چهارشنبه, اپریل 14, 2021
Homeخبرونهیوه افغان پناه غوښتونکې وايي، کرویشیايي پولیس پرې جنسي تېری کړی

یوه افغان پناه غوښتونکې وايي، کرویشیايي پولیس پرې جنسي تېری کړی

تاند (پنجشنبه، د حمل۱۹) د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د کرویشیا سرحدي پولیس وايي، ورته شکایت شوی چې یوه پوله ساتي یې پر یوې افغان ښځې جنسي تېری کړی دی.

دې بریتانیايي ورځپاڼې د ډنمارک د کډوالو شورا د څرګندونو پر اساس لیکلي چې دا پېښه د فبرورۍ په ۱۵ مه د بوسنیا له ویلیکا کلادوشیا ښاره څو کیلو متره لېرې د کرویشیا په خاوره کې شوې ده.

د راپور له مخې، هغه ښځه، چې ادعا کوي جنسي تېری پرې شوی، وايي دې غوښتل چې د خپلو ۲ ماشومانو په ګډون له ۴ تنو نورو سره له پولې واوړي، د یوه سرحدي پولیس له لوري ودرول شوه او چاړه یې ورته ونیوله.

دې ښځې او نورو افغانانو د پناه غوښتنه وکړه خو پولیس ورته وخندل او دا یې د تلاشۍ په پلمه له نورو جلا کړه.

ښځه وايي چې پولیس افسر ورته وویل چې کالي وباسي خو دې انکار وکړ، هاله یې ووهله او چاړه یې د دې غاړه ته ونیوله.

د بوسنیا د کورنیو چارو وزارت وايي چې ښځه د خپلې ادعا د ثبوت لپاره کوم ثبوت نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب