شنبه, جنوري 22, 2022
Home+د بېځایه انتقاد لېونتوب| هاشم مهمند

د بېځایه انتقاد لېونتوب| هاشم مهمند

 په داسې حال کې چه په افغانستان کې د تلپاتې سولې په خاطر نړیوالې هلې ځلې پیل شوي او پر ټولو ښکېلو اړخونو کورني او نړیوال فشارونه زیات شوي دي، په وروستیو میاشتو کې د افغانستان ځینو سیاسي کړیو او شخصیتونو، د پارلمان وکیلانو او ځینو په ظاهره بېطرفه روشنفکرانو او مبصرینو په خصوصي راډیوګانو، ټلویزیونونو، چاپي او اجتماعي رسنیو کې په ښکاره او ملفوفه توګه د جمهور ریس محمد اشرف غني پر شخصیت او د ده د حکومت پر پلویانو د انتقاد او بد ویلو یوه لویه څپه پیل کړې، چه کېدای شي د هېواد په اوسنيو حساسو شرایطو کې د سولې پر بهیر او د اولسونو تر منځ پر مناسباتو او دوستانه اړیکو منفي اغېز وکړي او خدای مه کړه هېواد د نورو لویو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کړي.

د دې انتقادونو او بد ویلو غشي تر ډېره حده د جمهور ریس ډاکتر اشرف غني لوري ته متوجه دي. دوی اشرف غني ته د فاسد، مستبد، متعصب، فاشیست او نورو خطاب کوي. ځینې په خپلو کامنتونو او تبصرو کې حتی د ادب له چوکاته وځي او هغه څه وایي یا لیکي چه انسان یې په ویلو یا لوستلو شرمېږي، چه دا البته زموږ د ټولنې د کښته شعور، ضعیف سواد او خرابې کورني تربیې نماینده ګي کوي.

زموږ د اسلامي او اخلاقی اصولو له مخې هېڅ انسان کامل او بې عیبه نه دی. د کامل صفت یواځې د خدای تعالی سره ښایي. نو انسان واجب الخطا مخلوق دی. د یو انسان په توګه به اشرف غني هم ځیني اشتباهات لري او په خپلو محاسباتو او قضاوتونو کې به تېر وځي. د دنیا سترو مشرانو او سیاستمدارانو هم اشتباهات کړي دي او کوی یې. دا کومه نوې خبره نه ده. زما هم د ده ځینې عادتونه نه دي خوښ.

په دې کې هېڅ شک نه شته چه نن ورځ زموږ په هېواد کې فساد، غصب، بې عدالتي، فقر، لوږه، بېکاري، زورواکي، د خلکو پر مدني حقوقو تجاوز او نور بیداد کوي او اولس مو د لویو ناخوالو او مشکلاتو سره مخامخ دی، خو یواځې اشرف غني د دې ناخوالو مسوول بلل هم لویه بې انصافي او جفا ده ، هغه هم د هغو کسانو له لوري چه د دغه ویرجن حالت د منځ ته راوړلو اصلي عاملین دي او نن د قدرت څخه د ده د ګوښه کېدو چغې وهي.

 حقیقت دا دی چه پر ډاکتر غني دا ډول تورونه لګول هېڅ ډول اساس او حقیقت نه لري. نه اشرف غني څوک وژلي، نه یې د چا ملکیت غصب کړی او نه هم په فساد کې لاس لري او نه هم متعصب او فاشیست دی. دی د هېواد یو پېژندل شوی عالم، دانشمند او وطندوسته شخصیت دی، چه په ډېر قاطعیت سره هڅه کوي نه یواځې هېواد د دې لوی او ورانوونکي بحران څخه وژغوري، بلکه هڅه یې دا ده چه ، موجود شرایط د بیارغونې او پرمختګ په یو فرصت بدل کړي.

(د یادونې وړ بولم چه ما هېڅکله اشرف غنی له نژدې نه دی لیدلی او د ده د حکومت سره هېڅ ډول اړیکې نه لرم او نه هم د هغه څخه کومه شخصي توقع یا غوښتنه لرم).

د ډاکتر غني سره د مخالفت او دښمنۍ اصلي علت دا دی چه ده د افغانستان په ګټه یو لړ کارونه وکړل چه هغه د یو لړ کورنیو او بهرنیو کړیو قهر او غضب راپارولی دي. دا ډلې په لاندې ډول دي.

۱ – ډاکتر اشرف غني د خپلې واکمنۍ له پیله یو لړ ډېر مفسد، غاصب او جنایتکاره زورواکان، قومندانان او د مخدره موادو مافیایي کړۍ چه د ده د واکمنۍ مخکې د هېواد په ګوټ- ګوټ کې د اولس پر سرنوشت حاکم شوي وو او هر یو یې د خپلو وسله والو ډلو په درلودلو سره د هېواد د امنیت په خرابولو او د ملي شتمنیو په چور او تالان کې لوی لاس درلود له صحنې ګوښه کړل.

 ۲ – اشرف غني یو شمېر بې پوهې او نالایقه سیاسي څېرې چه تر دوو غوږو په فساد کې غرق وو، خو تل یې ځانونه د بېلابېلو افغاني  قومونو مشران معرفي کول او د دولت په ټولو ارګانونو کې یې لوړې څوکۍ نیولې وې، له قدرته وشړل. دغه کسان چه شمېر به یې ښایي سل یا یو نیم سل کسانو ته رسېږي، تقریباً ټول د جهاد په کلونو کې د پاکستان او ایران د استخباراتي ادارو له خوا جذب شوي او تر ننه پورې د همدغو ادارو دپاره کار کوي. دوی هغه وخت چه د نړیوالو دوستو هېوادونو میلیارډونه ډالره مرستې هېواد ته پیل شوې، په قدرت کې وو او هر یو یې د سلهاوو میلیونه ډالرو خاوندان شول. نن دوی په کابل او ولایاتو کې په مجللو ماڼیو کې ژوند کوي، خپلې شخصي ټلویزیوني شبکې لري، خو د سرمایې زیاته برخه یې د دوبۍ او نورو هېوادونو په بانکونو یا د ګرانو ملکیتونو په رانیولو بندې کړي دي او خپله د عربي شیخانو په رقم ژوند کوي. نو طبیعي ده چه دا ډول کسان د اشرف غني څخه ښه نه وړي او د اشرف غني او د ده د حکومت د راپرځېدو دپاره کار او تبلیغات کوي.

۳ – د اشرف غني د لویو کارونو څخه یو هم د هېواد د اوبو د مدیریت پروژې دي، چه د ایران او پاکستان د اندېښنې باعث شوي دي.  ویل کېږي چه د نړۍ راتلونکي جګړې به پر اوبو وي. افغانستان د اقلیم د بدلون په نتیجه کې اوس په هرو دریو کلونو کې د وچکالۍ سره مخامخ کېږي. دې حقیقت ته په پام ایران او پاکستان ته د میلیاردونو متره مکعب اوبو د بېځایه بهېدلو د مخنیوي په خاطر، ډاکتر اشرف غني د کجکي، سلما، پاشدان، بخش آباد او د کمال خان بندونود جوړولو پروژې عملي کړې. په روان کال کې به د ۴۴ نورو بندونو کار هم پیل شي. ویل کېږي چه یوه آسترالیایي کمپنۍ هم د کونړ پر سیند د بند او برېښنا د تولید پر ډیزاین کار کوي.

د اوبو د دې بندونو په جوړېدو سره به موږ په افغانستان کې د یو ستر زراعتي انقلاب شاهدان واوسو او افغانستان به بالاخره د زراعتي محصولاتو له پلوه نه یواځې پر ځان بسیا یا خودکفا شي، بلکه په یو صادراتي هېواد به بدل شي، چه دا کارونه طبعاً د ایران او پاکستان غبرګونونه راپاروي، ځکه ایران او پاکستان دواړه افغانستان ته د خپلو محصولاتو د بازار په سترګه ګوري او نه غواړي چه افغانستان د دوی د محصولاتو څخه بې نیازه شي او دوی دا بازار له لاسه ورکړي.  دواړه ګاونډي هېوادونه دغه بدلون د ډاکتر اشرف غني د سیاستونو نتیجه بولي.

د ایران د آخوندانو حکومت له پیل څخه په نورو اسلامي هېوادونو کې د خپلې مذهبي ایډیولوژۍ د خپرولو هلې ځلې پیل کړي او هڅه کوي په افغانستان کې هم د هغو شیعه مذهبه تنظیمونو له لارې چه د جهاد په کلونو کې یې په ایران کې جوړې کړې وې، خپل نفوذ پراخ کړي او د لبنان په شان په افغانستان کې هم یو حزب اللهي وسله واله ډله منځ ته راوړي او د هغه څخه د خپلو اهدافو دپاره استفاده وکړي او د افغانستان د ثبات او پرمختګ مخه ونیسي. خو له نېکه مرغه زموږ هزاره وړونه د ایران په دې نیت پوهېدلي او دا پروژه هغسې چه د ایران هیله وه پرمخ نه ده تللې، اما ایران اوس هم په ټول توان هڅه کوي د فاطمیونو ډله په افغانستان کې ځای پر ځای او د علیپور په شان خلګ د خپلو اهدافو دپاره استخدام کړي.

۴ – د ډاکتر اشرف غني بل مهم کار د مرکزي آسیا هېوادونو سره د سرحدي تجارتي لارو پرانیستل او مزار شریف، آقینې او هرات ښارونو ته د رېل د پټلیو غځول دي. دا ښارونه اوس په ترتیب د اوزبکستان، ترکمنستان او ایران د رېل د شبکو سره وصل دي او ژر به د کندز شېرخان بندر هم د تاجکستان د رېل شبکې سره وصل شي.

دا د افغانستان دپاره د تجارت په برخه کې نه یواځې لوی پرمختګ دی، بلکه افغانستان یې د تل دپاره د پاکستان د بد نیت سیاستونو څخه و ژغوره، چه په حساس وخت کې به یې سرحد بند کړ او افغان تاجران به یې له لویو تاوانونو سره مخامخ کړل. نور افغان سوداګر د کراچۍ بندر ته د یواځني بندر په سترګه نه ګوري او بدیلې لارې پرانیستل شوي دي اوس پاکستان دې ته اړ شوی چه د افغانستان له لارې د منځني آسیا هېوادونو بازارونو ته خپل محصولات ورسوي.

 ۵ – د ډاکتر غني بله لاسته راوړنه د سیمې د یو زیات شمېر تجارتي مرکزونو سره د هوایي دهلېزونو پرانیستل دي، چه د افغانستان د وارداتو او صادراتو سره یې ډېره مرسته کړې ده. نن د افغانستان تجارتي راکړې ورکړې د منځنۍ آسیا د هېوادونو او ایران، ترکیې او د خلیج د هېوادونو سره زیاتې شوي،  خو برعکس د پاکستان سره د تجارتي راکړې ورکړې اندازه له دوه میلیارده ډالرو څخه ۸۵۰ میلیونه ډالرو ته راکښته شوې ده. نو د اشرف غني دغه لاسته راوړنې د ایران او پاکستان د غضب او د اشرف غني پر ضد د منفي تبلیغاتو یو علت دی.

 پاکستاني او ایراني سیاستوال په ډاګه په خپلو ویناوو او مرکو کې د اشرف غني پر ضد خبرې کوي او د واک څخه د ده د ګوښه کېدو غوښتنه کوي. علاوه پر دې د ایران پاسدارانو او د پاکستان آی اس آی یو زیات شمېر کسان استخدام کړي چه په مستعارو افغاني نومونو په خصوصي ټلویزیونونو او اجتماعي شبکو مخصوصاً فېسبوک کې د ډاکټر غني پر ضد ناروا تبلیغ کوي.

یو شمیر ساده پټان افغانان هم شته چه د دغو ډلو د تبلیغاتو تر تاثیر لاندې راځي او په خپله د منفي تبلیغاتو وسیله ګرځي.

څو ورځې مخکې مې د ډاکتر اشرف غني سره د یو افغان خصوصي ټلویزیون د مرکې یوه ویدیو وکتله. خبریال د ده نه د ډاکټر عبدالله سره د ده د مشکلاتو د علت په اړه پوښتنه وکړه. ده په ځواب کې وویل: «ډاکټر عبدالله لومړی خبرې کوي بیا فکر کوي.»

زه چه بې کاره شم، په فېسبوک کې پر بېلابېلو موضوعاتو د افغان ځوانانو کامنټونه او تبصرې لولم. باید ووایم چه زموږ ډېر افغانان دغه ناوړه عادت لري چه مخکې تر فکر کولو په ډېره بیړه کامنټ کوي او ځینې یې بیا بې له دې چه د موضوع په اړه کافي معلومات ولري او په اصطلاح خپل سر یې خلاص کړی وي، په ډېر احساساتي او انتقادي انداز، په ضعیفه املا او انشا تبصرې لیکي او هر څه هیجاني کوي.

 ځیني یې فکر کوي چه انتقاد کول د فاعل د لوړې پوهې او پر مسایلو د پراخ احتوا او تسلط ښکارندویي کوي او هر څومره چه انتقاد سخت او شدید وي، د خلکو زیاته پاملرنه او ستاینه به جلب کړي.

موږ په فلسفه کې د انتقادي تفکر یا کریتیکل تینکینګ او په هنر او ادبیاتو کې د نقد یا کریتیک مفاهیم لرو.

د فلسفې د تعریف له مخې د انتقادي تفکر له لارې موږ کولای شو، د هغه څه په اړه چه موږ یې کوو یا باور ورباندې لرو، روښانه او عقلاني فکر وکړو. یو څوک چه انتقادي تفکر لري کولای شي د نظریاتو تر منځ په منطقي ارتباطاتو وپوهېږي، معقول دلایل وړاندې کړي او خپل استدلال ارزیابي کړي، په استدلال کې اشتباهات تشخیص او پرابلمونه په سیستماتیکه توګه حل کړي. همدا شان د نظریاتو اهمیت او ارتباط تشخیص او په دې توګه د خپلې عقیدې او ارزښتونو څخه په معقوله توګه دفاع وکړي.

انتقادي تفکر د معلوماتو د ټولولو مسئله نه ده. یو څوک چه ښه حافظه لري او په ډېرو حقایقو خبر هم وي، لزوماً یو ښه انتقادي مفکر نه دی. د انتقادي تفکر لاروی کولای شي د هغو حقایقو پر اساس چه دی په خبر دی، معقوله نتیجه ګیري وکړي او په دې وپوهېږي چه د معلوماتو په مرسته پرابلمونه حل کولای شي. د انتقادي تفکر له لارې موږ کولای شو د نورو د سفسطو او غلطو دلایلو په پوهېدلو کې استفاده وکړو.

خو د انتقادي تفکر څخه مراد هغه کسان نه دي چه یواځې پر نورو انتقاد کوي او انتقاد هم یواځې د انتقاد په خاطر.

په ګوګل کې د نقد تعریف یوې مسئلې ته د کره کتنې په معنی راغلی دی. د مثال په توګه یو استاد د خپل شاګرد ادبي یا هنري کار تحلیل او ارزیابي کوي. دا اصطلاح زیادتره د هنر او ادبي کارونو د تحلیل او ارزیابۍ دپاره استعمالېږي چه ادبي یا هنري نقد ورته وایي.

زه هیله لرم چه زموږ ځوانان لومړی فکر وکړي چه هېواد مو په کوم حالت کې دی. موږ ډېرې ستونزې لرو او دا ستونزې یواځې په تنقید کولو له منځه نه ځي. دا ډېر کار او ډېر وخت غواړي.

زه فکر کوم چه اشرف غني دا ستونزې په ډېر دقت تشخیص کړي او د حل لارې یې موندلې دي. خو د اولس یووالي او ملاتړ ته اړتیا لري او دا د اولس دنده ده چه په مینه او ملي احساس د ده ملا وتړي.

پای

1 COMMENT

  1. هر هېواد خپلې ستونزې لري خصوصا زمونږ جنګ ځپلی هېواد. هر څوک کولې شي خپل نظریات، انتقادات او کره کتنې وليکې خو د اصلاح او د خلکو د خیر په بڼه، نه اهانت. هغه کسان چې ولسمشر غني ته بد وایي اکثره د خارجی او ګاونډیو هیوادونو جېره خواره ګوډاګیان او مزدوران دي. دوی تر پرونه ولسمشر کرزي ته هم سپکې سپورې ليکلې. بعضې بیا هغه ابن الوقته خلک دي چې يوازې خپل د بقا په فکر کې دي. نه خپله حیثیت لري او نه ددې هېواد د خلکو او دولت د حپثیت به فکر کې دي. ښه مې په یاد دي چې د آطلاعاتو او کلتور وزارت يو لوړپوړې چارواکې یوه ورځ ولسمشر کرزي ته یو شعر لیکلی وه او د هغه تعریف یې پکښې کړی وه، خو زه هله هک و پک شوم چې همدې کس څه کم یوه میاشت وروسته په یوه تلویزیون چینل کې کرزي صاحب ته د فاشست خطاب وکړ. داسې خلک له خپلو پخوانیو خبرو هم نه شرمېږي. الله دې دوی ته د خیر هدایت وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب