چهارشنبه, اپریل 14, 2021
Homeخبرونهلاوروف له پاکستاني مشرانو سره د افغانستان پر سولې خبرې وکړې

لاوروف له پاکستاني مشرانو سره د افغانستان پر سولې خبرې وکړې

تاند(چهارشنبه، د حمل۱۸) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف، چې پاکستان ته په سفر تللی، د دغه هیواد له صدراعظم، لوی درستیز او د بهرنیو چارو وزیر سره جلا – جلا ولیدل.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دواړو خواوو د خبرو یوه اصلي موضوع د افغانستان د سولې روانه پروسه وه.

لاوروف په ځانګړي ډول له لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه سره د افغانستان د سولې او د دغه هیواد د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړې.

دا په تېرو ۹ کلونو کې لومړی ځل دی چې د روسیې د بهرنیو چارو یو وزیر پاکستان ته ځي.

رویټرز خبري اژانس وايي، عمران خان له لاوروف سره په کتنه کې د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې د سوله ییز حل پر اهمیت ټینګار وکاوه.

د پاکستان د صدراعظم دفتر په یوه بیان کې ویلي«پاکستان په مسکو کې د وروستي کنفرانس په وسیله د افغانستان د سولې په پروسه کې د روسیې رول وستایه.»

د پاکستان پوځ هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جنرال باجوه لاوروف ته وویل«پاکستان د هر هغه نوښت هرکلی کوي چې افغانستان او درستې سیمې ته سوله او ثبات راوستی شي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب