پنجشنبه, جون 24, 2021
Home+بینا/اجمل پسرلی

بینا/اجمل پسرلی

له قاري پرته نور ځوانان له ترک تروک سره کړکۍ ته ودریدل:

«ورته ګوره ورته ګوره»

«واه دا وینې، دا دا دا..»

قاري پرلتۍ وهلې وه، پر زنګانه ایښې امسا یې په موټ کې ټینګه کړه، په نوکانو یې رغوی خوږ شو:

– د کلاشینکوف غوندې ټکا یې ده، څرنګه ښکاري

نورو وخندل، یوه وویل:

«لکه ستوري؟»

بل غږ کړ:

«رنګه رنګه، سور شین… زرغون…دا یې بانجاني»

څنګلورې یې دا کس په څنګلۍ پورې واهه، خپلو سترګو ته یې دوې ګوتې ونیولې. هغه ورو ورته وویل:

-له موره خو ړوند نه و

دې بل په لوړ غږ ورته وویل:

-د ده یې له رنګونو سره څه

قاري غاړې تازه کړې. یوه ځوان د څراغ سویچ په څپیړه وواهه. بل ورته وویل:

-قاري خو شته

-هغه دې په رڼا نه دی

د دروازې درب شو، ځوانانو ور پسې پورې کړ. قاري لاس پر دیوال تکیه کړ، ولټید. د پرانیستې کړکۍ له پلې سره یې سر ولګید، اخ یې کړل. اسمان ته یې داسې سترګې وغړولې لکه له یوه سره تر بل سره چې یې ګوري، خو ده ته څه نه ښکاریدل. د اورلوبې سر په سر ټکا شوه. سور رنګ یې په ذهن کې راووست، شین هم، زیړ هم….لکه ساه چې یې بندیږي، ساه نیولې ساه نیولې یې هوا کش کړه، د رنګونو یادیدل ورته داسې ایسیدل لکه هیر شوي ایتونه چې ورپه زړه کوي.

دباندې نارې شوې، قاري سترګې کلکې پټې ونیولې، غبرګې سترګې یې د اورلوبې رڼا ته داسې وایسیدې لکه دوه ژور غارونه.

 ځوانانو چیغي وهلې. کوټه به اورلوبې رڼه کړه، بیا به تیاره شوه. قاري په جګو پښو د کړکۍ په بیخ کې کښیناست، دواړه رغوي یې پر غوږونو کیښودل د ځوانانو خبرې یې په ذهن کې ګرځیدې راګرځیدې:

« د ده یې له رنګونو سره څه…د ده یې په رڼا څه »

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب