جمعه, مې 7, 2021
Home+په سپیڅلي جګړه کې د امام المجاهدین والمسلمېن غازي دین محمد اندړ...

په سپیڅلي جګړه کې د امام المجاهدین والمسلمېن غازي دین محمد اندړ رول او مبارزه

جهاد فرض به مسلمانس

بیا قیامه ببین

پیر وجوانه ببین

مامدجان مرد مېدانس

مشک عالم باغفورجانس

ایوب خان شیرغرانس

جهاد فرض به مسلمانس

………………………….

د ۱۸۷۹ کال پاڅون

لیکوال اسدالله بلهارجلالزی.

لنډیز:

کله چې په ۱۸۷۹ کال کې د انګزیزانو لښکرې کابل ته ورسیدې. نو يي امېر محمد یعقوب خان په بالاحصارکې له ځانه سره د یرغمل په ډول کېناوه. له څه وخت وروسته یعقوب خان خپله استعفا د انګریزي لښکروقوماندان ته وړاندې کړه او د هند بریتانیوي حکومت قوماندان فریدرک رابرتس ټول اختیارات خپل کړل. ورپسې يي محمد یعقوب خان هند ته تبعید کړ. چې عملأ په هیواد کې د واک تشه را منځ ته شوه. د رابرتس کړنو او له عادې وګړو سره له تاووتریخوالي ډک چلند دا په ګوته کوله چې نوموړی غواړي له افغانانو څخه غچ واخلي. په دغه وخت کې وو چې له شرعي اړخه دیني عالمانو، قومې مشرانو، مخه ورو، یا په یوه خبره هر نارینه اوښځينه د دین، هیواد او خاورې دفاع په ځان فرض وګڼله او د دې فریضي دا ادا کولو له پاره چمتو شول، چې له دې سره په هیواد کې د جهاد توغ په رپیدو شو.

اړین توري: ملا مشک عالم، مبارزه، پاڅون، درایت اودینپالنه، هیوادساتنه، دانګلیس یرغل، بیل يي کړه ایل يي کړه او یووالي ته د افغاني مبارزینو رابلل:

سریزه:

له دین، هیواد او ملی ارزښتونو دفاع  اوننګه د هر مسلمان، عاقل او حرُ وګړي له هغوو دندو څخه ګڼل کېږي چې د سر، مال په ښندلواو هر ډول کړاونو په زغملو سره يي په ترسره کېدوکې ځان نه سپموي. له دین، هیواد، سپیڅلیواوملی ارزښتونو څخه په رښتني توګه ننګه او په دې لاره کې د کړاونو، تکلیفونو اوځورونوګالل چې یوازې او يوازې د الله (ج) د رضا په موخه وي نو بیا یی اجراوپاداش هم د الله ج له لوری هغوئ ته چې په پوره صبر، مېړانه، استقامت او شجاعت سره په دې لاره کې ربړلې ګالي ورکول کېږي. له دین، هیواد او ارزښتونوڅخه د ننګې او دفاع په لاره کې بیا ترټولو زیات مسولیت د هغوو کسانو په غاړه وي. چې هم له دیني او معنوي اړخه او هم په ټولنیزډګرکې مخکښ اوپه چارو خبروي. په ۱۸۷۹ کال کې د سخت ژمې د لښکرترخوا زموږ په دیني او سپیڅلیو ارزښتنواوخلکو اود هیواد په پلوو یوهء بل بې رحمه اودهغه مهال د سترې امپراتوري لښکرچې شمېر شاوخوا ۵۴۰۰۰ زرو تنو ته رسیده او خورا مجهزاو سمبال هم وو یرغل وکړ. خو د دغه یرغل او تیري په وړاندې افغاني مبارزین د جګړې ډګر ته راووتل، چې په سر سر کې يي، غازي ملامشک عالم چې ملګرو او مجاهدینو به يي ورته «امام المجاهدین والمسلمېن» وایه او غازي محمدجان خان، ګل محمدخان اندړ، عصمت الله خان، مېربچه خان کوهدامني، عبدالغفورلنګري او… ول. دوئ د جهاد او هیواد ساتنې په لاره کې له سختیو او کړاونو سره مخ شول. ډیری ملګري يي شهیدان او ټپیان شول. خو د سپیڅلي جهاد له تاوده مرچله را په شا نه شول. په غلیم یی هم ځمکه سور اور کړه. په دې لیکنه کې به موږ د (امام المجاهدین والمسلمېن) غازي دین محمدخان اندړاوتریوه بریده د ده د ملګرو په کړونو رڼا واچوو.

د انګریزانو یرغل، بیل يې کړه ایل يې کړه!

هغه امپراتوري چې په قلمرو کې يي لمر نه ډوبیده، هغه امپراتوري چې په چلوولونو، نیرنګ او تذویر کې يې ساری نه لیدل کېده. تل به يي د (بیل يې کړه ایل يې کړه) خبرې په بنسټ د ولسونو، مسلمانانو او په تیره بیا د افغاني غازیانو تر منځ د نفاق او شقاق مزي غځول. دوئ به دا خبره هم په خپلومنځو کې هم زمزمه کوله ( تفرقه بیندازحکومت کن) خو غازي ملا مشک عالم د دښمن دې مکاریو ته ځيردی او په حساسو شیبو کې د داسې فتنو د له منځه وړولو په مقصد هرهغه ځای ته ځان رسوي. چېرته چې دا اوربل شوی وي. زموږ د دې ادعا د ثبوت له پاره د مېر غلام محمد غبار د( افغانستان در مسیرتاریخ) په ۶۳۱ مخ کې داسئ لولو:

(انګریزانو وکولای شول چې د کنل ولی الله خان په واسطه په غزني کې لکه د پروان او کاپیسا په څیر د دښمن په وړاندې د ملي مبارزینو د سمبالښت او سوقیاتو په مرکزکې د شرلویه چوله او درزپیدا کړي. دا چې د پښتنو، تاجکو او هزاره وو ترمنځ يي د کورنیوجګړو اوربل کړ. کله چې دا خبره کابل ته ورسیده، نو امام المجاهدین والمسلین ملامشک عالم اندړپه خپله د دغه کورني نفاق د مخنیوی په مقصد غزني ته راغی. په داسې حال کې چې د کنل ولی الله د خیانت د مخنیوي له پاره دوه نور ملی مبارزین اوغازیان هریوعبدالقادرتاجک او ګل محمد اندړهم لاس په کار شوي وو. د کورنیوجګړو اوريي غلی اومړکړی و. د پښتنو، تاجکو او هزاره وو وګړي يې سره پخلا کړي وو. » خو ښکاري چې د ملا مشک عالم راتګ بیرته غزني ته د غازیانو او مجاهدینو په منسجم کېدواو بیا د جګړې تاوده مرچل ته  دهغوئ په لیږلوکې لا اغیزناک تمام شوو. د انګریزانو د چلوولونو، بې اتقاقیو ته دلمن وهلو اودسیسو او توطیو ډیرې بیلګې د تاریخ په پاڼو کې خوندې دي. غبار د خپل اثر په  ۶۳۳ مخ کې د مستوفي حبیب الله خان صدراعظم د یوه لیک یادونه هم کوي. چې د انګریزانوله پټ اوکرغیړن سیاست څخه پرده پورته کوي. « مستوفی حبیب الله خان صدراعظم چې له انګریزانو سره بندي و. دا درک کړه او وپوهیده چې امېرعبدالرحمن خان له انګریزانو سره جوړ دی. نو په پټه يي لیکونه د بلخ د سپهسالارچې لا يي ځواکونه په خپل حال پاته وو او د ملامشک عالم او جنرال محمدجانخان وردګ په نومونوغزني ته ولیږل، هغوئ لا په غزني او وردګوکې دغازیانوپه سمبالښت او راټولو بوخت وو. ده داسې لیکلي و. سردار عبدالرحمن په پټه کې له انګریزانوسره جوړدی بایدمخه يي ونیوله شي. خو د انګریزانوجاسوس دا لیک د شل زره کالداروپه لګولوترلاسه کړ.» همدا خبره د سراج التواریخ په ۳۶۵ مخ کې هم کټ مټ راغلي ده.

 غزني د ملي پاڅون مرکز

هغه مهال چې غازیانو وکولای شول کابل له بهرنیانو څخه وژغوري نو بیا د پاڅون مشران د غزني په ښار کې سره راټول شول او د سردارموسي جان حکومت يي ټینګ کړ. دا چې غزنی د پاڅونوالود مرکز په توګه غوره کېږي یو دلیل يي دادی چې د پاڅون مهم مشر ملا مشک عالم په دې سیمه کې د زرګونومریدانوترخوا په زرګونو نور ملاتړي لرل له دې سره بیا محمدجانخان وردګ هم د غازي ملامشک عالم د نږدې ملګري په توګه په غزني اوشاوخوا سیمو کې ډیرنفوذ او اغیزدرلود. د دوئ محبوبیت د خلکو په منځ کې هغه وروستي حد ته رسیدلی و. دلته اړینه ګنم چې د استاد پوهاند محمدحسن کاکړ له اثر(د افغان او انګلیس دویمه جګړه) څخه يي څو بیلګې را نقل کړم: کاکړصاحب دخپل اثر په ۲۱۱ مخ کې کاږې « د کوهستان غلجي، زرمت، څرخ، لوګر، سلیمانخیلو، او وزیرو قومونو ملکان غزني ته راغلل او سوګند يي یاد کړ، چې پخوانۍ دوښمنۍ به شاته پریږدي اوله انګریزانو سره به جنګیږي.» پوهاند کاکړ صاحب په ۲۰۹مخ کې بیا داسې لیکې « د لوګرملکانوپه قرآن کریم سوګند یاد کړ چې د بې وسلې شوي امېر پرموضوع پاڅون وکړي او ژمنه يي وکړه چې له عسکرو سره به د وسلو او پیسو مرسته وکړي» موږ ته له دې بیلګو نه په ډاګه کېږي چې د غزني د مشرانو رول او اغیزټولوته جوت وو. د دوئ له مرستې پرته يي دومره څه نه شوای کولای. ځکه خو امېرعبدالرحمن خان هم له دوئ سره مکاتیبه لرله.  مرحوم کاکړدې همدې اثر په ۲۱۴ مخ کې له هرچا سره د ده د اړیکو ساتلو په اړه کاږي: « سردار عبدالرحمن خان په داسې حال کې چې د قدرت د ټینګښت له پاره يي هڅې کولې له خپل مقر(ځای) څخه يي د ملامشک عالم او محمدجان خان په ګډون د ملي نهضت له ډیرو مشرانو سره مکاتیبه وکړه اود هغه د مکاتبو روحیه داسې وه چې هغوئ باید د جګړې له پاره تیار وي.» ملامشک عالم نه یوازې دا چې د ولسونو په منځ کې له وګړو سره اړیکې ساتلي اویا ورسره هغوئ په اخلاص او متانت اړیکې پاللي، بلکې په لوړپوړوچارواکواود سردارانوپه منځ کې يي هم باوري کسان لرل. مرحوم پوهاند کاکړصاحب لیکې ۱۹۰ مخ « رابرتش له څو ناحیونه زړه بدی شوی و، یو خود محمدزیو یو شمېرسردارانو، سره له دې چې د هغه په لاس کې هم وو، له محمدجانخان اوملامشک عالم سره يي اړیکې درلودلي او له همدې کبله وو چې له هغوئ نه يې د داودشاه په ګډون یوشمېربندیان شول»

نه پخلاکېدونکې غلیمان

کله چې تاریخي اسنادو ته مراجعه کوو، وینو چې ډیری افغاني غازیان له انګریزانوڅخه کرکه لري. هغوئ ته د هیواد، دین، ناموس او ملي ارزښتونو د غلیمانو په سترګه ګوري، انګریزان هم په ورته دریځ کې دي. خو په عین حال کې هڅه کوي چې یوشمېربیا د پیسو په زور، واک ته د رسیدوپه ژمنو، د چوکېو او ډالیو په ورکولو سره د ځان تابع کړي. له بده مرغه ځینې همداسې هم ول، لکه مرحوم غبار چې د خپل اثرپه ۶۵۲مخ کې کاږي« سعدوکروخیل ښورښي چې د انګریزانو له خوا ګمارل شوی و، ډیره موده يي په پکتیا کې فعالیت وکړ» بل ځای هم د داسې کسانو یاودنه کوي او کاږي « لکه سردار نورعلي د سردارشیرعلیخان زوی چې کندهار يي انګریزانو ته تسلیم کړ» داسې بیلګې ډیري دی. خوانګریزان بیا دغازیانو په منځ کې ترټولو زیات له  غازي محمدجانخان وردګ او ملامشک عالم نه سرټکوي، هغوئ  ته د نه پخلاکېدونکوغلیمانوپه سترګه ګوري. له دوئ ویره لري. ځکه يي په اړه آن هندوستان ته شکایتونه رسیږي. استاد خالق رشید په خپل اثر(غازي محمدجان خان د وینوپرلاره د شهادت تردمه ځایه) چې تر ډیره د غازي محمدجانخان په اړه په کې معلومات وړاندې شوي. د دې شکایتونو یادونه کوي.: (د هند په ملي ارشیف کې یو لیک چې رابرت ته ورسیدلی شته، په هغه کې د یوشمېر ملي مجاهدینو لاسلیکونه هم شته چې ګواکې دوئ له انګریزي حکومت سره د دوستۍ اومرستي کلک لیوال دي، په دغو لاسلیکونو کې چا د محمدجان خان لاسلیک هم له ځانه کړی و.) خو کله چې رابرت ته دغه لیک لوستل کېږي هغه د غازي محمدجان خان او غازي مشک عالم تر لاس لیکونو دایرې را کاږي او لندن ته لیکې چې« نور لاسلیکونه اصلي دي خو یوازې د محمدجان خان او ملامشک عالم لاسلیکونه د دوئ خپل نه دي، ځکه هغوئ له انګریزانو سره هیڅ ډول جوړجاړي ته نه حاضریږي» کله چې موږ د تاریخ هرپاڼه را اړوو نو دا دواړه نه بیلیدونکې د سترګو د تورو او سپینو په شان تل سره یوځای او ‌ډیرپاخه ملګري ښودل شوي دي. که خبره له  غازي ملامشک عالمه کوو، نو خبره له غازي محمدجانخانه هم کوو. او که له غازي محمدجانخانه غږیږو نو د غازي ملامشک عالم له شخصیته هم غږیږو. پروفیسور خالق رشید د همدې اثر په ۶ مخ کې د ملی مبارزینو د کارناموپه اړه چې په کې غازی ملامشک عالم نوم هم راځي داسې لیکې:  ( د افغانستان د ازادۍ په تاریخ کې نومېاليو ملي مجاهدینو« د کلمې په رښیتني معنا» او سرتیرو په دغه بهیر کې له هیچا او هیڅ ځواک سره د ازادۍ په کار کې معامله ونکړه او د ژوند ترپایه سرلوړي پاته شول،  دا نومېالي غازي محمدجانخان وردګ، ملامشک عالم یا ملادین محمداندړ، عصمت الله، مېربچه خان او محمدسرورخان پرواني وو) موږ ته د دې اسنادو له مخې جوتیږي چې مرحوم غازي ملامشک عالم او ورسره څو مخلصو ملګرو يي لوړه کړي وه. چې د وینې تر وروستي څاڅکې پوره به د دین او هیواد له غلیمانو سره په نه پخلاکېدونکې توګه په مېړانه او شهامت سره جهاد ته دوام ورکوي. ددوئ د رښتني ایمان، متین عزم اوهوډ په اړه آن د دوئ د سر دښمنان هم اعتراف کوي.استادخالق رشید دشهادت تردمه ځایه په ۱۹۸-۱۹۹ مخونو کې داسې لیکې: ( انګریزانوهیڅ هم پټ پرې نښودل، هرڅه يې په هغه بڼه لکه چې رښتیا وو ولیکل او رښتیاوې يي په خپله ګټه تحریف نه کړي، دوئ د خپلو دغو اسنادو په ترڅ کې د محمدجان خان او د هغه د ګوتو په شمار یارانو په شهامت او سرښندنه باندې د زړه له کومې اعتراف کړی اوهغوئ ته يي په خپلو ټولو اسنادو کې دا یوه کلمه ولیکله چې: دی (محمدجان) او (ملامشک عالم) یوازیني څوک دي چې لوړه يي کړې چې د انګریزانو پرضد به دژوند ترپایه یوه شیبه هم ارام پاتې نه شي…)

د غازي ملامشک عالم (رح) درایت او دین پالنه:

هرکله چې د غازي ملا مشک عالم اندړ مبارزې، هلوځلوته په عملي او همدا ډول په نظري اوسیاسي توګه ځغلند نظر واچول شي نو ښکاري چې امام المجاهدین والمسلمېن غازي  ملامشک عالم(رح) د جهاد اوملي مبارزې په لاره کې د غازي محمدجان خان وردګ سره ترخوا د ملی یووالي، او د جهادي مورچل یو نمونه  او وړمشر او رهبرپه توګه را څرګندیږي. دا کوم څه وو چې د غازي ملا دین محمد اندړ وکولای شول په دغه لوی پاڅون کې د ګڼ شمېر افغاني مشرانوپه منځ کې لکه یوځلانده ستوری شان وځلیږي.؟… لومړی به په همدې موضوع تم شو.

مېرغلام محمد غبار په خپل اثر (افغانستان در مسیرتاریخ) په ۶۲۹ مخ کې یوځای داسې کاږي «په داسې حال کې چې ملي لښکرو ټول کابل، بالاحصاراودغرونوڅوکې نیولي وي، د پاڅون مشرانو د کابل حکومت واک د زابلستان د مبارزینو رهبر ملا مشک عالم ته ورکړی  و» ویلای شو چې د غازي ملامشک عالم(رح) په شخصیت کې نورو مشرانودا درایت اوجدیت لیده چې آن په هماغو لومړنیو شیبو کې په داسې حال کې چې د جګړې اور ژبغړانده وه. د کابل د حکومت دچارو سمبالښت ورته سپاري. که څه هم دی په همدې مهال خورا سپینږیری اوله جسمې پلوه څه کمزوری و. خو له معنوي اړخه يې بیا ترټولو غښتلي او یو کاریزماتیک شخص ګڼلای شو. کله چې د غازیانو لښکر ننوت او په کابل ښارکې تیت اوپرک شول نو شمېر يې دومره زیات وو. چې په اسانۍ سره کنترول کېدلای نه شوای.  له بده مرغه یو شمېر وسله والو(هغوئ) په خپلسرۍ سره د کابل ښاریانو ځیني کورونه چوراو لوټ کړل. چې په همدې مسئله باندې مشران غازیان په تیره بیا غازي ملا مشک عالم ډیرخوابدې شو. دی په موسي خان چې پاچا ګنل کېده غوصه کېږي. په جدیت ترې نه پوښتنې ګرویږنې کوي او د ده له لوري پرې نیوکه کېږي د ملامتي ګوته ورته نیسي… پوهاند کاکړ د همدغه اثرپه ۱۸۶ مخ کې همدې کړنواو د ده درایت، جدیدت اود خلکو د سراومال ساتنې مسئلې ته په اشارې سره لیکې« ملامشک عالم له موسی جان سره شخړه وکړه، چې پاڅون کوونکې یې پریښي چې د ښارد مسلمانواوسیدونکو کورونه چورکړي اوپه دې ترتیب د پاڅون مذهبي ځانګړنې ته صدمه ورسوي اود ناکامۍ لامل يي شي» چې دا د غازي د دین پالنې یوه بله ښه بیلګه وه…

دویمه خبره کله چې به د غازیانو مشرانود کومې لويي پریکړې اقدام وکړ او سره به موافق شول وروستۍ موافقه به هم د غازي ملامشک عالم وه، چې باید ترلاسه شوې وای. بیا هم استاد کاکړ داسې لیکې. « محمدجان خان د چور لامل داسې بیانوي چې د مسلمانانود پوځونو شمېرله شمېره وتلی و او کنترول کېدای نه شوای او هغوئ د کابل ښار مسلمان خلک چورکړل. خو دغو مشرانو د دې له پاره چې خپلو عملیاتوته يي قانوني او حقوقي بڼه ورکړي وي، د دسمبرپر۱۵مه يې په کابل کې حکومت تشکېل کړ اود بې وسلې شوي امېرزوی موسی جان يي د پاچا په توګه اعلان کړ. سردارمحمدطاهرخان د سردارمحمدشریف خان زوی او دوست محمدخان لمسي يې وزیروباله او غلام حیدرخان چرخی يې د بالاحصار د والي په توګه غوره کړ. دا کار درابرتس په وینا د جنرال محمدجانخان په نوښت ترسره شو او په خپله يي د ځان له پاره کوم مقام غوره نه کړ. ملا مشک عالم دا اقدام نیکمرغه وباله او موسی جان يي پرتخت کېناوه، چې د پلار حق يي و، چې د هغه په وینا په ظالمانه ډول د انګریزانوله خوا تبعید شوی دی.» غازي ملامشک عالم هم له منطقې پلوه او هم په خلکو کې د ډیرو مریدانو، عالمانو اوملګرو له اړخه تربل هرچا مخکښ او درایت لرونکې و. ځکه يي هم هرزورور ته چې د هیواد، دین او وګړوپه وړاندې به يي ظلم، کاوه یابه يي هغوئ ځورول مخامخ اوپه ډاګه خپله وینا کوله هڅه يي داوه چې له ناسمو کړنويي راوګرځوي. بیاهم د بیلګې په توګه کله چې انګریزان له افغانستانه ووتل او د قدرت چارې د امېرعبدالرحمن په واک کې شوې. نو هغه په ډیرې زبردستۍ سره په خلکو ظلمونه پیل کړل. په تیره بیا د جهاد مشران يي د دې په ځای خوشحاله کړي وای زیاتره يي خپه، بندیان، شهیدان او یا هم له ملکه وشړل، کله چې عبدالرحمن لوی غازی محمدجانخان په چل او تذویرسره په شهادت ورساوه. غازي ملامشک عالم سخت خواشنیي شو، خوامېرعبدالرحمن له ده نه بیا سترګه کوله ځکه په ولس او خلکو کې د ده له نفوذ او اغیز څخه يي ویره لرله. که څه هم په پټه کې يي دی په بد نوم یاداوه، خوپه ښکاره يي بیا هڅه کوله چې د ځان ملګری يي کړي ځکه چې غازي ملامشک عالم په ډیرو سختو حالاتوکې هم له خپلو خلکو سره پاته شو او دهغوئ په منځ کې ژوند کاوه. غبار د خپل اثرپه ۶۵۸ مخ کې داسې کاږي( کله چې امېرعبدالرحمن باندې له دې امله چې د غازیانو لکه محمدجانخان وردګ، غازي عصمت الله خان جبارخیل، مېربچه خان، ایوب خان، جلندرخان، غلام محمدخان، بروزخان تتمدره يي، مېردرویش، بابه قشقاري، محمد عظیم خان، عبدالسمېع خان، فتح خان بایاني او عبدالغیاث خان جلالزی چې له امېر له خپلو اولادونو سره فرارکړل، شتمنۍ يي ور ضبط کړي، د خلکو  غبرګون، دباو اوفشار زیات شو. نو بیا يي هڅه وکړي چې بیرته پاته غازیان خوشحاله کړي. نوپه ۱۸۸۴ کال کې دغزني حاکم سردارمحمدحسن، د اندړو ټول مشران د غازي ملامشک عالم په ګډون غزني ښارکې دربارته راوغوښتل. خو ملامشک عالم په دغه مجلس کې ګډون ونکړ. بیا د پکتیا د والي ورور سردار شیریندل خان، له یوه مذهبي عالم ملا عزیزخان او د پکتیا له کوټوال محب علی خان سره د امېر د فرمان په اساس ملامشک عالم ته ورغلل له هغه سره يې خبرې وکړي. ملامشک عالم سردار ته داسې وویل: « درۍ زره افغاني غازیان او مشران چې د انګلیس د دولت د واکمنۍ په مهال يي دفاع وکړه، د ناموس، هیواد اوسلام په ملاتړ يي سخت درانه کارونه وکړل او زحمتونه يې وګالل له کومې خطا، خیانت، جنا او جنایت پرته  نن د کابل په بندي خانه کې بندیان  کړي دي. چې دا کړنه د خلکو د نهیلي، ویرې اوډارسبب شوې. نو ټول خلک چې یو يي زه یم ځان د ویرې او خطرپه ځای کې ګڼمه» غبار د خپلې لیکنې په دوام زیاتوي: کله چې امېرته د ملامشک عالم ځواب ور ورسیده نو بیا هم یو ځوابیه فرمان د هغه او خلکو په نوم یو فرمان ورواستاوه.) که څه هم په دغه لیک کې يي د خپل ځان کړنې سمې بللي دي. خو موږ ته ښکاري چې د امېر عبدالرحمن خان غوندې جابر واکمن هم ترې نه سترګه سوځي، هغه هم له دې امله چې غازي ملامشک عالم د فتوا اوعمل صلاحیت لري. ځکه خو هم یوځلې په خپله د ده کورته شلګر ته ورځي او هڅه کوي چې د غازي ایوب خان په اړه ترې د یوه باغي ترنوم لاندې فتوا ترګوتو کړي خو دی دا کار نه کوي. خالق رشید کاږي(پر هغه مهال چې امېر له ملامشک عالم سره په غزني کې ولیدل او له هغه يي د ملاتړ هیله وکړه، خو هغه ورسره مل نشو او خپل زوی يي ملا عبدالکریم يي ورسره کړ او ملامشک عالم له امېر سره د زړه له کومې ګام پورته نه کړ، نه يي د ایوب خان پرضد د فتوا خبره ورسره ومنله، همدغه ټکې امېر په عصمت الله خان هم ناباوره کړ، په دې چې عصمت الله خان یو له هغو کسانو څخه و چې ده ملامشک عالم او ملامشک عالم ده ته د زړه له کومې درناوی درلود او دا هرچاته څرګنده وه…) استاد خالق رشید بل ځای  بیا داسې کاږي ( په دغې ډله کې یو هم ملامشک عالم و. چې امېرونه شوای کولای د عمر تر پایه پوري هغه د ځان ملګری کړي، یوازې يي زوی عبدالکریم اخوندزاده په دې خاطر چې محمد جان خان او زوم يي عبدالغفور د لنګر، له امېر سره په توره څاه کې پراته وو کندهار ته ورسره ولیږه. امېرد ملامشک عالم همدغه زوی ته د ارادت او که د شیطانت له مخې د « خان عالم» لقب هم ورکړ. (وګورئ دهند ملی ارشیف بهرنۍ څانګه ۱۸۸۱ کال د جولاث ۱۴ شمېره ۱۰۹) خ – رشید

خو عبدالکریم اخوندزاده هم له امېرسره زیات مل نه شو، ناروغه شو او ملامشک عالم لا ژوندی و. چې له امېر سره د تګ په ترڅ کې ومړ. مهمه خبره دا وه چې ملامشک عالم هیڅ کله هم د یوه مجاهد په توګه دې ته نه حاضریده چې د محمد ایوب په ضد دې داسې فتواء ورکړي چې امېرعبدالرحمن خان د کندهار د عالمانو له هغې فتواء څخه وژغوري کوم چې امېر يي د انګریزانو ملګري بللي و. د ایوب خان تر بري اود کندهار دعالمانو له فتوا وروسته د امېر زړه هم له ملامشک عالم څخه سوړ شو. خ – رشید

په ورته وخت کې پوهاند کاکړ هم په خپل اثرکې کښلي چې غازي ملامشک عالم او محمدجان خان لوړه کړي وه. چې د امېر عبدالرحمن استبدادي حکومت به ړنګوي.

 د امېر محمد یعقوب خان د مور لیک:

غازي ملا دین محمد اندړ یا ملا مشک عالم د افغان تاریخ یوه ویاړمنه څیره ده چې د اسلام د سپیڅلي دین، ګران هیواد افغانستان او خپلواکې له پاره يي خدمتونه د هیریدو وړ نه دي. غواړم خپله لیکنه د هغه لیک داغیزوپه بنسټ پسې وغوځوم کوم چې دینی عالم او قومې مشردین محمد اندړ ته د امېرمحمد یعقوب خان مور را استولي و. په لیک کې د هیواد د ازادې، ملی نوامسیو څخه د دفاع له پاره له ده د مرستې غوښتنه شوي وه. دلته دا پوښتنه  پیدا کېږي چې ولي د امېر محمد یعقوب خان مورده ته لیک را استوی؟ ولي دی د دین، هیواد، او خلکو دفاع ته رابولي.؟ د غازۍ دین محمد اندړ شخصیت کې کوم صفتونه او ځانګړنې وي چې ورڅخه د داسې مرستي هیله کېږي.؟

له لویه سره پورتنیو پوښتو ته د ځواب موندلي په پار به لومړي د غازي دین محمد خان اندړد شخصیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړو.

۱ زموږ په ټولنه کې چې نهه نوي سلنه وګړي يي مسلمان دي. هغوئ ته چې په دیني چارو کې معلومات ولري. درناوی يي کېږي هغه له دي امله چې دیني عالمان په ټولنه کې د یوه روښانه څراغ حیثیت لري نوځکه خوورته خلک د یوه راهنما لارښوونکې اوهغه چا په سترګه ګوري چې د دینا او اخرت چارې يي په واعظ، نصحت، د علم په تشریح او تشهیرسره سمبالولای شي او وګړو په ذهنونو واکمن دي. دلته ده چې ویلای شو. چې ملا دین محمد اندړ لوی دیني عالم وو. د یوه مرشد، راهنما، او ښوونکې په توګه له دې امتیازه برخمن وو. په هغه پیر کې یې په سلګونو تنه مریدان، شاګردان او ارادت مندان لرل او ورسره مل وو. چې په دې توګه يي کولای شوای د بهرنیانو اویرغلګرو ورمېږ ورباندې تاوو کړی وای. نوځکه خو باید دا لیک ده او د ده ملګرو ته رسیدلای وای…

۲-  په دربار کې لویو او وړو ته دا پته وه. ملا دین محمد اندړ( مشک عالم) په افغاني ټولنه کې یو اغیزمن شخصیت دی. ترخوا یی داسي یو شخصیت هم دی چې د بهرنیو او دهغوو کسانو په اړه چې د دین له لارې منحرف کېږي، یا هم له خپلې خاورې، خلکو او دیني او ملی ارزښتونو سره بې پروايي او یا خیانت کوي او یا هم د خلکو عزت، پت، او ابرو ته په سپکه سترګه ګوري. کرکه لري او په هکله يي دفتوا صلاحیت ورسره وو. نو باید يي هم لیک ورته را استولی وای. او د مرستي تمه يي ترې کړي وای.

۲ که موږ افغاني ټولنې د وګړو د شمېر له مخې ارزوو نو په دې کې شک نشته چې پښتانه د افغانستان په اوسني جغرافیا کې هم او د غازی دین محمداندړ د ژوند او مبارزې په مهال هم اکثریت ټبر و. ملا مشک عالم له قومې اړخه په همدې لوی ټبر پوري تړاو درلود. نو ډیری وګړو يي خبرې ته غوږ نیوه. د ده په خبره يي عمل کاوه. د اور او وینو ډګر ته دانګل. دا ځکه چې له ملا مشک عالم سره دیني پوهه وه. تر خوا يي قومې ملاتړهم په پراخه پیمانه موجود و.

۳ –  غازي ملا دین محمد اندړ یو بل امتیاز هم درلود چې خلکو ورته درناوی کاوه. هغه د ده پوخ سن، تجربه او په پوځي کارونو کې وړتیا او مهارت و. ځکه  دافغان – انګلیس له لومړی جګړې نه وړاندې هم ملامشک عالم له داسې شخصیتونو سره ژوند کړی چې هغوئ د انګریزانو ضد روحیه هم لرله. لکه په پیښور کې له د حاجي سیدلاهوري  له لمسي حاجي تاج محمد سره ناسته پاسته. دی لا له وړاندې دانګریزانو ضد او د هغوئ د یوه سرسخت دښمن په توګه پیژندل کېده. نو ویلای شو چې باید هم دا لیک ده ته را استول شوی وای.

۴- د معلومات له مخي ملا دین محمد اندړ چې په خپله سیمه او له سیمې د باندې د یوه معتبراو ټولمنلي دیني عالم په توګه له پوره شهرت څخه برخمن وو. او آن چې ورته د مشک عالم لقب هم د هغه عصرد دیني عالمانو او د ده د استادانو له لوري ورکول شوی. دی له غزني نه ورهاخو  د وردګ- ننګرهار – پروان – کا پیسا – کابل لغمان – کنړ- زابل – لوګر – پکتیا – خوست او پکتیکا ولایتونو اود غلجیود قیبلو په نورو ښاخونو کې هم په زرګونو مېنه وال او ملګري لرل. نو له ده نه د یوه لوی پاڅون هیله کېدای شوای. چې ويي کړاو لبیک يي ورته ووایه.

۵ – تر ټولو اهم څه چې ملامشک عالم ورڅخه برخه من و. هغه د ده تقواـ دینداري، بصیرت ، امانت داري، پاک نفسي او د تصوف په ډګرکې د ده وړتیا وه چې په دې برخه کې له ده پرته کوم فوق څوک نه موندل کېده. نوبیا هم لازمه وه. چې دا لیک ورته را استول شوی وای. زما اند په طبیعي ډول د یوې خور له لوري له یوه مشرڅخه د مرستي غوښتنه په پښتنې ټولنه کې تربل هرڅه وړاندې په لومړیتوب کې راځي. چې په دې توګه دومره اهمې غوښتنې ته له ملامشک عالم غوندې مجاهد، مدبر، دیانت لرونکې او عالم نه پرته چامثبت ځواب هم نه شوای ویلای. باوردادی چې د محمدیعقوب خان مور هم د مرستي غوښتلوپه برخه کې ټیک انتخاب کړی و. په پای دا یادونه هم اړینه ګنم چې دغه ستر غازي، وروسته له کلونو مبارزې  څخه د امېر عبدالرحمن خان د واکمني په مهال له هغه سره تر لیدو وروسته پرته له دې چې ورسره په یوه لاره لاړ شي دوه کاله وروسته له دې نړۍ څخه سترګې پټي کړي. غبار يي په خپل اثرپه ۶۶۰ مخ کې د مړینه نیټه ثبت کړي. ( په هرحال ملامشک عالم دوه کاله وروسته « د ۱۳۰۳کال  د ربیع الاول په لسمه نیټه چې د ۱۸۸۶ کال سره سمون خوري ومړ او زوی يې عبدالکریم د خلکو د مشر شو. او د یوه رهبرپه توګه يې د امېرپه وړاندې پاڅون وکړ. خو امېرد لنډي جنرال په مشري یولښکرورواستاوه. په دې جګړو کې جنرال بریالی شو. چې د امېرد حکم په بنسټ يې د زرو تنو وژل شویو اندړو له سرونوڅخه په کابل کې د ککریو منارجوړکړ. همداډول يي داندړوله هرې کورنۍ څخه په زور یو ټوپک او توره واخیستل، د اندړوله ۳۰ ملایانوڅخه يي د هغوئ امتیازونه چې له کلونوراهیسي ورکول کېدل. له هغه مهال څخه يي چې دا امتیازونه اخیستي ول بیرته ترې واخیستل، د اندړو، په قره باغ ولسوالي يې د لواڼیانواو خروټوځمکې ضبط اوهغه يي دهزاروځمکوالو ته ورکړي. همدا ډول يي امروکړچې په راتلونکې کې دې دولت له اندړو اود غزني له تاجکانوڅخه غله دانه په داسې نرخ واخلي، چې تر نورو خلکو دې په نرخ کې په هرو زرو روپوکې دوۍ نیم چارک زیات غنم ورکړي. د اندړو له جنګي اسیرانو يي له هر یوه تن څخه زر روپۍ او له شتمنويي له دې زیاتې پیسې ترلاسه کړي.)

غواړم د خپلې دغې لیکنې په پای دا وړاندیزونه هم وکړم چې:

 لومړی– په اندړو ولسوالی کې دي د دغه ستر خادم، مجاهد، دیني عالم او زړه سواند مشراو ملي شخصیت غازي ملامشک مقبره او زیارت چې اوس یوه تاریخي بنا بلله کېږي او کلونه وړاندې د مرحوم سردارمحمد داوودخان د واکمنۍ په کلونو کې جوړه شوي وه. خو اوس د طبیعي پیښو او جګړو له امله ویجاړه شوي ده. د قومې مشرانو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په ورته وخت کې د طالبانو د فرهنګي کمېسون له لوري ورته د جوړیدو په برخه کې پام وشي. چې په دې توګه به يي لږ ترلږه حق ادا شوی وي.

دوهم – د فرهنګ ریاست او ازاد قلموال، ادبپال، ملی سوداګر اومخه ورباید لږ ترلږه په کال کې یوځل د دغه ملي مبارزاو غازي په یاد کلتوری، فرهنګي نمانځغونډې جوړې کړي. اویاد دي ژوندی وساتي.  ښه به دا وي چې په اندړو ولسوالي کې يي په نوم د یوه کتابتون د جوړولو له پاره هڅي پیل شی. چې هم ثواب شي او هم خرما.

دریم– په غزني ښارکې د غازي په نوم واټ کې دې د دوئ په نوم د ازادې څلی او منار ودان کړل شي.

پایله:

د دې لیکنې په پایله کې ویلای شو. چې د هیواد په ویاړمن تاریخ کې د ملامشک عالم، مبارزه، هلې ځلې او د دین او هیواد په لارې سرښندنه موږ ته دا درس راښيي چې د بهرنیو یرغلګرو او پردیو په وړاندې دریدنه، نه یوازي دا چې د الله تعالی د رضا سبب کېدلای شي. بلکې د خلکو، ولسونو په منځ کې د محبوبیت ترخوا هغوئ ته دا درس هم ورکوي، چې له خپل حق، خاورې او لوړو منلو او سپیڅلو ارزښتونو څخه د دفاع هنرونه زده کړئ. نو داسې ملي شخیصتونه بیا تل دهغوئ په زړه کې ځای هم لري. د داسې شخصیتونو چې هرکاراوکړنه يي عندالله او د هغه د مخلوق د خوشحالولو له پاره وي په ټولنه کې ځای ځایګی پیدا کېدای شي. کلونه به واوړي پیړۍ به تیرې شي خو دوۍ به دخلکوپه زړونو کې ژوندي وي. په نیکو به یادیږي. او نسلونه به پرې ویاړې. نوروته به هم له مرګ وروسته هم د یوه روښانه څراغ او مشعل په څیر په تورتمونو کې هم لاره روښانه کوي. هغوئ ته د خپل حق اخیستلو او خپلواک ژوندانه لوری ورښيي. د ټینګ عزم، هوډ او ارادې درس به ورکوي او د خدای ج د قانون په رڼا کې به د خپل ژوندانه مسیرټاکې.

نو چېرته به وي تر دې لویه خوشبختي.

سرچېنې:

۱ ـ رشید، خالق – غازي محمد جانخان د وینو پر لاره د شهادت تر دمه ځایه

۲ غبار، مېرغلام محمد – افغانستان در مسیر تاریخ

۳ کاکړ- حسن – د افغان او انګلیس دوهمه جګړه

 ۴- کاتب هزاره  – ملا فیض محمد – سراج التواریخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب