چهارشنبه, اپریل 14, 2021
Homeخبرونهاعتراض کوونکو پکتیا کې د کرکټ بورډ د دفتر دروازه وتړله

اعتراض کوونکو پکتیا کې د کرکټ بورډ د دفتر دروازه وتړله

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۱۸ ) پکتیا ولایت کې د دې ولایت ګڼ شمېر اوسیدونکو او دغه راز د ولایتي شورا ځینو غړیو په ګډه د یاد ولایت د کرکټ بورډ د دفتر او لوبغالي دروازه د اعتراض په توګه وتړله.

دوی وایي، د پکتیا د کرکټ بورډ ادارې مسوولین ورسره دوه ګونی چلند کوي او په تېرو څو کلونو کې یې په دې ولایت کې د کرکټ برخې ته څومره چې لازمه وه، پام نه دی کړی.

اعتراض کوونکي وایي، څه باندې شپږ کاله وړاندې په پکتیا کې د زون په کچه لوبغالی جوړ شوی، خو د پراخ فساد او مرکزي ادارې د نه پاملرنې له امله یې چارې لاهم نه دي بشپړې او ترسره شوي کارونه یې هم په معیاري ډول نه دي شوي.

پکتیا کې د لویې پکتیا فرهنګي ټولنې مشر سید جمال الدین اصف خېل په دې اړه وایي، که د پکتیا د کرکټ لوبغاړو ستونزو ته پام ونه شي، نو دوی به خپل اعتراضونه تر  مرکزي کرکټ بورډ پورې ورسوي.

د اعتراض ګډونوال دغه راز زیاتوي چې د پکتیا د کرکټ لوبغالي لپاره لومړی ۷ سوه زره امریکايي ډالره ځانکړي شوي و، خو روسته یې بودیجه ۲ نیم سوه زره ډالرو ته راښکته شوه چې بیا یې هم چارې په خراب کیفیت ترسره شوې دي.

ورته مهال د پکتیا د ولایتي شورا ځينې غړي بیا وايي، د کرکټ لوبغالي لپاره دغه ځمکه په شخصي ډول د سیمې د خلکو له لوري ورته ځانکړې شوې، خو که یې چارې په معیاري ډول ترسره نه شي، د ځمکې خاوندان به بېرته له کرکټ بورډ څخه همدا ځمکه وګرځوي.

د کرکټ بورډ مسوولینو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

اوس مهال د افغانستان په ملي، نولس کلنو او الف لوبډلو کې د پکتیا ګڼ لوبغاړي لوبه کوي، خو دوی د کرکټ همدا لوبه په نورو ولایتونو کې زده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې شپږ کال وړاندې د پکتیا په مرکز ګردېز کې د سویل ختیځ زون په کچه د کرکټ لوبو لپاره د لوبغالي چارې پیل شوې، خو د نه پاملرنې او فساد له امله یې لاهم کارونه نیمګړي دي او خلک یې له ترسره شویو چارو هم خوښ نه دي.

په دې اړه نن ورځ مدني فعالانو او د ولایتي شورا غړو د پریکړه لیک پر مهال له کرکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه، چې د همدې لوبغالي نیمګړې چارې په معیاري ډول بشپړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب