جمعه, جنوري 28, 2022
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۴) |لیکوال: نوح هیراری

د بشر د راتلونکې تاریخ (۴) |لیکوال: نوح هیراری

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت د راتلونکې لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

څلورمه برخه:

د مرګ وروستۍ ورځې

په یوویشتمه پیړۍ کې به د انسان سخته هڅه د مرګ مخنیوی او یا دایمي ژوند ته رسیدل وي. له لوږې، ناروغیو، او جګړو سره مبارزه به له زړښت او مرګ سره په مبارزې بدله شي. په اوسنۍ زمانه کې د انسان مقام سپېڅلی ګڼل کیږي. موږ ته تل یادونه کیږي چې د انسان ژوند په کایناتو کې تر ټولو شیانو سپېڅلی دی. دا خبره ټول کوي، ښوونکي په ښوونځیو کې، سیاستوالان په پارلمان کې، وکیلان په محکمو کې، او د صحنو لوبغاړي په تیاترونو کې ټول د انسان ژوند سپېڅلی ګڼي. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د بشري حقوقو نړیواله اعلامیه چې ممکنه ده  یو ډول نړیوال اساسي قانون هم وبلل شي. په ډاګه وايي: د ژوند کولو حق د انسان تر ټولو اساسي حق او ارزښت دی.

ښکاره خبره ده چې مرګ دغه حق تر پښو لاندې کړی، نو ویلی شو چې مرګ د بشر د لومړني حق په وړاندې لوي مجرم ګڼل کیږي نو انسان باید د دغه جرم په وړاندې مبارزې ته ودانګي. دینونو او ایډیالوژيو د تاریخ په اوږدو کې کله هم ژوند سپېڅلی نه دی ګڼلی، دوي تل هغه څه سپېڅلي ګڼي چې له دې خاورینې نړۍ او د انسان له وجوده  وراخوا دی اوملموس نه وي. دینونه او ایډیالوژۍ د مرګ په وړاندې نرمښت لري, ځینې له لور په لاس د مرګ له پرښتې سره مینه هم لري. لکه څرنګه چې مسیحیت، اسلام او هندوییزم پر دې ټینګار لري چې زموږ د ژوند مفهوم له مرګه وروسته زموږ په برخلیک پورې اړه لري او اصلي ژوند له مرګه وروسته ګڼي. دغه دینونه مرګ ته د دنیا د یوې مهمې او مثبتې برخې په سترګه ګوري. انسان مري ځکه چې  د خداي امر دی. د مرګ شېبه له طبیعت وراخوا یوه سپېڅلې تجربه ده چې له مانا ډکه وي. کله چې انسان خپله وروستۍ ساه اخلي دا وخت را رسېدلی وي چې ملایان، پادریان او خاخامان راوغوښنتل شي تر څو مرګ اسانه شي او د ژوند او مرګ ترمنځ حساب برابرشي. په دې ډول په کایناتو کې د انسان حقیقي رول منل کیږي. ایا اسلام، هندوییزم او مسیحیت له مرګ پرته تصور کیداي شي؟ داسې یوه نړۍ چې مرګ پکې نه وي نو بیا دوزخ، جنت او تناسخ هم نه شته. دغسې یو تصور ناممکنه دی.

مډرن کلټور او نوې څېړنې مرګ او ژوند ته بیخي په بله سترګه ګوري. دوي مرګ یوه میټافیزیکه یا له طبیعته ورهاخوا ښکارنده نه ګڼي او داسې څه ېې نه بولي چې ژوند ته مانا ورکوي. د مډرن انسان لپاره مرګ یوه تخنیکي ستونزه ده چې باید حل لاره ورته ولټول شي.

۵- د منځنیو پیړیو په یو انځور کې لور په لاس یو سړی د مرګ سمبول دی

 په حقیقت کې یو انسان څنګه مري؟ د منځنیو پیړیو په افسانوي سرچینو کې مرګ داسې کرکټر ؤ چې تور څادر ېې اغوستی او توره خولۍ ېې په سر ده چې په یوه لاس کې ېې لُور کلک نیولی دی.

یو کس به خپل ژوند سر ته رسوي، انديښمن  دی او هاخوا دې خوا ځغلي، چې نا ببره لور په لاس عزرائیل ېې په اوږه وټپوي او ورته وايي: راځه… دغه کس زارۍ پیل کړي« د خداي پار دی، لږ صبر وکړه، یو کال، یوه میاشت یوه ورځ خو صبر وکړه». خو عزرائیل ورته وايي: نه ته باید همدا اوس راشې.

 په دې ډول انسان مري. په حقیقت کې انسانان د دې لپاره نه مري چې عزرائیل ورپسې راشي، او په اوږه ېې وټپوي چې راځه ، او یا خداي مقرره کړې چې نور د مرګ وخت را رسیدلی دی او یا دا چې مرګ د یو بل لوي پلان پيل دی بلکه انسان د یوې تخنیکي ستونزې له امله مري، زړه نور وینه نه شي پمپولی، د زړه اصلي رګونه د کولسترول له امله بند شوي وي، سرطاني حجرې په ځیګر کې خپرې شوي وي او یا سږو پړسوب کړی وي. خو د دغو تخنیکي ستونزو علت څه شی دی؟ علت ېې بیا هم نورې تخنیکي ستونزې دي. زړه وینه نه شي پمپولی ځکه چې د زړه د عضلاتو حجرې کافي اکسیجېن نه شي ترلاسه کولی، سرطاني حجرې په ځیګر او نورو برخو کې خپریږي ځکه چې په حجرو کې یو  جنیټکي موټیشن یا بدلون رامنځته کیږي،  سږي پړسیږي ځکه چې په اورګاډي یا بل ځاي کې میکروب بدن ته داخل شوی دی. دا چاره له میټافیزیک او یا له طبیعت څخه په وراخوا مسلو پورې اړه نه لري، دا یوازې یوه تخنیکي ستونزه ده.

هره تخنیکي ستونزه یوه حل لاره لري،  اړتیا نه شته چې قیامت ته په تمه شو او پر مرګ برلاسه شو، دغه ستونزه څو تنه عالمان او څیړاند حل کولی شي. که مرګ  پخوا د مذهبي عالمانو او پادریانو حرفه او مسلک و اوس بیوانجینرانو دغه نوښت په خپل لاس کې اخیستی دی. اوس موږ سرطاني حجرې په کیمو تراپي او نانوروبوټونو سره معالجه کولی شو، موږ د انټي بیوټیکو په مرسته میکروبونه له منځه وړلی شو، کله چې زړه ودریږي په درملو او بریښنايي شاک سره ېې بیرته په حرکت راوستلی شو، او که ېې بیا هم کار ونه کړ نو د زړه د بدلیدا یا ترانس پلانټیشن اسانتیا هم شته. دا سمه ده چې لا بشریت دغو ټولو تخنیکي ستونزو ته حل نه دی موندلی ځکه خو موږ د سرطان، میکروبونو، جنیټیک او نانو ټیکنالوجۍ په برخه کې د څېړنو په موخه د وخت او پیسو پانګونه کوو. عام خلک « د لودیځې نړۍ خلک. ژباړن » چې له ساینسي څېړنو سره کار نه لري هم په دې فکر کې شوي چې مرګ یوه تخنیکي ستونزه ده. کله چې یوه میرمن ډاکټر ته ورځي او پوښتنه کوي: زما ناروغي څه ده ؟ یا په ما څه شوي دي؟ نو احتمالا ډاکټر ورته وايي:

ته سینه بغل ېې،  او یا ته په نري رنځ اخته ېې او یا ښايي ورته ووایي ته سرطان لرې. ډاکټر کله هم نه ورته وايي ته مرې. ټول په دې باور یو چې سینه بغل، نری رنځ او سرطان تخنیکي ستونزې دي او یو ورځ نه یوه ورځ به ېې علاج پيدا شي. کله چې خلک په توپانونو، جګړو، او یا د موټر په ټکر کې مري دا خبره ډیره ښکاره کیږي چې که انساني تیروتنې نه واي دغه پیښې به نه واي شوې. که حکومتونو ښه سیاست درلودی، که ښاروالیو خپله دنده سمه ترسره کړې واي  او که لوړپوړیو قوماندانانو سمه فیصله کړي واي د مرګ ژوبلې مخه به نیول شوې واي. مرګ اوس د څېړنو او پلټنو لپاره یو علت دی او هر ځل له مرګ ژوبلې وروسته څېړنې کیږي چې ولې خلک مړه شوي؟ او چا تېروتنه کړې؟ اکثره څیړاند، ډاکټران، او پوهنتوالان  لا هم د تلپاتې ژوند له خوبه واټن اخلي او ادعا کوي چې دوي باید لومړی ځینې نورې خاصې ستونزې اوارې کړي. خو لکه څرنګه چې زړښت او مرګ خاص دلیل نه لري او ځانګړې تخنیکي ستونزې بلل نو داسې کوم دلیل هم نه شته چې دوي لاس تر زنې کیښني او ووايي چې نور هدف ته ورسیدو. بشریت اوس نری رنځ او سرطان ختم کړی دی نو بل کار ته اړتیا نه شته. خو دا په دې معني نه ده چې موږ به وایو الزایمر به نه ختموو او دغه ناروغي دې لا هم خلک وژني. د ملګرو ملتو د بشري حقوقو په نړیواله اعلامیه کې نه دي راغلي چې انسان تر نوي کلنۍ پورې د ژوند کولو حق لري او بس. دغه حق پوله نه لري. ځکه خو یوه وړه ډله څېړاند او د فکر خاوندان په ښکاره وايي چې د موډرن علم اصلي هدف پر مرګ بر لاسه کیدل دي. دغه ډیریدونکي څیړاند د تلپاتې ژوند خبره کوي. په دغو کسانو کې یو هم ګیرونتولوګ یا د عمر د زیاتیدا متخصص «اوبیري ګرې» دی. بل کس په څو څانګو کې د تخصص خاوند او مخترع « رای ګورزویلی» چې په ۱۹۹۹ کال کې ېې د امریکا د ټینکالوجۍ او ختراعاتو لوړ مډال ېې اخیستی دی د یادولو دی. ګورزویلی په ۲۰۱۲ کال کې د ګوګل د څېړنو او پرمختیا د برخې مسول و او یو کال وروسته ېې  د ګوګل تحقیقاتي او پرمختايي اداره کولیکو «Colico» جوړه کړه چې هدف ېې «مرګ ختم کړئ» ؤ.۲۷

 ګوګل نن سبا یو بل کس هم ګمارلی دی چې په ابدي ژوند باور لري. دغه کس بیل ماریس نومیږي. او د «Google Ventures» د پراختیایي ادارې مسولیت لري . ګوګل وینچرس د مرګ د ساینس په هکله څېړنې کوي. ماریس په ۲۰۱۵ کال کې وویل که اوس له ما وپوښتئ چې ایا ممکنه ده انسان ۵۰۰ کاله عمر وکړي زما ځواب به «هو» وي.ماریس دغه سپینه خبره د ګوګل د لوي مالي ملاتړ له برکته کوي. ګوګل له خپلې ټولې دوه میلیارډ ډالري پانګې څخه ۳۶ په سلو کې د « ژوند په علمي» پروژې لګوي. دغه لویه پروژه د عمر د زیاتیدا په اړه له څو وړو پروژو جوړه ده. ماریس له مرګ سره د مبارزې پروژه د امریکايي فوټبال په یوې اصطلاح یا د اندازه کولو په یوه مقیاس سره تشریح کوي چې وايي:  زموږ هڅه دا نه ده چې په څو متره پرمختګ سره امتیاز تر لاسه کړو، بلکه موږ غواړو ټوله سیالي وګټو. ولې ټوله سیالي؟  ماریس وايي ځکه چې ژوند کول تر مرګ ښه دي. ۲۸

د« Silicon Valley » سیلیکان ویلي د کمپیوټري شرکتونو مشران دغسې خوبونه او خیالونه لري. د پې پال« PayPal» په نامه د یوه شرکت یو بنسټ ګر پیټر تییل په وروستیو کې ویلي دي چې هغه د ابدي ژوند هیله لري هغه وايي : زما له نظره د مرګ په هکله درې لید لوري مطرح دي. یا ېې سړی باید ومني، یا ېې رد کړي او یا هم ورسره مبارزه وکړي. د ټولنې ډیر کسان ېې یا مني او یا ېې ردوي، خو زه ورسره مبارزه کوم. ډیری خلک دغه خبره ماشومانه خیالونو ته ورته بولي، خو پیټر تییل د یو لوي شرکت مشر دی او باید خبره ېې په تول برابره وي. نوموړی په سلیکان ویلي کې یو اغیزمن  او بریالی شتمن دی او کابو ۲،۲ میلیارډه ډالره شتمني لري. ۲۹

د دفتر په دیوال ېې لیکل شوي دي « د برابرۍ ننوتل منع، ابدي ژوند ته ښه راغلاست». د جین ټیکنالوجۍ، نانو ټینکالوجۍ او د بیا احیا کولو طبابت « regenerative medicine» چټک پرمختګ دغه هیلې نورې هم زیاتوي. ځینې کارپوهان وايي انسان به تر ۲۲۰۰ میلادي کاله پورې پر مرګ بریالی شي، ځینې د ۲۱۰۰ میلادي کال وړاند وینه کوي. کورزویلی او ګيرې تر دې هم زیات مثبت فکر لري او وايي ټول هغه کسان چې په ۲۰۵۰ میلادي کال کې ښه سټه او ډیره شتمني ولري ابدي ژوند کولی شي. دوي په هرو لسو کلونو کې مرګ غولولی شي.

کورزویلي باوري دی چې په هرو لسو کلونو کې به درملځایونو  ته ځو چې د ناروغیو او د بیا احیا یا نویو کیدلو علاج وکړو. ډاکټران به مو جینونه بیرته سموي او خرابې او زړې حجرې به بیرته رغوي. په دې ډول به سترګې، غوږونه ، لاسونه او مازغه بیرته نوي کیږي. او چې کله لس کاله وروسته بیا د احیا وخت راځي نو د نویو کیدا درملنه به نوره هم موډرنه شوي وي او نوي درمل به تولید شوي وي. که د کورزویلي او ګيري خبره سمه وي ممکنه ده وار له مخې په سړکونو کې  هغه کسان ډیر ګرځي چې مرګ ېې نور هم وروسته کړی او ژوند ېې اوږد کړی دی دغسې کسان په تیره بیا د نیویارک په وال سټریټ   wallstreat اویا Fifth Avenue وا ټونو کې ډیرلیدل کیداي شي.

په حقیقت کې دلته موږ د هغه انسان خبره نه کوو چې تلپاتې ژوند لري، بلکه هدف مو هغه انسان دی چې مرګ ېې نورهم وروسته کړی او ژوند ېې اوږد کړی. خداي نه مري خو راتلونکی سوپرمن یا اتل انسان به  په جنګونو او پیښو کې مري او هیڅوک هغوي له ابدیته نه شي راستونولی، خو دغه انسان به زموږ په شان په خپل مرګ نه مري او د مصرف کوم تاریخ به نه لري.

دغه انسان که په کومه چاودنه کې او یا په کومې بلې پیښې کې ونه وژل شي ابدي ژوند به کولی شي. البته دغه انسان به د بشریت په تاریخ کې تر ټول انديښمن موجود وي. ننی انسان په دې پوهېږي چې مرګ شته او یوه ورځ به له دې نړۍ ځي ځکه خو موږ هر ډول خطر ته غاړه ږدو او وایو که نن وي یا سبا مرو. د همالیا غرونو ته خیږو، په سمندر کې لامبو کوو او ډیر نور خطرناکه کارونه کوو خو که ته پوه شې چې که دغه خطرې دې ونه وژني ته ابدي ژوند کولی شي نو هیڅ وخت به دغو خطرو ته غاړه کښې نه ږدې.

ښايي موږ هم د ځان د خوندیتوب لپاره نور کارونه وکړو او عمر دوه چنده زیات کړو. په شلنمه پيړۍ کې  نني بشریت خپل ژوند دوه برابره کړی دی له څلویښتو کلونو مو اویا ته ورساوه، نو په یوویشتمه پيړۍ کې خو ېې باید دوه برابره کړو او ۱۵۰ کلونو ته ېې لوړولی شو. دا به ابدي ژوند نه وي خو دا به حتمن د ټولنې انقلاب وي. په دغسې حالت کې به د مثال په توګه د کورنیو په جوړښت کې بدلون راځي. ګډ ژوند، او د ماشوم او والدینو اړیکې به بدلیږي. نن سبا ډیری کسان ودونه کوي او ژمنه کوي چې له مرګ پرته مو هیڅوک او هیڅ شی نه شي بیلولی. موږ د ژوند ډېره برخه د ماشوم په روزنه تیروو خو داسې تصور وکړئ چې که یوه میرمن ۱۵۰ کاله عمر وکړي او که په څلویښت کلنۍ کې واده وکړي نو د ژوند ۱۱۰ کاله نور په مخکې لري نو یوسلو لس کاله به دوه مډرن انسانان ګډ ژوند سره تیر کړای شي؟ حتی افراطي کاتولیکان هم ښايي د دغسې ژوند زغم ونه لري. نو احتمال شته چې د پرله پسې ودونو لړۍ نور هم زیاته شي. که فرض وکړو دغه میرمن په څلویښت کلنۍ کې دوه ماشومان ولري په ۱۲۰ کلنۍ کې خو د دغو دو ماشومانو د پيدا کیدا او روزلو خاطرې او یادونه به هم ورسره نه وي پاتې. نو دغه اوږد ژوند به څنګه تیروي. دا به سخته وي چې اوس اټکل وکړو چې  په دغسې حالاتو کې به د ماشومانو او والدینو روابط څنګه وي خو غوره ده  لږ د کاروبار او مسلک په اړه خبرې وکړو. نن سبا په اولس یا شل کلنۍ کې ځوانان کسب او کار پيلوي او د عمر تر پایه  په همدغه مسلک او کسب کې پاتې کیږي. طبیعي خبره ده چې دغه کسان به په څلویښت کلنۍ یا پنځوس کلنۍ کې هم څه نا څه شیان زده کوي خو معمولن ژوند د زده کړې او کار په دو پړاونو ویشل شوی چې د کار له پړاوه وروسته بیا تقاعد ته ورځو. خو که ته ۱۵۰ کاله عمر وکړې دغه دوره بدلیږي په ځانګړې توګه په داسې یوه ټولنه کې چې ټیکنالوجي هره ورځ بدلیږي. نو خلک به د کار اوږده دوره ولري او ډیری کسان به له یوه کاره ستړي کیږي نو کارونه به بدلوي رابدلوي او ممکن په نوي کلنۍ کې هم نوی کار پیل کړي. دغه راز د تقاعد عمر به ۶۵ نه وي اوڅوک به په دغه عمر کې  ځوانانو ته میدان نه پریږدي چې نوې نظرېې او طرحې ولري. مشهور فزیک پوه ماکس پلانک وايي: ساینس  د پر مختګ په هر ګام سره یوې جنازې ته ورځي.  د هغه هدف دا و چې له یوه نسل سره علم هم له منځه ځي او نوی نسل له پخوانیو نظریو سره کار نه شي کولی او پخواني کسان نوې نظرېه نه شي هضمولی. دا یوازې د ساینس په برخه کې صدق نه کوي. تاسو په خپله که پوهنتون وال یاست، ژورنالیست او یا اشپز، فوټبالیست او داسې نور څه فکر کوئ کله چې تاسو دیرش کلن او مشر او مدیر مو ۱۲۰ کلن وي. د هغه فکر او نظرېې به د ملکې ویکټوریا د وخت وي. تصور وکړئ که دغه کس څولسیزې نور هم ستاسو مشر وي نو څنګه به ورسره ګوزاره کوئ؟ په سیاسي برخه کې ممکن د عمر د زیاتېدا پایلې نورې هم ستونزمنې وي. دا تصور کولی شئ چې پوټین دې نوي کاله نور هم د قدرت په ګډۍ ناست وي. که خلکو تر اوسه ۱۵۰ کاله عمر کاوه ممکن ستالین به لا هم په مسکوکې د یوه اته دیرش کلن ځوان په شان ګامونه اخیستل. ماوزوتونګ به لا هم ۱۲۳ کلن مشر ؤ او ملکه الیزابټ به لا هم له شپږم جورج څخه د تاج د ترلاسه کوله په تمه ناسته وه او زوي چارلس ته به ېې د باچاهۍ وار په ۲۰۷۶ میلادي کال کې رسیده. که واقعیت ته ستانه شو د ګورزویل او ډی ګيرې اټکلونه له تصوره لیرې ښکاري که دا ۲۰۵۰ اویا ۲۱۰۰ کال وې دغه خوب به رښتیا نه شي. زه په خپله په دې باور یم چې په یویشتمه پیړۍ کې به د د دایمي ځوانۍ او ابدي ژوند خیال په واقعیت بدل نه شي او هغه کسان چې د دغه خوب د پوره کیدا فکر ته جدي دي ممکن نهیلي او غمجن شي. دا سخته ده چې ته پوهیږې چې مړ کیږې خو دا به نوره هم سخته وي چې  د دایمي ژوند فکر او خیال درسره وي خو بیا وروسته خبره غلطه ثابته شي.  له دې سره سره چې په وروستیو سلو کلونو کې زموږ د متوسط عمر اندازه دوه برابره شوې دا نتیجه هم نه شو اخیستلی چې په راتلونکو سلو کلونو کې به اوسط عمر ۱۵۰ ته زیات کړاي شو. په نولسمه پیړۍ کې اوسط عمر څلویښت کاله ؤ ، ځکه چې ډیر کسان د ناسمې تغذې، ساري ناروغیو، او تاوتریخواليي له امله مړه کیدل. خو هغه کسان چې له ساري ناروغیو، تاوتریخوالي او لوږې روغ راوتل نو اویا او اتیا کلونو ېې عمر کولی شو. دا د هومیوساپینس اوسط عمر دی. خلک فکر کوي چې په پخوانیو پيړیو کې اویا کلن خلک ډیر کم ؤ خو داسې نه ده. ګالیلو ګالیله په ۷۷ کلنۍ کې مړ شو، اسحاق نیوټن ۸۴ کلن ؤ او میکل انجیلو په پاخه عمر یعنې اته اتیا کلنۍ کې وفات شوی دی. دوي له میکروب ضد درملو، واکسینونو، او د غړیو له پیوند پرته دغه عمرونه کړي دي. په ځنګلونو کې شامپانزه بیزو ګانې هم تر شپیتو کلونو پورې عمر کوي.۳۰

 حقیقت خو دا دی چې مډرن طبابت او درملو د انسان طبیعي عمر ښايي یو کال اوږد کړی وي خو اصلي پرمختګ دا دی چې انسان بریالی شو له وخت مخکې د مرګونو مخه ونیسي. په دې ډول بریالی شو چې  له خپل پوره عمره خوند واخلي. موږ پرسرطان ، شکرې او د مرګ پر نورو علتونو برلاسه شو، ځکه خو ډیری کسان اوس تر۹۰ کلونو پورې عمر کوي. خو دغه حالت او امکانات مرسته نه شي کولی چې خپل عمر۱۵۰ کلونو ته لوړ کړو،۵۰۰ کاله خو بیخي ناشونې ښکاري. که دغه کار ته زمینه برابره شي باید طب د انسان د بدن  اساسي چارچوب اوجوړښت بیخي بدل کړي او داسې لاره پیدا کړي چې د بدن بیلابیل غړي او حجرې منظمې کړاي شي. که څومره هڅه هم وشي  ممکنه دغه هدف ته تر ۲۱۰۰ میلادي کال پورې ونه رسیږو. خو له دې سره پر مرګ د برلاسه کیدا لپاره هره ناکامه هڅه مو یو ګام هدف ته نیژدې کولی شي. دغه پرمختګ انسان ته د نورو هلو ځلو زمینه برابروي او د نویو پروژو لپاره ېې هڅوي. ممکنه ده د ګوګل د تحقیقاتي پروژې د «ګوګل کالیکو» پروژه «د مرګ ختمیدل» نتیجه ورنه کړي او د ګوګل تر دې هم لویه پروژه چې «سرګي بین» او«لیرې پیچ» ېې پرمخ بیايي«ابدي ژوند» ښايي کامیابه نه شي، خود حجروي بیولوجۍ، جېنیټیک طب، اود انسان د روغتیا په برخه کې  ښايي ډیر پرمختګ اواختراعات وشي.

  د ګوګل د نوي نسل مدیران ممکن پر مرګ له بل اړخه او په نویو رودو کار وکړي چې وېې ځنډوي او یا ېې مات کړي. هغه څیړاند چې له مرګ سره د مبارزې یا ابدي ژوند لپاره غږ پورته کوي هغه شپانه ته ورته دي چې کله ناکله به ېې نارې کړې چې لیوه دی او مرسته ېې غوښته، خو هرځل چې به خلک ورغلل نو شپانه به ورته خندل چې ټوکې مې کولې خو ژر یا وروسته به دغه لیوه راشي او د ابدي ژوند فورمول به جوړ شي. که موږ په خپل ژوند کې ابدي ژوند تجربه نه کړو خو په راتلونکو سلو کلونو کې به د بشریت مهمه او لویه پروژه له مرګ سره مبارزه وي. کله چې انسان سپېڅلی بولو او پر دې سربېره د علمي ثبات او پرمختګ خوځښت هم ورسره وي او د دغه پانګوال نظام اړتیا هم په پام کې ونیسو نو ویلی شو چې له مرګ سره د مبارزې مخه څوک نه شي نیولی. د انسان ژوند ته زموږ ایډیولوجیکه ژمنه به کله هم دا اجازه را نه کړي چې د انسان مرګ ته خپه نه شو او د مرګ د مخنیوي لپاره هڅه ونه کړو. تر هغه چې خلک مري له مرګ سره به زموږ مبارزه روانه وي. څیړاند او کپیټالیسټي پانګه وال به په دغې مبارزه کې ډیره مرسته کوي. اکثره څیړاند او پانګه وال په دې فکر نه کوي چې دوي څه ترسره کوي دوي ډیر په دې فکر کوي چې په نویو اختراعاتو سره څنګه نورې پیسې تر لاسه کړي. د ساینس او پرمختګ په برخه کې له مرګ او تلپاتې ژوند پرته بله کومه په زړه پورې او له هیجان ډکه مسله شته ؟ که ته تر۴۰ کلنۍ اوښتی ېې نو ممکن سترګې پټې کړې او د شل کلنۍ عمر در په زړه کړې چې له فزیکي پلوه څومره غښتلی وې. نه یوازې دا چې فزیکي جوړښت دې څنګه ؤ بلکه څه احساس دې درلود. که دا امکان  دې درلودای چې بېرته دغه وخت ته وګرځې نو څومره پانګه به دې پرې لګولې وای؟ ښایي داسې کسان وي چې شک وکړي خو زیاتره به پرې ډېرې پیسې ولګوي، د دغه کار بازار به ډیر ګرم وي. که پر دې ټولو خبرو سترګې پټې کړو له مرګه ویره به موږ ډیر مجبوره کړي چې له مرګ سره مبارزې ته جدي پام وکړو. حاضر دمه خلک له ماشوالي دا مني چې د مرګ مخه څوک نه شي نیولی نو د ابدي ژوند هیله نه کوي. خلک غواړي چې ابدي ژوند وکړي ځکه خو د ابدي ژوند لپاره سیمفونۍ او سندرې جوړوي، او خوارۍ کوي چې تلپاتې ویاړاو نوم وګټي، د نوم د تلپاتې کېدا ارمان ځکه کوي چې نه غواړي مړ شي. انسان په جنګونو کې قربانۍ یوازې د دې لپاره کوي چې ابدي نوم او په جېنت کې تلپاتې ژوند وګټي. زموږ د هنري پنځونو او نوښت ډیره برخه، دغه راز سیاسي هلې ځلې او مذهبي ذُهد او تقوا له مرګه د ویرې له امله وي. د فیلمونو ستوری الن ووډي په دې ډیر مشهور شو چې له مرګه د ویرې په هکله ېې ځینې خبرې کړې وې اوپه دې اړه ېې یو فوق العاده کرکټر او موقیعیت موندلی دی. له هغه یو ځل وپوښتل شول چې ایا د فلمونو په وسیله غواړي تلپاتې او ابدي شي؟ هغه ځواب ورکړ: غوره بولم په خپل اپارتمان کې همداسې ژوند وکړم زه نه غواړم د فلمونو په مټ یوازې په خیالونو کې ابدي نوم وګټم، هیله مې دا ده چې حقیقي ژوند مې ابدي شي. د الن ووډي په شان انسانان د تلپاتې، نوم، ویاړ، وطن پرستۍ ،لمانځنې او په جېنت کې د ابدي ژوند په شان خیالي ښکارندو ته لېوالتیا نه لري. دغه کسان نه غواړي مړه شي. کله چې انسان له خاص دلیل پرته یا په یو خاص دلیل دغه باور تر لاسه کړي چې دغه چانس لري چې له مرګه ځان خلاص کړي او ابدي ژوند وکړای شي نو همغه شېبه به په ادبیاتو، مذهب او ایدیالوجۍ کې د تلپاتې ژوند خیالونه پریږدي.  که اوس دا فکر کوئ چې مذهبي افراطیان او متعصبین په اوږدو ږیرو او تیزو او برندو سترګو دغه ډول افکار ردوي ، لږ صبر وکړئ. کله چې د هالیوډ د پاخه عمر فلمي ستوري ، او سوداګر په دې پوه شي چې عمر اوږدیداي شي او د ابدي ژوند درمل ېې موندلي دي بیا به وګورئ چې دغه افراطیان څه کوي . کله چې ساینس له مرګه د خلاصون په لور عملي ګامونه پورته کړي، نو د جنګ ډګر به له لابراتوارونو، پارلمانانو ،محکمو او واټونو ته ولیږدول شي. په دغه حالت کې به ټول د ابدي ژوند لټه پيل کړي. کله چې علمي هڅه نتیجه ورکړي نورې سیاسي شخړې به را برسیره کړي. د دغه جنګ په وړاندې به د تاریخ ټول جنګونه او شخړې کم رنګه شي. انسان به د ابدي ځوانۍ لوي جنګ ته مخه کړي.

1 COMMENT

  1. دا څلورمه برخه ده او تاسې ورته دریمه برخه لیکلې ده. باید اصلاح شي.
    له محترم ډاکټر صاحب عیسی ستانکزي نه زیاته مننه چې مهم او ارزښتناک کتابونه په روانه ژبه پښتو ته راژباړي.
    ورته دوه لاسي سلام!
    ما په فارسي دا کتاب لوستی و، خو د ډاکټر صاحب روانې ژباړې بیا لوستلو ته اړ کړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب