شنبه, جنوري 22, 2022
Homeخبرونهجرمني تر اعلان کړي پلان ژر خپل پوځیان باسي

جرمني تر اعلان کړي پلان ژر خپل پوځیان باسي

تاند(چهارشنبه، د ثور۱) د جرمني دفاع وزیرې نن د خپل هیواد پارلمان ته وویل چې له افغانستانه به خپل پوځیان تر مخکیني پلانه وړاندې وباسي.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د راپور له مخې، دا هیواد د ناټو له متحدانو سره په مشورو بوخت دی چې پر اساس یې ممکن له افغانستانه د جرمني ټول ۱۱۰۰ پوځیان د جولای تر څلورمې وایستل شي.

د امریکا متحدو ایالتونو، چې په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو په منځ کې تر ټولو ډېر سرتېري لري، د سپټمبر یوولسمه د پوځیانو د ایستلو وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

د جرمني د دفاع وزارت ویندوی ډي پي اې خبري اژانس ته وویل، په ناټو کې شامل هیوادونه اوس له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر ستونزو او عواقبو یې سلامشورې کوي او په دې هم غور روان دی چې د جرمني ټول پوځیان د جولای تر څلورمې پورې وایستل شي.

ده وویل چې حاضردمه همدا پرېکړه شوې خو نهايي پرېکړه به ناټو کوي.

تر دې پخوا د دغه هیواد دفاع وزیرې انګریت کرمپ کارینباویر د اګست نیمايي له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې وه.

د جرمني د دفاع وزارت ویندوی د ځواکونو د ایستلو په برخه کې د لوژیستیکي ستونزو په تېره بیا په دې خاطر چې ټول وسایل باید د هوا له لوري یوسي، یادونه وکړه.

مخکې په پام کې وه چې یو شمېر وسایل به په افغانستان کې پرېښودل کېږي او یا به ویجاړیږي.

1 COMMENT

  1. چې من‌‌‌‌‌‌ډي من‌‌‌‌‌‌ډي پیل شوې، بیانو نر هغه دی چې وختې ووتی. جرمنیان هوښيار خلک دي، خپل پوځيان تر نورو د مخه باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب