دوشنبه, جولای 26, 2021
Home+د کتابونو خوشبو | نعمت الله صدیقي

د کتابونو خوشبو | نعمت الله صدیقي

شهرت ننګیال دې خدای ښه لري، د سیال کاکړ یوه خاطره اکثر لیکي/ یادوي، چې دوی(يوه ډله سینیر لیکولان او روڼ اندي) يې پر دغه خبره حیران کړي وو، چې د نړۍ تر ټولو خوندور وږم او خوشبو د خلاص کتاب هغه دی. دا نو رښتیا هم د نښې منځ دی.
تېر کال غالیباً کومې نړیوالې ورځپاڼې له کابله د کتابونو د بازار د ښه والي او د خلکو له کتاب سره د لوالتیا په اړه راپور خپور کړی و، هغه وخت د پاکستاني جنګ ورځپاڼې یوه کالم لیکوال دې راپور ته(له کابله خوشبو) په کالم کې دا د افغانستان د فکر او فرهنګ یوه خارق العاده پېښه بللې وه، چې ګواکې د جګړو له وطنه داسې راپورونه څنګه راتللی شي.
نن بیا په همغه وطن (د جګړو په وطن کې) د کتابونو د خپرندویو او کتابپلورنځیو ځینې عکسونه خپرېږي،چې د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت یې تخفیف اعلان کړی او نسبتاً پر دغه پلورنځیو هجوم ښکاري.
دا نو نهایتاً زړه رغوونکي خبرونه او عکسونه دي؛ عیناً لکه د ويښتیا او روښانتیا رنسانس چې پېل وي، شک نشته رنسانس همداسې یو حالت ته وايي؛ وي به؛ خو که نه وي څنګه کولای شو دې حالت ته لا نوره وده او ارتقا ورکړو او یو واقعي د ويښتیا او روښانتیا پړاو رامنځته کړو.
څو مختصر خبرې لرم:
د کتاب لوست او کتابپالنه دوه بېلا بېل بحثونه دي، زموږ کتابپالنه باید فیشني نه وي، بلکې د کتاب د لوست په اساس د فکر او عمل نتېجه مهمه وي. یوازې کتابپالنه اکتفا نه کوي، دا به ګورو چې زموږ فکر، علم او عمل څومره شعوري یا کتابي دی.
هغه ټولنې او خلک چې له کتاب او قلم سره علاقه لري، د مجللو ماڼیو او ودانیو پر ځای یې کتابتونونه رغولي او د جګریزو سنګرونو پر ځای یې پوهنتونونه نېولي، په بازار او مارکیټ کې یې تر ټولو تېز صنعت او کار د مطبعو او پریسونو وي، له حکومتونو او ریاستونو یې لومړنۍ غوښتنې همدا د کتاب، کتابتون، قلم او پوهنتون وي،
داسې یو ايډیال حالت ته د رسېدا لپاره خلک او حکومتونه دواړه خپل مسوولیتونه لري، زموږ د حکومتونو تر ټولو بد عرف دا دی، چې لومړیتوب او د خلکو لږ و ډېر حرکت نشي استفاده کولای؛ مثلا همدا لږ و ډېر کتابي شعور او نسبي ودې ته څنګه ادامه ورکړي.
په دولتي ماشین چلېدونکي په لسګونه اړونده ادارې تراوسه د کتاب په اړه ابتدایي کار و زیار هم نلري. اطلاعات او کلتور وزارت، علومو اکاډمي، د ارګ فرهنګي مشاورتونه هغه بنسټونه دي، چې د کتاب د اصل پالنې، ودې پر ځای یې د ډالیو یو منحرف دود او پبلشري پیل کړه، چې د غریب ملت بودیجوي نقصان ترڅنګ یې د کتاب صنعت ته هم ضربه ورکړه.
نن د کتاب نړیواله ورځ ده، دا ورځ رښتینې مقدسه ورځ ده. دا په رښتینې مانا د خوشبو د وږم ورځ ده. دا ادارې او حکومت که زموږ له دغې مقدسې ورځې یو مثبت احساس اخلي او موږ ته یې په مقابل کې د (احسان تر حده) هم که یو څه راکولای شول؛ نو نه دې یې سپموي.
د مطبعو لایحې، مقرارت، اصول او د کاپي رايټ قانون تراوسه د نه توجه لامله د کاغذونو تر حده خوندي دي.
د خپرندیو او ناشرانو د ازاد بازار تعامل او په دې برخه کې د دولتي دسګا فلج بله هغه فاجعه ده، چې ښه غوښین انحراف او ګډوډی یې رامنځته کړې ده.
د مطبعو د ایجاد او د کاغذ صنعت ته نه پاملرنې لسګونه مطبعې او په زرګونه خلک بې روزګاره کړي دي.
په همدې وجه د کال سلګونه او زرګونه ټوکه کتابونه د ګاونډیو پر پریسونو او میلونونه تجارت د داخل پر ځای پر بهرنیو خواوو څرخي.
په بهر کې د کتابونو چاپ او صنعت یو بل لوی تاوان دا کړی، چې کتاب د نرخ له پلوه بېخي د دې غریب ولس پر مری چاړه ګرځېدلې. په دې برخه کې د حکومت شته حکمت بیا دا دی چې ګمرکونه یې ورته پل صراط ګرځولي حال دا چې په نورې نړۍ کې که حکومتونه د کتاب او مطبعې د صنعت وس او وړتیا نه لري؛ نو د ګمرکونو مسول ورمعافوي.
دا او داسې نورې ډېر ستونزې دي چې د کتابپالنې پر مخ خنډ دي، له حکومتي ادارو او د کتاب له خواخوږو مې بیا هم هیله ده، چې په دې برخه کې داسې یو جدي او ځانګړی میکانیزم جوړ کړي، چې حد اقل دا د جګړو د باروتو وږم پر وړاندې خو د دې کتابي خوشبو وږم بې حسه نشي، کنه دا مهم فکري او فرهنګي فکټور به هم خدای مه کړه ویجاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب