي سليمان ډېر نږدې دوست او جنرال وه. ان تر دې چې ګوجر خان هم د ده په څېر نه وه. بلکې ده او قتلو د ده پرمختګ هم نشو زغملی. دلته ورته ښه موقع په لاس ورغله او لودي يې له مخې لرې کړ.»([11])
که څه هم لودي ته د ده سلاکارانو ويلي وه، چې د کرلاڼي داود بلنه و نه مني. ځکه چې نوموړی هېچا ته د باور وړ نه وو.
کله چې لودي پوه شو چې اوس وژل کېږي نو ورته وې ويل، چې دا فتنه ده ګوره پښېمانه به شې. ما چې کوم تړون له مغلي چارواکو سره کړی دی، د تاسو د واکمنۍ په ګټه دی. مغلي بلا په دې کړو وړو په اسانه سره له سره نشې لرې کولی، که چېرې نه غواړې چې له مغلو سره د خپل پلار په څېر چلند وکړې نو پرې ورځه چې مغل چارواکي درنه ځان منظم نکړي.
داود د منعم خان په څلور ورځنۍ سولې وغولېد لودي يې وواژه، او منعم خان رښتيا هم خپل پوځ بريد ته چمتو کړ.
جلال الدين اکبر وليدل چې داود ته اړين توکي له حاجي پور نه پتني کلا ته رسېږي. لومړی يې په حاجي پور بريد وکړ. څنګه چې په حاجي پور کې مېشتو جنګياليو تر پايه مقاومت وکړ، ولې بيا هم د بابريانو پوځ دومره ستر وه، چې هغوی يې ماتې ته اړ کړل.
قتلو کرلاڼي داود ته وړانديزوکړ، ښه به وي چې د پتني کلا پرېږدو، خو هغه د ده دغه خبره بابېزه وګڼله. دلته ده چې د دواړو تر مينځ بې اتفاقي مينځ ته راځي. قتلو لواڼي په خوړو کې نوموړي ته داسې څه ورکړل، چې هغه په ځان خبر نه وو چې په کښتۍ کې يې د پلازمېنې توکي واچول او ټنډا ته يې ولېږدول. په ۱۵۷۴ز کال د اګست په لسمه نېټه چې کړکېچ نور هم زيات شو، د سلطان داود کرلاڼي يو هندو وزير د سلطان ټوله خزانه په کښتۍ کې واچوله او هغه پسې يې بنګال ته يوړه.
ګوجر خان کرلاڼي د پتني کلا د شپې لخوا پداسې مهال خالي کړه چې د سېلابونو اوبو شاوخوا خندکونه ډک کړي وه. دومره تياره وه چې سترکه په سترګه نه ښکارېده پيلان او د پوځ پلي غړي په خندکونو کې ډب شول. په طبقات اکبري کې راغلي دي چې دا شپه د کرلاڼي داود د ځواکونو لپاره د قيامت ورځ وه چې هر څه يې په سين لاهو شول.»([12])
د پتني زوروه کلا په ډېرې اسانۍ سره د اکبر ځواکونو لاندې کړه. ډېر فيلان يې ونيول ډېر افغاني ځواکونه له مينځه لاړل. کوجر خان په ډېر بد حالت کې وتښتېد.
اکبر بېرته خپلې پلازمېنې ته ستون شو، دا ځکه چې دی پوهېده نور افغانان نشي کولی چې بنګال او بهار وساتي.
سره د هغې هم سلطان داود کرلاڼي خپل سلاح دار اسماعيل دېته وګماره، چې د شمالي هندوستان او بنګال تر مينځ هغه مهمه لاره چې تلياګړۍ Taliagarhiپه دره کې تېره شوې ده ونيسي. ولې بيا هم افغاني پوځ خپل جنګي مورال له لاسه ورکړی وه، په ډېرې اسانۍ سره منعم خان بنګال ونيو او سلطان داود کرلاڼي له خپلو خزانو سره «سات ګون» Satgoan ته لاړ.
ډاکتر محمد عبدالرحيم پخپل ګتور کتاب په هندوستان کې د افغانانو… کې کښلي دي چې د اکبر ستر جنرال منعم خان په ۱۵۷۴ز کال د سپتامبر په ۲۱ نېټه بنګال ونيو. د اکبر درباري تاريخپوهانو هم ليکلي (په اکبرنامه – طبقات اکبري) دي چې بنګال له مغلي ځواکونو لخوا په اسانه ونيول شو.
ولې د هندوستان معاصرو تاريخپوهانو د بنګال د نيولو کار ۱۵۷۴ کال ندی منلی بلکې وايي:
«کرلاڼي داود د جولای په مياشت په ۱۵۷۶ز کال بنګال پرېښود.»([13])
دلته ګورو چې توپير پوره دوه کاله دی او پدې دوه کلو کې هرومرو داود کرلاڼي جنګېدلی دی او ښايي چې بنګال يې دومره په اسانه هم نه وي نيولی لکه څرنګه چې د جلال الدين اکبر درباري ليکوالو ويلي دي. ( نوربیا )
[1] – په برټش کتابتون کې د عبدالله داودي تاريخ قلمي نسخه ۱۶۲ مخ.
[2] – اکبر نامه دريم ټوک ۲۰ مخ.
[3] – اکبر نامه – ۷ – ۳۲۶ – مخ.
[4] – ابو فضل اکبر نامه ۳ ټوک ۱۹ – ۲- ۶۹ مخونه.
[5] – اکبرنامه دريم ټوک ۷۰ – ۷۲ مخونه.
[6] – په برټش کتابتون کې د تاريخ داودي قلمي نسخه ۱۲۷ مخ.
[7] – محمد ډاکتر عبدالرحيم په هندوستان کې … ۲۱۲ مخ بدايوني ۲ ټوک.
[8] – اکبر نامه ۳ ټوک، ۷ مخ. بدايوني ۲ ټوک ۱۷۵ مخ. شيخ عبدالقادر بدايوني د اکبر شاه ملا امام وه.
[9] – قدورتي ډاکتر محمد سليم هندوستانی سياسي نظام کا تدريجي ارتقا ۲۹۸ – ۲۹۹ مخونه.
[10] – اکبر نامه ۸۶ مخ ۳ ټوک.
[11] – ازاد مولانا محمد حسين دربار اکبري ۷۳۳ – ۷۳۴ مخونه.
[12] – احمد بخشي نظام الدين طبقات طبقات اکبري ۲ ټوک ۹۳ – ۲۹۲ مخونه.
[13] – پالن پوري مفتي محمد تاريخ هند چاپ ۲۰۰۶ کال د مارچ ۳ نېټه فتوحات اکبري ۱۵۰ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب