دوشنبه, نوومبر 29, 2021
Home+پالشي (لنډه کیسه) نعمان دوست

پالشي (لنډه کیسه) نعمان دوست

د ګلبهار سنټر مخامخ د پیاده رو پر څنډه کتار ماشومان ناست ول. د بوټانو د رنګ بوتلونه او بُرسونه یې مخې ته ایښي وو. چې څنګه ور نږدې شوم؛ ټولو راوکتلې. هر یو په دې تمه و چې بوټان مې رنګ کړي. خو د دوی په منځ کې یو ماشوم داسې اسمان ته کتل لکه د کوم را غورځیدلي ستوري تش ځای ته چې ګوري. همده ته ورغلم او مخې ته یې ودریدم. ماشوم هم ماته کتلې او هم په بل چورت کې غرق و. بوټان مې وویستل، زړې پلاستیکي چپلکې یې را وړاندې کړې. یو بوټ یې واخیست، زما د بوټ څرمنه ژیړه وه؛ خو ده پرې څو ځلې تور بُرس کش راکش کړ او بیا چې یې پام شو؛ نو په سترګو کې یې بخښنه وغوښته.
د ښیښه یي بوتل د سرپوښ په پرانیستلو یې زورونه وهل؛ خو ګوتو یې سستي کوله. پر زنګانه یې کیښود، نیم پرې ورچوک شو او په څه خوارۍ یې پرانیست. بوتل یې همداسې خالي پریښود او بُرس وهلو ته یې بیا کش ورکړ. سر یې ځوړند نیولی و. اخر مې حوصله ختمه شوه؛ غوښتل مې ورته ووایم چې څه دې شروع کړي؟ ناوخته دی، کار لرم. لا مې دا الفاظ د ژبې سر ته نه و راوستي چې سر یې پورته کړ. سترګو کې راټولو شویو اوښکو یې په رڼا ورځ وډار کړم. ما ویل که دجله او فرات یې را ایسار کړي او اوس به ټول ښار غرق کړي.
شیبه وروسته یو بل هلک راغی، زړه او په رنګ ککړه بکسه ورسره وه. دی هم د بوټانو رنګوونکی و. سلام یې وکړ او بیا یې همدې ماشوم ته ویل: زنده ګی سر ات باشه!
په دې خبره هلک بیا داسې ژړه غونی شو، لکه ټوله زنده ګي چې یې بایللې وي او بل ورته هسې بې ځایه ډاډ ورکوي. یوه شیبه یې ور وکتل او د سر په خوځولو یې ترې مننه وکړه.
بوټان له رنګولو خلاص شوي وو. یو تور مستطیل ته ورته سپنج یې راواخیست او د ځلا لپاره یې پر بوټانو کش راکش کړ او بیا یې مخې ته راته کیښودل.
هیڅ نپوهیدم څنګه ترې پوښتنه وکړم، څنګه یې د فکرونو له ژور منجلابه راوکاږم. اخر مې زړه غټ کړ:
خیریت دی، څه شوي؟
د ښي لاس لستوڼی یې پر سترګو راتېر کړ: خورکۍ مې…. نور غلی شو. سر یې پرزنګنونو کېښود. پر سړک د کوم لوړ پوړي چارواکي د موټرو کوچنی کاروان تیریده، له هارنډونو سره یې هلک سر راپورته کړ.
بیا مې ترې وپوښتل:
په خورکۍ دې څه شوي؟
لکه د زړه خبره چې یې خولې ته نه راځي. د ښي لاس په ګوتو یې څو ځلي خپل تشي ته ضربې ورکړې. یوه شیبه غلی و او بیا یې په بند بند غږ وویل:
ګُرده، ګُرده…
د ګام اخیستلو وس مې بایللی و. هملته ورته ولاړ پاتې شوم. بیا یې راوکتل:
له ما کشره وه. له څو ورځو راهیسې یې د ګُردو درد ډیر شوی و. هغه شپه یې ډير وژړل. له دې سره دې هم پړینګ په ژړا شو. ښه یې زړه یې تش کړ او بیا یې کیسه پیل کړه:
پلار مې ډاکټر ته بیولې وه. هغه ورته ویلي و چې تیږي یې غټې شوي، بې له عملیاتو یې چاره نشته. د عملیاتو پیسې نه وې، موږ ورته ایله د درد د ارامولو ګولۍ اخیستې. د ګولیو زور نه رسیده. بیچاره ګۍ دردونو لیونۍ کړې وه.
بېګاه بیا سخته شوه، مور مې ورسره ګډ ژړل. ما هم…
یو ځل بیا داسې په ژړا شو لکه د بیمارۍ خورکۍ د کټ پر بازو چې ناست وي.
بیا یې د خبرو تار ونیوه:
تر نیمو شپو مې مور خښته تودوله او په ګیډه یې ور ایښوده. تازه مې سترګې پټې شوې وې چې مور مې داسې چیغه وکړه، ما ویل که چت کیناست. ژر پورته شوم. مور مې په خورکۍ همداسې چوکه وه. په لتو کې تاوه کړې خښته یې ورته په ګیډه ایښې وه. د خور مې دواړه سترګې پرانیستې وې. د څراغ رڼا ته یې ژیړ مخ ښکاریده….
هغه… هغه… نوره د ګُردو له درده خلاصه شوه. هغه… له دې سره یې داسې دواړه لاسونه په تشو کیښودل لکه د ګُردي د درد شدیده حمله چې پرې راغلې وي.
نعمان دوست
۱۳۹۹/ کب، ۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب