جمعه, مې 7, 2021
Homeټولنیزهير شوی افغان ګګارين

هير شوی افغان ګګارين

حكمت الله حقپال 

له نن څخه پوره شپيته کاله مخکې په ۱۹۶۱ د اپريل په ۱۲ روسي ستور مزلي يوري اليکسیویچ ګګارين د هوايي بيړۍ په مرسته په نړۍ کې د لو مړي ځل لپاره فضا ته لاړ,نوموړی د ځمکې په مدار را وڅرخيد,په دې سره په پخواني شوروي اتحاد کې اتل سو, د فضايي څيړنو په سیاليو کې چې هغه وخت یې پيل وو,شوروي اتحاد یې له امريکا څخه وړاندي کړ. 

د څيړنو او د فضا له لیدلو څخه وروسته چې کله ځمکې ته ستنېده,اول ايتانورسکانووا وليد,سکانووا هغه وخت د  ۵ کالو ماشومه وه, د خپلې انا سره يې پټي کې کچالو کرل, سکانووا د سترګو ليدلی حال بي بي سي ته داسې ووايه:انا مې ځمکه کېندله, ما کچالو ور اچول, شاوخوا مې وکتل, نارنجي شکل څه مې وليد,نه پوهيدم چې څه شی وو,زموږ په لور راته,انا مې وډاره سوه, زما لاس یې ونيو, غوښتل مو وتښتو,بیرته کور ته لاړ شو,ده ناره کړه!ميرمنو ودرېږئ!زه هم ستاسو غوندي يم,انا ته مې وويل:صبر,ودرېږه,دی په روسي ژبه ږغېږي,شايد انسان وې,ده خندل,مهربان ږغ یې وو,بیا یې وويل:بیړۍ کې له اسمانه راغلم. 

یوري ګاګارین

د سکانووا پټي ته نژدې سيمه چې ګګارين له فضا هلته راکښته سو, د مسکو په جنوب کې ده, اوس هلته د فضا فتح کولو لوی تاريخي پارک جوړ سوی. 

ګګارين په دې کار سره اتل شو, نوم یې وګاټه, د نړۍ په لر او بر کې ښکاره او وپېژندل شو, حق يې وو, شوروي اتحاد هغه وخت لکه نن روسیه ده، له غرب خصوصا امريکا سره په ډغرو و، ځکه د تبليغاتو لپاره د ګګارين کارنامه او معجزه په لاس ورغلې وه. 

په ګګارين روسان زيات وياړي, هر روسي ځوان ته چې ودرېږئ وايې:«په يوري ګګارين وياړو, ځکه چې لومړی زموږ روسی فضا ته لاړ,تاريخ یې جوړ کړ.» روسيه د خپل برم د ساتلو لپاره د خپلو فرهنګي,علمي او نظامي شخصيتونو ډېر قدر کوي, د علمي مرکزو نومونه يې ټول دوی ته ځانګړي کړې, په همدې وجه روس ولس او حکومتي بنسټونه د ګګارين نامه ته په لوړ احترام قايل دي,ښوونځي, انستيتوتونه, پوهنتونونه او نور زيات شمير علمي مرکزونه د هغه په نوم شوي دي, روسان د ۱۲ اپريل چې دا ستور مزلی پکې فضا ته وخوت, د نورو ملي ورځو په شان په ډېر درنښت سره لمانځي. .

افغان ګګارين! 

هغه وخت چې د روسیې ګګارين بیړۍ خلا ته الوته, زموږ عبدالاحد مومند ايله د دريو کالو ماشوم وو, نوموړی د ۱۹۵۹ کال د جنورۍ په اوله د غزني د اندړو په سردې کې نړۍ ته سترګې پرانستې, په ۱۹۷۶ کال کې د ابتدايې زده کړو له فراغت ورسته یې د کابل د پوليتخنيک انستيتوت د جيولوجي پوهنځی ووایه, بیا د نورو زده کړو په پار شوروي اتحاد ته لاړ, دغه افغان نوميالی په يوه ستره سیالي کې چې فضا ته د سفر لپاره دايرېده او ۴۰۰ کسان پکې ګډونوال وو, يوازینی بريالی راووت, له یادې سیالۍ ورسته مومند د ۱۹۸۸ د اګست په ۲۹ د قزاقستان د بایکانور له فضايې اډې څخه د لومړي افغان فضانورد په توګه فضا ته لاړ. 

مور یې پرې اندېښمنه وه, بیا د هغه وخت جمهوريس ډاکتر نجیب الله په توسط یې له فضا څخه په تليفون له خپل زوی سره خبرې وکړې, ډاډ یې حاصل شو او همدارنګه عبدالاحد مومند له فضا څخه د ټليفون له لارې ولسمشر ډاکتر نجيب الله ته ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوی ماموريت (د کانونو,ا وبو, زلزلو پېژندنې او ځمکې پوهنې په برخه کې د څیړنو لپاره د افغانستان د خاورې عکاسي)به په ښه ډول وکړې. 

مومند له فضا څخه خپل ولس مخاطب کړ: 

افغانانو متحد شئ,له وسلې لاس واخلئ,خپلې ستونزې د خبرو اترو او يو بل په وړاندي د زغم له لارې حل کړئ, چې زموږ په هيواد کې بدبختي له منځه لاړه شې او د هيواد بچيانو ته د زده کړې زمينه برابره شي. 

مومند له ۸ ورځې، ۲۰ ساعته او ۲۶ دقيقې سفر ورسته ځمکې ته را ستون شو,کله چې هيواد ته راته,کابل هوايي ډګر کې یې تود هر کلی وشو, ولسمشر ورته د ملي اتل لقب ورکړ, په ملي مډالونو يې ونازاوه. 

له فضايي سفر وروسته يې يو لړ دولتي ماموريتونه او وظايف هم ترسره کړل, خو هيواد کې سیاسي اوضاع په بل رنګ واوښته, نوموړی له خپلې کورنۍ سره جرمني ته مهاجر شو, تر دې دمه د خپلې  ميرمنې بي بي ګل مومند او دريو اولادو سره د جرمني په شتوتګارد  ښار کې د مهاجرت شپې ورځې سبا کوي.

1 COMMENT

  1. ښاغلی عبدالاحد مومند یو با استعداده ، وطندوسته ، سوله دوسته ، مېلمه پال او حلیم انسان دی . تل یې خپل هېوادوال مینې ، ورورۍ ، دعلم اوپوهې زده کړې او یوالي ته رابللي دي . هغه د ټولو افغانانو ویاړ دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب