چهارشنبه, مې 19, 2021
Homeخبرونهد طالبانو شاتګ؛ ولسمشر غني له بلینکن سره د ترکیې پر کنفرانس...

د طالبانو شاتګ؛ ولسمشر غني له بلینکن سره د ترکیې پر کنفرانس خبرې وکړې

تاند (سه شنبه د حمل ۲۴) ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټویټ کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره یې په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس په هکله ټلفوني خبرې کړي.

ولسمشر غني نن سه شنبه پر خپل ټویټر لیکلي، په دې ټلفوني مکالمه کې د سولې پر روان بهیر، په ترکیه کې د افغان سولې په هکله پر جوړېدونکي ناستې او دغه راز د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د ټلفوني تماس په هکله بحث او خبرې وشوې.

د ښاغلي غني په خبره چې دا ټلفوني مکالمه نن سه شنبه وشوه.

د افغان چارواکو په وینا چې اوسمهال د ترکیې کنفرانس ته چمتووالی روان دی خو طالبانو پرون په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په دغه ناسته کې د اپریل په ۱۶ ګډون نه شي کولی.

طالبان د استانبول له غونډې په شا شول

که څه هم د دې کنفرانس د جوړېدا دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو ټاکل شوې وه چې د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ د ترکیې په استانبول کې جوړ شي.

ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل ترک سیال سره په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو د جوړېدونکې ناستې په اړه خبرې کړې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په خبره چې له انتوني بلینکن سره یې ګټورې او رغوونکې ټلفوني خبرې لرلې او پر خپلې اجنډا، د افغان سولې پر بهیر او د افغان سولې په هکله د استانبول پر کنفرانس خبرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب