جمعه, مې 7, 2021
Homeخبرونهد هرات کمر کلاغ سیمه کې د ګازو یوه شرکت اور اخیستی

د هرات کمر کلاغ سیمه کې د ګازو یوه شرکت اور اخیستی

تاند ( شنبه، د حمل ۲۱) د هرات په کمرکلاغ سیمه کې د ګازو یو شرکت اور اخیستی.

تراوسه د اورلګېدنې څرنګوالی نه دی معلوم.

د هرات والي سید وحید قتالي وايي، چې د اور کچه دېره لوړه ده او دوی یې د مهارولو هڅې پيل کړې دي.

قتالي زیاتوي سیمې ته د اور وژنې ډله رسېدلې او هڅه کوي، چې اور مهار کړي.

بل لورته ځایي سرچینې وایي، چې تر دې دمه د ګازو څلور ټانکرو چاودنه کړې خو زیاتوي د مالي او ځاني زیان په اړه معلومات نه لري.

هرات: د اکسیجن فابریکه کې اورلګېدنې مالي او ځاني زیان اړولی

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د هرات ولایت د اسلام کلا په بندر کې هم اور له امله

۵۰۰ د تېلو او ګازو ټانګرونه سوځېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب