جمعه, مې 7, 2021
Home+د خروټو د لهجې ګړويزونه (ډايلکټزمونه)

د خروټو د لهجې ګړويزونه (ډايلکټزمونه)

 ليکوال: پوهنيار ميوند بختيار د هرات پوهنتون استاد

لنډيز

په پراخ مفهوم سره د مفاهمې هرې وسيلې ته ژبه ويلای شو، خو په علمي توګه چې موږ پر ژبه بحث کوو، هغې ته يو کسبي سيستم وايو، چې له يو لړ اختياري وييزو ږغونو څخه جوړ شوی دی او د ټولنې وګړي يې د يوه بل د پوهولو او را پوهلو لپاره کاروي. يا په لنډه توګه ويلی شو، چې ژبه د يو لړ اختياري ويزو غږونو څخه جوړ شوی سيستم دی، چې د ټولنې د وګړو تر منځ د افهام او تفهيم  يوه مهمه وسيله ده. د ژبې په سيستم کې کوشنيو تغييراتو ته موږ لهجه وايو، که چېرې سيسټمونو يو مخيز سره توپير درلود؛ نو بېلې ژبې يې بولو، يا د يوه ژبني سيستم په دننه کې کوشنيو تغييراتو ته ګړود (لهجه) ويل کېږي. په لنډه توګه ويلی شو، هغه څه چې ژبه نه ده هغه لهجه ده. يا که ژبه يوه ونه فرض کړو؛ نو ښاخونه يې لهجې دي او د يوې ژبې د وګړيو په ږغېدا کې هغه توپيرونه چې محسوسېږي، خو نور خلک يې په خبرو پوهېږي، هغه لهجه ده. د لغت په اړه بېلابېل پوهان مختلف تعريفونه لري، لغت يا ويی هغه ژبنی مانا لرونکی فورم دی، چې که تجزيه شي، خپله مانا له لاسه نه ورکوي او له تجزيې څخه يې ممکن يو خپلواک مورفيم او يو ناخپلواک مورفيم يا دوه خپلواک مورفيمونه لاس ته راشي، لکه ترکيبي وييونه. مورفيم او کلمه هم پخپل منځ کې توپير لري. ګړويزی يا ګړويزونه (دايلکتزمونه) هغو وييونو ته وايي، چې د يوې ژبې په لهجو کې کارېدنګ لري او د معياري لهجې او د هماغې ژبې د نورو لهجو ويونکيو ته نوي وي. د بېلګې په توګه د(ډوډۍ) ویی چې په ادبي ليکنۍ ژبه کې کارېږي خو کړويزونه يې مړۍ او ټيکله دي. هره ژوندۍ ژبه لهجې لري، پښتو هم د نړۍ په ژونديو ژبو کې هغه ژبه ده، چې لهجوي رنګارنګي يې د هر چا پام ځانته را اړولی شي، همدا لهجې او لهجوي لغتونه که را غونډ شي، لهجوي قاموسونه وکښل شي او  په دغه برخه کې علمي او اکاډميک کار وشي؛ نو لرې نه ده، چې پښتو ژبه به له خپلو سيالو ژبو سره په يوه کتار کې ودرېږي. لکه څنګه چې ټوله ته معلومه ده، چې د هرې ژبې وييپانګه له څلورو برخو څخه جوړه ده چې د زړوېزونو(ارکاييکو) لغتونو ژوندي کول، د ژبې له ټولو لهجو څخه دايلکتزمونه (Dialectisms)) ګړوېزونه يا لهجوي وييونه) را ټولول، پوروېزونه يانې له نورو ژبو څخه د لغتونو پورول (اډاپټېشن) او د نويو يا مصنوعي لغتونو (نوېزونه – نيولوجيزمونه) جوړونه د ژبې په غنا کې مستقيم نقش لرلای شي. دايلکتزمونه (Dialectisms)، (ګړوېزونه) هغه وييونه دي، چې د يوې ژبې په لهجو کې يې خلک د يوه بل د پوهولو او را پوهولو لپاره کاروي او په ورځنۍ ژبه کې کارېدنګ لري، لکه: ډوډۍ، مړۍ، ټيکله، وجود، جند او داسې نور.

په دې کوشنۍ ليکنه کې په غزني ولايت، قره باغ ولسوالي کې د مېشته خروټو له ګړدود څخه تر سلو زيات هغه ناويات او کم پيدا لغتونه راټول شوي دي، چې زياتو يې لا ليکنې ته لاره پيدا کړې نه ده او لا په شفاهي توګه د خلګو په ژبه او لهجه کې کارېدنګ لري. په دغو راټولو شويو لغتونو کې د ځينو ريښې آن زاړه آريايي پېر ته رسېږي، لکه: اوېجه، بګ، جات او داسې نور. په دې مقاله کې د راټولو شويو لغتونو ډېره برخه نږه پښتو دايلکټزمونه دي، اډاپيټزمونه او ارکايک لغتونه هم پکې شامل دي، چې تر اوسه د خرټو په لهجه کې کارول کېږي.

آر وييونه: ژبه، لهجه، ويی(لغت)، ډايلکټزمونه (ګړوېزونه يا لهجوي لغتونه).

سريزه

ژبه د بشر لويه اختراع او د تمدن بنسټ دی، بغير له ژبې د انسان د ژوند، پرمختګ، پوهې، او… تمدن د شته والي تصور پر اوبو د کرښو ايستل دي. ژبه د انسانانو او نورو ژونديو موجوداتو تر منځ د توپير يو لوی سرحد دی. همدا ژبه ده، چې د انسانانو تر منځ د مفاهمې د لويې وسيلې په نامه يادېږي، د انسان له پيدايښت سره که سمه نه وي زېږېدلې؛ نو لږ به ترې کشره وي.

ژبه او لهجه يو له بل سره نه شلېدونکی تړاو لري، څه چې ژبه نه ده، هماغه لهجه ده، يا ژبه او لهجه د يوې سکې دوه مخونه دي. لهجې هم لکه ژبه د ټولنې د افرادو تر منځ د افهام او تفيهم دنده مخته وړي؛ نو پخپل ذات کې هيڅ کومه لهجه غلطه نه ده، ناسمه څه چې ارزښتمنه هم ده. د پښتو ژبې لهجې د نادرو لغتونو خزانې دي، د لغتونو راټولول او د ګرامري ځانګړنو ثبتول يې پخپل ځای ارزښتمن کار دی. له بده مرغه پښتو ژبه تر اوسه يوه معياري لهجه نه لري، چې په رسمي اعلاميو او راډيو – تلوېزيون کې يې ټول ويندويان پيروي وکړي، دلته د معياري لهجې د منځته راتګ پر پرنسيپونو نه ږغېږو، خو دومره يادونه اړينه بولم، چې معياري لهجه او يو متحد ليکدود د پښتو ژبې په بنيادي اړتياوو کې راځي.

د غزني د قره باغ د خروټو لهجه چې ځينې ځانګړنې يې له لوېديځ ګړدود سره ورته، په ځينو خصوياتو کې د سوېل – لوېديزو لهجو سره ورته ده او ځينې ځانګړنې يې مرکزي لهجې ته پاته کېږي. دلته به د دې لهجې پر ځينو ګرامري خصوصياتو بحث وکړو او د ليکنې غوښنه برخه به د نوموړې لهجې ډيالکټيزمونو يا ګړوېزونو ته ځانګړې کړو، هيله ده، دا او دې ته ورته هڅې به د پښتو ژبې په درد ولګي.

د موضوع اهميت او مخينه

ماکس ميولر (Max Muller) تر ادبي ژبې پر لهجو باندې کار ته د لومړيتوب حق ورکړ او ويې ليکل:

ادبي اصطلاحات مصنوعي دي… د ژبي واقعي او طبيعي ژوند له هغه استبداد سره سره، چي د کلاسيکو او ادبي اصطلاحاتو له خوا سوی دئ، د هغې په لهجو کي دئ (هوتک،۱۳۹۰:۷۶).

د ګړوېزونو د راټولولو اهميت له هيچا څخه هم پټ نه دی، که لهجوي لغتونه له هرې لهجې راټول شي، د ژبې او ادب په بډايينه کې به مهم نقش ادا کړي او په ګانده کې د يوه لوی لهجوي فرهنګ په منځته راوړو او جوړولو کې به يې پدل ثابت وي. همدا راز د معياري لهجې په برخه کې هم له ډيالکټيزمونو څخه استفاده کېدای شي. د مختلفو لهجو د لغتونو د را غونډولو يوه ګټه دا هم کېدای شي، چې له دغو لهجوي لغتونو څخه د پښتو ـ پښتو قاموسونو په ليکلو کې ډېره ګټه پورته شي، د قاموس ليکونکي لپاره به د لغتونو په معنا او تشريح کې د مترادفاتو کمی نه وي، که څخه هم له هره اړخه  پوره مترادف لغاتونه نشته يا ډېر کم دي.

پر دې موضوع باندې، څومره چې ماته معلومه ده، چا تر اوسه څېړنه نه ده کړې، د لهجوي لغتونو راټولول همدومره ارزښتمن دي، لکه د ارکاييزمونو را ژوندي کول او د نوېزونو جوړل. پاتې دې نه وي، چې د خروټو د لهجې په باره کې متفرق مالومات په ځينو کتابونو کې راغلي دي.

د څېړنې موخې

اصلي موخه

 لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده، چې د يوې ژبې وييپانګه له دغو څلورو برخو څخه را بشپړېږي، چې زړويزونه (ارکاييزم)، ګړويزونه (ډايلکټيزم)، نويزونه (نيولوجيزم) او پورويزونه (فارنيزم – اډاپټيزم) يې بولي. د دې مقالې يوه موخه دا کېدای شي، چې د خروټو د لهجې لغتونه له مرګه وژغورل شي، له دغو راټولو شويو لغتونو څخه د لهجوي قاموسونو په برخه کې استفاده وشي او دې ته ورته هڅې د دې سبب ګرځي، چې د ژبې د عمومي قاموسونو لپاره د مترادفاتو په پيدا کولو کې مرسته وکړای شي.

فرعې موخې

محمد معصوم هوتک د (پر معياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه) نومي اثر کې د (څه بايد وسي؟) تر سرليک لاندې کاږي:

– له لهجو سره مسئولانه چلند وکړئ. دې واقعيت ته ځير سئ، چي لهجه په پښتنو کي لا تر اوسه هم د تقدس درجه لري. له مقدساتو سره بېباکي د کور پايې نړوي. د لهجو مرګ و ژوند هم طبيعي جريان ته پرېږدئ. ناحقه خپل ځان مه په خوني کوئ.

– د هري لهجې ويونکي چي ياست، د خپلي لهجې لغتونه راټول او خپاره يې کړئ. دا کار له همدا نن شروع کړئ. له لهجوي زېرمي سره که اصطلاحات (ګړنې) هم راخوندي سي، خو د زوی زېری به وي (هوتک،۱۳۹۰: ۱۸۴).

د دې وړې ليکنې يوه موخه دا هم کېدای شي، چې د خروټو د لهجې په باره کې عمومي معلومات زموږ له لهجه پېژندنکيو او د پښتو ژبې له ژبپوهانو سره شريک کړو، د ادب له ميينانو او شاعرانو سره دا مرسته کولی شي، چې د ځينو معاصرو متنونو په پوهېدنه کې زموږ دا هڅه مرستندويه واقع کېدای شي او ادبيانو ته د ژباړې او تخليق په برخه کې څه نا څه مترادفات په ګوتو ورکړي. د دې ليکنې يوه موخه دا هم کېدای شي، چې د خرټو د لهجې لغتونه راټول کړو او د يوه لهجوي قاموس لپاره د خامو موادو په برابرولو کې به مو مرسته کړې وي او دا وړ هڅې د معيارې لهجې په منځته راوړلو کې هم ارزښتمنې دي.

د څېړنې پوښتنې

– آيا د خروټو په لهجه کې داسې ډالکټيزمونه شته، چې تر اوسه زموږ د ژبې په قاموسونو کې ثبت شوي نه وي؟

– د لهجوي لغتونو راټولول کومې ګټې لري که نه؟

– ژبه څه ده؟

– لهجه څه ده؟

– ژبه او لهجه آيا توپير لري؟

– ډيالکټيزمونه کوم ډول لغتونه دي؟

– د خروټو د لهجې عمومي ځانګړنې کومې دي؟

په دې ليکنه کې پورتنيو ځينو پوښتنو ته مشرح او ځينو ته سر سري ځواب ويل شوی دی.

د څېړنې فرضيه

د خروټو لهجه چې په ځينو ځانګړنو کې له لوېديزې لهجې، په ځينو خصوصياتو کې له مرکزي او په ځينو کې له سوېل – لوېديزې لهجې سره ورته والی لري، د لغوي زېرمې له اړخه يوه شتمنه لهجه ده، چې ډېر او ناويات ډايلکټيزمونه لري.

د څېړنې ډول او ميتود

د دې څېړنې ډول ساحه يي او له سروې ميتود څخه يې په کښنه کې استفاده شوې ده، خو په څنګ کې ورسره له کتابتوني څېړنې او تشريحي ميتود څخه هم ګټه اخيستل شوې ده.

ژبه څه ده؟

ژبه د يو لړ اختياري وييزو او اوريزو سمبولونو(علايمو) يوه مجموعه ده چې هر سمبول يې زموږ د يوه ذهني انځور نمايندګي کوي، دا انځورونه د انساني چاپېريال او مهال څيزونه او ځانګړتياوې، پېښې او کړه وړه را اخلي او په دې توګه ژبه د انسانانو تر منځ د پوهولو يوه اله او وسيله ده (خوېشکی،۱۳۸۸: ۲).

د ژبې علمي تعريف کانديد اکاډميسن پوهاند محمد رحيم الهام د (روش جديد در تحقيق دستور زبان دری) اثر په ۱۲ مخ کې د ژبې له ټولو تعريفونو څخه يو جامع تعريف داسې کښلی دی: ” ژبه د غږيزو سمبولونو داسې يو اکتسابي او ميثاقي سيستم دی، چې د ټولنې وګړي يې له يو بل سره د مفاهمې له پاره کاروي” (مياخېل، ۱۳۹۶: ۸).

که په لنډ ډول ووايو ژبه د پوهولو او را پوهولو داسې يوه وسيله ده، چې انسانان پرې په خپلو کې اړيکي ټينګوي، خپل خيالات نورو ته بيانو ي او د نورو د خيالاتو او غوښتنو  ځواب پرې وايي (منګل،۱۳۹۵: ۵۲).

لهجه dialect څه ته وايي؟

لهجه د خبرو اترو طرز يا د خبرو د افادې يو ډول دی. لهجې ته په انګرېزي کې (dialect) وايي چې د يوناني لغت dialectos څخه مشتقه کلمه ده او ډيالکټوس د خبرو کولو طريقې ته ويل کېږي. لهجه د يوې ژبې محلي نوعه هم بللای شو. لهجې ته فرېزيولوجي phraseology هم ويله شوې ده او هغه هم د افادې د څرګندولو لارې ته ويل کېږي (هوتک،۱۳۹۰: ۴۲).

کانديد اکادميسين پوهاند محمد رحيم الهام، لهجه يا ګردود د يوې ګړنۍ ټولنې د ګړېدونکيو ډله ييز توپير بولي او ګړدود د يوې ژبې د بشپړ نظام فرعي نظام ګڼي.

پوهاند صديق الله رښتين پخپل پښتو ګرامر کې پښتو لهجې پر دوو ډلو وېشي، يوه يې اصلي او بله ډله فرعي نوموي، اصلي ډله بيا پر دريو ښاخونو، لوېديځه لهجه، مرکزي لهجه او ختيځه لهجه باندې وېشي. له ډله فرعي لهجې نوموي، چې په هغه بيا پر وزيرۍ لهجه، د خټکو لهجه، کاکړۍ لهجه، د احمدزو لهجه، د وردګو لهجه، د پکتيا لهجه، د اپريدو لهجه، د يو سفزو لهجه، د باجوړ لهجه، د مومندو لهجه، د خوګيانو لهجه او د شينوارو پر لهجې وېشي (رښتين؛۱۳۷۲: ۴۱۳- ۴۱۶). د پوهاند رښتين صاحب د وېشنې پر اساس ويلی شو چې د خروټو لهجه يوه مهمه فرعي لهجه حسابل کېدای شي.

د يوې وېشنې پر اساس لهجه پر دوه ډوله ده:

الف: جغرافيايي لهجه: هغه لهجه چې په يوه خاصه سيمه او محل پورې اړه لري، لکه د شينډنډ پښتو لهجه، د کندهار پښتو لهجه، د پکتيا پښتو لهجه، د ننګرهار پښتو لهجه، د غزني پښتو لهجه، د پېښور پښتو لهجه، د وزيرستان پښتو لهجه، د سوات پښتو لهجه او داسې نور….

ب: ټولنيزه لهجه:

دا هغه لهجه ده چې د ټولنې د بېلابېلو ټولنيزو ډلو، قشرونو، د بېلابېلو اقتصادي طبقو او دندو درلودنکيو له خوا ويل کېږي. لکه د مړو او شتمنو لهجه، د خوارانو لهجه، د شپنو لهجه، د ښوونکيو لهجه او داسې نور. د خبرو اترو او ګړېدا د دغو ډلو تر څنګ په ژبني سيستم کې نورې ځانګړې بڼې هم وجود لري، چې د (ګړېدا ژبه)، د (ليکلو ژبه)، (ادبي ژبه)، (ولسي ژبه) او په نورو سره يادېږي (منګل،۱۳۸۷: ۳۲ – ۳۳).

نوموتی ژبپوهاند دوکتور زيار د پښتو لهجو اړوند کاږي:

پښتو ګړدودونه (لهجې) پر څلورو غورو ډلو وېشنه مومي: ۱- سوېل – لوېديزه پښتو، ۲- سوېل – ختيزه پښتو، ۳- شمال ختيزه پښتو او ۴- منځنۍ پښتو (زيار،۱۳۸۵: ۴).

ګړدود (لهجه) پوهنه نومی اثر د پښتوګړدوديز وېش تر سرليک لاندې کاږي:

له دغه څلور ګوني ګړدويز وېش سره څلور ګونې سيمې او څه ناڅه څلور ستر ټبرونه (ډلې) تړاو لري او هغه دا دي:

۱- لومړۍ ډله لوېديځ يا کنداري ګړدودونه، په لومړنۍ ليکه په کندهار، هلمند، سيستان… کې د غلجي، غرغښتي… لږکيو، زياتره په سړبني پښتنو پورې اړه لري.

۲- دويمه ډله يا سوېل ختيځ ګړدودونه چې د لومړۍ ډلې په مخامخ جغرافيايي دريځ کې ټيکاو لري. يا په بله وينا زياتره د کسې د غره سوېل او ختيځ سيمې پکې راځي. په داسې حال کې چې لومړۍ ډله کې زياتره د دغې تاريخي پښتني ټاټوبي کې شمال او لوېديځ سيمې راځي. په دغه دويمه ډله کې د ټبرني پلوه د لږکيو سړبني تر څنګ زياتره غرغښتي او کرلاڼي ټبرونه راځي، لکه: کاکړ، کاسي، شيراني، وزير، مسيد، ګنډاپوري، بنوڅي او خټک دغه راز بېټني، چې له پنځو بنسټيزو ټبرونو څخه کوم ځانتنی دريځ نه لري او د پخوا راهيسې په وزيرستان او ورڅېرمه سيمو کې اوسي، هغه هم په همدغه دويمه ګړدويزه ډله کې شمېرل کېږي.

۳- مينځني ګړدودونه د دورانيو، غلجيو له پخوانيو ټبرني پولې، د جلدک څخه د جلال آباد د سره رود تر دوسرکې پورې نيژدې په يو مخيز ډول ټول غلجي ټبرونه رانغاړي. هر ګوره د متوزيو دويمه ډله ټبرونه لکه : د غزني، د قره باغ خروټي، د ښرنې علي خېل، د زرملې متيزي په استثنايي توګه د دويمې ګړدوديزې ډلې استازي کوي. په زړه پورې بيا دا چې دغو ټبرونو د کاکړو، شيراني او سوېلي پښتونخوا نورو شاوخوا ټبرونو د (ښ – ṣ) تر څنګ د (ږ – ẓ) دويم بدلون (ز) هم را خپل کړی دی.

۴- شمال ختيځ يا ننګرهاری ګړدود، دغه ډله له جغرافيايي پلوه له غلجي حصارک او سره رود له غلجي ټبرونو پرته ټول ننګرهار، کونړ، لږ او ډېر باجوړ، د مومندو سيمه، شاوخوا پېښور، سوات، چج هزاره ضلع، هريپور او د سيند پورې ټولې سميې رانغاړي ، چې په ټوليز ډول پکې شينواري، مومند، ساپي، ترکاني، يوسفزي، دلزاک، داودزي، ګدانه او نور لوی او واړه ټبرونه راځي ( غوربندی، ۱۳۹۵: ۶۶– ۶۷).

ګړدوديز وييونه (Dialectisms): کوم ځانګړي توپيرونه، چې د يوې ژبې د ويونکو لخوا ليدل کېږي، هغه د هغې ژبې بېلابېل ګړدودونه دي. يا په بله وينا د يوې ژبې هر ويونکی د هماغې ژبې د يو ګړدود ښکاروندويي کوي او يو له بله سره د بېلابېلو بيولوژيکي، سوسيالوژيکي او جغرافيايي دريځونو په لرلو سره د هماغې يوې ژبې په استعمال او کارونه کې توپير لري. لکه : ډوډۍ، ټيکله، مړۍ  او داسې نور (غوربندی، ۱۳۹۴: ۷۱).

ژبه د ټولنې د وګړيو تر منځ د پوهولو او را پوهولو يوه وسيله ده يا ژبه يوه ټولنيزه، اکتسابي او ثقافتي پديده ده، نه عضوي، فطري او طبيعي بلکې يوه ټولنيزه پديده ده .

پښتو ژبه د نړۍ له ژونديو ژبو څخه ده چې پر بډايو ادبياتو سربېره د زياتو لهجو درلودونکې هم ده.

اوس به دې ته راشو چې لهجه څه شی ده؟

د ژبې او لهجې د توپير په باره کې پوهاند تږی ليکي:

اما زما په فکر د دې توپير د ښودلو لپاره تر دې هم ښه لاره دا ده، چې سړی ژبه يو سيستم وګڼي او کوم ډله ييز توپير، چې پخپله دغه سيستم کې ليدل کېږي، هغه لهجه وبولي. اما کله که خپله سيستم بېل وي، هغه بېله ژبه وګڼي. په دې ځای کې دا هم بايد وويل شي، چې ښايي پخپله دلته يوه ژبني سيستم کې لهجوي اختلاف اجتماعي وي، چې د صنف او طبقې پر اساس منځته راځي او ښايي محلي وي، چې د جغرافياوي توپيرونو پر اساس رامنځته کېږي (تږی،۱۳۸۹: ۹۷- ۹۸ ).

پښتو ژبه هم ګڼې لهجې لري او هره لهجه يې خپلې ځانګړتياوې او ښکلاوې لري، په هره لهجه کې ځينې داسې نادر لغات موندل کېږي چې ښايي د ژبې نورو ويونکو ته به نوي وي او ممکن سم پرې پوه نه شي نو موږ دلته دا هڅه کړې ده، چې د خروټو د لهجې ځينې وييونه راټول او د پښتو ژبې مينه والو په مخ کې يې کېږدو!

په دې ليکنه کې مو ځينې داسې لغتونه هم راوړي دي چې ډېره ژوره ريښه لري او آن په اريايي دور ته يې ريښه رسېږي. دا او دې ته ورته هڅه  لغتونه له مړه کېدو ژغورل کېدای شي او که دې ته ورته هڅو ته دوام ورکړل شي د پښتو ژبې وييپانګه به مو غني کړې وي او د پښتو ــ پښتو قاموس ليکونکيو ته به مو په يو شمېر مترادفات ورکړي وي.

لغت څه ته وايي؟

مجاور احمد زيار لغت داسې تعريفوي: ويی يا لغت هغه خپلواکه ماناييزه ژبنۍ ټوټه يا يوون دی، چې پر زياتو وړو ماناييزو ټوټو نه شنل( نه تجزيه) کېږي يا يې څوک شنل نه غواړي. … په پای کې دې نتيجې ته رسېږو، چې لغت د ژبې ډېر وړوکی نسبتا خپلواک مانا لرونکی واحد دی (غوربندی، ۱۳۹۴: ۱۸).

لغت او مورفيم د ورته والي تر څنګ ځينې توپيرونه هم لري، لغت کېدای شي له دوو مورفيمونو څخه منځته راغلی وي، لکه د( پوهنتون) ويی، چې له دوو مورفيمونو څخه رغېدلی، چې ( پوهنه + تون ) دي، لومړی يې ازاد او دويم يې مقيد مورفيم دی، خو په ټوله کې يو لغت يا يوه کلمه ده. موږ کولای شو مرکب او مشتق لغتونه تجزيه کړو، خو مورفيم هيڅکله د تجزيې وړ نه دی.

د خروټو د لهجې ځينې ګرامري ځانګړنې

د غزني د قره باغ د خروټو لهجه چې ځينې ځانګړنې يې له لوېديځ ګړدود سره ورته ، په ځينو خصوياتو کې د سوېل – لوېديزې لهجې سره ورته ده او ځينې ځانګړنې يې مرکزي لهجې سره مشترکې دي. دلته به د دې لهجې پر ځينو ګرامري خصوصياتو څنګزن بحث وکړو:

د فعلونو په برخه کې، له ښۍ خوا دويم واريانټونه لهجوي دی:

وکړ – وکو                                 کښېنم – چېنم

وکړه – وکه                                 کښېنه – چېنه

وکړم – وکم                                 کښېني – چېني

وکړي – وکي                                کښېنوست – چېنوست

وکړئ – وکئ                                  شته – سته

کوي – کيي                                  شو – سو

د نرينه او ښځينه دواړو لپاره د (دی – ده ) کومکي فعل پر ځای ( ده) راوړي:

– سړی راغلی ده. ښځه راغلې ده.

د نومونو برخه: ښځينه نوم داسې جمع کوي:

هغه ښځينه نومونه چې پای ته يې زور راغلی وي او فشار يې پر لومړۍ څپه وي:

مفرد                                      جمع

ښځه                                      ښځي

لښته                                      لښتي

څانګه                                    څانګي

خپلوانه                                   خپلواني

زرکه                                     زرکي

سنځله                                    سنځلي

پېغله                                      پېغلي

مينه                                       ميني

خوشکه                                  خوشکي

هغه ښځينه نومونه چې پای ته يې زور راغلی وي او فشار يې پر وروستۍ څپه وي:

ډېوه                                      ډېوې

زړه                                      زړې

ورېره                                    ورېرې

خورزه                                   خورزې

پياله                                      پيالې

وياله/ بياله                               ويالې/ بيالې

ويده                                      ويدې

مڼه                                       مڼې

مړه                                       مړې

ډېری د ژونديو موجوداتو نرينه نومونه، چې پر بېواک ږغ پايته رسېدلي وي، پر (ان) او ښځينه مفرد يې پر ( انې) جمع کېږي:

مفرد                                     جمع

ورور                                   وروران

پلار                                     پلاران

خور                                    خورانې

مور                                    مورانې

لور                                     لورانې

کاغ                                     کاغان

پړانګ                                  پړانګان

لېوه                                     لېوان

زمری                                  زمريان

ګيدړ                                    ګيدړان

مږ                                      مږان

همدا رنګه ډېری هغه وييونه چې د (ژ – ž) ږغ پکې راغلی وي، ياد فونيم پر (ز – z) او په زياتو لغتونو کې د (ش – š) فونيم پر (س – s) اړوي، لکه:

ژرنده             زرنده

ژبه                زبه

ژوند              زوند

روژه             روزه

ژوبل             زوبل

شول              سول

شته               سته

وشو              وسو

مشر              مسېر

کشر              کسېر

شګه              سګه

تش                تس

تشی               تسی

شخوند            سخوند

پاتې دې نه وي، چې ( کې، چې، مې، نې، زې، تې، دې) د ( کې يې، چې يې، مې يې، نه يې، زه يې، ته يې، دې يې) لنډ شکلونه هم دي.

د يوې کره ليکنۍ پښتو وييپانګه  لکه نورې ژبې له څلورو خواوو څخه را بشپړېږي:

(۱) ګړدودي وييونه يا ګړوېزونه، (۲) لرغوني يا ارکاييک وييونه، (۳) خپللاسي يا مصنوعي وييونه يا نوېزونه او (۴) پور يا مستعار او دخيل وييونه، يا پوروېزونه (زيار، ۱۳۸۵: ۵).

١_ ارکاييزمونه (Archaisms)، (زړوېزونه): په ګړدود کې چېرې نيم نيمژوانده پاتې وييونه، چې يا يې ګرد سره څرک نه لګي او يا تش په زړو ادبي او تاريخي ليکنو او متنو کې راخوندي شوي وي او يوازې د ليکوالو، شاعرانو او ژورنالستانو له خوا په لږو ډېر جوليز (شکلي) او مانيز (محتوايي) بدلون کارول کېږي او ورو_ ورو ګړنۍ ژبې ته هم لار مومي؛ لکه: نړۍ، هېواد، اتل، يون، وياړ، هسک او…

٢_ ديالکتزمونه (Dialectisms)، (ګړوېزونه): چې په بېلابېلو ګړدودو(لهجو) کې ورځنۍ کارېدنه (استعمال) لري؛ لکه: کور، ډوډۍ، اوبه، پلار، مور، خور، ورور او….

٣_ نېولوجېزمونه (Neologisms)، (نوېزونه): هغه وييونه، چې د نوې رغاونې له لارې د ژبپوهنې (Linguistics) او بيا د وييپوهنې (Lexicology) او د اړوندې علمي او تخنيکي څانګې د ماهرانو له خوا خپللاسي (مصنوعي) جوړېږي، هغه هم د تړنګ (Word Compound) او بېلنګ (Derivation) او تيارو مخبېلګو (ماډلو) له مخې؛ لکه: پوهنتون، پوهنځى، توغندى، غرنى، وګړنى، پانګوال، ځمکوال، لاسليک، سرليک، برخليک، مخکتنه، ټولنپوهنه، او… .

٤_ فارنېزمونه او اداپتېزمونه (Foreignisms & Adoptisms) (استعارات): يا پوروييونه د ژبنۍ پانګې څلورمه ډله وييونه دي، چې له نورو ژبو څخه راپورېږي، داسې چې که په پوروړې يا پورونکې ژبه کې په هماغه آره جوله او مانا وکارول شي، (دخيل) بلل کېږي؛ خو که لږوډېرو جوليز يا مانيز بدلون پکې راشي، يا په بله وينا: د پوروړې ژبې له فونولوجيکي او رغا ونيزو (ګرامري) او يا هم له مانا پوهېزو آرونو سره اړخ ولګوي؛ نو بيا اداپتيزمونه لکه: پښتو شوي (مفغن) پارسي شوي (مفرس)، هندي شوي (مهند) او عربي شوي (معرب) بلل کېږي.

پور وييونه که د ډېرو نژدې (ګاونډيو) ژبو تر منځ هم وي، بې بدلونه نه پاتېږي؛ نو له دې لامله يې انډول زياتره (اداپتيزمونه) کارول کېږي؛ لکه: بينک (بانک)، شمع (شمه)، طمع (تمه)، مصرع (مسره)، وقت (وخت)، قحطي (کاختي) او…. (استاد محمد آصف صميم فيسبوکپاڼه: ۲۰۱۶د مارچ شلمه)

پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار پخپل نوموتي اثر ( پښتو وييپوهنه او وييرغاونه) کې ګړويزونه، چې زموږ د مقالې عمده موضوع ده، داسې راپېژني:

ګړويزی ( واژه‌‌ء ګويشی dialectism): هغه ویی چې په ژبه، په نورو ټکو، په اړوندو ګړدودونو کې ژوندی کارېدنګ لري، هر ګوره، کېدای شي، په ځينو ګړدو کې له منځه تللی وي او چېرې يې په يو نيم ځانساتي ګړدودو کې څرک ولکي، لکه: ونج (ککړک – سور رود)، تروړل (تروښل) د (اختطافول) په مانا او نولل (لونل) د (نثارول) په مانا (پېښور)، ښاغلی، پخوله، نټه (انکار)، سکته (قناعت) … (کندهار) تون، نړۍ، مړېستون او داسې نور کمپېښي ګړويزونه چې هممهاله له زړويزونو سره هم اړخ لګوي (زيار،۱۳۹۳: ۶۷).

د ژبې د وييپانګې هرې برخې ته د اړتيا پر بنسټ کار بويه، دلته به د خروټو د لهجې يو شمېر ګړدودي وييونه يا ګړوېزونه (ډيالکټيزمونه) له لوستونکيو سره شريک کړو:

۱- ارغلی arğalay: انغری، نغری، دا لغت ښايي اورغالی وي.

۲- اوېجه aweja: ځمکه، ملک، هيواد، لکه: د خدای پر اوېجه مې پرېږده!

۳- اسمان څکالیasmān cakālay: ښاپېرک.

۴- اسيت asyat: علت، کبل.

۵- اکرب akrab: يتيم، پلار مړی، بدبخت.

۶- اډېيل aḍeyal: هغې سپرغې ته وايي، چې وچه شوې وي.

۷- انګښی anğaṣay: د ناوې د پيکي اوبدلو وېښتانو ته وايي.

۸- اکوڼی akuṇay: بچيان، اولاد.

۹- الېيل aleyal: وريتول، الووی کول.

۱۰- الپته alapata: وارخطا.

۱۱- بچوڼی bačuṇay: بچيان، اولاد.

۱۲- بمبره bambara : غومبسه.

۱۳- بدلې badali: سندرې.

۱۴- بوخڅه buxc: غونډه، د جامو بوخڅه، د تارونو بوخڅه. پنډکی.

۱۵- بروسه barosa: اعتماد، اعتبار.

۱۶- بګ bag:لوی، غټ لکه وايي لکه لوی بګ يې او له وړو سره لوبې کوې!

۱۵- بوج buj: زړی، زڼی، لکه د خټکي  يا هندواڼې بوج چې ډېر ګړی يې  بوجان راځي.

۱۶- بادوريه bādurya:باد وريا، ګردله، هغه واوره چې له تېز باد سره مله وي.

۱۷- بلڅې bǝlaci: لوی وېښتان، څڼې.

۱۸- برزې brazi: کولمې.

۱۹- بړوس bṛus: مرور.

۲۰- بسيا basyā: مېشت، د بېلګې په توګه: پلانکي زوی بسيا کړ، يانې واده يې ورته وکړ.

۲۱- بغور bağwar: اننګی، باړخو.

۲۱- پاتهمړی pātamaṛay: ميراث، ميرات.

۲۲- پکو pako: درمانده، بېوسه

پسرلی صاحب وايي:

د ژوند په هغه وخت کې چې له ځانه وم پکو
د تېرو خـوږو يـادو مـســـــــــيحا راغلـې وې

۲۳- پتلېز  ptlrz: پيوسته، سريښ، په ځمکې پسې هموار.

۲۴- پۍ pǝy: شړومبی، شوملې. خود پوهاند زيار په اند خوشال بابا د مستو هممانيز (پۍ) په دې ډول راوړي: که به پۍ څښې شودې پۍ يې د بزو څښه (زيار،۱۳۸۴ : ۳۶).

۲۵- پېغلچکه peğilčaka: هغه نجلۍ چې لا پېغله شوې نه وي، نورسه پېغله.

۲۶- پونګه ponga: د مېوه لرونکيو ونو غوټۍ چې لا ګل شوې نه وي. ممکن له پانګې سره اړيکه ولري.

۲۷- پولۍ pulǝy: دا هم د سېرې يوه برخه ده.

۲۸- پلپوټ palpoṭ: پلټنه، پوښتنه ګروېږنه .

۲۹- پلټن palṭǝn: د خلکو ډله، يو ګروپ خلک.

۳۰- پتڼ ptaṇ: ګودر. پر ګودر د نجونو مجلس ته هم وايي.

۳۱- پوښۍ puṣǝy: رواش، د څوکرو غوندې نازکې او اوبوزنې نه وي.

۳۲- پېزوان pezwān: دا زېور له پوزې څخه پر شونډو راځوړند وي.

۳۳- پانکټې pānkaṭe: پايزېب.

۳۴- پوټیpoṭay: مړه خاوره، چې عموما په کچه لارو کې د سپرو او پليو له تګ راتګه پيدا کېږي.

۳۵- پښولی paṣwalay: د کوچينيانو پايزېب.

۳۶- پټخ paṭax: د نازک بډ، نازک بادرنګ، پټخ بادرنګ.

۳۷- پځېيل paǰeyal: داغل.

۳۷- تمبولۍ tambolǝy: کله چې خټه په منځ کې نرمه او سر يې کلک شوی وي، پر سر يې څوک ګرځېدلی شي، تمبولۍ ورته ويل کېږي.

۳۸- ترسېری tarseray: د غوا او غوايه په سر کې اچول شوی پړی ډوله شی دی.

۳۹- تندۍ tandǝy: هغه غوا چې نوې لنګه شوې وي.

۴۰- تړک tṛak: ګرمي، سورتړک، ډېره ګرمي.

۴۱- تيخنی tixanay: د رخت له رنګارنګ ټوټو پر لاس باندې ګنډل شوی فرش.

۴۲- توږم twaẓam: تفت، د ګرمۍ په موسم کې چې په فضا کې ګرد غوندې خپور وي.

ترشکه tūrŠaka: تروه مڼه، د مڼې يو ډول دی.

۴۳- ټيک ikṭ: له مېخکی غټ له سرو زرو جوړ او پر مرغلرو جړاو شوی د پوزې کالی دی.

۴۴- جند jǝnd: وجود، سټه، پژه.

۴۵- جندړۍ jindṛǝy: د وجود مترادفه کلمه ده. دا لغت هندي مستعار ښکارېږي.

۴۶- جات jāt: ځمکه،ځای، لکه : د خدای په جات مې پرېږده!.

۴۷-جنتکوکۍ janat kokǝy: پتنګ، شو پرک.

۴۸- جيجوری jijūray: غبغب، تر زنې لاندې راوتلې غوښه.

۴۸- خوا xwā: زړه. خوا مې بده ده.

۴۹- خوا ايستل xwā: غېږ ايستل. راځه خوا وباسو يانې راځه غېږه (کشتی) وباسو.

۵۰- خوړجنه xwaṛjana: غوړبېجنه، هغه څوک چې ښايسته نه وي، په موږ کې يوه اصطلاح ده وايي د خپل کور ناوې خوړجنه وي!

پسرلی صاحب وايي:

ښه مې د قدرت خوړجنې ناوې ته چې وکتل

دا بـوډۍ د ډېرو ســرخوړليو زلمو کـونډه وه

۵۱- خاپونه xāpūna: د پښو چاپونه. د پښو نخښې

۵۲- خونه xuna: کوټه، اطاق.

۵۳- خولېxwle : له زر تارو څخه رغېدلی کالی دی چې د خت لستوڼي ځنې جوړوي.

۵۴- ختې xati: جامې، کالي. د بېلګې په توګه: پلانکي سپينې ختې اغوستې دي.

۵۵- خرنډ xranḍ: پر خپله خبره ډېر تاکيد کول، د خپل زړه منل د بل خبره نه اورېدل.

۵۶- خريد xrid: جنګ، جنجال.

۵۷- څولیculay: بنګړی.

۵۸- څېړۍ ceṛǝy:څړۍ ، له مريو څخه جوړ شوی زېور دی چې نجونې او  پېغلې يې د شا د چوټۍ په ويښتانو پورې تړي او تر پوندو پورې يې ځوړند وي.

۵۹- څوکری cukray: تاند او نازک رواش.

۶۰- څيرهcira: جنډه، چيره، د رخت يوه ټوټه.

۶۱- څونۍcunǝy: ټيکری، پړونی، سالو.

۶۲- څپلۍcaplǝy: سانګه، نېزه بازي.

۶۳- څنګلوری cangloray: ګاونډی، همسايه.

۶۴- څوب cwab: غم، خپګان.

۶۵- څوړ cuṛ: ښکته، کوز شوی. لکه: ناوې مو څوړه کړه.

۶۶- چمبر ambarč: حوېلۍ، تر کلا کوچنی کور.

۶۷- چشکه aškač: خمار، مثلا: چښکه یې ماته شوه.

۶۸- ځګیagay ǰ: هغه د کردوړکي (سفالي لوښی) څخه جوړ لوښی چې له مستو څخه شړومبی پکې جوړېږي.

۶۹- دکه daka: تلوسه.

۷۰- دوک duk: غم، خپګان.

۷۱- دريګڼی drigaṇay: ميدان، ډګر.

۷۲- دروبڼ drobaṇ: د مېلمه لپاره تر اندازې زيات تياری نيول.

۷۳- ډيډې iḍeḍ: غوږوالۍ، لښتۍ.

۷۴- رنډ ranḍ: رنډېدل، د څاروي ځای پر ځای درېدل، نه مخته نه شاته تلل.

۷۴- زوولی zowalay: پيدا شوی، زېږېدلی.

۷۵- زڼکی zaṇkay: ژڼکی، ژڼی، نوی ځوان.

۷۶- زاړيلوغزهzāṛilwǝğza: هغه غوا چې د لنګوال يې ډېر وخت وتلی وي.

۷۷- زړېيي zaṛeyi: د لاندي هغه غوښه چې ډېر وخت پرې وتلی وي. د نوينې غوښې بډ.

۷۸- ژغل lǝğž: باجری، وړې وړې ډبرې، ميده شوې تيږې.

۷۹- ژنګوری angurayž: د انګورو ورښکی، واښکی.

۸۰- سره بڅريsrǝ bacǝri:د ژمي په ډېر يخ کې چې له شنه اسمانه يو قسم پرخه ووري هغې ته سره بڅري وايي.

۸۱- سره وره srǝ wrǝ: شفق، مازيګر مهال چې لمر لوېده خواته وريځ د لمر له وړانګو سور رنګ خپل کړي. د سرو ورو په هکله د خلکو عقيده ده، چې هغه وخت را پيدا کېږي، چې بې ګناه خلک مړه شوي وي.داسې وايي:

چې مړه وي مومنان، يا به باد وي يا باران، يا به سرخي وکړي اسمان.

۸۲- سړېسن saṛesan: بې خولې بې ژبې، آرام او کرار څوک.

۸۳- سېسن sesan: د چا بدن چې له وېښتانو ډک وي.

۸۴- سپينکي spinki: د لم کترې چې د اور په واسطه غوړي ځنې وايستل شي.

۸۵- سېمیsemay : پېشلمی، پېشمنی، پسېمی، پړشمی او چربانګی.

۸۶- سکاڼه skāṇa : توره، تور رنګې.

۸۷- سرکونډي sarkūnḍi : د پېکي وېښتان، د مخې وېښتان.

۸۸- سخاوزه sxāwza:د لوخې يو ډول دی، چې ريښه يې د کورنيو درملو په توګه کارېدنګ لري.

۸۹- سانګهsānga : څپلۍ، نېزه بازي.

۹۰- سېکsek : شېمه، دمه، قوت.

۹۱- سپېرخی sperxay: د ناوې په وېښتو کې د روپيو ور ايښوول.

۹۲- سولۍ swalǝy: هغه نجلۍ چې د هر دېګ سرپوښ لرې کوي يا يې څکه يې کوي، سولېږي پرې.

۹۳- سېره sera: يو ډول ګېڼه ده چې ښځې يې پر تندي لګوي او له سرو زرو  څخه جوړه شوې وي.سېره او متعلقات يې تقريبا له نونس نيمو طلاوو څخه په کلاسيک شکل پر سرو غميو جړاو شوي او جوړ شوي وي.

۹۴- سيګروڼی sigroṇay: له سګې (شګې) څخه جوړه شوې سپکه او ځيږه ډبره.

۹۵- سلګه salaga: د غنم د وږي ستنې.

۹۶- سوړي suṛi: دروغ، درواغ.

۹۷- سوړن suṛǝn: دروغجن، درواغجن.

۹۸- سرنامه sarnāma: د واده د پيل نغاره، د واده پر اول سهار د کلي د ډم له خوا ډول وهل کېږي چې خلک وړه ور وړي، د سرنامې ډول، د سرنامې وړه.

۹۹- سپوڼ spūṇ: غږ، پسپسک، لکه : چوپ شه،سپڼ دې وا نه ورم!

۱۰۰- ساګ sāg: سابه، پالک، سارمې او داسې نور.

۱۰۱- شېرغلی erğalayš: د مېږيانو د غار شاوخوا ايستلې خاوره، مېږتون.

۱۰۲- شينشوبی inšobayš: يو ډول خود رويه بوټی دی، لکه نعناع.

۱۰۳- شېله šela: ناو، سيندګی، هغه رود چې يوازې د باران اوبه پکې راځي، سروکال اوبه نه لري.

۱۰۴- ښمرṣamar : فايده، ګټه.

۱۰۵- غونجۍğwanajǝy: هغه سخوندره چې لا غوا شوې نه وي.

۱۰۶- غاوw āğ: جنجال، ږغ پورته کول.

۱۰۷- غنې aneğ: بوټي.

۱۰۸- غنګۍ ingǝyğ: نری آواز. لکه څوک چې نرۍ نرۍ ژړا کوي يا سندره بولي.

۱۰۹- غونډې unḍiğ: غونډې ويشتل يانې ډبرې ويشتل.

۱۱۰- کښلی kuṣalay: ښکلی، ښايسته.

۱۱۱- کاوړ kāwaṛ: خوشکه، غوسه، قهر.

۱۱۲- کنځړ kanǰaṛ: بړستنه.

۱۱۴- کنګړی kangṛay:لکه ږلۍ داسې وي خو تر ږلۍ سپک وي، پرې پرې ستوري ډوله شکلونه لري. د کنګړي د ورښت په باب د خلکو عقيده چې کله اوري نو اسمان شين کوي.

۱۱۵- کيشکوری kiškuray: وچه شوې ډوډۍ، کلکه شوې ډوډۍ.

۱۱۶- کوکۍ kokǝy: د ماتې شوې شيشې ټوټه.

۱۱۷- کاغۍkāğǝy :، کښکېرکه،کڼاخه.

۱۱۸- کرپالي karpāli: وچه شوې وينه چې له دېوال يا غولي څخه را جلا شوې وي.

۱۱۹- کرښيندۍ kiršindǝy: ښوييندۍ، لخشک، يخمالک.

۱۲۰- کيښکۍ kiṣkǝy: فرش، ګېلم.

۱۲۱- کواټ kawāṭ: قوي، غټ، لوی. د پلانکي کواټ صورت دی.

۱۲۲- کنګړ kangǝṛ: د لاسونو پخوانی زېور، لکه وښی داسې کالی و، چې له سپينو زورو او ګيلټو څخه به رغېدلی و.

۱۲۳- کوڅر kawcar: وزر.

۱۲۴- کامن kāmin: د نکاح شپه.

۱۲۵- کړاڅی kṛācay: ماشوم، کوشنی، کوچينی، ايوان (حيوان).

۱۲۶- ګوګ gog: خاليګاه، د ونې چې په تنه کې د زړښت له وجې پکې خاليګا جوړه شوې وي. د ماشومانو يوه کيسۍ ده، چې وايي: ونه ده، ګوګنه ده، په منځ کې سره پلنه ده، پاڼې زنګ زنګ دي، وټي يې تور لونګ دي.

۱۲۷- ګوګی gogay: په دېواله کې المارۍ ډوله تاخچه چې کنځړ او بړستنۍ پکې خوندي کوي.

۱۲۸- ګرابلې grāble: ګرېوان، تڼۍ.

۱۲۹- ګيټۍ giṭǝy: ووړ ګاټی، وړه تيږه ، وړه ډبره.

۱۳۰- ګړنجوونی gṛanjawunay: شرنګوله، شرنګوونی، جرس.

۱۳۱- ګروې grawe: تڼۍ.

۱۳۲- ګوښی gwaṣay: تنها، يوازې، يکړ،څړه، لونډ، مجرد.

۱۳۳- ګلۍ galǝy: کوڅه.دا ويی هم هندي مستعار ښکارېږي.

۱۳۴- ګنګړخلی gingiṛxalay: د ريشقو(شپېشتو) په پټيو کې د ريشقې پاتې شوي مونډونه.

۱۳۵- ګاولیgāwlay: غويدنګ، د غوايه بېډۍ.

۱۳۶- ګوسي  gawsi: يو ډول پايزار و.

۱۳۷- لېووګۍ lewugǝy: لېوه، د لېوه مونث.

۱۳۸- لوغ lwǝğ: لوېغ: د غوا له تيو څخه چې شيدې په اسانه را ولوشل شي، نو خلک وايي چې څومره ښه لوغ يې دی.

۱۳۹- لال lāl: پرتوګاښ، واګه.

۱۴۰- لالو لرګی lālo lrgay: د پرتوګاښ د اچولو آله.

۱۴۱- لوګهlūğa: سپېره، خاموشه.لکه: لوګه  دنيا، لوګه ميکده.نرينه شکل يې لوګ دی.

۱۴۲- لېيه leya: خوشی، ايله ګښت. د بېلګې په توګه: لېيه يې چې څه کوې هغه کوه، هسې دې هم څوک د سپکې نشته.

۱۴۳- مزی mazay: چاغ.

۱۴۳- مېږتون meẓatūn: ډېر ګړی يې مېږتانه راځي. مېږی.

۱۴۴- ماټ  māṭ: برېت.

۱۴۵- مارېيل māreyal: توصيه کول. د بېلګې په توګه: دا خواړه اخوندزاده صاحب ور مارېيلي دي.

۱۴۶- مېخکی mexakay: د پوزې  زېور دی.

۱۴۷- مړه خوږ mṛǝ xwaẓ: د سل ناروغي.

۱۴۸- مورلۍ murlǝy: شپېلۍ، توله.

۱۴۹- ميندکه mindaka: زړی، زڼی، لکه د زردالو، الو او شفتالو ميندکه .

۱۵۰- مندو mandaw: وجود، بدن، پژه.

۱۵۱- ناټکۍ naṭakǝy : نانځکه، لوبته، لوبتکه، ناوکۍ.

۱۵۲- نوين noyan: نوی، تازه. لکه: نوين کوچ، نوين شړومبی، نوينه غوښه.

۱۵۳- نولکی nawlakay: نوی، تازه.

۱۵۴- نوتاکه nawtāka: نوې لښته، تانده لښته.

۱۵۵- نامه توری namǝ toray: تورن، بدنام.

۱۵۶- نل nal: يو ډول هرزه بوټی دی، لکه کبل.

۱۵۷- نمطnamat: نيت، عزم، اراده.

۱۵۸- ورږ wraẓ: له وسه تېرېدل، سپينې تښتېدل، واڼې وتل. د بېلګې په توګه: ولې دې کار کولو ته ورږ مړه دي.

۱۵۹- واڼې wāṇi: سپينې، زموږ خلک داسې وايي: واڼې مې ووتې! مانا دا چې سپينې مې وتښتېدې.

۱۶۰- وټی waṭay: ځونډی.

۱۶۱- ونډۍ wanḍǝy: برخه، ونډه، د اختر لپاره چې لوی څاروی (غوا، غويی) حلال کړي او اووه کسه پرې شريک شي، هغه ونډۍ بولي.

۱۶۲- ورټ wrat: کرکه، نفرت ، لکه :ورټ مې درنه کېږي.

۱۶۳- ويروثیwiroөay: د مړي کورنۍ ته مېلمستيا ورکول.

۱۶۴- وچموری wačmoray: هغه ماشوم چې د مور له شيدو بې برخې شي.

۱۶۵- وندخور wandxor: مجازا وحشي.

يادونه :دا پورته ذکر شوي لغتونه د قره باغ د خرټو (د دې کرښو د ليکوال)  په لهجه کې کارېږي، خو ځينې يې د قره باغ د اندړو، ترکيو،دوتاڼيو، ناصرو او مياخېلو په لهجو کې هم شتون لري.

پايله 

ژبه د بشري تمدن او پرمختګ د يوې مهمې وسيلې په توګه ياده شوې ده، ژبه د بشر يوه مهمه اختراع ده چې د ټولنې د وګړو تر منځ د افهام او تفهيم يوه غوره وسيله ده. ژبه ده چې په وسيله يې بنيادمان خپل خيالات، افکار، اندېشې او…غوښتنې بل وګړي ته لېږدوي.

لهجه په ژبني سيستم کې د ننه د خبرو اترو د افادې يوه ځانګړي طرز ته ويل کېږي، يا څه چې ژبه نه ده، هغه لهجه ده، يا ژبه يوه لويه ونه او لهجې يې ښاخونه دي. په دې ليکنه کې د خروټو د لهجې په اړه عمومي خبرې شوې دي او د دې لهجې ډيالکټيزمونه مو څه ناڅه را غونډ کړي دي. خروټي په غلجيو پسې مربوط پښتانه دي، چې د هيواد په بېلابېلو برخو کې اوسي، خو موږ دلته يوازې د غزني ولايت د قره باغ د خروټو د لهجې ډيالکټيزمونه را ټول کړي دي.

هره ژوندي ژبه لهجې لري، د لهجو منځته راتګ ډېر لاملونه لري، چې دلته پرې خبرې نه کوو، پښتو ژبه هم چې د ژونديو ژبو په کتار کې ولاړه ژبه ده، د ډېرو لهجو لرونکې ده، دا د لهجو رنګارنګۍ پښتو ژبې ته يوه ځانګړې ښکلا وربخښلې ده. د پښتو ژبې هره لهجه خپلې ځانګړتياوې او ښکلاوې لري،که د لهجو لغتونه له هرې لهجې راټول شي د ژبې او ادب په بډايينه کې مهم رول لري ، او په ګانده کې د يوه لوی لهجوي فرهنګ په منځته راوړو او جوړولو کې اساسي ونډه لري. همدا راز د معياري لهجې په برخه کې هم له ډيالکټيزمونو څخه استفاده کېدای شي. دايلکتزمونه يا کړويزونه هغو لغتونو ته ويل کېږي، چې د يوې ژبې په لهجو کې کارېدنګ لري او د معياري لهجې او د هماغې ژبې د بل ګړدود ويونکيو ته نوي وي.

د مختلفو لهجو د لغتونو د را غونډولو يوه ګټه دا هم کېدای شي چې له دغو لهجوي لغتونو څخه د پښتو ـ پښتو قاموسونو په ليکلو کې ډېره ګټه پورته کېدای شي ، د قاموس ليکونکي لپاره به د لغتونو په معنا او تشريح کې د مترادفاتو کمی نه وي، که څخه هم له هره اړخه  پوره مترادف لغاتونه  ډېر کم دي.

ما په دې ليکنه کې زيار ايستلی دی چې داسې لغاتونه راټول کړم چې زموږ قاموس ليکونکيو ثبت کړي نه وي، پر دغو ديالکتزمونو (Dialectisms) سربېره په دې ليکنه کې ارکايک لغتونه هم راغونډ کړي دي چې ځينې يې ډېره ژوره ريښه لري او اريايي دور ته يې ځېلې رسيږي، لکه اوېجه، بګ، جات او داسې نور… خو ځينې لغتونه بيا پور ويينو (اډاپټيزم) برخه کې راځي، چې په دخيل او مفغن شکل ويل کېږي، په دغو راټولو شويو لغتونو کې ځينې له هندي – اوردو سره شريک ښکاري، لکه: جند، جندړۍ، ګلۍ، دوک، څولي او داسې نور خو ځينې يې هندي ژبې سره همريښه ښکارېږي.

د يوې ژبې وييپانګه چې له ارخاييزم، ډيالکټيزم، اډاپټيزم او نيولوجيزم لغتونو څخه رغېدلې ده؛ نو هرې برخې ته يې بايد د اړتيا پر بنا کار وشي. زموږ د ژبې د وييپانګې د ګړوېزونو (دايلکتزمونو -Dialectisms) برخې ته ډېر کار نه دی شوی هيله ده، چې نور څانګوال هم دې ته ورته هڅې وکړي.

د پښتو د پراختيا او پرمختيا په هيله!

اخځليک

  • تږی، حبيب الله. (۱۳۸۹). نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل. جلال آباد: د ختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه.
  • خوېشکی، محمد صابر. (۱۳۸۸). پښتو غږپوهنه او وييپوهنه. اتم  چاپ. جلال آباد: مومند خپرندويه ټولنه.
  • رښتين، صديق الله. (۱۳۷۲). پښتو ګرامر. د هاشمي، سيد محی الدين ژباړه. پېښور: يونيورسټی بک ايجنسی.
  • زيار، مجاور احمد. (۱۳۸۴). د خوشال ادبي پښتو (يوه ژبپوهنيزه شننه). پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
  • زيار، مجاور احمد. (۱۳۹۳). پښتو وييپوهنه او وييرغاونه. جلال اباد: مومند خپرندويه ټولنه.
  • صميم، محمد آصف. (۲۰۱۶). کمپيوټري نومونې؛ د پښتو نيولوجيزم يوه اړينه برخه. د استاد محمد آصف صميم فيسبوکپاڼه.
  • غوربندی، ميراجان. (۱۳۹۴). لکسيکالوژي (لغت پوهنه). کابل: انتشارات نامي.
  • غوربندی، ميراجان. (۱۳۹۵). ګړدود (لهجه) پوهنه. کابل: جهان دانش خپرندويه ټولنه.
  • منګل، علي محمد. (۱۳۹۵). د ژبې د پيدايښت په اړه ځينې نظريې. کابل  ژبنۍ او ادبي مياشتنۍ خپرونه، کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي.  درېيمه دوره، ۲يمه ګڼه، د غويي مياشت.
  • منګل، علي محمد.( ۱۳۸۱).پښتو لهجې. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي.
  • مياخېل، عصمت الله. (۱۳۹۶). ګړدود پوهنه. لومړی چاپ، هرات: خروش خپرندويه ټولنه.
  • هوتک، محمد معصوم. (۱۳۹۰). پر معياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه. کندهار: علامه رشاد خپرندويه ټولنه – کندهار.

۱۳- په متن کې راغلي وييونه د دې کرښو د ليکوال په لهجه کې شته دي او له خلکو سره د خبرو اترو پر مهال را غونډ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب