جمعه, مې 7, 2021
Homeخبرونهامریکا: افغانستان کې مو خپلې موخې ترلاسه کړي، نور له ناټو سره...

امریکا: افغانستان کې مو خپلې موخې ترلاسه کړي، نور له ناټو سره یوځای ووځو

 تاند ( چهارشنبه، د حمل ۲۵)  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوې خبري ناسته کې وویل، وخت د دې رارسېدلی، چې ناټو له افغانستانه خپل سرتیري وباسي.

نوموړي دغه راز وویل : «موږ له ناټو سره په ګډه افغانستان ته تللي یو او په ګډه به بېرته راستانه شو.»

بلېنکن زیاته کړه چې امریکا په افغانستان کې خپلې ټولې موخې ترلاسه کړې دي.

په ورته وخت کې بیا د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستۍ پرېکړه چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نیټې به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي، په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو په ګډون د ګڼو نورو سناتورانو توند غبرګونونه راپارولي دي.

په سنا کې د لږکیو مشر مک ‌مکانل وایي چې د بایډن دا پرېکړه به ناورین ته لار هواره کړي.

هغه زیاته کړې چې په بېړه له افغانستان څخه د سرتېرو وتل به نه یوازې افغانستان بلکې د امریکا امنیت هم له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي څرګنده کړې چې له افغانستان څخه په بېړه د امریکایي ځواکونو ایستل یوه لویه تېروتنه او له دښمن څخه د شاتګ په مانا ده.

مخکښ امریکایي سناتور او د امریکا د سنا د دفاعي کمیسیون غړی لیندسي ګراهام هم له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو پرېکړه احمقانه بولي.

نوموړي له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په اړه د سپینې ماڼۍ د ویاندې له څرګندونو څو ساعته وروسته ویلي چې دا پرېکړه حیرانوونکې ده او د امریکا لپاره به خطرناکې پایلې ولري.

ګراهام وایي په افغانستان کې لا هم داسې ډلې شته دي چې د سرتېرو له ایستلو وروسته به امریکا او ملګرو ته یې خطرونه متوجه کړي.

هغه ویلي امریکا باید په سیمه کې شته حساسیتونو ته په پام د ترهګرۍ ضد جګړې واحدونه ولري او اجازه ور نه کړي،چې له دې ځایه نړۍ ته ګواښونه متوجه شي.

بل لورته بیا د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د اوږدې مودې راهیسي د افغانانو غوښتنه ده خو هیواد کې خراب امنیتي وضعیت ته په کتو د دې ځواکونو د وتلو شرایط لا هم نه دي برابر شوي.

رحماني زیاته کړه، په اوسني وضعیت کې د امریکايي ځواکونو وتل به په افغانستان کې امنیتي وضعیت د خرابېدو او کورنۍ جګړې لامل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب