شنبه, جنوري 22, 2022
Homeکالمونهسنګرافغانان له پارس نه تر هندوستانه

افغانان له پارس نه تر هندوستانه

څلورمه برخه
هندوستان کې، څو پښتانه خان جهانيان استاد شهسوار سنګروال
د «خان جهان» لقب د پښتنو او مغلو واکمنيو په مهال يو وياړلی نوم وو، چې کوم مخور، معزز او د درناوي وړ کس ته به ورکول کېده.
موږ ډېر دا ډول مخور او د پام وړ پښتانه پېژنو چې په هندوستان کې دغه مقام ته رسېدلي دي.
د يو شمېر لاسوندونو له مخې د پښتنو لومړنی خان جهان د سلطان بهلول معاصر و.
 نوموړی خان جهان دومره لودي سلطان ته منلی وه، چې کله بهلول له سلطان حسين شرقي سره په جګړه اخته وه نو د ډيلي نيابت او سلطنتي چارې يې ده ته سپارلې وې.
کله چې دغه خان جهان ومړ نو سلطان بهلول بيا د ده زوی احمد خان ته د ده لقب ورکړ.
له سلطان بهلول نه پرته د تغلق شاهانو له مهال نه را واخله ترګورګاني شاه جهان پورې د خان جهان لقب يو شمېر ټولنيزو شخصيتونو ته ورکړ شوی دی.
له بهلول لودي وروسته لودي سلطان سکندر هم د خان جهان وياړلی لقب د پرملي خان خانان زوی ته ورکړ. «په بابر نامه کې راغلي دي چې بابر پښتانه امير فتح خان شرواڼي ته دا لقب ډالۍ کړی وه.»(۱
کوم خان جهان چې تاريخ مرصع يې يادونه کړې ده هغه پير خان نومېده چې په ۹۹۴ هـ کال زېزېدلی دی ،پلار يې دولت خان نومېده چې د مغلي پاچا اکبر په دربار کې يو منلی انسان وه.
«کله چې اکبر پاچا ومړ جهانګير خان په ډېر درناوي پير خان اګرې ته وغوښت او بيا يې په ۱۰۱۵هـ کال له ځان سره کابل ته بوته… نوموړی په جهانګير دومره ګران وه چې غوښتل يې د يوه مخور مغلي درباري لور ورته په نکاح کړي ولې هغه و نه منله.»(۲
د خان جهان وياړلی نوم په هندوستان کې «۴۵۰» څلور سوه پنځوس کاله دود وه. چې پير خان يو له دغو کسانو څخه وو، چې پدغه نوم سره وياړلی شوی و.
خان جهان په مغلي واکمن جهانګير دومره ګران وه چې کله په ۱۰۲۴ هـ کال پاچا دی پلازمېنې ته وغوښت نو لا اجمير ته رسېدلی نه وه چې ده خپل زوی شاه جهان (خرم) خپل صدراعظم اصف خان، د نور جهاني پلار اعتماد الدولة او مهابت خان د هرکلي لپاره مخې ته ور ولېږل.
له دې سربېره مغلي واکمن جهانګير ورته يوه ښکلې خېمه په اجمير کې، د ده د استوګنځي لپاره درولې وه.
هغه مهال چې صفوي شاه عباس په ۱۰۳۱ هـ کال په کندهار بريد وکړ، دغه وخت خان جهان د ملتان حکمران وه. غوښتل يې چې د پارس صفوي حکومت ته خوله ماتوونکی ځواب ورکړي، نو دا خبره په مغلي جهانګير ښه و نه لګېده نو ورته يې وويل: د پادشاه ځواب بايد پاچا ووايي.
د کندهار مشرانو په دغه وخت کې يوه جرګه ملتان ته ولېږله چې که چېرې د کندهار له خلکو سره اقتصادي مرسته وشي، د صفويانو په وړاندې جګړې ته چمتو دي.
خان جهان د کندهار مشرانو ته وويلې، که مغلي واکمن د ملتان او کندهار د پښتنو له يووالي نه خبر شي نو د پښتنو تخم به هم پرې نږدي.
کله چې جهانګير په ۱۰۳۷ هـ کال ومړ، د مغلي شهزادګانو تر مينځ د واکمنۍ په سر اخ و ډب پېښ شو. خان جهان لودي سره تل د پښتنو د بيا واکمنۍ ارمان وه. ولې په چايې سترګې نه غټېدې خو پدې ترڅ کې شاه جهان پدې بريالی شو، چې واک ترلاسه کړي.
که څه هم لا د مخه د وليعهد د ټاکلو په سر اختلاف وه، د شهزاده پروېز، د پاچا د مېرمنې ملکې نورجهان، چې غوښتل يې د خپل زوم شهزاده شهريار لپاره کار وکړي (د جهانګير وراره) او په خپله د شهزاده خرم (وروسته شاه جهان) تر مينځ، چې هر چا کوښښ کاوه واک ترلاسه کړي، په دربار کې د ننه جګړه روانه وه.
ملکې نورجهان، چې خان جهان ته ښه نيت نه درلود، نو د جهانګير نيت يې هم ورته خراب کړی وو. نو ځکه خو يې خان جهان له پخواني منصب نه ګوښه کړ او بيا يې ګجرات ته واستوو.
ولې د شاه جهان د واکمنۍ په مهال بېرته د دکن او د دکن شاوخوا سيمې ده ته وسپارلې.
درباريانو د خان جهان پرمختګ نشو ليدلی، پدې لټه کې و چې شاه جهان د ده په وړاندې ولمسوي. همغه وه چې په ۱۰۳۷ هـ ق کال يې له ده څخه: «د دکن خان دېس او برار د سيمو واک واخېست او دی يې مالوي ته واستوو، خو دکن او نورې سيمې يې مهابت خان ته ورکړې.»(۳
خان جهان د شاه جهان په نيت پوه شو چې د پخوا په څېر ورته په درنه سترګه نه ګوري، نو ځکه خو يې له مالوي نه را وغوښت او په اګره کې نظر بند کړ.
خان جهان ته نوره وېره هم زياته شوه او دا خبره يې هم تر غوږه شوې وه، چې ښايي شاه جهان دی او د ده کورنۍ زنداني کړي، ځکه خو له خپلو اولادونو او دوستانو سره له اګرې نه پداسې حال کې چې شاه جهان د هندوانو د «دوالي» په مراسمو کې بوخت وه په ۱۰۳۸ هـ کال دکن ته لاړ.
شاه جهان چې خبر شو ډېر زر يې د څلوېښت زره په شاو خوا کې پوځ ور ولېږه، چې لاس تړلی يې دربار ته حاضر کړي.
پدغه مهال د خان جهان دوستانو او ورسره دوه زره پښتنوننګياليو مغلي واکمن پوځ ته لاره ونيوه د دواړو سيالو ځواکونو تر مينځ سخته جګړه ونښته.
پدغه جګړه کې د خان جهان دوه زامن يو زوم لودي شمس خان او د هغه دوه وروڼه او پنځه شپېته نور جنګيالي ووژل شول. خو خان جهان د «چنبل» له سين نه پورېووت او ځانونه يې «ګوندواني» ته ورسول.
شاه جهان په زرګونو جنګيالي د خان جهان د ځپلو لپاره سيمې ته ولېږل او په خپله د «خان ديس» پلازمېنې برهانپور ته ورغی.
کله چې پښتانه له دې پېښې خبر شول، د هند له پښتنو را واخله تر پښتونخوا او ان تر افغانستان پورې پښتنو مېړونو له خان جهان نه ملاتړ وکړ.
هغه پښتانه جنګيالي چې د شاه جهان په لښکر کې وو، له هغه نه را واوښتل او د خان جهان ملا يې وتړله. چې موږ دريا خان داود زی يادوو چې د څلور زرو جنګياليو مشر وه، د شيخ رکن الدين زوی کمال الدين روهيله چې نوموړی هم د څلور زره کسيز لښکر په سر کې وه، د بېلګې په توګه يادولی شو، د خان جهان تر شا ودرېدل.
همدا راز له اټکه را واخله تر کابله پورې زرګونه پښتانه چې په دوی کې د روښاني ټبر يو شمېر کسان لکه د پير روښان کړوسی «عبدالقادر»، د جلال الدين روښانې زوی کريم داد او د مير داد روښاني زوی محمد زمان او او نور مېړني پښتانه هم ملګري وه، را ټول شول.
 له دې سربېره د تيرا، اشنغر، پېښور شاوخوا محمد زي، ګګياڼي، خليل، مومند، داود زي، يوسفزي، خټک ځاځي او نور قومونه په يوه چيغه راټول شول او د لوی اختر په دريمه ورځ (۱۰۳۹ هـ) يې په پېښور بريد وکړ.
 نه يوازې د دوی زړه د کابل د مغلي حاکم لښکر خان د مرستيال په وژنه يخ شو، بلکې پېښور يې هم کلا بند کړ. ولې له بده مرغه د پښتنو د بې اتفاقۍ له کبله مغلي پوځ بيا هم بريالی شو.
خان جهان لودي دلته له درې دښمنو ډلو سره لاس او ګرېوان وه ،له يوې خوا مغلي لښکرو، د احمد نګر په شاوخوا سيمو کې بريد کاوه، له بلې خوا د مرهټو اودريم د انګرېزانو ګډ لښکر په احمدنګر بريد پيل کړ.
لومړی د خان جهان جنګياليو د مرهټو او انګرېزانو ځواکونو ته سخته ماته ورکړه او بيا يې مغلو سره جګړه شروع کړه.
نوموړي يو څه جنګيالي د بهلول خان ميانه او مقرب خان تر مشرۍ لاندې د «هارور» په کلا کې ځای په ځای کړل. له دريا خان داود زي سره هم يو لښکر په «بڼوسه» کې دېره وه، چې د دې سيمې ماليه ټوله کړي.
خو پخپله خان جهان د څلور سوو پښتنو په شاوخوا کې جنګياليو سره د «بير» په سيمه کې اړولي وه، چې يو ناڅاپه مغلي لښکر پرې بريد وکړ.
پښتنو جنګياليو د مغلو له يوه لوی لښکر سره چې شمېر يې زرګونو ته رسېده مقابله وکړه ولې بيا هم خان جهان هغوی د غره لور ته وهڅول چې له هغه ځايه بيا په دښمن بريدونه وکړي.
د پام وړ خبره خو دا وه، چې بيا هم پښتانه له پښتنو سره جنګېدل ،دريا خان داودزی د خان جهان پلوی وه او د ده زوی بهادر خان بيا د مغلو په لښکر کې د خان جهان په وړاندې جنګېده.
د همدغو بې اتفاقيو له کبله دريا خان داود زی چې
څلور سوه جنګيالي ورسره وو د «بکرماجيت» په مشرۍ مغلي پوځ پرې بريد وکړ چې په پايله کې ټول پښتانه ووژل شول او د دريا خان داود زي او د هغه د جنګيالي زوی ککرۍ يې برهانپور ته چې هلته شاجهان دېره وه ورولېږلې.
«همدا راز د «استري جنګ» په جګړه کې چې خان جهان لودي سره سل تنه جنګيالي مله وه د مغلو لخوا ووژل شول او د خان جهان د هغه د زوی عزيزخان او صدرخان سرونه يې په (۱۰۴۰هـ) شاه جهان ته ولېږل او هغه هم د برهانپور په کلا وځړول.»(۴)
نوموړي نه زامن لرل چې حسين خان او عظمت خان د ده د ژوند په مهال د مغلو لخوا ووژل شول او نور يې هر يو اصالت خان، مظفر خان، فريد خان، جهان خان، عالم خان، احمد خان او حسين خان چې د دوی يو شمېر له مغلو سره په جګړو کې مړه شول او يو شمېر نور يې تېښتې ته اړ شول.
بيا هم ويلی شو که چېرې پښتنو د هندوستان پاچاهي له لاسه ورکړه، ولې بيا هم مغلو ښه ورځ و نه ليده… ډېر ځله له پښتنو مشرانو او نوابانو سره په جګړه کې ښکېل وه.
لکه څرنګه چې د شاه جهان په مهال خان جهان لودي، د ده د ظلمونو مخه نيوله .دا رنګه د اکبر په زمانه کې پير روښان او د اورنګ زېب د واکمنۍ په مهال خوشال خان خټک او په سلګونو نور مشران يادولی شو چې د خپل ژوند تر پايه له مغلو واکمنو سره جنګېدلي دي. (نوربیا )

1 COMMENT

  1. ټول پاچاهان اوفاتحان هندوستان ته دلوټ تالا اوغلا دپاره تللی وه دوی په عوض ددی چه خپله خاوره اوملک ته یی خدمت کړی وای دهندوانو دوژلو اوغنیمت په فکر کی وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب